دپکتیکا دوالي ویاند مخلص افغان

پېښه ۱۰:۳۰ نن سهار د ارګون ولسوالۍ د جامع جومات تر څنګ او د مير افضل مارکېټ مخې ته شوي 
پېښه د موټر بم چاودنه وه او موټر هم تور صرف ښول شوی دی
د موټر بم چاودنې له امله ۴۳ تنه شهيدان شوي چې پکې ۴۱ ملکي وګړي او ۲ تنه پوليس شامل دي
په شهيدانو کې ۶ ماشومان، د جامع جومات ملا امام شامل دي
د پېښې له امله ۶۷ تنه ملکي وکړي ټپيان شوي دي چې له دېرشو زيات يې په روغتونونو کې بستر شوي
له ۲۵ تر ۳۰ پورې دوکانونه او ۱۸ موټرونه بشپړ له مينځه تللي دي

ملي دفاع وزارت دې کور ودان وي چې نن يې د يوه مسؤوليت له مخې ټوله ورځ څلور چورلکې زمونږ په واک کې راکړي وې او د عامې روغتيا وزارت دې هم کور ودان وي چې د ښرنې ملکي روغتون له سلو زيات کارکوونکو ټوله ورځ منډې ترړې وکړې خو د ملي دفاع وزارت وياند صيب لږ تيروتنه کړي د شهيدانو شمير يې زيات او د ټپيانو شمير يې کم ښودلي دي يعنې عظيمي ويلي چې ۸۹ شهيدان او ۴۲ ټپيان شوي دي
د ارګون ملګري که تازه مالومات ولري هيله ده چې زما پر مالوماتو يې ور زيات کړي

د سوکاله افغانستان په هيله خدای دې بيا په مونږ داسې ورځې نه وويني

Door Guest