10455369_272835332889071_8064768232427660982_n IMAG1008 (1) IMAG1030

افغان ملي غورځنګ د خدایي خدمتګارانو د نمانځنې لړۍ د ټولنيزې خدمتګارې، مدني فعالې او په ولسي جرګه کې د خوست د خلکو استازې ساهره شریف له نمانځنې سره پيل کړه.

د اغلې ساهره شريف د ملي، ټولنيزو او کلتوري خدمتونو د قدرونې په موخه د ۱۳۹۳ کال د چنګاښ میاشتې په پنځمه نېټه په کابل کې يوه لويه غونډه جوړه شوې وه چې د هېواد ګڼو لیکوالو، فرهنګپالو او سیاستوالو په کې ګډون کړی وو.

غونډه چې د اغلې پشتنې عربزۍ له خوا چلول کېده، د قاري صيب امين له خوا د څو مبارکو ايتونو په تلاوت سره پرانيستل شوه. غونډې ته پرانستونکې وینا ډاکټر خوشال روهي وکړه او په خپلو خبرو کې یې د افغان ملي غورځنګ له د خدایي خدمتګارانو د نمانځنې پر فلسفې رڼا واچوله او ویې ویل د (خدايي خدمتګار) فلسفه فخر افغان خان عبدالغفار خان ته منسوبېږي. د ښاغلي روهي په وینا، په اوسني وخت کې ډېر داسې کسان پیدا کېږي چې د بابا پر پله یې پل ایښی او خپل وخت یې د ولس خدمت ته وقف کړی چې یو له دغو کسانو څخه اغلې ساهره شریف ده.

ډاکتر روهي وويل، چې د خدايي خدمتګارانو له نمانځنې څخه اساسي موخه دا ده چې د ټولنيزو خدمتګارانو او مصلحينو قدر  د دوی په ژوند  وشي او بل دا چې د اديبانو، شاعرانو او تورې قهرمانانو تر څنګ د دوی خدمتونو ته هم ارزښت ورکړل شي او لا زيات وهڅول شي.

خوشال روهي  د فخر افغان پاچا خان  له  قوله وویل چې د خدای د مخلوق خدمت د هغه (ج)  د رضایت باعث ګرځي: ((خدای (ج) خدمت ته اړتیا نه لري، خو که غواړﺉ د هغه (ج) رضا تر لاسه کړﺉ، نو د خدای مخلوق ته خدمت وکړﺉ او دا هغه څه دي چې اغلې شریف په عمل کې ثابت کړي دي.))

ورپسې ځوانې او هڅاندې فرهنګپالې اغلې حوریې سپېڅلې د غونډې ګډونوالو ته د اغلې شریف پر ژوندلیک رڼا واچوله: (( د اغلې ساهره شریف د ژوند لیک لنډيزد همدې رپوټ په پای کې لوستلای شئ )).

د علومو اکاډمۍ رييسه اغلې ثريا پوپل د غونډې بله وينا واله وه، چې په علومو اکاډمۍ کې يې د ساهره شريف پر تحقيقي فعاليتونو او همداراز د هغې د لوړ شخصيت پر ابعادو خبرې وکړې.

یادې غونډې ته د ملي شورا غړو ښاغلي ګل پاچا مجیدي، ګلالۍ نور ساپۍ  او انارکلي هنریار هم خبرې وکړې او په ولسي جرګه کې یې د اغلې شریف د ملي او اسلامي دریځ ستاینه وکړه.

ورپسې له خوست څخه راغلي ځوان ژورنالیست او لیکوال نوراجان بهیر خبرې وکړې او ویې ویل چې اغلې شریف د کورنیو جګړو پر مهال پېښور ته کډواله شوه، د ژوند شرایط سخت و، خو نوموړې د خپل ولس له خدمت څخه لاس وانخیست او د افغان ماشومانو د روزنې لپاره یې د افغان کډوالو په یوه ښوونځي کې د ښوونکې په توګه دنده پر مخ یووړه: ((په افغانستان کې د نوي حکومت له رامنځ ته کېدو سره سم ساهره شریف بېرته خوست راغله، په جګړه ییزو شرایطو کې کور په کور وګرځېده، پښتنې نجونې یې ښوونځیو ته وهڅولې، لوستې نجونې یې سره همغږې کړې، مدني او ادبي ټولنې یې جوړې او د ځلا جریده یې له چاپه را وویسته.))

د علومو اکاډمۍ غړی اکبر پولاد، ډاکټر محمدابراهیم شینواری، استاد علم ګل سحر، الیاس وحدت، پاکیزه ارزو او نور مو د غونډې هغه ویناوال وو چې د اغلې شریف له سیاسي، فرهنګي او مدني فعالیتونو سره یې پېژندګلوي لرله او په خپلو خبرو کې د نوموړې د هڅو ستاینه وکړه.

اغلې نعيمې غني او ډاکتر محب الله زغم بيا د ساهره شريف پر چاپ شويو آثارو د هغو پر ارزښت خبرې وکړې.

ورپسې د علومو اکاډمۍ د رییسې ثریا پوپل او پوهاند حکیمي له خوا د خدايي خدمتګار ډالۍ، چې د افغان ملي غورځنګ لوګو او د (خدايي خدمتګار) عبارت پرې هک شوي وو، ساهره شریف ته ور کړل شوه.

د غونډې وروستۍ ویناواله پخپله ساهره شریف وه چې د افغان ملي غورځنګ له مشرتابه او غړو یې مننه وکړه چې په کم وخت کې یې وکولای شول په ملي مسایلو کې رغنده رول ولوبوي: (( ما یوازې د خپل ولس د خدمت په لاره کې خپل مسوولیت ادا کړی او له پاک خدای څخه غواړم چې د خپل ولس د خدمت په لاره کې مې د ژوند شېبې اوږدې کړي.))

غونډه د پوهاند صيب حکیمي له اختتاميه وينا او دعایې سره پای ته ورسېده.

د اغلې ساهره شريف لنډ ژوند ليک

 محترمه ساهره شریف  د مولوی محمد کریم  لورده چې په۱۳۴۰ لمریز کال د خوست ولایت د اسمعیل خیلو او مندوزیو ولسوالۍ کې زیږیدلې ده . لومړنۍ زده کړې یې په اریانا لیسه کې او د ماسترۍ په کچه زده کړې یې د کابل پوهنتون د ښوونې اوروزنې په پوهنځي کې پای ته رسولې دي .

دولتي اوعلمي دندې :

له ۱۳۶۵ څخه تر ۱۳۷۷ پورې د افغانستان د علومو اکاډمۍ علمي اومسلکي غړې

له ۱۳۷۷ څخه تر ۱۳۸۱ پورې په پیښور کې د ښځو د ټولنې دتحقیقاتي مرکز او د (زن افغان اخبار ) او د خبري اخبار د پښتو برخې دمسوولې او ښوونکې په توګه دندې اجرا کړې دي .

له ۱۳۸۲ څخه تر ۱۳۸۴ پورې په خوست کې دښځو دچارو د رئیسې ، د خوست پوهنتون د استادې ، د ښځو د فرهنګي ټولنې او د ځلا اخبار د موسسې ، په خوست کې د چټکو زده کړو د ټولنیزو چارو دمسوولې او د ملي پیوستون پروګرام د مشورتي بورد د غړې ، د خوست د راډیو د همکارې او په یوناما کې د ښځو د برخې د ولایتي مسوولې په توګه دندې سرته رسولې دي .دغه راز یې د قبرس د سولې په جرګه او د اساسي قانون د تصویبولو په لویه جرګه کې برخه درلوده .

 د ۱۳۸۴ او ۱۳۸۹ کال د پارلماني ټاکنو په نتیجه کې ولسي جرګې ته د وکیلي په توګه وټاکل شوه.

آثار:

په افغانستان کې د مسلکي او حرفوي ښوونځیو تاریخچه (مونوګراف )

د هوتکیانو دورې له پیل نه تر ۱۳۰۷ ل کال پورې په افغانستان کې د ښځو ښوونه او روزنه (دماسترۍ تیزس)

په افغانستان کې د ښځو دښوونې او روزنې تاریخي بهیر (دسرمحقق مرستیال ) علمي رتبې لپاره

په اسلام کې د ښځو سیاسي، اقتصادي او ټولنیزحقونه.

د ښوونې اوروزنې عمده اصطلاحات (همدغه اثر)

آغلې ساهره شریف له نن څخه دری کاله دمخه له نورو افغان میرمنو سره یو ځای پخپل بې ساري نوښت سره په کابل کې د میرمن کلتوري ـ ټولنیز بهیر بنسټ کیښود

الهام ناصري

Door Guest