یو پوه تعبیر

same

د ژوندون یو عجیبه سیر او دوران دی
څوک قانع له زندګي څوک پریشان دی

څوک معنی د ژوندون ویني خوشالي کې
څوک غمجن وي تل ازار په زندګي کې
*********
په کوم ښارکې اوسیده ساده بوډۍ وه
شپه او ورځ په ژړاسر دا خوارکۍ وه

دا زړه بوډۍ د دوه لـــورګانو مور وه
تل په فکر د اولاد او د خپل کـور وه

د خپل لوڼو د ښادۍ په فکر خیال کې
وه په زړه باندې غمجنه دې منوال کې

مده پس بوډۍ د ژوند نوې کیسه شوه
مشره لوریې ځوان تاجرته په رشته شوه

ځوان مالک د یو وړې شان فابریکې وه
لمرپه ورځ یې ښه بازار د کارخانې وه

د اوړو ښه مکروني یـــې جـــوړول
لمرپه ورځ یې بیا سور لمر ته وچول

ښه بازار یې چلیده لمر او ګـــرمۍ کې
په باران کې ګټه نـــه وه نه یخنۍ کې

بوډۍ مشره لــور تاجر ته په نکاح کړه
دخپل لـــور په جدایي یې هــم ژړا کړه

تقدیر ګوره دویم ځوم هم دوکاندار شو
وړه لور هم شوه واده بخت یې بیدار شو

د دویم ځـوم د چتریو کـــار وبــار وه
وریځ , باران کې د چترۍ ډیر خریدار وه

دواړه لوڼې د میړو په کـــور واده شوې
بخت یې ښه شو هر یوه په خپل کاله شوې

دا ځومان هـــم با ادبه ښه ځــوانان وه
د خپل خواښې دې حالت ته پریشان وه

خواښې هــم وه په ځومانو ډیر زهیره
د دوئ کار ددوئ روزګـار ته وه دلګیره

بوډۍ تل باراني ورځ کــې په ژړا وه
د تاجر ځــوم مزدوري ته یې سودا وه

ویل : باران دی عجیبه غوندې حساب دی
دې هوا کې مې د ځوم بازار خراب دی

چې به کله وه سور لمر هم په ژړا وه
دچترۍ والا خپل ځوم ته یې سودا وه
*******
تیریدل میاشتې ، ایـــام پدې ناساز
چې خبر شول ټول ماحول بــوډۍ له راز

یوهوښیار سړي دې ښار کې راپیدا شو
د بوډۍ له دې پټ راز ځینې اګــاه شو

پوه سړی او څو سپین ګیري وسیله شول
ټول یو ځای ددې بوډۍ کــره میلمه شول

هوښیار وکــړ د بوډۍ نـه دا پوښتنه
څـــه علت دی د ژړا, تل یې غمجنه ؟

بوډي وویل : زه غمخور یـــم د ځومانو
د خفګان وجـــه مــې دا ده ای مشرانــو

په باران کې مې یو ځوم ته په سودا یم
چې سور لمر وي هغه بل ته په ژړا یم

لمر په ورځ کې چترۍ ګانې نه خرڅیږي
وریځ ، باران کې مکروني نـــه وچیږي

دا علت دی چې همیش زه په خفګان یم
خپل ځومانوته د ښه ژوند په ارمان یم
*******
دا هوښیار سړي بوډۍ تـــه رهنما شو
په ځواب کې ورتــه داسې شان ګویا شو

ویل : چې کله اسمان وریځ وي او باران دی
شه خوشاله چـــې چتریو کار روان دی

پدې ورځ دې دا ځوم ښې پیسې ګټي
شه خوشاله چې خدای رزق ورسوي

په کوم ورځ چې رڼایي ده ښکلی لمر دی
بیا د مشر ځوم روزګار دې برابر دی

په هر حال کې خوشالي ستا په نصیب ده
شکر باسه خدای پاک هر چاته قریب ده

ښځې واورید پوه ، عالم د خـــولې بیان
توبه ګار شوه و لـوی خدای تــه هغه ان

د ژوندون د خوښي راز نه با خبر شوه
شوه خوشاله نور ژړا نه لاس په سر شوه
******
دا ژوندون پــه هر منوال باندې تیریږي
پوه انسان ددی هستۍ پــه رمز پوهیږي

زموږ ژوند یــو ازمایش یــو امتحان دی
هرمشکل په علم او پوهې ډیر اسان دی
……………………………….
سمیع الدین افغاني
۲۹- ۱۲- ۲۰۱۴
م۰ کال

Comments are closed.