پېښور څنگه له افغانستان بېل شو؟

Afghan border 1898
په ۱۸۰۸ م په پاې کې د انگلستان لومړې سفارت د ماونټ سټورټ ايلفنسټن په مشرۍ پيښور ته راورسيدو. د مارچ په مياشت کې د نوروز پر وخت د شاه شجاع سره يې په بالاحصار کې وليدل چې وروسته په شاهي باغ کې ورته مېلمستيا وکړه.
اېلفنسټن کابل ته د تلو جوگه نه و خو د پېښور باغونه، د دې هوا او د تالابونو زکر پخپل کتاب ” د کابل سلطنت” کې په تفصيل وليکلو.
شاه شجاع کله چې د کابل تخت وبايللو نو په ۱۸۱۰ م کې په پنجاب کې د سيکانو راجا رنجيت سنگهه سره وليدل او مرسته يې ترې وغوښته. خو هغه پخپله د سلطنت د پراخولو هوس لرلو نو شاه شجاع کشمير ته مخه کړه.
د کابل پرتخت د تېمور شاه مشر زوې شاه محمود ناست خو د ملک د ټولو چارو فېصلې د هغه وزير فتح خان په لاس کې وې چې پلار پاينده خان ورته شاه زمان وژلې و. هغه د افغانستان ټولې مهمې صوبې پخپلو وروڼو ووېشلې چې شمېره يې د شلو نه زياته وه. پوردل خان، عظيم خان، جبار خان، سلطان محمد، يار محمد، پير محمد، دوست محمد او داسې نور.
پېښور د دريو وروڼو په لاس کې و چې پير محمد ، سيد محمد او سلطان محمد خان طلاي و. د ” طلاي” لقب ورله خلکو ورکړې و ځکه خپل جنسې توان د زياتولو لپاره به يې د سرو زرو کشتې خوړلې. په غاړه به يې ورېښمين او مخملي جامې وې او د سرو او ملغلرو امېلونه به يې پر غاړه او په پټکي ټومبلي وو. د ده ورور امير دوست محمد د ملنډو نه ورته ” سلطان بي بي” وئيل.
په ۱۸۱۲ م کې انگرېز جاسوس ويليم مورکرافټ د يو سفر په ترڅ کې په پېښور کې ايسار شو نو سلطان محمد ورته وړانديز وکړو چې د پېښور والي شي. هغه وخت په لاهور کې رنجيت سنگه د فرانسې او اطاليې څو پوځيانو ته خپلې صوبې د ادره کولو لپاره ورکړې وی. سلطان محمد خان داسې گڼله چې که دی هم يو اروپاېي جنرال ولري نو ممکن د سيکانو مقابله وکړې شي.
د پېښور دفاع په لوېديځ کې د خېبر غرونه کوي، په ختيځ کې يې دفاعي ليکه اباسين وه. هغه وخت د اکبر باچا له خوا جوړ د اټک کلا چې د هر واکمن سره وه، هغه به پېښورهم په لاس کې لرلو.
په اټک کې جهان داد بارکزي د سيکانو د مخ په زياتيدو حملو مقابله نشوه کولې نو دوي سره يې خبرې پېل کړې. اخر د پېسو په بدل کې په ۱۸۱۸م کې د اټک کلا يې سيکانو ته خوشې کړه.
د لاهور نه رنجيت سنگ ديوان محکم چند د تازه پوځ سره اټک ته ورواستوو چې د حسن ابدال سره يې پړاو وکړو. فتح خان د ورور په دې نااهلۍ په قهر شو او د کشمير نه يې دوه نور وروڼه عظيم خان او دوست محمد اټک ته ورواستول چې کلا یېرته ونيسي. په دې کال سيکانو پرله پسې په پنجاب کې لوې سيمې ونيولې او د جون په مياشت کې د ملتان سدو زي مات کړل.
د اټک سره نږدې په “حضرو” کې ۱۲ جولاي د سيکانو او افغانانو جنگ ونښتو. د لنډ جنگ نه وروستو د بارکزو ټول پوځ د مېدان نه تېښته وکړه. د دې يو سبب ممکن گرمي وي خو دا يو فيصله کوونکې جنگ و او سيکانو ته په لومړي ځل اندازه وشوه چې افغانان يې د زور نه وو.
رنجيت سنگه د پېښور حاکم ته پېغام ورواستوو چې که غواړي هلته په واک کې پاتې شي نو ده ته به د کال باج ورکوي.
سيکانو د هري سنگه په مشرۍ د اتک نه پورې د هزارې سيمه هم ونيوله چې د پېښور سره وصل وه. د دې ځاې خلکو درې وارې د خپل دفاع لپاره لښکر جوړ کړو او په تربيلا او دربند کې يې سخت جنگ وکړو چې په لوې شمېر پښتانه پکې ووژل شول. سلطان محمد خان په کوهاټ کې مېشت شو او رنجيت سنگه سره يې لوز وکړو چې د کال درې لکه روپيو په بدل کې به ورته پوځي خدمت کوي. دوه نور وروڼه يې جلال اباد ته ووتل خو رنجيت سنگه سره يې اړيکې ټينگې وې او اخر په اشنغر کې يې د سيکانو له خوا ورته جاگير ورکړې شو او دوي په ارام هلته مېشت شول. د پېښور حاکم د فتح خان يو بل ورور يار محمد خان وټاکل شو.
په ۱۸۲۲ م کې د اټک او د هزارې تر منځ مېشتو پښتنو په درېم وارد سيکانو پر ضد لښکر وکړو او د يار محمد نه يې مرسته وغوښته. دوي د اټک کلا محاصره کړه او که يار محمد ورسره مل وې نو ممکن سيکان يې له دې سيمې شړلې وې. خو هغه د رنجيت سنگه نه په وېره و او د جنگ پر ځاې د سيکانو سره يې پټې معاملې کولې.
په جنوري ۱۸۲۳ م کې د محکم چند ځواک د حسن ابدال نه د پښتنو په دې لښکر حمله وکړه او محاصره ماته شوه. رنجيت سنگه پخپله د پنجاب نه اټک ته راورسيدو نو د ستمبر په مياشت کې يار محمد د هغه خدمت کې حاضر شو او يو لک روپۍ يې ورته د نذرانې په توگه ورکړې. رنجيت سنگه د هزارې د خلکو سره د مرستې نه کولو په بدل کې يار محمد ته يو خلعت ورکړو او دې يې د پېښور حاکم وومنلو.
Yar M
په ۱۸۲۳ م کې عظيم خان د اټک د کلا نيولو لپاره بيا لښکر راټول کړو. د سيکانو د پوځ کومانده اوس د دوو اروپايي جنرالانو “وينچوره” او “اېلرډ” په لاس کې وه او هغوي د اباسين يوې او بلې غاړې ته د سيکانو پوځ ترتيب کړو.
په ۱۸۲۵ م کې يوسفزو په دربند کلا کې سيکان محاصره کړل چې د هغوي د اکمالاتو لارې بندې کړي خو د سيکانو يو قوي لښکر په راتلو مېدان يې پرېښودو.
د ۱۸۲۶ م په ژمي کې د برېلي يو ملا سيد احمد د سيکانو پر ضد د هند مسلمانانو ته د جهاد غږ وکړو. سيد احمد يو وخت د باجوړ د يو پښتون امير خان په جنگي ډله کې شامل و چې د ډېلي شا و خوا به يې شوکې کولې. يو وخت يې د انگرېزانو سره اړيکې ټينگې کړې او د امير خان لپاره يې د راجستان د ” ټونک” نوابي واخيسته.
د انگرېزانو د دې ملگري سره د بهار د پټنې وهابيانو مرسته کوله. هغه وخت بهار د انگرېزانو په لاس کې و او دوي د وهابيانو د فعاليتونو نه خبر وو. د هغوي سره يې ټوپکې هم نيولې وې چې د هند شمالي غرونو ته وړل کيده. خو افغانان له دې خبر نه وو
په جنوري ۱۸۲۶ م کې سيد احمد د ۴۰۰ مجاهدينو سره د ډېلي نه په پښو روان شو. ده د مسلمانو ملکونو باچاهانو ته ليکونه ورواستول چې د جهاد په لارکې دی ورسره مرسته وکړي. داسې يو ليک د بخارا امير ته يې هم وراستولې و. ځينو ورته سوړ ځواب ورکړو او نورو پرې ځان ناغرضه کړو. سيد احمد د خپلو ملگرو سره د سند، د بولان درې نه کندهار او بيا د کابل ته ورسيدو. هلته سدوي او بارکزي پخپلو کې اخته وو او دا لښکر هم هغسې د کابل نه جلال اباد او بيا د خېبر د لارې پېښور ته ورسيدو.
د ده سره اوس د مجاهدينو شمېره کمه شوې وه خو د اشنغر پښتنو دوي ته هر کلې ووئيل او د صوابۍ سره نږدې په ” مهابڼ” غر کې ورله د پټيدو ځايونه وښودل. سيد احمد د سيمې د خانانو جرگه راوبلله او پښتانه چې د افغان سردارانو د کمزورۍ نه وېزاره شوي وو، سيد احمد خپل پوځي مشر او امير المومنين وټاکلو.

په ۱۸۲۷ م کې سيد احمد د سيکانو پر ضد د غزا اعلان وکړو او د ېښور حاکم يار محمد خان بارکزي ته يې هم بلنه ورکړه. د هنډ ښادي خان، د زېدې اشرف خان او د سيمې نورو پښتانه د دوي سره مله شول.
دا گډ لښکر د اکوړي سره نږدې راټول شو خو هغه وخت د سيکانو د پوځ مشر بوده سنگ، سردار يار محمد ته پېغام ورواستوو چې رنجيت سنگ پخپله اټک ته راځي او د جنگ نه دې لاس واخلې. يار محمد د رنجيت سنگه نه په وېره شو او د خپلو ملگرو سره په ورستيو شېبو کې يې مېدان پرېښودو. په نتيجه کې د اکوړي په جنگ کې ډېر مجاهدين ووژل شول او سيکان بريالي شول.
رنجيت سنگه پخپله پېښور ته ورسيدو نو بالاحصار ته يې اور ورته کړو او د شاهي باغ ونې يې پرېکړې. سيک جنگيالو ته يې امر وکړو چې خپل اسونه د ښار په جوماتونو کې وتړي. بيا يې يار محمد راوغوښتو او د باج پېسې يې ورباندې غبرگې کړي. د يار محمد زوې يې هم د ځان سره يرغمل يوړو.
سيد احمد خپل لښکر بيا راټول کړو او اټک ته ولاړو چې هلته سيکان کلابند کړي. دا ځلې يو بل پښتون د هنډ ښادي خان د سيد احمد سره خيانت وکړو او رنجيت سنگه يې د هغه له خوا د اټک د حملې نه خبر کړو. رنجيت سنگه خپل تکړه جنرال هري سنگه د دوي مقابلې ته ورواستوو او سيد احمد د خپلو ملگرو سره د لوند خوړ د لارې سوات او بيا بونېر ته ووتلو.
اخر په ۱۸۳۰ م کې د سيد احمد لښکر پېښور د سيکانو نه ونيولو. د دې برياليتوب په وياړ سيد احمد خپل ځان ” شاهنشاه” اعلان کړو او په پېښور کې د وهابيانو سخت شرعي قانون پلې شو. خو کله چې سيد احمد د پېښور خلکو ته اعلان وکړو چې خپلې پېغلې لوڼه دې مجاهدينو ته ورواده کړي نو د ښاريانو زغم پاتې نشو. يوه ورځ د ښار خلکو ټول مجاهدين چې په جوماتونو کې يې اړولي وو، راوويستل او له تورې يې تېر کړل. سيد احمد د خپلو څو ملگرو سره وتښتيدو او د اباسين نه پورې هزاره سيمې ته ولاړو. د مې په ۸ نېټه ۱۸۳۱ م کې سيد احمد د نورو هندوستانيانو سره په بالاکوټ کې ووژل شول.

په پېښور يو سخت جنگ پېل شو او سيکان بېرته راغلل. رنجيت سنگ د دې ښار خلکو ته د سزا ورکولو لپاره يو اطالوي پوځي په ۱۸۳۴ م کې ” پاولو ايويټبايل” دلته والي وټاکلو. دا والي په خلکو کې د ” ابو طبېله” په نوم پېژندل کيدو او د پېښور چاپېره يې د خښتو يو دېوال جوړ کړو چې دروازې يې لرلې. هم هغه وخت بالاحصار هم بېرته جوړ کړې شو او سيکانو ورته د ” سمير گړهه” نوم ورکړو.
ابو طبېله د دريو کالو دوره د ظلم او د وحشت لپاره نوم لري چې د مهابت خان جومات د مينارونو نه به يې خلک ځوړند کړل تر څو مړه شي. د معمولي جرم سزا هم غرغره وه. د وزير فتح خان باغ ۰ وزير باغ) کي د وسلو جوړولو کارخانه وه چې سيکانو پکې خپلې توپې او نور پوځي توکي رغول.
په ۱۸۳۵ م کې د کابل امير دوست محمد خان د لاهور نه خبر تر لاسه کړو چې په خېبر کلا کې د سيکانو شمېره لږ وه او دوي کولې شول چې پېښور ونيسي. هغه خپل دوېم زوې محمد اکبر خان په مشرۍ يو لوې لښکر خيبر ته ورواستوو. په يو سخت جنگ کې جنرال هري سنگ ووژل شو او افغان پوځ د خپل برياليتوب ډنډوره وغږوله، که څه هم پېښور هم هغسې د سيکانو په لاس کې و.
په لوديانه کې انگرېزانو د شاه شجاع سره د ملاتړ پلان جوړ کړو او رنجيت سنگ ته يې وړانديز وکړو چې که دوي سره يې مرسته وکړه نو پېښور به ترې نه غواړي. شاه شجاع د کابل پر تخت د کېناستو لپاره هغه د پېښور نه لاس واخيستو او د سفر تياري يې پېل کړه. په ۱۸۳۷ م کې بارکزي د افغانستان شمال ته ولاړل او شاه شجاع د کندهار د لارې کابل ته ورسيدو.
په ۱۸۳۹ م کې د رنجيت سنگهه د مړينې سره د هغه په زامنو کې جنگونه پېل شول او انگرېزانو د لوديانې نه خپل وړوکې پوځي دسته د اېډورډ لارنس په مشرۍ لاهورته ورواستوله. هغه د رنجيت سنگ ټوله خزانه تر لاسه کړه او د ده يو ماشوم زوې ” دليپ سنگ” يې راجا اعلان کړو. د تخت دعوا دار نورې ډلې څه موده د انگرېز پوځ سره وجنگيدې نو لاس يې بر نشو. تر ټولو لويه ستونزه د پوځيانو د معاش وه.
په پېښور کې د سيکانو اته زره پوځ د شېر سنگ اټاريواله په مشرۍ تر ۱۸۴۶ م مېشت و خو دوه کاله وروستو کمپنۍ په سرکاري توگه پنجاب ونيولو. په ۱۸۴۹ م کې انگريزانو د پېښور د زوړ ښار نه بهر د شاهي باغ په منځ کې خپله لومړۍ چاوڼۍ جوړه کړه او پېښور د تل لپاره د افغانستان نه جلا شو.

سرچينې

۱. پنجاب او پښتانه ( سکهه شاهي دور) خواجه محمد سائيل، بهادر کلې، پېښور. ۲۰۰۰ م .

۲. په شمال لوېديځ سرحد او لاهور کې د انگرېز پوځي افسرانو روزنامچې او رپورټونه. د ۱۸۴۶ م نه تر ۱۸۴۹ م . سنگ ميل لاهور چاپ. ۲۰۰۶ م .
۳. کابل. زما د سفر او هلته کې د ژوند شخصي بيان. د ۱۸۳۶ م نه تر ۱۸۳۹ م . الېگزانډر برنز. بيا چاپ، انډس خپرونې، کراچي.
۴. په پنجاب کې يو کال. سر هنري منټگمري لارنس. يادښتونه . ۱۸۵۱ م. لومړۍ څپرکې.
۵. سيکان او افغانان. شهامت علي. ۱۸۳۹ م. رام پرکاش نوې ډېلي چاپ. ۱۹۸۷ م . دولسم څپرکې.
صفيه حليم
د خپرېدو نېټه
۶ دسمبر ۲۰۱۳ م
دوېم ځل په ۷ مارچ ۲۰۱۶ م خپور شو

– See more at: http://www.safiahaleem.com/?p=2571#sthash.CIkQbwtR.mEIXRGeS.dpuf