لیکوال: نظرکټوازی

naza

د كوتر باغچه زما د كور څخه صرف ٣ سوه متره واټن لري زه چي كوچني وم نو د بادامو لپاره به دكوتر باغچه ته (پو پكتيكا كي هغه ځاي چيري چي ٢ورجي مخ كي د واليبال د لوبو پور مهال چاودنه وشوه) پټ ورتلم چي بادام وخورم. بيا مرحوم شينګل كاكا د شهيد جلال پلار د هيندواڼو او د خټكو باغ پو كي وكرول نو بيا به زه او شهيد علم د خټكو او هيندواڼو غلا ته ورتلو! كوچني ووم نه پوهيدم د كليوالي ژوند وو.يوه ورځ مې د ښو نځې څخه پټ سوم پو هغه ورځ دي شينګل كاكا دا باغ د لاشولو ورځ وه پو دي هيله چي دې شينګل كاكا سره به د باغ پو لاشاولو كي مرسته وكړم نو خټكى او هيندواڼي به راكي.يو زه نه ووم نور هم ډير وو. خټكي او هيندواڼې مو نصيب نه سوي مخ کې له ده چي هيندواڼي وخورو ده مكتب وال راغلو مكتب ته ېې كش كړو نورو معلیمانو دير وو وهلو خو شهيد معليم به نه وهلو! معليم سلطان محمد شهيد راته مسكى مسكى كيدو زموژ پور هغه نادانه حرکت! زما پو ياد دي يوه ورځ يه زما هم صنفي چي پور ژبه ګونګۍ وو ويل “زه كه داكتر سوم ستا اعلاج به زه كووم” پرون چي شهيد شو نو هغه وعده يي را ياد سوه! زه چي به كله كلي ته لاړم نو فيصل جان شهيد به زما موترسايكل راته جوړاو ځکه چي زما ملګري او قابله مستري و. شهيد خيرادين به هميشه راته پو وټس اف پيغامونه را ليژل خو د لندن مصرفه ژوند به له ده سره نه يو ځاۍ كولم! شهيد ايوب به هميشه راته پو زړه پوري توكي او كيسي كولي. يو وخت پو كلي كي واده و شهيد باول خان تازه فصل كرلى و زه پوكشي روان وم دير پو قهر راغى خو چي و نيولم نو دير كوچنى ورته شكاره سوم فريښودم. وس زما د كشر ورور نا سكه خوسرده. شهيد داود سره مي يو وخت كي د موتر ريس راغى خو بازي يي را سخه وګټله. وخت پو تيريودو سو بادام ختم سول ده خټكو هيندوانو باغونه فنا سول د كوتر باغچه ويرانه سو زه ترېه لاهور ته بيا لندن ته راغلم باغچه د وليبال پو ميدان بدله سوه. ځوانان او كچنيان به د لوبو ده لپاره دهغه ميدان ته راتلو چي فكر بدل كړي! بيا داسى ورځ هم راغله چي دا وار د كوتر باغچه ته خالي زما د كلي پړاو ځوانانو نه بلكه د مست، براتخيل،كلهټر،ګوډالو او د غيبيخيلو ڼول ځوانان د وليبال ميدان ته راغلل! پو زره پوري لوبي وسوي هغه لوبډلي چي د پايي لوبه ته ېې ځان رسولى و پور شونډو يې ده فتح مسكا خوره وه! پو د هيله چي ترافي ېا د لوبو جام كورته يوشي خو دا ممكنه نسوه!!! يو غټ درض او توره لوخړه پورته سوه هر چا د جام پور ځاۍ يو يو جنازه كورته يوړه! ‍زما د کلې اکثره ځوانان او کچنېان شهېدان سول ېا د عمر پکو سول. د كوتر باغچه توره دوړه سوه او له سرو وينو ډكه سوه!!! ليكونكى نظركټوازى

Door Guest