امریکا او افغاني امریکایان کله چې امریکا د ۹/۱۱ د پیښې څخه وروسته په افغانستان د حملې یا د طالبانو د دولت د له مینځه وړلو د پاره پلان جوړ کړ د پلان لومړنۍ برخه د شمالي ټلوالې سره د اړیکو بیرته رغول یا ټینګول او هغوی د امریکا سره یو ځای د طالبانو خلاف جګړې ته تشویق کول وو، د پلان مطابق امریکا د CIA څو تنه لوړپوړي مامورین ( ګیري شرون او ګیري برنټ سین) د تاجکستان – تخار او فرخار له لارې د پنجشیر درې ته را ورسیدل ( دا چې په کومه نمبر طیاره، څو کسان، د کومو نشانونو لرونکي وو، دا بیا لوی بحث دی) او په پنجشیر دره کې یې د مسعود له پاتېشونو او د شمالي ټلوالې له مشرانو سره ولیدل چې د هغو له جملې څخه انجینر عارف د ټلوالې د استخباراتو مسول، قسیم فهیم، عبدالله عبدالله، او نور شامل وو. د لیدنې پر مهال یې هغوی ته امریکا د ولسمشر جورج بوش پیغام ورسولو او د ډالرو څخه ډکه بوجۍ یې هم ورته تسلیم کړله، د راپورونو پر اساس، قسیم فهیم هغه پیسې بغیر له شمیرلو خپل کس ته ورکړلې. د لیدنې پر مهال د CIA کسانو د شمالي ټلوالې مسولینو ته وویل چې دوی غواړي په افغانستان کې د طالبانو حکومت را نسکور کړي ( هغه طالبان چې له تیرو څو کلونو ستاسو په خلاف جنګیږي) او پر هغوی هوایي او ځمکنی بریدونه وکړي. – څه مهال برید کوی؟ قسیم فهیم وپوښتل – تر اوسه مالومه نده، پلان تیار دی یواځې د ولسمشر امر او ستاسو همکاري ته سترګې په لاره یو. د خبرو پر مهال د شمالي ټلوالې او امریکايي لوري په منځ کې د همکاري ژمنې وشولې او ویل کیږي چې ناوخته د شمالي ټلوالې څو تنو غړیو له جورج بوش سره خبرې هم وکړلې او هغه (جورج بوش) د نورو اضافي پیسو او د افغانستان په راتلونکي حکومت کې د شمالي ټلوالې د واک ته رسولو وعده ورکړله. کله چې امریکا د طالبانو پر حکومت برید وکړ نو پر ځمکنیو عملیاتو کې د شمالي ټلوالې غړیو له پوره ایماندري او وفاداري څخه کار واخیست چې د طالبانو په خلاف یې سخته ځمکنۍ جګړه کوله او د امریکا او برتانیې له استخباراتي مامورینو سره یې مالومات هم شریک کول، وروسته بیا د برتانیې د استخاراتو ۱۵ تنه مامورین راغلل چې د هغوی دنده د شمالي ټلوالې د پاره د ټوني بلییر د خاص استازي (Paul Bergne) او شمالي ټلوالې د غړیو ( قسیم فهیم، بسم الله او نورو په کابل، عطا محمد په مزار، دوستم په جوزجان او اسماعیل خان په هرات کې) تر منځ د ډاډ وړ مخابراتي سیستم اسانتیاوې برابرول وو. د امریکا د پاره لوی کار او یا غوښتونکی عمل د اسامه بن لادن وژل وو، د ۲۰۰۱ کال د اکتوبر په میاشت کې د امریکا د CIA لوړ پوړي غړي (Cofer Black) خپلو مامورینو ته وویل (غواړم چې دښمن بې له ځنډه له مینځه یوسی) نو دې لوی هدف ته د رسیدو د پاره امریکا خپل عملیات د خپلو افغاني امریکایانو په مرسته ګړندي کړل چې د هیواد په مشرق کې د اسامه بن لادن په پټن ځای (توره بوره) یې چټک عملیات پیل کړل، د دې عملیاتو د پاره په مشرقي کې ځینې قوماندانان د امریکایانو او ځینې نور یې د قسیم فهیم لخوا وګمارل شول تر څو د هغه ۵۰ تنو امریکانو سره یو ځای په توره بوره ځمکني عملیات پیل کړي او پاکستان ته د اسامه بن لادن او د القاعدې شبکې د نورو جنګیالویو د تېښتې مخه ونیسي. د دې عملیاتو پر مهال ځینې افغاني خو پښتنو قوماندانانو له اسامه بن لادن څخه د پیسو اخیستو په بدل کې یو جعلي اوربند اعلان کړ چې د هغه اوربند څخه په ګټې اخیستو اسامه بن لادن له خپلو ملګرو سره پاکستان ته وتښتیده، په افغانستان کې د امریکا د CIA مشر او مسول (Gary Berntsen) د اوربند په اړه شکونه درلودل چې د یو خط په ذریعه یې خپلې اندیښنې له واشنګټن سره هم شریکې کړلې او واشنګټن ته یې په هغه لیک کې لیکلي وو چې ( افغانان / پښتانه کرایه کیږي خو اخیستل کیږي نه). د طالبانو د رژیم د را نسکوریدو څخه وروسته د بون کنفرانس پر مهال امریکا او ملګرو ملتونو په خپلو کړیو وعدو وفا وکړله او د بون د پریکړې په لاسلیک کولو سره یې ښاغلی حامد کرزی ( چې د عبدالله عبدالله لخوا پشنهاد شوی وو) د مشر په حیث او نور ډير واک یې د اقلیت یا په خاص ډول د شمالي ټلوالې په لاس ورکړ، د بون د کنفرانس څخه را پدیخوا شمالي ټلواله د امریکا، برتانیې او فرانسې وفادار او د باور وړ ملګري پاتې شول چې د خپلې وفاداري د ثابتولو د پاره یې ملي ګټې، ملي ارښتونه او افغان ملت د غربیانو د ګټو قربانې کړل او لا تر اوسه د اپوزیسیون په نوم د امریکا او د نورو بادارنو د ګټو د پاره له خپلو خلکو سره چنې وهي. د ۲۰۱۴ کال د ټولټاکنو پر مهال ټولو ولیدل چې عبدالله عبدالله او ډله یې څومره بې شرمانه د خپلو خلکو په رایو، په ملي ارزښتونو او په مشرانو ملنډې وهي، چې بیا یواځې د خپل بادار په امر او غوښته هر څه ته بیرته را ګرځیږي نو آیا له دې لویه بې شرمي شته؟ آیا دا ټیم کولای شي چې لاندې څو ساده پوښتنو ته ځواب ووایي؟ – عبدالله عبدالله د ټاکنو او شکایتونو د کمیسیون له اعلان او پریکړې څخه وړاندې ولې پریکون اعلان کړ؟ – ولې د عبدالله عبدالله ټیم ځینې اشخاص تورن کړل؟ – د کوم ثبوت په درلودلو سره عبدالله عبدالله افغان حکومت په طرفداري تورن کړ؟ – څنګه وشول چې عبدالله عبدالله د ټاکنو په لومړی ورځ د تحول او تداوم ټیم یو میلیون رایې وړاندې اعلان کړ؟ – ولې عبدالله عبدالله موازي حکومت اعلان کړ؟ آیا هغه د ملي ګټو د پاره وو او که په هیواد کې د ناورین د پاره؟ – ولې عبدالله عبدالله د ښاغلي ولسمشر انځور په ډیره بې ادبي سره را ښکته او له پښو لاندې کړ؟ – د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري څه جادو وکړ چې نومړی بیرته د ټولټاکنو پروسې ته را وګرځیده او هر څه یې ومنل؟ – د چا په مشوره عبدالله عبدالله بهرنی جاسوسان او هیکران د ټولټاکنو کمیسون ته راوستل او د ننه کړل؟ – کله چې بیا جان کیري ورسره خبرې وکړې نو څه یې ورته ویلي وو چې خپل ناظرین یې له پروسې څخه ور وغوښتل او په امریکا او ملګرو ملتونو یې د دوه مخې تور پورې کړ؟ – خو نن بیا څه پیښ شول چې د جان کیري په راتلو سره هر څه مني او په یوه میاشت کې د ننه د پروسې د ختمیدو او د نوي ولسمشر د اعلان سره همغږي ښیي؟ که چیرته دې ښاغلي استقلالیت درلودلای نو زه مطمین یم چې د افغانانو رایو ته په درناوي به یې د خپلو ملي ارزښتونو پریکړې ته غوږ نیولای وای او له مقابل لوري سره به په ملي حکومت او یو ځایي کار سلا شوی وو، خو داسې نده او ونه شول. د لیکنې په سر کې مې د افغاني امریکایانو نوم یاد کړی، غواړم ټول لوستونکي پرې پوه کړم چې بدبختانه درې ډوله افغاني امریکایان لرو، لومړی) هغه چې مستقیم د امریکا د ګټو د پاره کار کوي لکه پورته چې په لیکنه کې مې ورته اشاره کړې ده، دویم) هغه دي چې د ریښتوني افغان او مسلمان په نوم د امریکا ګټو ته ژمن دي چې له خپلو ملي ارزښتونو څخه تیر دي او د خپلو امنیتي ځواکونو وینه تویول روا بولي، او دریم هغه پردي پال دي چې مستقیم د امریکایانو یا نورو بادارنو ګټو یا هدف ته رسیدو ته لارې هواروي، دا درې ډلې لومړی د افغانستان، افغانانو او بیا په خاصه توګه د پښتنو دښمنان دي چې پښتانه یې له خپل حق څخه محروم کړي دي، خو له دې سره سره د پښتنو ځینې مشران هم د همدوی په څير خاین دي چې خپل خلک او پښتانه یې د خپلو او پردویو د هدف د پاره استعمال کړي او بدبخت کړي دي. له افغان ځوانانو او پیغلو، مشرانو او کشرانو څخه مې هیله داده چې لاس په لاس، اوږه په اوږه او په یو اواز د دې خلکو په خلاف ودریږي، د خپل حق د تر لاسه کولو د پاره نه ستړې کیدونکې مبارزه وکړي، او خپل داخلي خاینین او پردي پال خپلو خلکو ته ور وپیژني او د هغوی له شومو اهدافو څخه یې خبر کړي. ژوند ژوند افغانستان مړه دې وي خاینین او پردي پال د هوسا او سوکاله افغانستان په هیله عزت الله ادیب 2014/08/09

Door Guest