Brüder Grimm:لیکونکې چنډښ شاه او پولادي پوردل خان

 

د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

 

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

 

په تیرو زړه زمانوکې، کله چې دواګانې لا قبلید لې، یوه پاچا ژوند کاوه. د ده ټولې لورګانې ډ یرې ښکلې وې، خو کشره لور يې بیا تر ټولو ښکلې وه. دا د ومره ښکلې وه چې کله به يې چې لمرد هغې ښکلاته حیرانیده. هلته د پاچا قصرته نږدې یولوی او تور ځنګل و. په ځنګل کې د یوې لوړې ونې لاندې یوه سړه چینه وه. د پاچا کشره لور به د ورځې په سخته ګرمې کې ځنګل ته تله او د سړې چينې په غاړه به کيناسته. کله کله به يې چې سات نه تیریده، نو د سروزرو کلوله به يې راواخیسته، په هوا کې به يې پورته اچوله او بیا به يې په لاس نیوله. دالوبه ترنورو ټولو لوبو ډیره خوښید له.

دخدای داسې کارونه وو چې یوه ورځ شهزاد ګۍ د سرو زرو کلوله پورته په هواکې واچوله، خو بیرته يې په لاس کې ونه شوه نیولی. کلوله يې له لاسه ختا شوه، په مځکه ولویدله اوچینې ته وکړېد له. شهزادګۍ پسې کتل، خو تر ستر ګو يې پنا شوه، چینه هم د ومره ژوره وه چې بیخ يې په سترګو نه لیدل کیده. اوس نو شهزاد ګۍ په ژړا شوه او ژړا يې هم وار په وار زیا تید له، ترڅو چې چیغو ته ورسید له او نه پوهیده چې ځان ته په څه ډول تسلي ور کړي. دا د دې ویر په حالت کې وه چې ناڅاپه داغږ پورته شو:« ای شهزادګۍ! په تا څه شوي دي، ته دومره چیغې وهې، چې د تیږې په شان کلک زړونه هم نرموي.» شهزاد ګۍ شاوخوا وکتل تر څوپوه شي چې داغږ له کومې خوا راغي. په دې وخت کې يې ولید چې یو چنډ ښ خپل غټ او بې شکله سر له اوبو را پور ته کړ. شهزادګې ورته وویل چې.« اخ! دا ته يي چې اوبه شړپوې، زه ځکه ژاړم چې د سروزره کلوله په چينې رانه ولویده.» چنډښ ورته وویل چیغي مه وهه، زه يې لار پیدا کولی شم، خو که چیرې ستا د لوبو شی، چې په تا ډ یر ګران دی، درته له اوبو را باسم، نو ماته به څه راکړې؟» دې ورته وویل چې:« ګرانه چنډښه! هرڅه چې ته وغواړې، درکوم يې، زما جامې، زما مرغلرې، زما قیمتي ډبرې اودا زما د سروزرو تاج، دا ټول درکوم.» چنډښ ورته وویل چې:« زه ستا جامو، ستا مرغلرو، قیمتې ډ برو او د سر تاج سره مینه نه لرم. زه غوا ړم چې ستا محبوب، ستا کورشریک اود لوبو ملګری شم، په یوه د سترخوان ستا تر څنګ کینم، ستا د سروزرو په تالي کې ډوډۍ وخورم، په سره زروګبلاس کې دې اوبه وچیکم او له تا سره په یو بستر کې ویده شم. که وعده کوې چې داراسره منې، نوورځم، چينې ته ورکوزیږم او د سرو زرو ګلوله دې بیرته درته راوړم.» جلکۍ په بیړه ورته وویل چې:« هو! زه دهر هغه شي وعده در کوم چې ته يې غواړې، خو په دې شرط چې ګلوله مې بیرته راته راوړې.» شهزادګۍ په دې فکر وه چې:« دا کم عقله چنډښ چټیات وايي. دی به هلته د خپلو همجنسانو سره په اوبوکې ناست وي اوکواک کواک دې وايي. یو چنډښ به هیڅکله د یوه انسان کور شریک نه شي.»

چنډښ چې دا ډاډ تر لاسه کړ، په اوبويې سر ننباسه، پکې ډوب شو او یوه شیبه وروسته بیر ته را ووت. ګلوله يې په خوله کې وه او په شینلې کې يې واچوله. شهزاد ګۍ چې خپل د لوبو ښکلی شی بیرته ولید، ډیره خوشاله شوه او هغه يې راپورته کړ او په چټکۍ وتښتیده. چنډښ ور نارې کړې چې:« صبر وکړه  صبر وکړه، ماهم له ځان سر بوزه، زه ستا په شان تیزې مندې نه شم وهلی.» دې چیغو نارو کومه ګټه و ر ونه رسوله. ده په شهزادګۍ پسې په دومره لوړ اواز کواک  کواک وکړل چې له لاسه يې کیدل، خو هغې ورته هیڅ غوږ ونه نیو، په بیړه کورته وخغاسته او بې وزله چنډښ يې هیر کړ اوچنډښ بیرته خپل چینې ته ولاړ او ور کته شو.

په دابله ورځ، کله چې شهزاد ګۍ د پاچا او نورو درباریانو سره په ډوډۍ ناسته وه اوټولو په طلايي تالیو کې ډوډۍ خوړله، په دې وخت کې پړچ  پړچ  پړچ  یوڅه شی د مر مرو په زینه راوخوت اوګله چې پاس چت ته ورسید، دروازه يې وټکوله اوناره يې کړه چې:« کشرې شهزاد ګۍ ور خلاص که.» دې ورمنډه کړه ترڅو ووینې چې دا څوک دی. کله چې ور يې خلاص کړ، ويې لید چې چنډښ دی، نوډیره وډار شوه، ور يې په زور پورې کړ اوبیرته په خپل ځای کیناسته. پا چا ولیده چې د لور زړه يې سخت لړزیږي او ويې ویل چې:« لور جانې ولې ډاریږې، ایا د دروازې ترشا کومه لویه بلا ولاړه ده او غواړي چې تاو تيښتوي؟» لوريې په ځواب کې وویل چې:« نه پلار جانه دا کومه غټه بلا نه ده، دا یو بدشکله چنډښ دی. ما پرون په ځنګل کې دچینې په غاړه لوبې کولې چې دسرو زرو ګلوله مې په اوبو کې رانه ولویده. داچې زه ډیره وژړیدم، نو دا چنډښ راغی، زما د سرو زرو ګلوله يې له اوبو را وباسله او ماته يې راکړه. په بدل کې يې رانه غوښتي وو چې دی به زما کورشریک کیږي. ما هیڅ دا فکر نه شو کولی چې ګوندې دی به دخپلو اوبو نه دراوتو وس ولري.» په دې شیبه کې چنډښ د دوهم ځل له پاره دروازه وټکوله او ناره يې کړه چې:« کشرې شهزاد ګۍ!  ما در پورته کړه، په یاد دي نه دې چې د سړو اوبوچینې ترڅنګ دې پرون ماته څه وویل. ای کشرې شهزاد ګې ما در پورته کړه.»

په دې وخت کې پاچا ورته وویل چې:« ته باید په خپله وعده، چې ورسره کړې دي وه، ودریږې. ورځه ور شه او را پورته يې کړه.» شهزاد ګۍ ورغله دروازه يې خلاصه کړه او چنډښ په ټوب ور ننوت او د شهزاد ګۍ تر چوکئ پورې په هغې پسې روان شو. بیا يې ورته وویل چې:« اوس مې نو درپورته کړه.» شهزادګۍ یوڅه ناخوالي وکړه، خو پاچا امر ورته وکړ چې پورته يې کړي. کله چې چوکي ته يې پورته کړ، نو غوښتل يې چې په میز کښيڼي او کله چې بیا په میز کښیناست، نووویې ویل چې.« اوس دې دا خپل طلا يي تالی را نږدې کړه چې یو ځای ډودۍ وخورو.» شهزاد ګۍ دا هم وکړ، خوهر څوک پوهیدل چې دا کار يې دزړ له کومې ونه کړ. چنډښ ډوډۍ په ښه خوند وخوړه، خو شهزاد ګۍ ترې چندان خوند وا نه خیست او څه نا ځه هره ګوله يې په خوله کې بندیده. چنډښ چې ځان ښه موړکړنوو يې ویل چې.« زه موړشوم اوستړی هم یم. اوس مې ستا کوټې ته بوزه اوخپله وریښمینه بستره دې تیاره کړه چې پکې دواړه یو ځای ویده شو.» شهزاد ګۍ له دې ساړه چنډښ نه ډاریده، دا جرات يې نه کاوه چې حتی لاس ورنږدې کړي او اوس مجبوره وه چې په خپله وریښمینه اونازنینه بستره کې ورسره یوځای ویده شي، دا په ژړا شوه. په دې وخت کې پاچا ور ته په قارر شو او ويې ویل:« هغه څوک چې داړتیا په وخت يې د رسره مرسته کړي وي، باید سپک يې نه کړې.» شهزادګۍ چنډښ په دوو ګوتو پورته کړ او د کوټې په کوم کونج کې يې کیښود او دا په خپل پالنګ کي پریوته، خو چنډښ هلته هم ور غی او ويې ویل چې:« زه ستړی یم غواړم ستا په شان ویده شم. ما در پوزته کړه اوکه نه نو ورځم پلارته دې وایم.» په وخت کې شهزاد ګۍ له حده زیاته په غوسه شوه. چنډښ يې راپورته کړ اوپه ټول زوريې په دیواله وویشت او ويې ویل چې:« بد شکله چنډښه اوس به یوڅه ارام شې.»

چنډښ چې له د یواله په مځکه پریوت، نور نو چګښ نه و، یو شهزاده وچې ښکلې او مهربانې ستر ګې يې درلودې. شهزاده د شهزادګۍ د پلار په غوښتنه دهغې کور شریک او میړه شو. بیانو ده خپله کیسه بیان کړه چې یوې بد شکله جادوګرې په ده جادو کړی واو دا جادو یوازې همدې شهزاد ګۍ ماتولی شواو یوازې همدې شهزاد ګۍ دسړې چينې له اوبو ازادولی شو. دوی غوښتل چې دهمدي ورځې په سبا دواړه یوځای  د د ې ځوان پاچا پاچا هۍ ته لاړشي، دواړه ویده شول اوکله چې سهار د لمر شغلو را ویښ کړل، ګوري چې یوه ښکلۍ ګا ډۍ ولاړه ده. ګاډۍ په طلايي ځنځیرونو په اتو سپینو آسانو پورې تړل شوی وه او دهرآس سردطاؤس په سپینه بڼکه ښکلی شوی و. د ګاډۍ ترشا د ځوان پاچا وفادارنوکرولاړو، چې نوم يې پوردل و. وفادار پوردل په دې ډیر غمګین و چې په باداريې جادو شویو واوچنډښ ترې جوړ شوی و. وفادار پوردل مجبور شو چې دخپل زړه نه درې پولادي کړۍ را چا پیره کړي ترڅوچې له ډیرغم او خوا خوږۍ ونه چوي. دګاډي دنده داوه چې داځوان پاچآ خپلې پاچاهۍ ته یوسي، پوردل دواړه ګاډۍ ته ور پورته کړل او دی يې ترشا کیناست. پوردل دجادونه دخپل بادار په ازادۍ بې حده ډیر خوشال و.

دیوڅه مزل نه وروسته پاچا له شا یوټک واورید، پوردل ته يې مخ ورواړوه اوويې ویل چې:« پوردله! لکه چې دا ګاډۍ ماتيږي.» پور دل وویل چې:« نه باداره! دا ګاډۍ نه ده ، دا زما دزړه نه راتا شوې پولادي کړۍ ده.» هغه وخت چې ته په چینې کې ناست وې اوکله چې ته چنډښ وې، دازما زړه له غمونو اودردونونه ډک و.

یوځل بیا اوورپسې بیا ټک شو. پاچا هرځل فکر کاوه چې ګوندې ګاډۍ ماتیږې. دا په حقیت کېهغهپولادي کړۍ وې چ دپور دل تر زړه چاپیر شوې پولادي کړۍ وې چې اوس يې زړه دخوشالیو له امله یوه په بله پسې ماتیدلې.

 

Grimms Märchen: Kinder- und Hausmärchen

Die komplette Liste