د انارکلي اوښکو ته!
عبدالباري جهاني
انارکلي اوښکي دي مه تویوه
دا مرغلري خریدار نه لري
د دې بې دردو په ټاټوبي کي بازار نه لري
دا جلادان ستا له زاریو سره کار نه لري
اوس هغه ښکلی کابل
ستا د خالپوڅو د شوخیو وطن
ستا د کتاب د ښوونځیو وطن
د ماشومتوب او د بنګړیو وطن
ستا د موسکا، ستا د ګلونو د ګې‌‌‌‌‌‌ډیو وطن
هغه سنګین، هغه سرکښه د سیالیو وطن
هغه خپلواک او د بګړیو وطن
د ابوجهل د غرور په اجاره ختلی
کابل منتر وهلی
شیطان په زور نیولی
د میني مخ د وینو رنګ پرېولی
انارکلي! دا مرغلري اوښکي چاته ور وړې؟
ته خپل قاتل ته ګرېوان څنګه څیرې؟
ته د انصاف تمه لا څنګه لرې؟
ته لېونۍ خو نه یې؟
دا اوښکي څه دي دا پر چا باندي عرضونه کوې؟
زما انارګلي زما ښایستې خورکۍ
زړه ته را تیري زما درنې خورکۍ
ګراني افغاني زما خوږې خورکۍ
زما به پر قبر واښه وچ وي زه به تللی یمه
د دې ژوندیو له کتاره به وتلی یمه
د ژوند له ټاله به لوېدلی یمه
ستا دي په یاد وي چي دا ښکلی وطن
همدغه دروند دغه ستایلی وطن
دا د پېړیو توپانونو آزمېیلی وطن
دا د قسمت په حوادثو کي پېیلی وطن
زما د نیکه ستا د ابا دا نازولی وطن
ته به پر ګرځې د وطن هره کوڅه به ستاوي
باغ او باغچه به ستا وي
اوس به دې خپل وي آینده به ستا وي
میاشتي کلونه زمانه به ستا وي
خپل خو به خپل وي بېګانه به ستا وي
د ابوجهل خوله به ماته وي شیطان به نه وي
زیندۍ به نه وي، دار به نه وي، جلادان به نه وي
زندان به نه وي بندیوان به نه وي
د مال، عزت او د سرونو لوټماران به نه وي
ټول به دي خپل وي غلیمان او رقیبان به نه وي
دا نظم وساته موسم به د غوټیو راځي
د انارګل او نارنج ګل او ګل غونډیو راځي
له شنو دښتونو به سندري د کیږدیو راځي
رمې به پنډي وي او ږغ به د شپېلیو راځي
تا ته به ډلي په موسکا د سهیلیو راځي
زما تر لحده به آواز د مرغکیو راځي
وطن به خپل، پاچا به خپل وي او لښکر به خپل وي
دښتونه خپل، کیږدۍ به خپلي او ټغر به خپل وي.
عبدالباري جهاني
د ۲۰۲۱ کال د اپرېل اوومه، ویرجینیا.