لیکوال:  جمال کټوازی
jamal

د یو ښه ولسمشر ځانګړ تیاوي :

1   ښه مشروي

۲  ښه سمبا لونکی (ښه مدیر وي)

۳  ښه سیا ست پوه / سیا ستوال وي

۴  پیژند پا ڼه ولري (هو یت یې ما لوم وي)

۵  د خپل هیواد ملې ګټو ته ژمن وي

مشر تا به یا لیدر شیف :

مشر هغه چا ته ویل کیدلئ شي، چې هغه د ټولنې د پر مختګ لپاره ځا نګړې موخې ولري او د خپلو موخو د لاس ته راوړلو لپاره  ځانګړي پلا نونه ولري. همدارنګه  د هغه موخې او  مو خو ته د رسیدلو پلانونه نور خلګو ته د منلو وړ وي.

هغه څوک چې غواړي د یو هیواد مشر شې، نو په په نورمال ډول با ید د خپل هیواد  پر مختګ  لپاره ځانګړې مو خې ولري او د مو خو لاس ته را وړلو لپاره ځانګړي پلانونه لري.

دبلګې په تو ګه:

۱  د اقتصاد پر مختګ

 ۲  د پو هنې پر مختګ

 ۳  خلکو ته د کورونو جوړول

۴  د امنیت را وستل

۵  خلکو لپاره د د ندو پیدا کو ل

۶  د ځوا نا نو لپاره بو ختیاوی  او نوري اسا نتیاوي

۷  د عمر خوړلو کسا نو لپاره اسا نتاوي

۸  دروغتیایې چارو سم سمبا لښت

او همداسې نور……………………………….

اشرف غنې احمدزی او د هغه مو خې

په تلویزیو نې منا ظرو او نو رو ټا کنیزه بحثونو کې دا په ډاګه شوه،چې اشرف غنې د هیواد د پر مختیا لپاره ښي مو خې او پلا نو نه لري.  اشرف غني او دهغه ټیم هر ډول مناظري ته بشپړ چمتو الی ښودلی. د اشرف غنې او دهغه ویا ندویو په هره منا ظره کې خپلې مو خې په ښه تو ګه تشریح او دایې وښودله چې اشرف غنې یو ښه مشر دي.

عبدالله عبدالله او د هغه مو خې

خو له بده مر غه ښا غلی عبدالله عبدالله  د افغا نستان د پر مختګ لپاره کومې ځا نګړي مو خې نه لري. که یي و هم لري؟  بیا د خپلو موخو  د لاس ته را وړلو لپاره کوم ځانګړي پلان نه لري او که یې و هم لري؟ هغه پلان بیا د پلې کولو وړ نه دي.

نو پور تنیو کر ښو ته په کتلو سره عبدالله عبدالله ، دهغه مرستیا لان او ویندو یان د ځان د خلاصون او سپیناوي لپا ره په ډاکټر غنې نیو کي کوي او کله کله خو بیا ان  سپکې سپوري ورته وایې. د ډاکتر عبدالله او د هغه د ټیم غړو یوازنۍ مو خه د واک لاس ته را وړل دي او بس.

د ټا کنو په دوهم پړاو کې عبد الله عبدالله  دمنا ظري لپاره داشرف غنې بلنه و نه منله.

په نورو هیوادونو کې که چیر ته ولسمشري ته کوم نو ماند مناظري ته چمتوالي و نه لري او و نه غواړي،چې منا ظره وکړي،نو هغه ته به هیڅکله څوک را یه ور نه کړي.

ښه سمبا لښت (مدیر یت)

ښه سمبا لونکی (مدیر) هغه چا ته ویل   کیږی،چې هغه په خپلو ور سپارل شویو کارونو کې بر یالی وي، سمې پر یکړي وکولی شي او سمه سازما ندهې ولري،  تر څو وکولی شي خپلې مو خې په اسا نه تو ګه تر لا سه کړي .

ډاکتر عبدالله او مدیر یت

کوم وخت چې ډاکتر عبدالله د بهر نیو چارو وزیروو نو په هغه وخت کې دبهرنیو چارو په وزارت کې بشپړه ګډوډي وه.

د بهر نیو چارو د وزارت کا بو ټول لوړ پوړي چارواکې بې له دي چې کو مې مسلکې زده کړي او دکار وړتیا ولري په دندو و ګمارل. کا بو  ټول لوړ پوړي چاروکې  د شمالې ټلوالې غړي  او د یو ولا یت څخه ول. په بهر نیوو سفارتو نو کې سفیرا نو او نورو دیپلو ما تیکو کارکونکو هیڅ ډول مسلکې او نوري وړتیاوي نه لرلې. د قا نون له مخې د سفارت کارکونکې با ید تر دري کا له ډیر په دنده پا تې نه شې. خو له بده مر غه عبدالله عبدالله کابو ټول سفارتو نه خپلو خواخوږو ته په قواله ورکړل.

څینې هغه ډیپلو ما تان،چې عبدالله په دندو ګما رلې وو تر اوسه هم په خپلو دندو پا تې دي.

دپورتنی کرښو څخه دا سې ښکاري،چې عبدالله عبدالله هیځ وخت ښه مدیر نه ده تیرشوي او د ښه سمبا لښت وړ تیا نه لري.

اشرف غنې او مدیر یت

کوم وخت چی اشرف غني د ما لې وزیر و، نو هغه  نه یوازي د ما لې په وزارت کې بلکې د هیواد په ټول مالې سیستم کې مثبت بدلون را وست.

مسلکې کسان يې په دنده وګمارل، د ټول هیواد ګمرکونه یې د جګړه مارانو له منګولو څخه وژغورل او د ګمر کو نو عواید یې مرکزته را ولیږدول.

 له بهرنیو ځواکونو څخه افغان ځواکونو ته د امنیت مسؤولیت د لیږد پړاو په بشپړ بر یا لیتوب سره تر سره کړه.

او په زر ها وو نوري ……………. داسي لاس ته را وړنې

ښه  سیا ستوال

ښه سیا ستوال هغه چا ته ویل کیږي،چې تل په دي هڅه کې وي تر څو د هیواد په سیا سې پر یکړو با ندي ښه (مثبت) تا ثیر ولري.

ښه سیا ستوال با ید سیا ست پوه هم وي یعنې دا چې د سیا ست منابع  (تاریخ،حقوق او یا  اقتصاد)

کې زده کړي او یا ما لو مات ولري.

 

عبدالله عبدالله او سیا ست

ډاکتر عبدالله د سترګو ډاکتر دي او تر شلو کالو څخه ډیر وخت کیږي،چې هغه په خپل مسلک کې کار نه دی کړي.

که یو ډاکتر ۵ کا له په خپل مسلک کې کار ونه کړي،نو بیا د هغه ډیپلوم خپل ارزښت د لاسه ورکوي.

نو داکتر عبدالله نه یوازي کومې داسي زده کړي،چې هغه د سیا ست سره تړاو ولري نه لری، خو نوري کومې مسلکې زده کړي هم نه لري.

ښا غلی عصمت قا نع د عبدالله عبالله په هکله لیکي:

((ښاغلی عبدالله مخکې تردې چې د سیاست په ډګر کې قدم کېږدي د ۱۹۸۰ ع کال د لسیزې په نیمایي کې د پنجشیر د مشهور قوماندان احمد شاه مسعود د سکرتر په توګه په کار پیل وکړ.

په افغانستان کې د روسي لښکرو د چاپ شوو یادښتونو په شهادت عبدالله د وخت د پرچمي فراکسیون د یوه فعال غړي نجیب الله مسیر په وسیله د پنجشیر جبهې ته ور وپېژندل شو. د وخت روسي لښکرو لوړ پوړي پوځي مشاور الکساندر مایاروف چې د خپلو خاطراتو په برخه کې یې کتاب هم لیکلی دی په ۱۹۹۰ ع کال کې د نجیب الله د رژیم تر پرزېدو مخکې وویل چې؛ د پنجشیر جبهه د افغانستان په راتلونکي وضعیت کې د ماسکو د پانګې اچونې یوه کامیابه اډانه ده او دغه اډانه به وکولای شي چې د افغانستان د شمالي ګاونډ مفادات ښه وساتي.

د ډاکتر نجیب الله د رژیم له ړنګېدو سره جوخت په افغانستان کې د جګړې دوې مهمې خواوې د سیاسي او پوځي صحنې د مهمو خواو په توګه رامنځته شوې او په افغانستان کې یې د نیابتي جګړې لپاره د افغاني ابزارو او عواملو د راټولولو ماموریت تر لاسه کړ.))

http://www.taand.com/archives/20736))

اشرف غنې او سیا ست

لکه ځنګه، چې مو پورته ولو ستل د سیاست منبع تا ریخ، سیا ست او حقوق دي.

څوک چې غواړي سیا ست وکړي،نو باید په سیا ست، تاریخ او  اقتصاد په هکله يو څه ما لو مات ولري.

که دی اشرف غني پیژند پا ڼې ته وګورو نو هغه یوډ یر ښه سیا ستوال دی.

ويکيپیډ يا:

ښاغلی احمدزی د خپلو لوړو زده کړو پیل د کابل پوهنتون کې کړی او د شپږو میاشتو زده کړو وروسته یې د لیسانس بشپړه دوره د سیاسی علومو په برخه کی د بیروت په امریکایی پوهنتون کې سر ته رسولې. د لیسانس د کچې وروسته یې خپله لومړنۍ ماسټری هم د سیاسی علومو په څانګه کی د بیروت په امریکایی پوهنتون کې بشپړه کړې، نوموړی خپله دویمه ماسټری په نړیوالو اړیکو او وګړپوهنه کې د امریکا په کولمبیا پوهنتون کې سر ته رسولې او په همدې توګه خپله درېیمه ماسټری یې هم په نړیوالو اړیکو کی د کولمبیا په پوهنتون کې کړې. تر دې وروسته یې خپله دوکتورا د وګړپوهنې په څانګه کې د امریکا د کولمبیا پوهنتون نه لاس ته راوړې.

همدا راز د نړیوال بانک لپاره د امریکا د متحده ایالاتو د هارډورډ او سټنفورډ د پوهنتونونو له خوا د مشرتابه (لیډرشیپ) د یوه ځانګړی پروګرام ترسره کول.لومړۍ افتخاری ډاکټری:په ٢٠٠٧ کال کی دامریکا د متحده ایالاتو د سکرانتن له پوهنتون څخه دغه افتخاری ډاکټری ورکړل شوه.دویمه افتخاری ډاکټری:د ٢٠٠٨ کال په جون کی د کاناډا ګیلف پوهنتون نوموړی ته افتخاری ډاکټری ورکړه.ځانګړی زدکړی:د یادولو وړ ده چی ښاغلی ډاکټر محمداشرف غنی له ماشومتوبه نیولې آن تر نن ورځی پوری د اسلامی تعلیماتو د حصول لپاره هڅی کړی دی، خو تر ټولو جوت کار یې د ١٩٨٥ میلادی کال څخه تر ١٩٨٦ میلادی کال پوری د نبوی سیرت په باب د کراچی، لاهور او نورو ښارونو په مدرسو کی زدکړی دی، چی د نوموړی په وینا د ده لپاره خورا ارزښتمنی وې.

دندې

د کابل پوهنتون د هغه مهال د ادبیاتو پوهنځی د بشری علومو په څانګه کی د پوهیالی او پوهنیار په رتبه استاد. په ١٩٧٧ میلادی کال د ډنمارک په آروس پوهنتون کی د لنډ مهال لپاره مېلمه پروفیسر. یو کال د امریکا د متحده ایالاتو په ستر پوهنتون بکلی کی استاد. اته کال د امریکا په مشهور پوهنتونن جانزهوپکنز کی استاد. لس کاله د نړیوال بانک د پالیسۍ او سټراتیژۍ جوړولو په برخه کی مهم مشر.

(http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81_%D8%BA%D9%86%D9%8A_%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%B2%DB%8C)

پیژند پا ڼه (هو یت)

هو یت دیو کس هغه بیلا بیلو ځانګړتیاوو ته ویل کیږي، چې هغه کس د نورو نه بیلوي.

د هو یت ډولو نه:

شخصې هو یت، ژینیتکې هو یت، سیا سي هو یت …….

دیو کس پیژند پا ڼه  تر لو یه کچې د هغه د وفاداري او ژمنو څر ګندوئ وي.

 

د عبدالله عبدالله غني پیژند پا ڼه

ښا غلی عصت قا نع د عبدالله عبالله په هکله لیکي:

((ښاغلی عبدالله چې خپل نوم په غبرګه توګه په میډیا کې نشروي ځان د پلار لخوا کندهاری بولي، خو په کندهار کې نه هدیره لري او نه قبیله، نه ولس لري او نه ادرس، نه کلی لري، نه څلی.

معرفت ښه دی، خدای پاک په قران شریف کې وایي، چې انساني پرګنې د برترۍ معراج ته د تقوی پر زینو خېژي، اما هویتونه د پېژندګلوۍ ادرسونه دي او له تعارف څخه پرته بل امتیاز نه لري.

ښاغلی عبدالله مخکې تردې چې د سیاست په ډګر کې قدم کېږدي د ۱۹۸۰ ع کال د لسیزې په نیمایي کې د پنجشیر د مشهور قوماندان احمد شاه مسعود د سکرتر په توګه په کار پیل وکړ.

په افغانستان کې د روسي لښکرو د چاپ شوو یادښتونو په شهادت عبدالله د وخت د پرچمي فراکسیون د یوه فعال غړي نجیب الله مسیر په وسیله د پنجشیر جبهې ته ور وپېژندل شو. د وخت روسي لښکرو لوړ پوړي پوځي مشاور الکساندر مایاروف چې د خپلو خاطراتو په برخه کې یې کتاب هم لیکلی دی په ۱۹۹۰ ع کال کې د نجیب الله د رژیم تر پرزېدو مخکې وویل چې؛ د پنجشیر جبهه د افغانستان په راتلونکي وضعیت کې د ماسکو د پانګې اچونې یوه کامیابه اډانه ده او دغه اډانه به وکولای شي چې د افغانستان د شمالي ګاونډ مفادات ښه وساتي.))

(http://www.taand.com/archives/20736)

ويکيپېډيا:

ډاکتر عبدالله عبدالله دغلام محي الدين زمريالي زوی دی، پلار يې د ولسي جرګې په وروستۍ دوره کې انتصابي وکيل و. عبدالله د 1339 لمرېز (د1960 ز) د تلې پر 15 مه نېټه په کابل کې نړۍ ته سترګې پرانېستي دي. هغه له آره د دېګانو له توکم نه دی، خو د ډاکټر عبدالله پلار يو کندهاری پښتون و.

زده کړې

نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د کابل ښار په غازي محمد ايوب خان ښوونځي کې تر لاسه کړي دي، او په ۱۹۷۶ ز کې په کابل کې له نادريې لېسې څخه فارغ شوی دی او په ۱۹۷۸ ز کې د کابل پوهنتون د طب پوهنځي ته شامل شو او په ۱۹۸۴ ز کې له طب پوهنځي څخه فارغ شو.

دندې

په ۱۹۸۵ ز کې په نور روغتون کې پر دنده وګومارل شو په روغتون کې يې خپله دنده په نيمايي کې پرېښوده او په همدغه کال پېښور ته ولېږدېده. ډاکتر عبدالله پر کال ۱۹۸۶ ز د پېښور د سيدجمال الدين افغان په روغتون کې د ډاکتر په توګه دنده تر لاسه کړه او د پنجشېر د جبهې سرپرست په توګه يې هم کار کاوه له دې وروسته بيا له قومندان احمد شاه مسعود سره د وياند اوسلاکار په توګه ګرځيده .

عبدالله د ډاکتر نجيب الله د حکومت له ړنګېدو وروسته ۱۹۹۶ -۱۹۹۲ ز تر منځ د دفاع وزارت د وياند او د مسعود د دفتر د رئيس دنده تر سره کړه او په ۱۹۹۷ ز کې د برهان الدين رباني د واکمنۍ پر مهال د بهرنيو چارو په وزارت کې مرستيال شو. د طالبانو د واکمنۍ پر مهال، چې د برهان الدين رباني حکومت په پنجشېر او خواجه بهاء الدين کې را ايسار شوی و، ډاکتر عبدالله د بهرنيو چارو سرپرست وزير و. په ۲۰۰۱ ز کې د سپټمبر له ۱۱مې وروسته، چې امريکا پر افغانستان بريد وکړ نو ورسره جوخت د شمال ټلوالې په مړژواندي بدن کې هم سېک را پيدا شو او نوموړی د بون په تړون کې د بهرنيو چارو د وزير په توګه پر دنده وګومارل شو. او په انتقالي حکومت کې هم د بهرنيو چارو وزير و، چې له ټاکنو وروسته يې دغه څوکۍ، بيا سپنتا ته ورپاتې شوه.

 (http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87_%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87)

دډاکتر اشرف غني پیژند پا ڼه

بي بي سي پښتو بر یښنا پا ڼه کې د د اشرف غني احمدزي ۶۵ کلن ژوند لیک خپور کړی

اشرف غني احمدزی په خټه پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې لوګر دی، خو زوکړه يې په پلازمېنې کابل کې شوې ده

ډاکټر اشرف غني احمدزی د ۱۳۹۳ کال په روانو ټاکنو کې د دوو مخکښو نوماندانو په ډله کې دی.

اشرف غني احمدزی د شاه جان احمدزی زوی دی او د ۱۳۲۸ لمريز کال د غويي مياشت کې يې په پلازمېنه کابل کې نړۍ ته سترگې غړولې دي.

اشرف غني په قوم پښتون دی او پلرنی ټاټوبی يې د افغانستان سویلي ولایت لوګر دی. لوړې زده کړې یې په لبنان او امریکا کې ترسره کړي دي او د امریکا په یو شمیر پوهنتونو کې استاد پاتې شوی.

لومړنۍ ماسټري یې د سياسي علومو په څانگه کې، دويمه يې په نړيوالو اړيکو او وگړپوهنه کې او درېيمه ماسټري يې هم په نړيوالو اړيکو کې کړې ده.

تر دې وروسته يې د وگړپوهنې په څانگه کې د امريکا د کولمبيا له پوهنتون نه دوکتورا ترلاسه کړې ده.

د نړېوال بانک د پاليسۍ او ستراتيژۍ جوړولو په برخه کي مهم مشر و.

د بهرنۍ تگلارې په نامۀ د متحدو ايالاتو مشهورې مجلې اشرف غني احمدزى په ژونديو شخصيتونو کې د نړۍ شلم پياوړى مفکر وبالۀ.

ښاغلي غني ۳۰ کاله له افغانستان نه بهر په بیلابیلو هیوادونو کې تیر کړي او کله چې په افغانستان کې د طالبانو واکمني ړنګه شوه هیواد ته راستون شو.

د راتګ په لومړیو شپو ورځو کې د ملګرو ملتونو له ټیم سره په کار بوخت و، بیا له ولسمشر حامد کرزي سره په موقت حکومت کې یو ځای شو.

له دې وروسته دی د افغانستان په کابینه کې د مالې د وزیر په توګه وګومارل شو.

نوموړی د ولسمشر کرزي په دویمه دوره کې له بهرنيو ځواکونو افغان ځواکونو ته د امنيتي مسووليت د لېږد د بهير مشر وټاکل شو.

ښاغلي غني د افغانستان د ۲۰۰۹ کال په ټاکنو کې هم ځان ولسمشرۍ ته نوماند کړی و، خو چانس ورسره ياري ونه کړه.

اشرف غني د ۱۳۹۳ کال ولسمشریزو ټاکنو لپاره د جنبش د ګوند مشرعبدالرشید دوستم او د افغانستان د عدليې پخوانی وزیر سرور دانش خپل مرستيالان غوره کړي دي.

اشرف غني د ریاستي نظام پلوی او ساتونکی دی.

د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره علمي تګلارې لري، خو نوموړی وایي افغانستان له دوه لویو ګواښونو چې يو يې د امنيت او بل يې د تلپاتې سولې نشتوالی دي مخامخ دی.

ښاغلی غني وايي دا يې د خپلو کارونو په لومړيتوبونو کې دي

(http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/04/140426_as_ashrafghani_profile.shtml)

 

د خپل هیواد ملې ګټو ته ژمنتیا

د هر هیواد ملی ګټې د هغه هیواد په ځمکنۍ بشپړ تیا، سیا سي نظام او همدارنګه  ټو لنیز، سیا سي، تا ریخي، فر هنګي، ملي او اقتصادي ارزښتنو کې نغښتي دي.

اشرف غني او ملې ګټې

پور تنیو کر ښو ته پام وکړو نوښا غلي اشرف غنې ملې ګټو ته وفادار کس دي!

ډاکتر عبدالله او ملې ګټې

خو ډاکتر عبدالله  او د هغه پلو یا نو بیا ملي ګټو ته زیان رسولې او که چیر ته په ګدۍ کیناست؟ نو ملې ګټې به نوري هم پسي زیان منې کړي.

عصمت قانع د عبدلله عبدالله  هیواد ته د وفاداري په هکله داسي لیکې:

((عبدالله د خپل وزارت په وخت کې له بهرنیو اړخونو سره د افغانستان لخوا پر یوه داسې سند امضا وکړه چې بهرنیو لښکرو ته پکې اجازه ورکړل شوه چې؛ د خلکو پر کورونو هجوم وروړي، څوک چې وژني هغه و وژني او صرف د ترورېزم او القاعدې رنګ پرې واچوي، نور یې د پوښتنې څوک نشته.))

http://www.taand.com/archives/20736))

موخذونه

تاند بریښتا پا ڼه:

http://www.taand.com/archives/20736

بي بی سي پښتو بر یښنا پا ڼه:

http://www.bbc.co.uk/pashto/afghanistan/2014/04/140426_as_ashrafghani_profile.shtml

ويکيپیډيا بر یښنا پا ڼه:

http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87_%D8%B9%D8%A8%D8%AF%D8%A7%D9%84%D9%84%D9%87

http://ps.wikipedia.org/wiki/%D8%A7%D8%B4%D8%B1%D9%81_%D8%BA%D9%86%D9%8A_%D8%A7%D8%AD%D9%85%D8%AF%D8%B2%DB%8C

Door Guest