nakhtar۲۱ـ۰۴ـ۲۰۱۴

بســــــــمل

روان دیارلس کلن اشغال اوافغان(پښتون)ځپنې دنړیوالوپه تېره بیادافغانانوسرونه ښه پوره ورخلاص کړل، چې لوبه د چالخوا، د څه لپاره پیل اوڅومره به وغځيږي.

دنیواکګروشعارونه اولمړنۍ وعدې دا وې، چې ترهګري به له منځه وړي، په دیموکراسي به افغان ولس نازوي، افغانستان به جوړوي، کوکناراوپه لسګونه نورې بلاوې به هم له منځه وړي.

خوپه حقیقت کې هرڅه برعکس او موږ یوازې تحمیلي، فرمایشي، سمبولیکې جرګې اوڅوځلې جعلي ټاکنې ولیدې چې لاوینو یې.

زموږهېواد یې دلوړپه ځای په ځوړ ورسم اوافغاني شهامت یې په اثارت رابدل کړ.

ددیارلسو کلونو ناخوالي تاسو ټولو درنو لوستونکو ته مالومې دي دلته یې په تکرارلیکلوستاسوزړونه نه دردوم یوازې دومره لیکم او تاکیدوم، چې افغانستان یواشغال شوی هېواددی ځکه نوهرڅه دنورو دناولو موخولپاره پکې ترسره کیږي.

ډېرسر به مو نه خوږوم یوازې د ولسمشري په دا ورستیومسخریي ټولټاکنوڅوکرښې تاسوته کاږم:

لکه څنګه مې چې تېره اونۍ دآزادي رادیو دآزادي څپو په پروګرام کې ورته اشاره وکړه دلته یې بیا تکراروم، چې که د ټولټاکنو روانه لوبه دهر یووپه ګټه تمامه کړي بیاهم هغه زماد پنځوکلونومخکینۍ خبره چې په همدې پروګرام کې مې وېلي وو:

دبسوګۍ واده به ترسره اوبسوګۍ به په سره سالوکې ارګ ته ننوزي خوافغانستان اوافغان ولس ته به یې هیڅ خیر ونه رسیږي.

دادی ومولیدل چې دکرزي دوهمه دوره هم پای ته ورسېده اویادې بسوګۍ افغانستان نورهم پسې وران اوخپل قام یې لا ډېر وځاپه.

اوس چې یوه بله بسوګۍ ارګ ته په لار ده نو آیا تاسو باوري یاست چې دا بسوګۍ به داثارت پېزوان له پزې وشکوي؟

نه هیڅکله نه ترڅوچې یا نړۍ بیاڅو قطبي شوې نه وي اویادافغانستان لپاردملګرو ملتونولخوا یوه لنډمهاله ناپېیلې اوهېوادپاله ادره نه وي رامنځ ته شوې دافغانستان حال به تردې هم پسې بدتراوغلام په غلام پسې به په مظلوم افغان ولس تپل کیږي.

هڅه ټوله دافغانستان دبربادي اوجګړې ددوام په موخه روانه ده روښانه بېلګې یې د افغانانوترمنځ دنفاق، وروروژنې اوپه افغان ولس دیوې پلیتې، شرمېدلې اوله فساده ډکې ادارې تپل دریادولی شم.

لکه څنګه چې دپورتنۍ ناولې ادراې حمایه دافغان ولس دپارولواوځپلوپه موخه دوام لري همداسې ددې ورستیو ټولټاکنو ګټونکی یا په افغان ولس دملي مشارکت ترنوم لاندې دیوې ائتلافيادارې تپل هم دولس دلا زیاتې کرکي سبب ګرځېدلی شي چې په نتیجه کې به یې روانه جګړه نوی شکل اختیاراونوردوام ومومي، مغرض بهرنیان او کورني پېزوانیان به په خړو اوبو کې نورکبان هم پسې ونیسي.

زماله افغان قلموالوملګروڅخه داهیله ده، چې خپل قلمونه دحق لپاره وکاروي خوله بده مرغه یوڅودګوتو په شمارمزدورقلمونه هم ترسترګوکیږي، چې هم دولس په احساساتو لوبې کوي اوهم دخپل ولس ذهنونه مغشوشوي خبره په دې راتاووي، چې که پلانی یې وګټي نوهېوادبه موسوکاله اوسوله به راستنه شي خولا تراوسه یې سرپه دې نه دی خلاص یاخو شعورأ له دې څخه سترګې پټوي، چې هېواد یې اشغال اوله بده مرغه دتباهي په ګړنګ ولاړدی.

دیواشغال شوي هېواد ادره د اشغالګرو په چوپړکې وي نه دخپل ولس داسې ادارې دخپلې بقأ لپاره هرډول ټيټوالی منلی شي لنډه دا، چې زموږ هېواد ته سوله هغه څوک راوستلی شي کومو، چې جګړه راوړې البته که وغواړي خو زه فکر نه کوم، چې جګړه خوروونکي دې سولې ته کومه لیوالتیا ولري.

له درنو ویبپاڼوچلوونکوڅخه هیله کوم، چې زماله لیکنې سره دا لاندې لینک هم خپورکړي .

http://nakhtar.bloguna.tolafghan.com/posts/20489

دګران افغانستان دخپلواکي اوزموږ مظلوم ولس دسوکالي په هیله

Door Guest