د تره کي «بې تربیته زوی» د څیـړنې  په رڼا کې

ډاکتر رحمت ربي ځیـرکیار

۲۳ مارچ۲۰۱۶=۴ وری ۱۳۹۵

zirakyar1234@yahoo.com

Ramat Zirakyar

د افغانستان د خلکو د ګوند د بنسټ ایښودونکي او د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت د مشر نور محّمد تره کي لومړی ناول (کیسه) «بـې تربیته زوی» د ښوواند محّمد صادق ژړک په زیار،سریزه، وډون او ویي پانګه خپور شوی دی. خپروونکی یې په کویټه/ افغانستان  کې « پښتو ادبي غورځنګ» دی، د خپرولو لړ یې ۴۷ دی، د چاپ شمیـر یې ۱۱۰۰ټوکه دی، او په لاهور/پاکستان کې د ۲۰۱۲ په جنوري کې ټولټال په ۶۴ مخونو کې خپور شوی دی. پخپله د دغه نیمګړي ناول متن په یوڅلوېښتت نیم  مخونو کې خوندي شوی دی

ښوواند صادق ژړک په کره ډول د دغه  نیمګړي ناول ځانګړنې په نخښه کې دي: دا د تره کي لومړی ناول دی چې درې(۳) برخې یې د «کابل» مجلې په درې ګڼو(۱۳۱۹حمل تر جوزالمریز=مارچ تر می/جون ۱۹۴۰) کې   خـپرې شوې وې، خـو څلورمه برخه یې له خپرېدلـو محرومه شوه. یعنې محمد صادق ژړک نیمګړی ناول لوستلی او خپور کړی دی(۹مخ). ژړک  د ناول نورو ځانګړنو ته هـم  ګوته نیولې  ده: دوهمه ځانګـړنه دا ده چې چې د پښتو ژبې دوهم ناول دی (لومړی پښتو ناول د لـر افغانستان د ښوواند راحت زاخیلي و). نورې ځانګړنـې یې دا دي چې دغه کیسه د نورمحّمد تره کي د «خپل چاپـیریال» مکور/مقر په ژبه کې خوندي شوې ده او په زړه پورې پښتو لغاتونه یې ساتلي دي.سره له دې چې ټوله کیسه خپره شوې نه ده، تلوسه پکې دومره غـښتلې پاتی شوې ده چې ما(ځیرکیار) ته یې د لوستونکي په څیر د دمې مجال رانکړ. یوه بله ځانګړنه یې دا ده چې لیکوال (تره کي) په ۱۳۱۹هجری لمریز (۱۹۴۰زییز) کې په ځاییـز پښتني کلتور رڼا اچـولې ده:۱۲-۱۱ مخونه

ښوواند حنیف خلیل په خپل کتاب(پښتو ناول تحقیقي او تنقیدي جایزه، ۲۰۰۰زییز ) کې د « بې تربیه زوی» په اکله کاږي چې « د  سیاسي او نظریاتي تاثر لاندې لیکل  شوی  دی.» خـو ژړک د غه نیوکه روغه نه ګڼي: ځکه حنیف بې له دې چې د تره کي دغه ناول یې لوستلی وي، د یو چا بل چا وینا ته یې ډډه لګولې ده او هوایي ډزې یې کړې دي. ژړک  د «بې تربیه زوي» په سرلیک د نور محّمد تره کي لومړی[ خو نیمګړی] ناول «په بشپـړه توګه یو اصلاحي ناول» ګڼي، نه سـیـاسي ! مـخ ۱۲

زه ځیرکیار د محّمد صادق ژړک سره په دې کې موافق یم چې دغه [نیمګړی] ناول اصلاحي دی، نه سیاسي او/یا ایډیالوجیک! نور محّمد ترکي چې د ۱۹۷۸ د اپریل په ۲۸ ( ۷ غویی ۱۳۵۷) د افغانستان د دموکراتیک جمهوریت مشر شو، پینځه میاشتې وروسته ور سره یو هندي اخبار ( د بمبۍ د ښار «کر ینټ») مرکه وکړه چې په انګریزي ژبه خپره شوه. ورپسې یو سیندي لیکوال او ژورنالیست افـضل جنجـوعه په اردو ژبه وژباړله او په «ذوالفقار» اووه نیزه کې یې له سیند نه (۱ سپتمبر ۱۹۷۸ ګهوټکۍ سیند) خپره کړه. پښتو سرلیک یې ژړک داسې ژباړلی دی:«موږ ځپلي خلک ځبـیښاک ګـرو ته یواځې نه شو پرېښولای». تره کې د یوې پوښتنې په غبرګون کې داسې وویل: «له ۱۹۳۹ کال څخه وروسته ما د جاګیردارانه[فـیوډال] نظام په ضد لیکل پیل کړل. ما چې کله لومړی ناول ولیکئ، د هغه ناول نوم ٫٫بـې تربیته زوی٬٬ و، دغه ناول په کابل مجله کې په پـرله پسې ډول خپرېـده، چې  څلـور برخې یې لا نـه وې خپــرې شـوې چې سانـسور شــو.» (لــه ٫٫ ذوالفقار٬٬ اووه نیزې نه د ژړک ژباړه). د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا ذکر شوی ناول «اوس تر لاسه کیـدلای شي»، تره کي داسې وویل: «نـه! ناشونی ده[.] د دغه ناول یواځې دري برخې تر چاپه ورسـیدې، څلورمه برخه یې د سانسور شومه شوه. دغه ناول څو نورې برخې هم درلودې.» (له ذوالفقار خپرونې نه د ژړک ژباړه). له همدې امله ژړک «اړشو» چې دغه ناول «همداسې په نیمګړي ډول چاپ کـړم.» ۱۰تر ۱۱ مخونه[ په اقـتباس کې توري مـا پـیـړ کـړي دي]ـ ځيـرکیــار

پــــــایـــلـــه

حنیف خلیل په خپل ذکر شوي کتاب (۲۰۰۰) کې په دې آنـد دی چې  د نورمحّمد تره کي  ناول (بې تربیته زوی) «د سیاسي او نظریاتي [اِیدیالوجیک] تاثر لاندې لیکل شوی دی.» د دغه قضاوت په مقابل کې محَمد صادق ژړک داسې دریځ نیـولی دی: خلیل بې له دې چې د ٫٫بې تربیته زوی٬٬ په سرلیک ناول یې لوستلی وي، هوایي ډزې یې کړې دي او د یو چا او بل چا وینا ته یې ډډه لګولې ده.  ژړک د نور محّمد تره کي دغه لومړی [خونیمګړی] ناول په بشپـړه توګه یـو اصلاحي ناول» ګڼی، نه سیاسي! تره کي د ۱۹۷۸ د اګست‎[؟] په میاشت کې د یوې هندي خپرونې  مرکه کوونکي ته ویلي  وو چې ذکر شوي ناول یې «څو نورې برخې هم  درلودې.» خو دغه برخې خپرې شوې نه وې! له دې امله زه ځیرکیار نـه  شـم ویلی چې د تره کي ټـول (خپور شوي او ناخپـورپاتي شوي) ناول به  د ژړک په فکـرپه «بشــپـړه توګه» اصلاحي جنبه لـرله، او سیاسي یا اِیـډیالوجیک څـڼـډې یې نه لـرلې!؟داسې معلومیـږي چې  نور محّمد تره کي  به دغه په نیمګړي ډول چاپ شوی ناول په ۲۳ کلنۍ کې لیکلی وي: ځکه هغه د ۱۹۱۷ زییز کال  د جـولای په ۱۴ نـيټه زیـږېـدلی و او د ناول  ۳ برخې یې د ۱۹۴۰ زییز کال  له مارچ (حمل ۱۳۱۹لمریز هجري) راهیسې  په کابل مجـله کې   خپـرې شوې وې. د ژړک کتاب ګوټی په مناسبه ژبه لیکل شوی دی او لوستونکي ته بـلنه ورکوي چې د ځـوان نور  محّمد تره کې د انـتـقادي، مـترقي او عـدالـتي مفکورې ګونګوسی واوري او بیایې د  نوموړي د «خلکي» ستم (اپریل۱۹۷۸- سپتمبر ۱۹۷۹) سـره پـر تله کړي! ما د دې  کـتاب ګـوټي له لوستلو نه خـوند واخیست

زما ځیرکیار په آنـد، د نورمحّمد تره کي د زېـږدنې په نیټه ( ۱۴  جولای ۱۹۱۷) کې د  نړۍ د درې (۳) مهمو انقلابونو نخښې لیدل کـیـږي. د جولای په میاشت کې دوه لویدیـز انقلابونو پخوانۍ  شاهي واکمنۍ رانسکورې کړې وې:  د ۱۷۷۶ د جولای په ۴ نیـټه د امریکې د خپلواکۍ اعلامیه  د قـاروي کانګرس له خوا ومنل شوه. د امریکې ۱۳ مستعمرو ځانونه خپلواک او نوی ملت وګاڼه او ځانونه یې  د انګریزانو له امپراتورۍ نه بیل کړل.فرانسوي اشراف زی (اریستوکرات)مارکیس لـفایت یو مهم عسکري شخصیت و چې د امریکې د خپلواکۍ په جګړه کې یې برخه اخیستې وه او د امریکې د خپلواکۍ د مشرانو ( جورج واشنګټـن، الیکسندر هامیلټـن او  ټامیس جفرسن) سره یې نږدي دوستي لرله.  لفایت د «دوه نړیو اتل» لقب ګټلی و، ځکه چې  په ۱۷۸۹کې یې  د فرانسې په انقلاب کې هم ټاکونکی رول لاره. د ۱۷۸۹ د جولای په ۱۴ نیټه انقلابي قـواو د باستیل په کلا برید وکړ چې د نفوذ خاوندان پکې زنداني شوي وو او وسله پکې پرته وه. یو ورځ وروسته مارکیس لـفایت د ملي ګارډ کوماندان ولګید. دلته وینو چې د جولای په میاشت کې لومړی د امریکې او ۱۳ کالونه وروسته د فرانسې انقلابونه رامنځته شول. د نور محّمد تره کی د زېـږیـدنې نیټه هم د جولای ۱۴ ده چې د فرانسې د انقلاب د نیټې سره سمون خوري او د امریکې د خپلواکۍ د اعلامیې  د نیټې سره لس ورځې توپیر لري. د تره کي د زیـږېـدنې کال ۱۹۱۷زییزښودل شوی دی. دا (۱۹۱۷زییز) هغـه کال دی چې د ولادمیـر لینین په مشرۍ پکې په روسیه کې د اکتوبـر سوشلیستي انقلاب بـریالـی شـوی و. ناشنا پیـښـه