د اوربند په اړه افغانستان د مدني ټولنو فډرېش مطبوعاتي اعلامیه:
د مبارکې روژې او نيکمرغه کوچني اختر له امله د جګړې له ټولو ښکيلو خواوو د اوربند غوښتنه کوو!
د پکتیکا او هیواد د نور پيښو پر وير غمجن یو او د تکرار مخنیوي يې غواړو

paktika!

مطبوعاتي اعلامیه
د بيړني خپراوي لپاره
۲۵، چنګاښ، ۱۳۹۳
کابل
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)، په داسې حال کې د پکتیکا د ارګون پر غملړلې پيښه خواشيني څرګندوي چې د کابل په ګډون د هیواد په نورو سیمو کې هم د جګړو، چاودنو او بمباریو له امله دغه راز خونړیو پيښو له امله زموږ ګڼ شمير هیوادوال د روژې مبارکې میاشتې له فیوضاتو او برکتونو بې برخې، د ګڼ شمير هغو په وینو لارې او کوڅې پرېمینځل شوې او سلګونه کورنۍ د وير او غم پر ټغر ناستې دي.

فډرېشن دغه او دې ته ورته نور ويرجن بریدونه د دې ملت د ناځوانه دښمنانو او یو شمير پر میلو چړچو اخته او بې کفایته چارواکو د ظلم او جبر زېږنده بولي، چې د خپلو شخصي ګټو لپاره د خدای پر مظلومو بندګانو رحم نه کوي او د وژنو، او وينو تویولو لارې چارې يې برابروي.

۱. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د کابل او هيواد نورو سیمو د بریدونو په ګډون د پکتیکا د ارګون پرونی بريد په سختو ټکو کې غندي، چې له امله يې لسګونو بې ګناه او روژه په خوله افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته او ډېری کورنۍ يې یو وار بیا د وير پر ټغر کښينولې. فډرېشن د ټولو پيښو شهیدانو ته د جنت الفردوس او ټپیانو ته د عاجلې او کاملې شفاء او کورنیو ته يې د صبر او زغم غوښتنه کوي.
۲. د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن د جګړې پر ټولو ښکيلو خواوو جدي غږ کوي چې د روژې مبارکې میاشتې او د نیکمرغه کوچني اختر د رارسيدا په درشل کې سراسري اوربند وکړي او په ټول هيواد کې له جګړو، بريدونو او چاودنو لاس واخلي، تر څو زموږ ويرژلی ولس لږ په ارام زړه او سوکالۍ سره د روژې او اختر عبادتونه او خوښۍ ولمانځي!

۳. فډرېشن دغه راز پر ټولو ښکیلو سیاسي او نظامي افغاني اړخونو جدي غږ کوي چې د انسانیت او اسلامیت د لوړو ارزښتونو او د الهي احکامو پر اساس د سولې او روغې جوړې له لارې د روانو شخړو هواري او له پردیو څخه د وطن او مسلمان ولس د خلاصون لپاره، سره پر یو ټغر راغونډ شي، که نه نو د وخت هيڅ یو ظالم او جابر به د شداد، نمرود او فرعون په څير د تاریخ له جبر او د خدای له قهره پر هيڅ ځای هم په امان پاتې نه شي.

سوکاله او سرلوړی دې وي افغانستان!
امن دې وي پر ټوله نړۍ!

ډېر درنښت،
د افغانستان د مدني ټولنو فډرېشن (FACS)
+۹۳۷۸۸۱۶۱۸۵۳، facs.kabul@gmail.com