hadi

ته د یو پښتون په توګه زما دښمن یې!

لیکوال : افغان

د کابل پوهنتون:

په وطن مینو افغانان تاسی ټولو څخه هیله کوم چی دا لیکنه په ټولو ورځپاڼو، فسبوک ګروپونو او ویب پاڼو کی خپره کړی

کابل پوهنتون د تعصب د ګړنګ په  غاړه ولاړ او دا حالت د پښتنو په وړاندې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال او د مرکزي کتابتون  د امر له لوري تر دې اندازې مخکې تللی، چې  په خوله یې ویل اسانه ولې زغم یې ډېر ستونزمن دی. نوموړي د پښتو او پښتونو د له منځه وړنې لپاره زیات کار کوي، چې څنګه وکولای شي خپلې شومې موخې ته ورسیږي او خپل دې کارته ته ادامه ورکوي.

د پوهنتون اداري مرستیال محمد هادي هدایتي او د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار (لمر).

دا کمپاین له پخوا څخه په لاره اچول شوی وو خو په وروستیو دوه درې کالو کې، چې د پوهنتون اداري او مالي مرستیال محمد هادي هدایتي په دنده ګمارل شوی، نوی رنګ او چټکتیا واخیسته. یواځې اداري مرستیال نه بلکې د کابل پوهنتون د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر، چې پدې وروستیو څو میاشتو کې د کتابخانې د امر په توګه یې دنده پیل کړې یو د هغو کسانو څخه دی، چې د پوهنتون د اداري او مالي مرستیال جاسوس او خواخوږی دی. د پوهنتون اداري مرستیال د نوموړي په ګمارنه کې زیاته مرسته کړې او لا یې ملاتړ کوي.

د کابل پوهنتون مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر د خپل امریت په لومړیو کې خپل شوم هدف، چې د کابل پوهنتون د اداري مرستیال سره په همغږي جوړ کړی د رسېدو لپاره له مختلفو لارو څخه کار واخیست او تر ډېره په خپل کار کې بریالي شوي او هغو شومو موخو ته رسیدلي.

نوموړي د تعصب، نشنلیزم او پښتون شخصیت وژنې پراخ کمپاین کوي او تل هڅه کوي، چې په کابل پوهنتون کېد پښتنو د پرمختګ مخه ډب کړي. تر اوسه کوم کارونه  دوی ( محمد هادي هدایتي د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال او حبیب الله لمر جهانیار د مرکزي کتابتون امر او د اداري مرستیال هدایتي جاسوس) په ورستیو څو کلنو کې کړي د اندېشنې وړ دي.

د کتابخانې امر په نیغه توګه بغیر د کومې وېرې د پښتو او پښتنو د له منځه وړلو لپاره په ډېره چټکی سره خپل فعالیت کوي او د کتابخانې د امر په توګه د نومړي په دنده ګمارنې څخه تقریبآ څو میاشتې تېريږي؛  پدې دوره کې نوموړی په خپل کار کې بریالی شوی او په مرکزي کتابتون کې یې د پښتو کتابونو د کتلاک برخه له منځه یوړه  او اوس پښتو کتابونه نه کتلاک کیږي او بهانه کوي، چې د کابل په پوهنتون کې پښتانه نشته او پښتو کتابونو کتلاک ته هم اړتیا نشته.

د مرکزي کتابتون امر حبیب الله جهانیار لمر خپلو نږدې ملګرو ته ویلي دي ما له پخوا څخه دا پروګرام درلود، چې څنګه وکولای شم د پښتو کتابونو د کتلاک کولو او کار اخیستنې مخه ډب کړم ولې په ډېره اسانۍ سره خپلې موخې ته ورسېدم او دا کار مې د پوهنتون د اداري مرستیال په مرسته په ډېره اسانی سره وکړ.

نوموړي د خبرو په یوه برخه کې ویلي:

( د کابل پوهنتون او په ځانګړي توګه د مرکزي کتابتون په پنځوس کلن تاریخ کې پښتو کتابونه  نه وو کتلاک شوي او پدې دوه تېرو کلنو کې د پښتو کتابونو کتلاک او استفاده کول شروع شوي باید زه دا کار یو ځل بیا ودروم او اوس زه پدې کار کې بریالی شوی یم. پدې کار کې له ماسره  د د پوهنتون اداري او مالي مرستیال نیغه مرسته کړې او کوي یې او د نومړي په مرسته زه د کتابتون امر وټاکل شوم او دا پروګرام  مو له پخوا څخه درلود. هغه څوک مې د کتابخانې څخه لرې کړ، چې پښتو کتابونه یې په پښتو ژبه کتلاک کول او اوس مې داسې کس د هغه په ځای راوستی، نه په پښتو پوهیږې او نه د کتاب او کتابتون په اصولو.)

په کابل پوهنتون په ځانګړي توګه په مرکزي کتابتون کې د پښتو او پښتنو د شخصیت وژنې یو منظم پرګرام په لاره اچول شوی او تل هڅه کوي هغه پښتانه له مخې لرې کړي، چې ریښتینې پښتانه وي.

دا حالت څو کاله وړاندې هم رامنځته شوی وو او په هغه وخت کې پښتو کتابونه او مونوګرافونه به د ژمي په موسم کې په بخاریو کې سوزېدل، چې مونږه یې اوس په کتلاک کې کارت لرو ولې کتاب او مونوګراف وجود نلري او اوس یو ځل بیا دا حالت رامخې ته شوی، چې تر کومه به روان وي!

د کابل پوهنتون اداري او مالي مرستیال محمد هادي هدایتي پښتنو کارکوونکو ته، چې په ريښتیني ډول ملي او پښتني احساس لري په بورسیو کې د تلو مخه ډبوي داسې ډېرې پېښې شته دي، چې د نوموړي له لورې شوي او له بل لوري د کتابخانې امر حبیب الله جهانیار لمر سره لاس په لاس او نېغه مشوره د پښتو کتابونو د له منځه وړلو منظمه برنامه په لاره اچولې او هڅه کوي تر څو پښتو کتابونه له منځه یوسي او هغه کارکوونکي، چې با احساسه پښتانه دي په یو ډول نه یو ډول د پوهنتون د علمي ادارو، چې د ملا د تير حیثیت په څېر دي لرې کوي او په ځای یې غیر پښتانه راولي. د یو پښتون لرې کول او په ځای یې د بلې ژبې ویوونکي ټاکل په اصل کې د پښتو ژبې د له منځه وړلو باعث کیږي، چې مونږ یې عملآ د کابل پوهنتون په مرکزي کتابتون کې وینو او یو پښتون لرې کیږي او په ځای تاجک یا هزاره راوستل کیږي، بلکې د تاجک  او هزاره تر څنګ پښتون هم حق لري، چې په خپله ژبه لیکل شوي کتابونه په خپله د کتاب په ژبه کتلاک او د محصلینو په خدمت کې د ګټې اخیسنې لپاره وړاندې کړي.

له یو لوري د غیر پښتنو له لوري د پښتو او پښتنو په وړاندې تبعیضي چلند او له بل لوري خپله پښتنو استادانو له لوري د پښتو او پښتنو سره ناسم چلند د دې باعث کیږي، چې پښتانه د صحنې څخه ووځي اوپښتو ژبه په نوم د ملي ژبې په نوم افغانستان کې یادیږي ولې نه اداره کې شته او نه تدریس پرې کيږي.

که پښتانه استادان په کابل پوهنتون کې خپلې څېړنې، علمي مقالې او علمي اثار او ژباړې په پښتو  وکړي له یو لوري به یې خپلې ژبې ته ارزښت قایل شوی وي او له بل لوري به د نورو ژبو ویونکي د پښتو ژبې زده کړې ته لېواله شوي وای او د پښتو ژبې د زده کړې تر څنګ به یې ورته  د قدر په سترګه کتل. په خواشینی سره پښتنو استادانو له لومړي سره تر اوسه خپلې ژبې ته نه خدمت کړی او نه یې د خدمت کولو تکل لري.

پښتانه استادان تل خپل چيپتر او څېړنیزې مقالې او کتابونه په دري ژبه لیکي، چې په اصل کې خپله ژبه د ناموس حیثیت لري او زیات شمېر پښتانه استادان له خپلې ژبې سره خیانت کوي او له ژبې سره خیانت له ناموس سره خیانت کول دي او له ناموس سره خیانت کول بیا په څه مانا دي.

مونږ د پښتنو استادانو څخه غوښتنه کوو، چې خپلې ژبې او خلکو ته په ریښتینې او بااحساسه توګه  خدمت وکړي او خپلې څېړنې، علمي مقالې او کتابونه او یا ژباړې په پښتو ژبه وکړي. د دوی دا کار به له یو لوري د پښتو او پښتنو هغه لرونکی حق، چې په نوموړي یا نوموړو لري ادا کړي او له بل لوري به یې خپل مسوولیت ادا کړی وي.

ای پښتنو استادانو او څېړونکو خپلې لیکنې، څېړنې او ژباړې مو په پښتو وکړئ تر څو مو پښتو ژبه ملي شي او د ژباړې او دوهمې ژبې څخه راووځي.

Door Guest