زه د پوهنې وزارت ارشد کارپوه وم!
محمد داود سليم
فاروق وردگ

د ښاغلي ډاکټر ځلاند ليکنه مې ولوستله، زه يې هم په کې ياد کړی وم. غواړم په دې پلمه زه هم د ښاغلي ډاکټر صيب فاروق وردګ پر ټولنيز عدالت يو څو خبرې وکړم او هغه هم داسې چې له ځانه به يې پيل کړم، که له ما سره يې عدالت کړی و، نو له مورنۍ ژبې او له پښتنو سره به يې هم کړی وي، کنه نو خبره خرابه ده!
ابرهه د مکې معظمې د ويجاړولو لپاره لښکرې راوستې، عبدالمطلب ورغی او ابرهه ته يې وويل چې اوښان مې راکړهاوله مکې معظمې بېرته په شا شه. ابرهه عبدالمطلب ته وويل ولې له مکې څخه دفاع نه کوئ او زموږ مخه نه نيسئ او يوازې د خپلو اوښانو په غم کې يئ؟ هغه يې په ځواب کې وويل: ((أما النوق فأنا ربها، وأما الكعبة فلها رب يحميها)) يعنې د اوښانو مالک زه يم او د کعبې مالک رب دی، هغه پوهيږي او دفاع يې، ما ته مې خپل اوښان راکړه.
ډېر ښه وخت دی، هيڅوک فکر نشي کولای چې زه به په دې ليکنه کې له فاروق وردګ نه د خپلو اوښانو پوښتنه کوم، خو دا پيغام ورته په کې هرومرو پروت دی چې ژبې د الله تعالی د قدرت نښې دي، هغه يې مالک دی او د خپل ملکيت پر وړاندې به د فاروق وردګ بې باکي محاسبه کړي، په ځانګړې توګه چې خبره په کې د حقوق العباد هم مطرح ده، نو پښتانه هم ترې پوښتنه کولای شي.
له ما سره د ده او د ده د وزارت تعامل تاسو ته د مورنۍ ژبې، يعنې د پښتنو د حقونو او د ده د ټولنيز عدالت د غوښتنې چې د خپلواکۍ د ورځې په شپه يې په شمشاد تلويزيون کې وکړه، يو تصوير در کولای شي.
ښاغلي اتمر چې په خپله هم د پوهنې په برخه کې د جدي بحث وړ دی، د مورنۍ ژبې لپاره يوه بې لوري، بې پروګرامه او تر فشار لاندې پروسه پيل کړه، خو کور يې ودان نجيب الله کامران ته يې وويل چې که سل نور لومړيتوبونه دې لرل، د مورنۍ ژبې هغه سرته کړه. يوه کمېټه يې جوړه کړه، استاد طوطاخېل يې مشر شو. زر ډالره معاش يې ورکاوه، پداسې حال کې چې په پوهنتون کې استاد هم و، يعنې دلته يې پارټ ټايم کار کاوه.
له استاد طوطاخېل وروسته د وردګ صيب د وزارت پر مهال د مورنۍ ژبې مسؤل زه شوم، خو زما په تقرر پوره لس مياشتې ولګېدې. په همدې موده کې زه د لوړو زده کړو، پوهنې، ښځو، کار او ټولنيزو چارو وزارتونو د ژباړې يوه ګډ پوست ته کانديد وم او بريالی شوم، خو ما د هغې ژمنې له امله چې د افغان کلتوري جرګې له درنو مشرانو سره مې کړې وه، هغه دنده پيل نشوه کړای او د کار او ټولنيزو چارو له وزارت څخه مې چې د دې پوست کوربه وزارت و، معذرت وغوښت. يو خو مسلماني اسانه خبره نه ده او بله دا چې اندېښنه مې دا وه چې هسې نه زه جرګې ته بې اعتباره شم او جرګه فاروق وردګ ته.خو له ډاکټر صيب سره د خپل ځان پروا نه وه!حکم به يې ورکړ، خو جراات به پرې نه کېدل. يوه ورځ ښاغلي ډاکټر اکرم خپلواک اصف ننګ صيب ته بوتلم، خپلواک صيب په خپل کار پسې لاړ، ما ننګ ته کړه چې زه به کله کله پوښتنه کوم، هغه په ځواب کې راته وويل چې زما منجمنټ خرابيږي، يعنې مه راځه اکرم خپلواک او مورنۍ ژبه دې خپل کار کوي!
زه به دې خبرې ډېر ځورولم، چې ننګ صيب به له ما سره تش سلام عليک هم نه کاوه او په وجه به يې هم نه پوهېدم او فکر مې کاوه چې ګناه دې مورنۍ ژبه ده. خو کله چې مقرر شوم، بيا پوه شوم چې ننګ ولې له ماسره روغبړ نه کوي، هغه خو له فخرالدين يوسفزي غوندي سړي سره اشنايي لري چې د کابل ښار په معارف کې په دواړه ډوله فساد کې ځانګړی نوم لري او همدی يې يوازينی ملاتړی دی. پر هغه بايد بېله مقاله وليکل شي.
بلاخره، فاروق وردګ دا د زهرو جام قبول کړ او زه يې مقرر کړم، خو څنګه؟
د ۱۳۹۰ په پيل کې زه د ارشد کارشناس په توګه مقرر شوم او خلکو به راته مشاور صيب هم ويل، خو معاش مې له عادي بودجې نه۴۰ زره افغانۍ وټاکل شو، چې له ماليې پرته به ۳۷ زره راکول کېده، په داسې حال کې چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت ما ته لږ تر لږه ۱۲ سوه ډالر راکول، ځکه چې نوموړی پوست په څلورو يادو وزارتونو پورې تړلی و. په ۱۳۹۱ کال کې مې معاش ۵۰ زره افغانۍ شو، چې له ماليې پرته يې۴۶ زره راکولې. د ۱۳۹۲ کال د ثور له پيل نه وروسته مې معاش ۱۳ زره افغانۍ شو، خو دوه مياشتې وروسته د همدې کال تر پايه ۱۷ زرو ته لوړ شو او هغه هم د محمودي صيب له برکته. دا ولې، زما ګناه څه وه؟ځواب ساده دی، د ټولنيز عدالت غوښتنه، يعنې مورنۍ ژبه.
که ټول معاش محاسبه شي، نو فاروق وردګ ما ته د مياشتې ۳۰۲۷۷ افغانۍ راکولې. خو زه په وزارت کې داسې خلک هم پېژنم چې هسې په هسې ورته ۱۸ سوه او دوه زره ډالر ورکول کېږي. يوازې د واحديار به وزن حکمتيار پنځه وروڼه په وزارت کې هر يو همدومره معاشونه اخلي، د دوی کمال او زما بې کمالي په همدې کې وه چې هغوی د واحديار وروڼه وو او زه د مورنۍ ژبې مسؤل! ځکه چې زه اوس په يو بل ځای کې تقريبا د فاروق وردګ د معاش څلور برابره معاش اخلم او هغه هم په ۲۰۱۴ کال کې! خو ما بيا هم صبر کاوه او خپل اقتصادي مشکل مې له پارټ ټايم وظيفې څخه چې په خدمتګار ورځپاڼه کې ايډيټر وم، پوره کاوه، ما بيا هم څه نه ويل، ځکه چې ما فاروق وردګ خپل مشر باله، خو هغه زه خپل کشر نه او هغه هم ځکه چې مورنۍ ژبې ته مې نسبت کېده، يعنې دپښتنو د حق لپاره مې کار کاوه. دی اوس څنګه د ټولنيز عدالت غوښتنه کوي؟! د فاروق وردګ ټولنيز حق دې ته وايي چې بيا کوم وزارت ورکړل شي، کټ مټ لکه شمالي ټلواله، چې د ملي وحدت حکومت ورته هغه ښکاري چې دوی ته په کې ونډه وکړل شي او بس. زه پوره درې کاله د پوهنې په وزارت کې پاتې شوم، خو ما نه مېز وليد او نه هم دفتر. سرور عزيزي په پيل کې ماته يو مېز راکړ، چې د نورو مشاورينو قابونه او کاشوغې په کې پرتې وې. يوه اوونۍ وروسته زما پر ځای بل څوک ناست و، خو په دومره توپيره سره چې مېز د قابونو او کاشوغو نه، بلکې بل راوړل شوی و. په درېيو کلونو کې د پوهنې وزارت ما ته يو لپ ټاپ وانه خيست، حال دا چې زما له خوا وړانديز، د دوی له خوا لاسليک شو، خو تر ننه يې هم پته نه ده معلومه. وجه دا نه وه چې زه په کمپيوټر نه پوهېدم، بلکې وجه يې دا وه چې ټولنيز عدالت مې غوښته. که زه د ټولنيز عدالت په غوښتنه مجرم وم، نو ته ولې پاک شې ډاکټر صيب؟ ما پخپله درې کلنه وظيفه کې له دوو موټرو څخه استفاده وکړه، د لومړي کال لپاره ډاکټر ابراهيم شينواري خپل موټر راکړ. پاتې دوه کلونه ما خپل موټر وکاروه، خو وزارت سره له ډېرو وړانديزونو د يوه موټر مهرباني ونه کړه. د ډاکټر ځلاند خبره، زما حقونه زما مشرانو خوړلي، زه د ټلوالې له هغو مشرانو هېڅ ګيله نه لرم چې قانوني يې ناقانوني دی او نور يې تياره!
درې نورې خبرې:
د فاروق وردګ ورور شېرولي وردګ او د پتمن مېرمن تورپيکۍ پتمن دواړه پارلمان ته د معارف له لارې ننوتل. تور پيکۍ پتمن لومړی ولايتي شورا او بيا ولسي جرګې ته له همدې معارف څخه کاميابه شوه. تاسو څه فکر کوئ چې ولسي جرګې ته د دوی د ننباسلو لپاره به څومره بې کفايته مديران مقرر شوي وي؟ دې ته وايي ټولنيز عدالت! د يوه ښوونځي مدير راته وويل، د دې ښوونځي ټيکه له شېرولي وردګ سره ده. د انګړ دېوال يې بشپړ نه دی او راته وايي چې تسليم يې کړه! او بل يې په ښوونځي کې د برېښنا تارونه نه وو غځولي. ما ترې وپوښتل چې وردګ صيب په دې کې خو تارونه هم نه دي غځول شوي، هغه راته په ځواب کې وويل چې په ابتدائيه ښوونځي کې برېښنا نه وي!!! تر ټولو بد او وروستی ټکی دا چې فاروق وردګ او پتمن په خپلو کې سره دومره وران وو چې د ټول وزارت په کارونو يې سيوری پرېباسلی و، چې بلاخره د پتمن په لرې کېدو پای ته ورسېد. که خبره د ټولنيز عدالت و، نو دوی دواړه ولې په خپلو کې سره ورانېدل. خو داسې ښکاري چې د دوی اختلاف د دوی د ګټو پر سر و، نه د ټولنيز عدالت پر سر.
نه ومه خبر پرده مې لږ غوندې چې جګه کړه
نه دي د ويلو هغه څه چې ما ليدلي دي
زه يې په ليدلواو ويلو ګناهکار شومه
نور يې په کولو او عمل باندې ښاغلي دي
نه يمه خاين په خيانت د خلکو پوه يمه
پوهه که ګناه ده خلک ټول اوس پوهيدلي دي
لوړ مقام ته رسي چې بوټونه پاکوي د بل
ډېر پدغه شغل رياست ته رسېدلي دي