بشرمل پسرل

واقعیت روښانه کول زما او قضاوت ستاسو

إِنَّ اللَّهَ یَأْمُرُکُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَماناتِ إِلى أَهْلِها

ژباړه: “څښتن تعالی په تاسو امر کوي چې کار اهل ته یي وسپارئ“

سوره نساء – آیت 58 – القرآن

لیکوال: محمد الله حلیم سیرت

یادونه: نه د چا کمپاینر یم او نه له چا او یا ډلې سره شخصي او سیاسي عقده یا تعصب لرم؛ بلکې له هرڅه وړاندې راته انساني، اسلامي، افغاني، ولسي او ولسواک ارزښتونه او د هېواد ملي ګټې مهمې او اړینې دي. پر همدې بنسټ، د مستندو اسنادو او د ملي او نړیوالو معتبرو منابعو د معلوماتو پر اساس، غواړم چې د ولسمشرۍ د دوه ښاغلو نوماندانو د ژوند په هر اړخیزه برخو پرتله ییز معلومات وړاندې کړم.

لومړۍ برخه: شخصي ځانګړنې

۱: زده کړې- ډاکټر اشرف غني احمدزي په سیاسي علومو کې د لیسانس او ماسټرۍ دوره سرته رسولې، دويمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو او وګړپوهنه او درېیمه ماسټري یې په نړيوالو اړيکو کې د کولمبيا له پوهنتون څخه اخېستې اوبیا يې له همدې پوهنتون نه د وګړپوهنې په څانګه کې دوکتورا اخيستې ده او درې نورې افتخاري دوکتوراوې هم لري. د نړيوال بانک لپاره يې د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د ليډرشيپ (زعامت ) ځانګړی پروګرام ترسره کړی او خپله یو کلنه دوره یې په نبوي سیرت کې د کراچۍ او لاهور په مدرسو کې تېره کړې ده برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د کابل پوهنتون له طب پوهنځۍ د سترګو له څانګې څخه فارغ دی او په ځینو لنډ مهالو کورسونو کې یې برخه اخیستې.

حدیث شریف: ” هر هغه څوک چې د علم لاره تعقیبوي، څښتن تعالی به ورته د جنت د ننوتو لاره اسانه کړي.” په قرآن عظیم الشان کې څښتن تعالی فرمایلي چې برابر نه دي هغه څوک چې علم لري له هغه چا سره چې بې علمه دي.

۲: تېرې کړنې- ډاکټر اشرف غني احمدزي د کابل پوهنتون سربېره په ګڼو نړيوالو پوهنتونو کې استادي کړې ده، د نړېوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کې مهم مشر، له هر ډول مالي امتياز پرته د افغان ولسمشر ځانګړى سلاکار، د ماليې وزير، د کابل پوهنتون رئیس، د امنیتي واک د لېږد د کميسيون مشر، د دولتونو د ښه والي د انسټېټيوټ ریاست یې هغه مهمې دندې دي چې نوموړي تر سره کړي او د هېواد په علمي مراکزو کې یې اسلامي تاریخ، سیرت النبي او اسلامي فلسفه تدریس کړې برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د کورنیو جګړو په ترڅ کې د نظار شورا سره په مختلفو وړو پوسټونو یعنې کله د ژباړن، کله د ویاند او کله هم د یو وزارت ریاست دنده تر سره کړې او په موقتې او انتقالي ادارو کې د بن د تړون پر بنسټ د بهرنیو چارو وزیر او په تېرو څو کلونوکې د حکومت په کړنو منتقد پاتې شوی دی.

قرآن پاک ۷:۹۸-“ هر هغه څوک چې عقیده لري او ښې کړنې کوي له ټولو غوره مخلوق دی.“

۳: لاسته راوړنې- ډاکټر اشرف غني احمدزي نوي بانک نوټونه یعنې پیسې رامنځ ته کړې چې نن ورځ د ښه ارزښت لرونکې پیسې د افغانانو په جیبونو کې پرتې دي، مالیات یې مرکزي کړل چې اوس د دولت په مصارفاتي بودجې کې ترې ګټه پورته کېږي، د ملي پیوستون پروګرام یې رامنځ ته کړ چې د هېواد په کلو او بانډو کې چې کوم پرمختګ شوی د همدې طرحې له امله دی، د کابل نړیوال کنفرانس یې اداره کړ او طرح یې ورته جوړه کړه چې افغان حکومت ته یې ویاړ وروبخښه، د مخابراتو طرح یې رامنځ ته کړه چې نن افغانان دېته اړتیا نه لري چې د پېښور په هوټلونو کې شپې او ورځې تېرې کړي ترڅو له خپلو عزیزانو سره په بهر کې وغږېږي او د امنیت د لېږد ملي پروسه یې تر سره کړه چې د بهرنیانو هغه بهانې یې ختمې کړې چې باید په افغانستان کې پاتې شي ځکه چې افغان ملي وسلوال ځواکونه د امنیت د ټینګښت ځواک نه لري برعکس ځینې کارپوهان وايي چې ډاکټر عبدالله عبدالله وشو کولی چې د حکومت اپوزېسیون منځ ته راوړي چې دا لوی کار شوی خو په ورته وخت کې ځینې نور کارپوهان استدلال کوي چې ډاکټر عبدالله عبدالله اپوزېسیون نه درلود ځکه چې اپوزېسیون یا حکومت کوي او یا د حکومت مخالفت خو د حکومت نیمايي برخه د اپوزېسیون غړي دي، د بېلګې په توګه، محمد یونس قانوني د ولسمشر لمړی مرستیال، بسم الله محمدي ددفاع وزیر او … او هم کارپوهان د ډاکټر عبدالله عبدالله هغه خبره رانقلوي چې ویلي ول” حکومت باید له پنجشیر سره وي ځکه چې عملآ د حکومت ۳۵٪ حصه یواځې د پنجشیریانو په لاس کې ده” نو ځکه کارپوهان وايي چې کله ۳۵٪ د نظار شورا پنجشیري غړي او همداسې د نظار شورا د نورو ولایاتو غړي راواخله نو اپوزېسیون چېر ته پاتېکېږي؟ ددې ترڅنګ، کارپوهان وايي که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله اپوزېسیون کولی نو په تېرو څو ورځو کې به هره ورځ ارګ ته حامد کرزي ته د زولۍ غوړولو لپاره نه ورتلو چې هر شرط یې مني خو چې واک ته یې ورسوي او هم د حکومت مامورو ناکامو نوکاندانو سره به نه یوځای کې ده لکه زلمی رسول او ګل آغا شیرزی.

حدیث شری: ” چاچې یوه ښه او ګټوره کړنه وکړه، د هغې اجر او ثواب به د قیامت تر ورځې پورې ده ته رسېږي.”

۴: علمي اثار- ډاکتر اشرف غني احمدزي په هېواد کې د اسلام د سپېڅلي دین د انفاذ، ټولنیز عدالت ، په قبایلي سیمو کې د اسلام او دولت جوړولو باره کې ګڼې علمي او څېړنیزې مقالې لیکلي دي، د دري ژبې د ادبیاتو په هکله څېړنه، د افغانستان د څلور سوه کلن تاريخ په باب څېړنه، د نړۍ په کچه مهم اثر ناکام دولتونه او د هغو د کامیابۍ تګلاره تر عنوان لاندې کتاب، د عادل نظام لار، په یویشتمې پیړۍ کې د دولت جوړونې اجنډا، تابعیت، په آسیا کې د وريښمو د نوې لارې چوکاټ، ملي میثاق د تحول او ثبات لپاره، ملي میثاق اجنډا د باثباته تغیر لپاره او د لېږد ستراتیژي د ښاري پرمختګ لپاره له هغو مهمو کتابونو، رسالو او څېړنیزو مقالو څخه دي چې ډاکټراشرف غني احمدزي لیکلي چې قدرمن لوستونکي کولی شي دا علمي اثار د هېواد او د نړۍ په اکثرو کتابتونونو کې تر لاسه کړي برعکس تر دې دمه د ډاکټر عبدالله عبدالله کوم علمي اثر بازار ته ندی راوتی.

حدیث شریف: ” کله چي یو انسان وفات شي، ټول دنیاوي کارونه یې د پای ټکی مومي خو صدقه، د علم لېږد او نېک صالح اولاد چې دعا ورته وکړي.“

۵: هېواد ته ویاړونه- ډاکټر اشرف غني احمدزي د نړیوال وګړي، د ملت د خادم، او د اسیا د مالیې غوره وزیر لقبونه ګټلي، د افغان حکومت له لوري ورته د سید جمال الدین افغاني مېډال ورکړل شوی، د نړۍ دویم متفکر پيژندل شوی او د ملګرو ملتونو سرمنشي توب او د نړیوال بانک ریاستونو ته نوماند شوی برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په ملي او نړیواله کچه له کوم ویاړ څخه چې افغانان پرې وویاړي برخمن نه دی.

۶: هېواد ینۍ مینه ـ له ۲۰۰۱ کال را پدېخوا چې ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکومت په څومره پُسټونو کار کړی تنخوا یې نده اخیستې او هم تل وايي چې که چېرې ولسمشر شم نو له محدودو جوړو کالیو سره به ارګ ته ننوځم او کله مې چې د خدمت موده پای ته رسي او له ارګه راوځم که چېرې له دې محدودو جوړو کالیو څخه مې بل څه له ځان سره درلودل نو اعدام مې کړۍ برعکس کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیوچارو وزیر وه د ایم ټي اې سند یې له امریکا سره لاسلیک کړ. دې سند امریکايي ځواکونو ته جواز ورکړ چې له هر محدودیت پرته به پوځي عملیات کوي او له بشپړه حقوقي او قضايي مصونیت نه به برخمن وي. پر همدې بنسټ، امریکايي ځواکونو په نیمو شپو د افغانانو کورونو ته ننوتل، پېغلې، سپین ږیري او ماشومان یې وژل; افغانان یې په سپیو تالاشي کول، په سپیو یې خوړل او د ډېرو بې ګناهو سترګې یې تړلې او زندانونو ته یې غورځول.

۷: تعصب- کله چې ډاکټر اشرف غني احمدزی د مالیې وزېر وه، د محمد نبي احمدزي په نوم کس چې د مالیې وزارت کارکوونکی وه ډاکټر اشرف غني احمدزي ته راغی او په دې هیله وه چې پرمختګ به ورته ورکړي خو ډاکټر اشرف غني احمدزي ورته وویل چې دوه احمدزیان باید په یو وزارت کې نه وي! برعکس د بهرنیو چارو وزارت د بشري منابعو د ریاست د معلوماتو پر بنسټ، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله د بهرنیو چارو وزیر وه د بهرنیو چارو وزارت کارکوونکي تقریبآ ۶۰٪ له پنجشیر څخه مقرر شول او حتا داسې هم شوي چې یوه ورځ یو پنجشیری راغی او ورته یې وویل چې سواد نه لرم خو مقاومت مې کړی نو ځکه باید زما حصه په وزارت کې وي، ډاکټر عبدالله عبدالله ورته وویل: (حصه تو دېپلومات سفارت افغانستان در کشور انګلستان است!) او یو غیر پنجشیری مقاومتي هم څنګ ته یې تللی وه خو هغه ته یې ویلي ول چې منتظر باش!

۸: فزیکي او ذهني صحت- دواړه ډاکټر اشرف غني احمدزی او ډاکټر عبدالله عبدالله د ښه صحت خاوندان دي ځکه خو د کمپاین او د خلکو د رایو راټولول له لپاره کله اتلس او کله هم شل ساعته کار کوي خو یو ناروغ کس هېڅکله نشي کولی چې دومره ساعته کار وکړي او هغه هم په داسې یوه لویه پروسه کې.

۹: فېشن- ډاکټر اشرف غني احمدزی اسلامي، افغاني او علمي څېره ده چې په رسمي چارو کې رسمي جامې او په غیر رسمي چارو کې کمیس، پرتوګ او څادر غوره ګڼي البته ځينې وختونه په رسمي چارو کې له عینې روش څخه کار اخلي او د هېوادوالو په هکله تقریبآ ورته نظر لري چې ښه بیلګه یې د کابل پوهنتون محصلینو ته د کالیو د اغوستلوپه برخه کې نه یواځې اجازه وه بلکې په دې برخه کې یې د وخت له غوښتنو سره سمه مبارزه هم کړې برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د نړۍ په کچه ډېر قیمتي لباس اغوندي او په ښځینه وو ارایش کوي او شونډې هم سرې کوي. ( په لیکلو کې مې واقعیت نقل کړ خو له قدرمنو لوستونکو څخه مې هیله داده چې له ویډیو خپرولو ډډه وکړي ځکه چې اخلاقآ ښه کار نه دی)

حدیث شریف تفسیر: ” هغه نارینه چې د ښځو سټایل کوي، د څښتن تعالی لعنت ورباندې وي.”

۱۰: مېرمن- د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن لبنانۍ عربه مسلمانه ده چې د شهید داود خان په دوره کې یې د افغانستان تابعیت اخیستی، اسلامي علوموکې لوی لاس لري، د قرآن پاک څو سپارې یې حفظ دي او اسلامي حجاب کې ګرځې. قدرمن لوستونکي کولی شي چې هغې ویډیو ته د بېلګې په توګه مخه کړي چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن په کې د لویی جرګې په خیېمه کې له داسې حجاب او د قرآن پاک له تلاوت سره راڅرګندېږي چې حتا لوی لوی دیني عالمان ورته ګوته په غاښ شول بر عکس د ډاکټر عبدالله عبدالله مېرمن په خټه افغانه ده، منځنۍ زده کړې لري او مډرن او غربي سټایله لباسونه خوښوي او ترې ګټه پورته کوي. ( په لیکلو کې مې واقعیت نقل کړ خو له قدرمنو لوستونکو څخه مې هیله داده چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د مېرمنې د ویډیو او عکسونو له خپرولو ډډه وکړي ځکه چې اخلاقآ ښه کار نه دی)

حدیث شریف تفسیر: ” هغه ښځه چې حجاب نه مراعات کوي، د قیامت په ورځ به لوڅه حشر کېږي.”

۱۱: اخلاقي ضعف- ډاکټر اشرف غني احمدزی په خپل تېر شالید کې کومه د بد اخلاقۍ قضیه نه لري برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله مریم نومې مېرمنې سره چې په فرانسه کې افغان سېکولره ډېپلوماټه وه د عاشقۍ تارونه په داسې حال کې وغځول چې خځه او څلور اولادونه یې درلودل. کله چې د جنۍ مور او پلار د ډاکټر عبدالله عبدالله له پټې یارانې خبر شول، په غوسه شول او ډاکټر عبدالله عبدالله ته یې وویل چې ته خو ښځه لرې! ایا نه شرمېږې چې وړې جنۍ سره عاشقي کوې؟ ډاکټر عبدالله عبدالله ورته وویل چې د فخریه په نوم ښځه مې درلودله خو څلور کاله کېږي چې طلاق مې ورکړی. ډاکټر عبدالله عبدالله مختلفې وسیلې په کار واچولې او بالاخره له جنۍ سره یې واده وکړ. کله چې جنې خبره شوه چې د ډاکټر عبدالله عبدالله فخریه نومې ښځه اوس هم شته او ډاکټر عبدالله عبدالله ورته طلاق ندی ورکړی، له ډاکټر عبدالله عبدالله څخه یې د طلاق غوښتنه وکړه چې بیا دا قضیه په فرانسه کې ډېره بربنډه شوه او فرانسویان په دې فکر شول چې ایا یو سیاست وال داسې کوي؟! له بده مرغه دا هغه شرمونکې قضیه ده چې په ټولو رسنیو کې ترې یادونه شوې.

حدیث شریف:” زه ( پیغمبر اسلام ) نه یم رالېږل شوی مګر د اخلا قو د بشپړېدو په موخه.” حدیث شریف:” دوزخ په شهواتو او هیلو او جنت په سختیو پوښل شوی.”

دویمه برخه: ملاتړ

۱: لمړی مرستیال- د ډاکټر اشرف غني احمدزي لمړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دی چې په کورنیو جګړو کې لوبغاړی پاتې شوی، د هېواد د ازبک قوم په ټوله کچه مشري کوي او ازبک قوم ورته ډېر زیات درناوی کوي، د پروفیسور صبغت الله مجددي، پروفیسور برهان الدین رباني او د حامد کرزي په حکومت کې د ځانګړي منصب خاوند پاتې شوی اوجهادي مشرانو او حامد کرزي ورته د اعزاز ځانګړي لقبونه ورکړي. د بېلګې په توګه، پروفیسور صبغت الله مجددي جنرال کړ او د خالد بن ولید لقب یې ورته ورکړ، پروفیسور برهان الدین رباني ورته د خپل مشر زوۍ خطاب وکړ ، ګلبدین حکمتیار ورسره د هماهنګۍ شورا جوړه کړه او په یوه سنګر کې جنګیدل او حامد کرزي ورته د ټولو مسلح ځواکونو عمومي مشر منصب ورکړ. نه د ایران او نه د پاکستان ملاتړ له ځان سره لري بلکې ترکیه ازبکان خپل قومي پېژني نو ځکه ور سره خواخوږي لري خو یو شمېر افغانان جنرال عبدالرشید دوستم ته په ښه سترګه نه ګوري او وايي چې جنرال عبدالرشید دوستم د لیلي دښتې غمیزه رامنځ ته کړې خو جنرال عبدالرشید دوستم ویلي چې دا پېښه د جنرال مالک او معلم عطا محمد نور له لوري د نظار شورا د توطیو په لړۍ کې رامنځ ته شوې خو ظاهرآ یې زه ( جنرال عبدالرشید دوستم ) مسول معرفي کړم ترڅو د هیواد د ورونو قومونو ترمنځ د نفاق ريښې خپرې کړي برعکس د ډاکټر عبدالله عبدالله لمړی مرستیال محمد خان دی چې د استاد برهان الدین رباني په حکومت کې د حزب اسلامي محلي قوماندان وه، د نړیوالو له لوري په جنګي جنایت تورن دی او اسناد ښيي چې د جنګلک فابریکه محمد خان چور او تالا کړې او په ولسي جرګې کې د غزني د خلکو استازی وه خو کله چې دویم پلا نوماند شو له ماتې سره مخامخ شو او وې نه شو کولی چې د ولس رایه خپله کړي او ولسي جرګې ته لاره ومومي البته پاکستان ته د جاسوسۍ تور پرې پورې دی خو په دې هکله کوم معتبر سند په لاس کې نشته.

۲: دویم مرستیال- د ډاکټر اشرف غني احمدزي دویم مرستیال سرور دانش دی چې په حقوقو کې دوکتوره لري، د اوسني اساسي قانون د تدوین د کمیسیون غړی وه، د حامد کرزي په حکومت کې د عدلې او لوړو زده کړو وزیر پاتې شوی او د کوم ځانګړي هېواد ملاتړ له ځان سره نه لري برعکس د ډاکټر عبدالله عبدالله دویم مرستیال استاد محقق دی چې په کورنیو جګړو کې اصلي لوبغاړی پاتې شوی چې د ښځو سینې به یې غوڅولې او د سُنیانو افغانانو په سرونو کې به یې مېخونه ټکوهل چې ښه بېلګه یې د کورنیو جګړو پر مهال هغه ۵ قندهاریان دي چې په بامیانو کې یې په تختو پسې وتړل، په ژوندونې مختبېلې یې په سینو ورته ټکوهلې، قندهار ته یې ولېږل او قندهاریانو ته یې لیکلي ول چې دا د محقق تحفه ده! محقق تل ظاهرآ په دې ټینګار کړی چې په هزاره ګانو ظلم او ستم شوی او باید حقوق یې ورکړل شي او د ایران او پاکستان کلک ملاتړ له ځان سره لري. د بېلګې په توګه، د ملي امنیت د ادارې پخواني مشر امر الله صالح د لیکنو پر بنسټ، حتا د محقق د دستارخوان لګښت د ایران استخبارات ورکوي او تل محقق ټینګار کړی چې تهران زما پایتخت دی! په ورته وخت کې څه موده وړاندې د محقق نږدې کس او مرستیال یې د حکومت له لوري پاکستان ته د جاسوسۍ په تور نیول شوی وه چې بیا د پاکستان د استخباراتو په مرسته له بنده ازاد شو. هغه څه چې مهم دي دادي چې استاد محقق یو افراطي او احساساتي سیاستوال دی. له همدې امله، له ۲۰۰۱ کال راپدېخوا استاد محقق هېڅکله هم ونشو کولی چې له حکومت سره جوړ رای شي. په تېرو ټاکنو کې یې د حامد کرزي ملاتړ کړی وه خو د دوه میاشتو په ترڅ کې حتا دومره افراطي او احساساتي شو چې وې ویل څومره رایه ما حامد کرزي ته ورکړې بېرته یې ترې اخلم! وېره داده چې که داسې افراطي او احساساتي کس د جمهور رئیس دویم مرستیال شي، د څو میاشتو په ترڅ کې به ارګ په دوه درې برخو وویشل شي او هېواد به د بحران پر لور لاړ شي ځکه چې تحمل او له مقابل لوري سره په سیاسي پروسه کې جوړ راتلل د استاد محقق په سیاسي قاموس کې نشته.

۳: قومي ملاتړ- ډاکټر اشرف غني احمدزي ډېره رایه په ترتیب سره د پښتنو، ازبکو، هزاره وو، ترکمنو، بلوچو، عربو، قزلباشو او د روڼ اندو او میانه روو غیر متعصبو تاجکو له ځان سره لري برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د تاجکو اکثریت رایه له ځان سره لري ځکه ډاکټر عبدالله عبدالله په قوم تاجک دی او اکثریت غیر رونډ آنده او متعصب تاجک غوره ګڼي چې خپل تاجک ته رایه ورکړي، د هزاره وو ، ځینو پښتنو او په لږه کچه د ځینو نورو اقشارو رایه له ځان سره لري.

۴: د جهادي تنظیمونو ملاتړـ په شعیه جهادي تنظیمونو خبرې نه کوم بلکې غوره ګڼم سُني جهادي تنظیمونه یاد کړم چې شمېر یې شپږو ته رسي. له دې ډلې څخه حرکت اسلامي افغانستان چې بنسټګر یې مرحوم مولوي محمد نبي دی، د صبغت الله مجددي په مشرۍ نجات ملي اسلامی افغانستان، د پیر ګېلانې په مشرۍ محاز ملي اسلامی افغانستان، د حاجي دین محمد په مشرۍ حزب اسلامي افغانستان چې بنسټګر یې مرحوم مولوي خالص دی، د وحید الله سباوون او قاضي محمد امین وقاد په مشرۍ د حزب اسلامي د ۱۴ شوراګانو اتحاد له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دي برعکس جمعیت اسلامي افغانستان او د ارغندیوال ( څوک چې نسبت قاضي محمد امین وقاد او وحید الله سباوون ته ډېر کمزوری جهادي شالید لري) په مشرۍ حزب اسلامي له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دي البته د اتحاد ( دعوت ) اسلامي افغانستان دریځ تر دې دمه نه دی روښانه چې له چا به ملاتړ وکړي خو د پروفیسور عبدالرب رسول سیاف له ویناوو داسې څرګندېږي چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي څخه به ملاتړ وکړي ځکه چې پروفیسور عبدالرب رسول سیاف وايي چې د جهاد هیلې او ارمانونه د ډاکټر اشرف غني احمدزي په وجود کې په واقعیت بدلیدلی شي ځکه چې ډاکټر اشرف غني احمدزی یو متدین مسلمان دی او ټول جهادي رهبران ورڅخه راټول دي او له بل لوري پروفیسور عبدالرب رسول سیاف وايي چې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نه کوم جهادي رهبر شته او نه یې په ټیم کې جهادي څېرې شته بلکې پخپله ډاکټر عبدالله عبدالله، محمد خان او ستاد محقق نه جهادي مشران دي او نه د جهاد استازي توب کولی شي ځکه چې دې ټولو په جهاد کې برخه نه ده اخیستې بلکې په کورنیو جګړو او مقاومت کې دخیل پاتې شوي.

۵: د کمونیستي ګوندونو او افرادو ملاتړ- ډاکټر اشرف غني احمدزي سره شهنواز تڼی، حزب وطن او د بشرمل خدای داد په مشرۍ ډلې او افراد دي بر عکس له ډاکټر عبدالله عبدالله سره نور الحق علومي چې د ملي ایتلاف د اجرایه شورا رئیس هم دی، د ببرک کارمل زوۍ، جنرال بابا جان، لطیف پدرام او داسې نورې کړۍ چې اکثریت یې ستمي او پرچمي کمونېستاد دي.

۶: د غیر کمونیستي او جهادي ګوندونو او خوځښتونو ملاتړ- له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره افغان ملت، حق او عدالت، جمهوري غوښتونکي، ملي تحریک، افغان ملي غورځنګ، ولسي تحریک او داسې نور احزاب او سیاسي خوځښتونه دي برعکس له ډاکټر عبدالله عبدالله سره د لطیف پدرام په مشرۍ کنګره ملي افغانستان او داسې نور واړه ګوندونه او سیاسي خوځښتونه دي.

۷: د متعصبینو، افراطینو، فاشستو او د هېواد د تجزیه غوښتونکو عناصرو ملاتړ- له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره داسې کړۍ نشته چې هم فاشست وي او هم په ډېر فخر په خپل فاشستي دریځ ولاړ وي خو ځینې کړۍ اسماعیل یون تورنوي چې له نورو قومونو سره تعصب کوي او له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی خو اسماعیل یون وايي چې اسلام او افغان غوښتل تعصب نه دی بلکې تعصب هغه دی چې یوڅوک نه پرېږدي چې په خپله ژبه وغږېږي، تعصب هغه دی چې که چېرې له ولایت څخه یو څوک کابل ته راځي او ادارې ته عریضه په خپله مورنۍ ژبه لیکي د طالب او ترورېست ټاپه پرې لګول کېږي، تعصب هغه دی چې د افغانستان نوم نه مني، احمد شاه بابا ته چا چې ددې سرلوړي هېواد بنسټ ایښی خاین وايي، غازي امان الله خان ته چاچې دې سرلوړي هېواد ته په سرلوړۍ خپلواکي ترلاسه کړې دووس وايي، د افغانستان ملي سرود نه مني او په تذکرو کې اسلام لیکل نه غواړي; ځینې انور سادات ته ګوته نیسي چې پښتنو ته یې توهین کړی وه مګر اوس له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی خو انور سادات پخپل وخت کې بخښنه غوښتې وه او ویلي ول چې زما خبرې تحریف شوي، ځینې نور بیا وايي چې جنرال عبدالرشید دوستم ورسره دی چې په تېر کې یې تعصبي کړنې کړي خو اوس حقیقت دادی چې جنرال عبدالرشید دوستم په ډاګه ویلي که د اصلاحاتو او همپالنې ټیم ته تللی وی نو افغانستان تجزیه کېده نو ځکه مې د هېواد د تجزې مخه ونیوله او له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو ځای شوم ترڅو د شمال او جنوب خبرې له منځه یوسم او یو موټی افغانستان رامنځ ته شي، په ورته وخت کې یې د خپلو تېرو ناسمو کړنو له امله له افغان ولس څخه بخښنه وغوښته او دا یې هم وویل چې په تېر انقلاب کې هېڅ مشر سپینه کونتره نده پاتې او یو شمېر وايي چې جنرال طاقت له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی خو دا خبر د ډاکټر اشرف غني احمدزي د دفتر له لوري رسمآ رد شوی برعکس پخپله ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا کلیدي غړی دی. باید یادونه وکړم کله چې د روس او د وخت د حکومت خلاف جهادي تنظیمونو خپل جهاد پرمخ بیوه، یو شمېر متعصبینو په جمعیت اسلامي افغانستان کې د ځینو پرچمي او ستمي کړیو په مرسته راپورته شول د جمعیت اسلامي له منځ څخه یې د نظار شورا رامنځ ته کړه او ددوۍ موخه لکه څرنګه چې پخپله دوۍ اقرار کړی د پښتنو او نورو افغانانو د څو پیړیو حکومت ختمول او له پنجشیر پورې تړل دي ځکه خو یې د سولې هر پلان شنډوه او د وخت د اړخونو د توافق خلاف کابل ته راننوتل، ځینې عقده لرونکي او افراطي کړۍ هم له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دي او په هره خبره کې کواښونه کوي لکه فضل الرحمن اوریا او شلګری او ددې ترڅنګ هغه افراد او ډلې هم ورسره دي چې افغانستان نه مني، د مقابل لوري په ځانګړې توګه د پښتنو، ازبکو او هزاره وو حذف غوره ګڼي او حتا د هېواد تجزیه غواړي لکه معلم عطا محمد نور، احمد بهزاد، مهدي، لطیف پدرام، حفیظ منصور، رحیمي او…

حدیث شریف تفسیر: ” څوک چې په مسلمانانو کې شر او فساد خپروي، باید جبرآ تبعدي شي.”

‌۸: د ایران او پاکستان د استخباراتو خواخوږي او ملاتړـ په لمړي پړاو ټاکنو کې د ایران رسنیو وخت ناوخت ویلې چې ډاکټر اشرف غني احمدزی که چېرې ولسمشر شي نو د ایران ګټې به په افغانستان کې تر ګواښ لاندې راشي او پاکستان خو څو څو ځله د ډاکټر اشرف غني احمدزي په هکله خپله وېره ښودلې او یو ځل خو پاکستاني رسنیو د افواهاتو د خپرولو لپاره د ډاکټر اشرف غني احمدزي دمرګ خبره په خپلو معتبرو اخبارونو کې نشر ته ورسوله برعکس کله چې د ۱۳۹۳ کال د لمړي پړاو ټاکنو ۵۰٪ رایه اعلان شوه نو د پاکستان رسنیو ډاکټر عبدالله عبدالله د افغانستان د راتلونکي جمهور رئیس په توګه معرفي کړ او جنرال حمید ګل کابلسوز وویل چې د ډاکټر عبدالله عبدالله بریالیتوب د پاکستان بریالیتوب دی او دا یې هم په ډاګه کړه چې د پاکستان استخباراتو ډاکټر عبدالله عبدالله ته په مېلیونو ډالر ورکړي چې خپل کمپاین د پیسو په ځواک سره پر مخ یوسي او هم ډاکټر عبدالله عبدالله ته یې ډاډ ورکړی چې په کومو سیمو کې چې د ډاکټر اشرف غني رايي زیاتې دي هلته به د خپلو جواسیسو په مرسته فضا مختل کړي. د بېلګې په توګه، په پښتنو سیمو کې به خلک وهڅوي چې تاسو خو غیرتي خلک هستۍ نو باید مېرمنې مو په هېڅ ډول ټاکنو کې ګډون ونه کړي، که چېرې رایه ورکړۍ نو د اسلام خلاف کار به مو کړی وي او یا هم څو ټکه به وکړي او په خلکو کې به وېره خپره کړي او بیا به ورته ووايي چې امنیت سم ندی باید په ټاکنو کې ګډون ونه کړۍ.

حدیث شریف تفسیر: ” هغه څوک چې بهرنیانو ته جاسوسي کوي، واجب القتل دی.”

۹: د نړۍ د هېوادونو ملاتړ- ‌د نړۍ نورو هېوادونو تر دې دمه په ښکاره توګه نه د ډاکټر اشرف غني احمدزي او نه هم د ډاکټر عبدالله عبدالله ملاتړ ته راننوتي بلکې دواړو مشرانو په شکل د اشکالو د نړۍ پام ځان ته را اړولی خو صرف دا روښانه ده چې نړۍ په دې فکر کوي که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله واک ته ورسي او تېرو کړنو ته یې په کتو واک به د نظار شورا پورې منحصر کړي او په ورته وخت کې اکثریت افغانانو ته د منلو وړ نه دی، نو په افغانستان کې به جګړه اوږده شي او ددوۍ ټولې مالي او انساني قربانۍ به په اوبو لاهو شي خو په ورته وخت کې ځیني اسناد ښيي چې روسیې له ډاکټر عبدالله عبدالله سره خپله مرسته روانه ساتلې.

۱۰: هېواد کې سراسري ملاتړـ د ډاکټر اشرف غني احمدزي ملاتړ د هېواد په ټولو سیمو کې نسبتآ شته په ځانګړې توګه په جنوب، شرق، جنوب شرق، جنوب غرب او په شمالشرق کې برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په ځانګړې توګه د هېواد په شمالشرق، جنوب شرق ، جنوب غرب، شرق او جنوب کې افغان ولس ته د منلو نه دی.

۱۱: د پلویانو توپیر- شنونکي او دیني عالمان په دې باور دي چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ته افغان ولس په دې موخه رایه ورکوي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی یو ډېر ښه انسان، مسلمان او افغان دی چې کولی شي سوله، پرمختګ، عدالت او ملي یووالی رامنځ ته کړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله ته داسې ډلې او کړۍ رایه ورکوي چې یا خو به متعصب او فاشست او موخه به یې دا وي چې باید ولسمشري د پښتنو او د نورو ټولو افغانانو له لاسه ووځي او یواځې په پنجشیر پورې وتړل شي، یا به یې پیسې اخيستې وي، یا به د پاکستان او ایران په لمسون ډاکټر عبدالله عبدالله ته کار کوي اویا به د ډاکټر عبدالله عبدالله فېشن یې خوښېږي لکه فطانه ګېلاني چې د ډاکټر عبدالله عبدالله د دفېشن ډېره ستاینه کوي او وايي چې( افغانستان به رئیس جمهور شیک پوش ضرورت دارد ).

درېیمه برخه: دریځ

۱: اسلاميت- ډاکټر اشرف غني احمدزي چې د حج فریضه یې تر سره کړې او د اسلامي علومو لوی عالم دی په خپل منشور کې د اسلام مقدس دین د ارزښتونو د لا تحقق لپاره بشپړ پلان لري او تل دا وايي چې مسلمان وو مسلمان یو او مسلمان به واوسو. د بېلګې په توګه، ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې د ښوونځي او مدرسې، د پوهنتون او مدرسې، د مسجد او د ارګ او د سیاست وال او دیني عالم ترمنځ به واټن له منځه یوسي ، لويي مدرسې به په ټولو ولایاتو کې جوړې کړي، ملا امامانو او دیني عالمانو ته به ځانګړي امتیازات ورکړي او… برعکس د ډاکټر عبدالله عبدالله شعار د اسلام پر ځای مقاومت دی او پر ځای ددې چې خپل اسلامي پروګرامونه ولري او خلکو ته یې وړاندې کړي د مقاومت خبرې کوي او د جهاد له کلمې نه ورته ظاهرآ د طالبانو پر وړاندې مقاومت مهم برېښي.

۲: افغانیت- ډاکټر اشرف غني احمدزی د افغان تر چتر لاندې ټولو قومي، نژادي او ژبنيو هویتونو ته درناوی کوي او د پرمختګ په موخه یې پلانونه وړاندې کوي خو په ملي او نړیواله کچه په افغانیت ویاړي او د اسلامیت او افغانیت تر چتر لاندې ملت جوړونې ته ډېر غوره والی ورکوي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د هویت په تذکرو کې باید د افغانیت پرځای قومیت ذکر شي او په دې باور دی چې افغان پښتون ته وايي نوځکه خو په خپلو خبرو کې د افغانان پرځای د مردم افغانستان اصطلاح کاروي او کله نا کله خو داسې افراط ته ځي او وايي چې د غیر پښتنو افغانانو په تذکرو کې باید تاجک ولیکل شي او د وخت په تېرېدو ټولو ته پنجشېري.

۳: سیاسي نظام- ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دداسې چا ملاتړ نشته چې فدرالي نظام غواړي مګر څه موده مخکې جنرال عبدالرشید دوستم د فدرالي نظام غوښتونکو په جلسو کې برخه اخیستې وه خو اوس یې فکر کاملآ بدل شوی او د ریاستي نظام غوښتونکی دی، ډاکټر اشرف غني احمدزي تل په مرکزي ریاستي نظام ټینګار کړی خو په ورته وخت کې یې ویلي چې محلي حکومتي منصبونه باید انتخابي شي او ځینې صلاحیتونه محلي حکومت والۍ ته ورکړل شي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله سره حفیظ منصور، مهدي، بهزاد، لطیف پدرام او… په دې شرط ملاتړ کړی چې په لمړیو پنځه کلونو کې به په هېواد کې صدارتي نظام او په پنځه نورو کلونو کې به فدرالي نظام منځ ته راوړي ترڅو د افغانستان تجزې ته لاره هواره شي او ډاکټر عبدالله عبدالله تل فدرالي نظام ته شین څراغ ښودلی او ویلي دي چې (د فدرالي نظام د بحثونو خلاف نه یم او که چېرې حالات زما په خوښه شي نو د فدرالي نظام بحث او کړنو ته به لا ښه زمینه مساعده کړم.)

۴: د ډیورنډ کرښه­- د ډاکتر اشرف غني احمدزي دریځ د ډيورنډ کرښې په هکله د تحول او تداوم په منشور کې خلاصه شوی چې خپل مخالفت یې له دې جعلي کرښې سره ښودلی او ټول منونکي او د یویشتمې پیړۍ له غوښتنو سره سم د حل لارې چارې یې وړاندې کړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله څخه د پاکستان غوڅ ملاتړ ډېرې پوښتنې راولاړوي خو ظاهرآ ډاکټر عبدالله عبدالله په دې هکله څه نه دي ویلې خو ملاتړي یې له ډېره پخوا د ډیورنډ کرښې رسمیت غواړي او حتا په دې فکر دي چې د ډیورنډ کرښې سره پرتې ولسوالۍ باید د پاکستان خاورې پورې وتړل شي.

۵: ملي او سرتاسري حکومت – ډاکټر اشرف غني احمدزی د پخوانيو ګوندونو، جهادي تنظیمونو او ولسواکو ملي خوځښتو نو ملاتړ له ځان سره لري او په ورته وخت کې یې په دې ټینګار کړی چې په حکومت کې به ټولو ښکېلو غاړو ته د قوانینو په رڼا کې ځای ورکوي او د نن ورځې سیالان یې د سبا ورځې شریکان بللي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا نوماند دی کومه چې په کورنیو جګړو کې یو اړخ پاتې شوی او په دې اند دی چې حکومت د نظار شورا حق ندی ورکړی او باید حق یې ورکړل شي او په دې باور دی چي هغه ډلې او افراد کولی شي حکومت اداره کړي چې په مقاومت کې ول.

۶: جها د چا میراث او ملکیت- ډاکټر اشرف غني احمدزی وايي چې جهاد د ټولو افغانانو ویاړ، میراث او ملکیت دی ځکه چې د افغانستان ټولو قومونو، اقشارو، سیمو او په ځانګړې توګه ولسونو په جهاد کې د زړه له اخلاصه ونډه اخیستې او باید چې دا ویاړ چا پورې محدود نه شي او نه هم څو ځانګړي افراد د جهاد له مزایاوو ګټه پورته کړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله جهاد د پنجشیر په درې پورې محدود بولي او حتا داسې هم راغلي چې حزب اسلامي په خیانت تورنوي او کله چې پروفیسور عبدالرب رسول سیاف د ولسي جرګې ریاست ته نوماند شو، د نظار شورا ورسره سیالي ته ننوته او تر آخر دمه یې کوښښ وکړ چې دا جهادي شخصیت د ولسي جرګې ریاست ته لار ونه مومي ځکه د نظار شورا تینګار داوه چې د نظار شورا پنجشیری غړی باید د ولسي جرګې رئیس وي او هم کله چې پروفیسور برهان الدین رباني له دې فاني نړۍ رحلت وکړ، پروفیسور عبدالرب رسول سیاف غوښتل چې د سولې د عالي شورا رئیس شي خو بیا هم د نظار شورا غړو مخالفت وښود ترڅو یې خپل یو ځوان غړی رئیس کړ چاچې ټول عمر په استرالیا کې تېر کړی البته دا په داسې حال کې چې پروفیسور عبدالرب رسول سیاف ډېر وخت له دوۍ سره ګډ تېر کړی، ددوۍ له دریځ څخه یې دفاع کړې حتا د قوماندان احمد شاه مسعود، پروفیسور برهان الدین رباني او مارشال محمد قسیم فهیم جنازې یې هم کړي خو بیا هم نظار شورا داسې ور سره وکړل! او دایې ځکه وکړل چې پروفیسور عبدالرب رسول سیاف پښتون او د پنجشیر نه وه.

حدیث شریف تفسیر:” څوک چې د جهاد له نوم څخه ناوړه او د خپل ځان په ګټه – ګټه پورته کوي، سزا یې تعزیرا ټاکل کېږي ( د وخت د حاکم یا د محکمې له لوري.)”

۷: طالبان- ډاکټر اشرف غني احمدزی طالبان په څو ګټګوریو ویشي او هر یوې کټګورۍ ته جلا د حل لارې وړاندې کوي یعنې هم خبرې اترې، ډېپلوماسي او هم نظامي فشار راوړل غواړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله طالبان د نظار شورا اصلي دښمنان معرفي کوي او هر ډول خبرې ورسره نه مني بلکې جګړه کول ور سره غوره ګڼي ولو که دا جګره ۳۰ نور کلونه هم دوام پیدا کړي. د بېلګې په توګه، د ډاکټر عبدالله عبدالله کمپایني شعار مقاومت جوړوي مقاومت یعنې د طالبانو پر ضد جنګېدل. ډاکټر عبدالله عبدالله په دې ښه پوهېږي چې د تاریخ په هېڅ وخت کې وینې په وینو نه دي پاکې شوي خو کله نا کله نظامي فشار د ښه نیت له لوري اړین وي ترڅو ځینې سخت دریځي خبرو اترو ته مجبور شي مګر د ډاکټر عبدالله عبدالله مخالفت د سولې له پروسې سره دا نه دی چې په طالبانو فشار راوړي ترڅو خبرو اترو ته کښیني بلکې موخه یې داده چې په هغو سیمو کې چې د نظار شورا له نفوذ او نفوس څخه لرې دي جګړه تل روانه وي ترڅو میدان نظار شورا ته شغالي وي او څه چې کوي وې یې کړي. د بېلګې په توګه، له دوه مېلیونو څخه زیاته رایه چې د نا امنۍ له امله کار نه شوه، که چېرې دا رایه کار شوې وای نو د ډاکټر عبدالله عبدالله رایه به له ۲۵٪ فیصدو ټيټه وه او هېڅکله به د نظار شورا دا بې عدالتۍ اوظلمونه نه کول.

۸: په تېرو څو کلونو کې دریځ- ډاکټر اشرف غني احمدزي په ملي او نړیواله کچه داسې دریځ نیولی چې منفي کړنو ته یې منفي ویلي او مثبتو کړنو ته یې مثبت چې ښه بیلګه یې د امنیت د انتقال د کمیسیون د مشرتوب منل وو او د ډاکټر اشرف غني احمدزي د وینا په اساس دا ملي مسولیت وو باید تر سره کړی یې وی او تل یې ټینګار کړی چې بهرنیان باید له افغانستانه ولاړ شي او افغانان باید د خپل هېواد ساتنه پخپله وکړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت هر کار ته منفي ویلي د بېلګې په توګه کله چې پاکستان په افغان خاوره تېری وکړ او افغان حکومت خپل دریځ ونیوه، پر ځای ددې چې ډاکټر عبدالله عبدالله ملي قووتونو سره یوځای شي او په پاکستان فشار راوړي، په حکومت یې خپلو نیوکو ته دوام ورکړ چې په دې کار سره یې د پاکستان له استخباراتو ډېرې پیسې ترلاسه کړې.

څلورمه برخه: کورنۍ جګړې

۱: تنظیمي تړاوـ ډاکټر اشرف غني احمدزی له هېڅ کوم سیاسي حزب پورې تړاو نلري خو تل مدني فعال او د هېواد په چارو کې مستقل ملي شخصیت پاتې شوی برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د نظار شورا غړی دی او په وروستیو کې یې ملي ایتلاف منځ ته راوړ چې دده په ګډون د نظار شورا یې څرخوي.

۲: قومي استازي توب- ډاکټر اشرف غني احمدزی د لوګر ولایت او له موره او پلاره په خټه پښتون دی خو تېرو کړنو ته یې په کتوځان ټولو افغانانو پورې اړوند بولي او تل دا وايي چې هېڅ افغان له بل افغان نه کم نه دی او هېڅ افغان له بل افغان نه زیات نه دی او دده فکر حتا له پولو اوختی ځکه خو نړیوالو ورته د نړیوال وګړي لقب ورکړی برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله له موره او پلاره په خټه پنجشیری تاجک دی او کوښښ کوي چې ځان د تاجکو استازی وښيي خو په ورته وخت کې زیار باسي چې د تاجکو حقوق پنجشیر پورې وتړي او هر امتیاز چې تاجکو ته غواړي کوښښ کوي چې پنجشیر یې په راس کې وي چې ښه بېلګه یې د حکومت د تاجکو حصه پوسټونه دي. د بېلګې په توګه، د ولسمشر لمړی مرستیال، د کلو او پراختیا وزیر، د دفاع وزیر، د افغانستان بانک رئیس، د ملي المپیک کمېټې رئیس، د تفتیش عالي ادارې رئیس، اریا فر د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون غړی، برمک د ټاکنو کمېسیون غړی او…..ټول د تاجکو په سهمیه ناست دي خو ټول پنجشېریان دي البته یواځې معلم عطا محمد نور او ځینې نورو ته درناوی لري ځکه چې معلم عطا محمد نور د نظار شورا فلسفه په بشپړه توګه هضم کړې او تل یې تعصبي کړنو ته لمن وهلې. له همدې امله، د تاجکو غیر پنجشیري مشران له دې حالته ډېر ځوریږي چې یواځې پنجشیر دې ددوۍ استازي توب وکړي چې ښه بېلګه یې د کابل پوهنتون استاد سید جلال هغه څرګندونې دِ چې وايي یواځې د نظار شورا پنجشېري غړي نه شي کولی چې د تاجکو استازي توب وکړي او ټول امتیازات او حقوق ځان ته وغواړي.

حدیث شریف تفسیر:” هرهغه څوک چې هرڅه او غوره شی ځان ته غواړي، کامل مومن نه شي کېدای او نه به خلک ورباندې اعتبار وکړي.”

البته غواړم یادونه وکړم چې په دې وروستیو کې ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د پلار له اړخه کندهاری دی! مګر حقیقت دادی چې د ډاکټر عبدالله عبدالله مور او پلار پنجشېري تاجکان دي، کله چې ډاکټر عبدالله عبدالله ماشوم وه پلار یې مور ته طلاق ورکړ او مور یې په کابل کې په یوه دري ویونکي کندهاري عاشقه شوه او ورسره یې نکاح وکړه نو ځکه ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د پلار له اړخه کندهاری دی خو هغه څه چې مهم دي هغه دادي چې ډاکټر عبدالله عبدالله د کمپاین په وخت کې د پلار له لوري ځان کندهار پورې وتړه خو له هغه وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله په خپلې مور ډېر غوسه وه او تل به یې ورته ویل چې پنجشیر دې وشرموه چې لاړې له یو کندهاري سره چې په خټه پښتون دی واده دې وکړ.

۳: د روس پر وړاندې جهاد- ډاکټر اشرف غني احمدزی د جنګ په سنګر کې شتون نه درلود خو د قلم، فکر او وینا له لارې یې د روس پروړاندې خپل جهاد ته ادامه ورکوله، د افغانانو غږ یې نړیوالو ته رسوه، په روسي خیانت یې تل سخت عکس العملونه ښودلي او نړیوال يې دېته چمتو کړي چې دافغانستان مشکل ته د حل لاره پیدا کړيبرعکس ډاکټر عبدالله عبدالله د روس پر وړاندې په جهاد کې دخیل نه وه بلکې د روسانو له وتلو وروسته د ډاکټر نجیب الله د حکومت په وروستیو کې یې د نظار شورا ترجماني او کله نا کله ویاندويي کوله او د نظار شورا له افغان جهاد سره تاریخي جفا داسې وکړه چې د دواړو خواوو د پروتوکول له مخې روسې کولی شول چې خپل اکمالاتي توکي کابل او نورو سیمو ته ولېږدوي.

۴: په کورنیو جګړو کې ښکېلتیا- ډاکټر اشرف غني احمدزی په کورنیو جګړو کې ښکېل نه وو او په نړیوالو ادارو او پوهنتونونو کې په کار کولو بوخت وو خو د هېواد په چارو کې دخیل پاتې شوی او د نظر څرګندولو ترڅنګ وخت ناوخت هېواد ته راستون شوی او د حالاتو جاج یې اخیستی او د حل لارې چارې یې لټولي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په کورنیو جګړو کې دخیل پاتې شوی د بېلګې په توګه په ۱۹۹۳ میلادې کال کې کله چې د افشارو غمیزه رامنځ ته شوه ډاکټر عبدالله عبدالله د دفاع وزارت د سیاسي ریاست مشري کوله او ددې غمیزې یو له اصلي تنظیمونکو څخه وه.

د یادونې وړه ده چې د افشارو غمیزه هغه غمیزه ده چې د نظار شورا له لوري د کابل د افشارو سیمې په خلکو واقع شوه. د شپې یوولس بجې وې چې د وخت د نظار شورا د حکومت له لوري هر ډول درنو او سپکو وسلو څخه کار واخیستل شو او ۲۴ ساعته وروسته د افشارو په زرهاوو اوسېدونکي شهیدان شول او حتا په ټوله سیمه کې یو چرګ هم ژوندی نه وه پاتې او نه کوم تازه بوټی په سترګو راته.

حدیث شریف: ” مسلمان ښکنځل ناوړه او مفسد عمل دی او د مسلمان وژل کفر دی.“ حدیث شریف تفسیر:” چاچې یو مسلمان ناحقه مړ کړ، د الله تعالی لعنت به پر ده باندې وي او ابد الا ابد د قاتل ځای جهنم وي .”

۵: د بریالیتوب په صورت کې ولسي بغاوت- د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ولسمشرۍ کې به معلم عطا محمد نور ځان ناراحته احساسوي او ګواښونه به ورکوي چې د کمپاین په وخت کې یې هم ورته عکس العمل ښودلی برعکس کومې نظر پوښتنې چې شوي او پورتنیو واقعیتونو ته په کتو که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله ولسمشر شي نو د نظار شورا پرته به ټول قومونه او سیمې بغاوت وکړي په ځانګړې توګه د هېواد اکثره پښتانه، ټول ازبکان او رونډ انده تاجکان او هزاره ګان.

۶: د نوي یمې لسیزې ویره- ډاکټر اشرف غني احمدزی په کورنیو جګړو کې ښکېل نه وه او نه د جګړې کوم طرف پاتې شوی نو ځکه افغانان هیله لري چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي لاسونه په وینو سره نه دي او که چېرې واک ته ورسي، هېواد به د پرمختګ، عدالت، سولې او ملي یووالي پر لور روان شي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله په کورنیو جګړو کې ښکېل وه او د جګړې یو طرف پاتې شوی نو ځکه افغانان ویره لري که چېرې ډاکټر عبدالله عبدالله واک ته ورسي، نظار شورا پورې به واک منحصر کړي او ټول پام به دخپلو سیمو پرمختګ ته واړوي چې ښه بېلګه یې د پنجشیر ولسوالۍ بدلول په ولایت ول، د لمړۍ درجه ولایت بودجه ورکول پنجشیر ته او… حتا په دې وروستیو کې یې داسې هڅې په لاره اچولي چې د بدخشان د کران و منجان او یمګان ولسوالۍ له پنجشیر پورې وتړي ځکه چې په دې ولسوالیو کې زمرد او لاجورد شته! او د مقابل لوري په حذف به لاس پورې کړي او د ښې حکومتوالۍ، پرمختګ، سولې، عدالت او ملي یووالي پرځای به سیاسي جوړجاړیو او د خپل واک په ټینګولو بوخت شي او د احمد ضیا رفعت د لیکنې د عنوان محتوا به عملي شي:” داکتر عبدالله عبدالله نماد بازگشت به گذشته.”

پنځمه برخه: د ۱۳۹۳ ټاکنو کمپاین

کمپایني مبارزه- ډاکټر اشرف غني احمدزي خپل پروګرام هېوادوالوته وړاندې کړ خو په نورو یې نیوکه ونه کړه ، دسیسې یې نورو پسې جوړې نه کړې ، نه یې شایعات ورپسې خپاره کړل او نه یې د چا په شخصي کرکټر او حریم باندې نیوکې او تیری وکړ برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله ډېر لږ خپل پروګرام تشریح کړ خو ډېر وخت یې په نورو پسې په نیوکو او دسایسو جوړلو تېر کړ په ځانګړې توګه ډاکټر اشرف غني احمدزي پسې یې دسیسې جوړې او شایعات یې خپاره کړل چې په لاندې شمېروکې یې ځینې مثالونه وړاندې کوم البته په ورته وخت کې د شنونکو او دیني عالمانو نظریات ددې دسیسو په هکله بیانول غوره ګڼم:

1.1. کله به یې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی سېکولر دی. “دا په داسې حال کې چې ډاکټر اشرف غني احمدزي د حج فریضه ترسره کړې، ددیني علومو لوی عالم دی، د عمر ډېره برخه یې د اسلامي علومو، اسلامي فلسفې او سیرت النبي په تدریس کې تېره کړې، د اسلام د سپېڅلي دین مقرراتو، اصولو او ارزښتونو د لا تحقق لپاره بشپړ پلان لري او کله چې د ارګ او د مسجد تر منځ څوک واټن غواړي دې کس ته وايي سېکولر خو ډاکټر اشرف غني احمدزی دواړه پخلا کوي او ددوۍ ترمنځ د امتیازاتو توپیر له منځه وړي.”

1.2. کله به یې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی مریض دی او جنرال عبدالرشید دوستم مړ شو! “دا په داسې حال کې چې ډاکټر اشرف غني احمدزی تر نن ورځې پورې د لوړ صحت څخه برخمن دی او ډاکټران وايي چې ډاکټر اشرف غني احمدزی هېڅ ډوله مریضي نه لري او جنرال عبدالرشید دوسم خو تر دې دمه روغ رمټ او ژوندی ګرځي!”

1.3. کله به یې ویل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ښځه عیسوي ده. “دا په داسې حال کې چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن عربه مسلمانه ده، دیني علومو کې دومره برلاسی لري چې د ډاکټر عبدالله عبدالله مېرمن څه، حتا ډاکټر عبدالله عبدالله او مرستیالان یې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مېرمنې پر وړاندې عاجز دي. قدرمند لوستونکي باید پخپله فکر وکړي چې یو مسلمان ته کافر ویل په اسلام کې څه حکم لري؟ “

1.4. کله به یې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مېرمنې عکسونه په کمپیوټر کې په بې حجابۍ او جعلي ډول جوړول او خپرول. “دا په داسې حال کې چې له ځوانۍ نه تر دې دمه د ډاکټر اشرف غني احمدزي مېرمن له اسلامي حجابه پرته بل حجاب نه دی اغوستی او یو لبنانی چې له ما ( شنونکي ) سره په دفتر کې مشاور دی وايي چې د ډاکټر اشرف غني د مېرمنې کورنۍ په ټول لبنان کې په پیر خانې مشهوره ده او ټول لبنانیان ورته ژور درنښت لري.”

1.5. کله به یې ویل چې د ډاکټر اشرف غني په ټیم کې کمونېستان دي. ” دا په داسې حال کې چې پخپله د ډاکټر عبدالله عبدالله د ایتلاف د اجرایه شورا رئیس پرچمي دی، جنرال بابا جان ، د ببرک کارمل زوۍ او… ټول له ډاکټر عبدالله عبدالله سره دي.”

1.6. کله به يې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزی کوچی دی او که چېرې واک ته ورسي نو هزاره ګان به له منځه یوسي. “دا په داسې حال کې چې یو چا د نړیوال وګړي لقب ګټلی وي او حتا ټول بشریت ته خدمت کول غواړي بیا څه ممکنه ده چې په ۳۰ ملینو افغانانو کې دې د افغانستان د یو معزز قوم خلاف کار وکړي؟! حتا یوه ډېره وړه بېلګه د ډاکټر اشرف غني احمدزي د تعصب چا نه ده وړاندې کړي.”

1.7. کله به یې ویل چې تاجک یې خپل مرستیال نه دی ټاکلی. ” (۱) دا په داسې حال کې چې په هېڅ قانون کې داسې نه دي راغلي چې ولسمشر دې له هغه قوم څخه وي او مرستیال دې له دغه قوم څخه، (۲) که چېرې هرڅوک داسې وايي په دې معنا چې تعصبي ذهنیت لري، (۳) له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره ډېر زیات رونډ آنده تاجک مشران شته، (۴) کوم تاجک مشران چې له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دي دوۍ ورته مرتجعین وايي! (۵) د احمد شاه مسعود ورور احمد ضیا مسعود چې د ټولو رونډ آندو او میانه روو تاجکو مشري کوي له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره دی! (۶) خو پوښتنه داده چې ایا تاجک یواځې د نظار شورا فاشست پنجشېري غړي دي؟”

1.8. کله به یې ویل چې ولې جنرال عبدالرشید دوستم د هېواد ځینو ولایاتو ته له ډاکټر اشرف غني احمدزي سره یو ځای سفر ونه کړ؟ “(۱) نړیوال نورم دا نه دی چې نوماند دې له خپلو مرستیالانو سره تل یوځای وي او یوځای دې سفرونه کوي، (۲) ځواکمن او معقول ټیم هغه دی چې نوماند په یوځای کې او مرستیالان یې په بل ځای کې په کمپاین کولو بوخت وي ترڅو وشي کولی له لږ وخت څخه ډېره ګټه پورته کړي او خپل پیغام له ډېرو لاډېرو خلکو ته ورسوي، (۳) جنرال عبدالرشید دوستم د ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکم مطابق د هېواد په شمال کې شپه او ورځ په کمپاین بوخت وه او ډېر مسولیت یې ورته سپارلی وه نو ځکه دا ورته ګرانه وه چې دومره لوی مسولیت دې هم ترسره کړي او نورو ولایاتو ته دې سفر هم وکړي، (۴) د جنرال عبدالرشید دوستم سفر ځینو ولایاتو ته په دې معنا نه وه چې خلکو عکس العمل ښوده، واقعیت داده چې که چېرې خبره داسې وي نو جنرال عبدالرشید دوستم مرکزي افغانستان ته هم سفر نه دی کړی دا په داسې حال کې چې جنرال عبدالرشید دوستم په مرکزي افغانستان یعنې په هزاره جاتو کې ډېر محبوبیت لري ځکه چې جنرال عبدالرشید دوستم د علي محمد مزاري سره تل ښې اړیکې درلودلې او هزاره ګان تل د جنرال عبدالرشید دوستم راتګ ته سترګې په لار وي.”

1.9. کله به یې ویل چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي ټیم پاشل کېږي ځکه چې جنرال عبدالرشید دوستم چندان سم نه دی. ” دا په داسې حال کې چې جنرال عبدالرشید دوستم په خپل سیاسي قاموس کې تحمل او سالم سیاسي جوړ جاړی لري چې ښه بېلګه یې کلونه کلونه د حامد کرزي په حکومت کې د ټولو مسلح ځواکونو عمومي مشر پاتېکېدل وه او نه تنها له ډاکټر اشرف غني احمدزي جلا نه شو بلکې د ډاکټر اشرف غني احمدزي کمپاین یې ښه پرمخ یو وړ او حتا له بریالیتوب وړاندې د ډاکټر اشرف غني احمدزي د حکم له مخې د شمالي ولایاتو سېلاب ځپلو ته یې ډېر خدمت وکړ.”

1.10. کله به یې ویل چې ډاکټر اشرف غني احمدزي ولې جنرال عبدالرشید دوستم له ځان سره نیولی. “(۱) دا په داسې حال کې چې له ټاکنو لنډه موده وړاندې ډاکټر عبدالله عبدالله له جنرال عبدالرشید دوستم سره انتخاباتي اتحاد جوړ کړی وه خو جنرال عبدالرشید دوستم دهېواد د تجزې د مخنیوي په موخه له انتخاباتي اتحاد څخه ووت، (۲) د جنرال عبدالرشید دوستم په یوځای کېدو په شمال کې ورونه قومونه سره پخلا شول چې ښه بېلګه یې د جمعه خان همدرد او جنرال عبدالرشید دوستم د کلونو کلونو بدبیني له منځه وړل ول، (۳) جنرال عبدالرشید دوستم ته حامد کرزي او جهادي مشرانو که له معاونیت پوزیشن څخه زیات منصب نه دی ورکړی نو کم یې هم نه دی ورکړی نو څه وشو چې ډاکټر اشرف غني احمدزي هم له ځان سره مرستیال ونیوه؟ (۴) د جنرال عبدالرشید دوستم بهرنی ملاتړ د ترکې هېواد دی، ټولو افغانانو ته معلومه ده چې د ترکې هېواد په افغانستان کې شوم اهداف نه لري، نو ځکه موږ باید په هغو مرستیالانو پسې راواخلو چې د پاکستان او ایران ملاتړ له ځان سره لري، (۵) بغیر له شکه په تېرو څو کلونو کې د ازبک قوم ډېر حقوق پایمال شوي د بېلګې په توګه د بدخشان ۴۰ ٪ فیصده وګړي ازبک دي خو په ۳۰ ریاستونو کې صرف یو رئیس ازبک دی، تر کله به د ازک قوم په هکله داسې بې عدالتي کېږي؟ ازبک قوم چې تل د افغانستان دفاع ته سپر پاتې شوی او حتا د احمد شاه بابا د اردو ډېره برخه ازبکانو جوړوله، هم ځان ددې هېواد وګړي وپیژني او خپل حقوق تر لاسه کړي، (۶) جنرال عبدالرشید دوستم په تېرو ټاکنو کې له حامد کرزي خپل ملاتړ اعلان کړی وه، ولې دې جنابانو په هغه وخت کې په حامد کرزي نیوکه ونه کړه؟ (۷) که څوک یې مني او که یې نه مني، جنرال عبدالرشید دوستم د ټول ازبک قوم رهبري کوي او ټول ازبکان ورته له حده زیات درنښت لري، پس چاره څه ده؟ ددې قوم په خاطر خو هم باید احترام یې وشي، (۸) داسې څوک – څوک ښودلی شي چې په کورنیو جګړو کې د هېواد دننه وه او اوس د حکومت په راس کې دی خو وژل ترې نه وي شوي؟ (۹) له ټولو نه مهمه داده چې جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو ټولو تېروناسمو کړنو له امله بخښنه غوښتې او نور خو لا په خپلو ناسمو کړنو تر دې دمه ویاړي!”

1.11. کله به یې ویل چې اشرف غني احمدزي په ۲۰۰۹ کال کې په جنرال عبدالرشید دوستم پسې بد رد ویلي ول نو څه وشول چې بیا ډاکټر اشرف غني احمدزي جنرال عبدالرشید دوستم له ځان سره ونیوه؟ “(۱) جنرال عبدالرشید دوستم د خپلو تېرو ناسمو کړنو له امله بخښنه وغوښته، (۲) جنرال عبدالرشید دوستم د هېواد د تجزې مخه ونیوله، (۳) جنرال عبدالرشید دوستم ټولو افغانانو ته د خپل وجود برخې وویلې، (۴) جنرال عبدالرشید دوستم وویلې چې وروسته له دې شمال او جنوب مطرح نه دی بلکې ټول یو افغانستان دی او موږ ټول یو واحد افغان ملت یو، (5) د وخت په تېرېدو حالت فرق کوي ځکه خو حزب اسلامي ارغندیوال قوماندانان کلونه کلونه له نظار شورا او محقق ډلې سره وسله والې جګړې کړې وې او حتا د یو او بل لمنځه وړل یې غوښتل چې په دې ترڅ کې یې ډېرې مورګانې ګنډې او بورې کړې خو دادی نن د اصلاحاتو او همګرايي په ټیم کې راټول دي! (۶) فکر وکړئ چې جنرال عبدالرشید دوستم جنګسالار دی، دا په دې معنا چې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ټیم کې یو جنګسالار دی یعنې نه پخپله ډاکټر اشرف غني احمدزی او نه هم دویم مرستیال یې جنګسالاران دي خو دا روښانه ده چې هم ډاکټرعبدالله عبدالله او هم دواړه مرستیالان یې جنګسالاران دي او حتا د خپل کمپاین پرمخ بیولو لپاره یې زرداد له بهر نه را وغوښته!”

قرآن عظیم الشان: ۳۴: ۱۷- ” مسلمان هغه څوک دی چې له ژبې او لاس څخه یې نور مسلمانان په آمان کې وي.“

۲: راتلونکی پلان- ډاکټر اشرف غني احمدزي د تحول او تداوم منشور تر سرلیک لاندې بشپړ اسلامي، اقتصادي، سیاسي، امنیتي، کلتوري او ټولینز معتبر سند لیکلی او د خپل پلان د تحقق لپاره یې عملي طرحې وړاندې کړي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله داسې یو توحید شوی پلان نه لري بلکې څه یې چې په طبعیت راشي وايي یې نو همدا ده چې په خبرو کې یې کله نا کله تناقض موجود وي او په ځانګړې توګه د اسلام مقدس دین او اقتصادي پرمختګ لپاره هېڅ ډول پروګرام او عملي طرح نه لري.

قرآن عظیم الشان:” الله تعالی په قرآن پاک کې د یوسف (ع) اقتصادي پروګرام چې د مصر پادشاه ته یې وړاندې کړ، ستاینه کړې.”

۳: د پلان د تطبیق اراده ـ له بده مرغه د عام افغان ولس لوی اکثریت په اکثره مواقعیو کې د مشرانو په خبرو ځکه باور نه کوي، چې اکثره وخت مشرانو خبرې او ژمنې ورکړي خو عمل یې پرې ډېر کم کړی ځکه چې د پلان د تطبیق اراده ور سره نشته. د ډاکټر اشرف غني احمدزي تېرو کړنو ته په کتو په خپلو خبرو کې قاطع اوصادق وي نو ځکه هیله کېږي چې خپل پلان ته به تر ډېره د عمل جامې واغوندي برعکس ډاکټر عبدالله عبدالله داسې یو توحید شوی او ټول شموله پلان نه لري چې د پلان د پلي کېدو پوښتنه را ولاړه شي خو تر کومه ځایه چې په خبرو کې قاطعیت او صداقت مطرح دی، ډاکټر عبدالله عبدالله د طب ډاکټر دی چې له بهرنیو اړیکو سره ډېر لرې واټن لري خو بیا هم کله چې د بهرنیو چارو وزارت په لاس ورغی هېڅکله یې ونه ویل چې زه باید د عامې ورغتیا وزیر شم نه د بهرنیو چارو.

پای:-

ستاسو رایه امانت دی چې ستاسو په برخلیک ټاکلو کې اهم رول لوبوي، نو باید خپله رایه وکاروئ او هغه چاته رایه ورکړئ چې اهل یې وي.

دیوې ورځې خطا او بې پروايي نه یوا ځې د پېنځو کلنو ځورېدل دي بلکې دراتلونکو نسلونو دبدمرغۍ پیلامه به وي

هیله:-

له ټولو هغو افغانانو چې اسلامي، انساني، افغاني، ولسي او ولسواکو ارزښتونو ته ژمن وي، هیله کوم چې دا لیکنه د هېواد په ټولو مدرسو، پوهنتونونو، جماعتونو، ښوونځیو او په دېرو او بانډو کې خپره کړي، ترڅو د واقعیتونو په رڼا کې، هیوادوال خپله رایه هغه چا ته ورکړي چې دا غریب خو مېړنی ولس له بې کارۍ او غربت څخه خلاص کړي، پرمختګ، عدالت، سوله او ملی یووالی رامنځ ته کړي او د اسلام د سپېڅلي دین ارزښتونه، اصول او مقررات په ټولنه کې پلي کړي.

د سرلوړي، خپلواک، پرمختللي او باعزته اسلامي افغانستان په هیله

و من الله التوفیق

بشرمل پسرلی