سمیع الدین افغاني
afghan
ددریاب په دود بهیږي
د انسان د ژوند بهیر
مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

خلک لاړل  تر کیهانه
لاره باسي تر اسمانه
مونږ  په خپلو کې  جنګیږو
بیا شاکي  یو د تقدیر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

ډیر وختونه په موږ تیر شول
فرصتونه لاړل  هیر  شول
لا تر څو په  اور  کې سوزو
هر ې ګړۍ   ناست یو په ویر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

دلته جوړ مرګی  مرګی دی
څوک مو خپل څوک اجنبی دی
هیڅ خوښي دلته کې نشته
یو دردمند    په زړه  دلګیر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

نه خواخوږی نه دلدار شته
نه زموږ څوک مدد ګار شته
هرې خوا ته   ناچاري ده
پناه  غواړو له   قدیر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

لا تر څو به محتاج ژوند وي
د پردو دا بد چلند وي
لږ همت مونږ ته پکار دی
یو قوت  شو  په تدبیر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

ربه ته مو مددګار  شې
ته مو مل د ژوندپه لار  شې
مونږ له تانه امان غواړو
ته کریم  یې  ته  بصیر

مونږ د چا د خوب تعبیر یو
چې ټول عمر یو زهیر

*********
سمیع الدین افغاني
۲۷ – ۱ – ۲۰۱۶
م ۰ کال

Door Guest