same

صاحب چې د مقام شي بیا خپل ځان ورځینې هیرشي

د کور او کلی دود او تیر دوران ورځینې هیرشي

هرڅه ورځینې هیر شي د دولت دونیا په حرث کې

حرام ،حلال ته نه ګوري ایمان ورځینې هیرشي

پرونی که یې د پلار کورکې هوسا اوارام ژوند وه

بیا ورسته د نیکه ها دسترخوان ورځینې هیرشي

دوکه کوي هرچا سره د خپل مطلب اشنا دی

معیار د انسانیت عهد او پیمان ورځینې هیرشي

صادق او پاک انسان ته د چوکۍ موخه خدمت دی

نا اهله پرې مغرورشي خپل خپلوان ورځینې هیرشي

وختونه تیرینه تیر شي ټول عبث فریب، دوکه کې

د پلار، نیکه عزت او خپل وجدان ورځینې هیرشي

——————————————

سمیع الدین افغاني

۳-۶-۲۰۱۵

م۰کال

Door Guest