د افغانستان د ۱۳۹۳کال ولس مشريزو ټولټاکنوپه اړوند د ستانکزيو د ټولنيزې او قومي شورا پريکړه

Stankzai trib support from Dr. Ashrif Ghani Ahmadzai
د ۱۳۹۳ کال ټولټاکنې چې د افغانستان په تاريخ کې ځانګړی ځای لري او په لومړي ځل واک د خلکو د رايو پر بنسټ د يو ټاکل شوي زعامت څخه بل ټاکل شوي زعامت ته ليږدول کيږي دافغانستان دراتلونکي لپاره ډيرحياتي ارزښت لري.
د ستانکزيو ټبرچې دافغانستان دستروقومونو څخه دی اوپه ۱۴ولاياتو کې ژوندکوي، تل يې د افغانستان په ملي مسائلو کې پريکنده او رغنده کردار لوبولی دی، دهېواد په دې ملي پروسه کې دخپل هغه مسئوليت ادا کولو لپاره چې دهېواد او ملت په اړوند يې لري دټولو نوماندانو په اړوند ژوره څيړنه ترسره کړه، دټولو ملي اجنډاوې يې وڅيړلئ او په اخر کې يې خپله پريکړه په لاندې ډول اعلان کړه:
دښاغلي ډاکټر اشرف غنې احمدزي ملې اجنډا چې په هېوادکې دشته سياسې، اقتصادي، امنيتې اونورو ستونزو لپاره په کې رڼې کړنلارې په ګوته شوي دتايدوړوګرځيده اوسره له ټول هغه احترامه چې درنو نوماندانو ته يې لري دښاغلي اشرف غني احمدزې دنوماندۍ څخه خپل غوڅ ملاتړ اعلانوي او دټولو ښاغلو عزيزانو څخه په خورادرنښت هيله کوي چې دنوموړي دبرياليتوب لپاره هيڅ ډول هڅې ونسپموي.
ديادولو وړده چې دستانکزيو ټولنيزه اوقومي شورا به دنوموړي څخه خپل ملاتړ دهېواد په مرکز کابل کې د يوی سترې غونډې په جوړولو سره ډېر ژرپه رسمي بڼه اعلان کړي