لیکوال: محمدعیان«عیان»

دلیکلونیټه یې : ۱۳۴۳             

     دخان کندل خان نوکرانوداکبرخان کاکا نه نژدی و چې په راښکلوراښکلوترې کمیس وباسي او په ملا باندې یې ورله سرې تغمې ودرولې وې .اکبرخان کاکایواځې دومره وویل : «حق مې هم خپل اووهل هم ورباندې خورم».

  کندل خان ته خودپلا رنه هیڅ نه ووپاتې، خوده داسې نوکې ټینګې کړې وې اوهرې خواته یې لوڅې پوڅې کولې چې: که په کوم ډیرلرې ځای کې به میښې سوټه وکړه نوده به دواره خپل دهقان ته امر کاوه چې زرشه هلکه دلسوافغانیو سره(پارو)ده، ډیران ته یې ورسوه!

  هغه دپیسو په راټولولوډیرښه پوهیدواودخلکونه دځمکود   لاندې کیدوپه هکله ډیرپه زړه پورې چلونه ورسره وو.

  کندل خان لا ځلمی وچې دخپلې ټولې نژدې علا قې ځمکې دده په شرعي اوقانوني قواله کې په ده پسې ثبت اوولیکل شوې. په دې سیمه کې یې دخپلې کروندې دخاوندنوم ورک کړ.ښکته پورته کلي کورونه،ځمکې جوماتونه،غرونه،شړې، لارې،ادیرې اوحتاسیندیې هم په شرعي قواله په نصیب شو.

یوتکړه،له ونې لنډ،غنم رنګې ځلمی چې پلارپې ګل مرجان نوم ایښودلی و،خواوس په مرجان باندې مشهورو،دخان دآس په مخ کې به یې منډې وهلې . کله چې به خان دیوځای نه بل ځای ته تلونوده ته به یې امرکاوه چې:مرجانیه دکوراودهقانۍ

کارپریږده اوزماسره فلا ني ځای ته لاړشه! لس دولس مزدو ران خوبه نورهم ورسره ملګري وومګرمرجانی یې سر باری واودده داس په مخکې به یې منډې وهلې. دی بایددخان

داس سره یوځای هغه کلي ته ورسیږي .

  خان هیڅکله هم ده ته نه ووویلي چې ځه خوته یوڅودقیقې مخکې روان شه ؛ بلکې دځان سره به یې دخپل تازي سپي سره یوځای ځغلا وه .دخان په نزدخودده سپی یې سل ځلې د دهقانانوپه پرتله قدرمن و. ځکه هغه نعمتونه چې دخان تازي اوجنګي سپوخوړل، دهقانانویې کله په خوب کې هم نه وو لیدلي .

  په دې ټوله علا قه کې چې به دچاښځه ،خور،اویاکومه بله خپلوانه توره اوبدنامه شوه نودخان کره به راتښتیدله اوچې د  ده دربارته به راننوته،بس دخپله واکه به شوه . دخپل میړه، پلا ر،موراوورونووس هم ورباندې نه بریدو. په ازادانه ډول  به یې منګي ډکول،سبوله به تله اوپه نوروګرځیدوراګرځیدو کې به هم دخپله سره وه . نن سبا دولس تنه دغه رنګه ښځې دخان په کلا کې جمعه شوې وې. کله کله به لا ددې نه هم ډیرې وې . ددوی واک دخان و،که په کورکې به یې ساتلې اوکه په کوم ځای کې به یې خرڅولې. کله کله به داسې هم پیښیدل چې خان ته به کوم دهقان ډیرخواریکښ غوندې ښکاره شونوددې دپاره چې دده سره تل پاتې اوچرته بل ځای ته ونه تښتي نوددغوبدنامواوتوروښځونه به یې یوه ورته په نکاح کړه.له نوکرۍ اودهقانۍ نه به نورهم ده ته ورنژدې او هغه دچاخبره غلا م حلقه بګوش(کړۍ په غوږغلام) به یې شو. نوردهقانان یې هم ډیرخواریکښ وو، خوداښادي به د هغه چاپه برخه کیده چې له اندازې زیات زاره چاودي کارونه به یې کول . دخان ټول دهقانان بې چون وچرا(بیله دې چې څه وویل شي) دده ګرو وو . دغنمو سرې رشې چې به ودریدې نوبریتونه به خان تاوول چې یره سږکال مې خواري ډیره کړې، که خیري راشه(درمند)مې لویه ده. دایې بیخي په زړه کې هم نه تیریدل چې دوجودوینې خوپه کې د خوارکیوبزګرانووچې شوې دي. دخان هردهقان ته چې به دې کتل، نوداوچې شونډې اوسپیره مخونه ، چاودلي لاسونه، چاودلې پښې، چې دپښوچاودونه به یې بیادبیستۍ (خامتا) په تارګنډلي وو. په پښوخودې څپلۍ حرامې شي، خوپه تن هم له بربنډ (لوڅ) نه کم نه ووځکه چې تش په نامه جامې یې ټولې څیرې پیرې اوپړانګې پړانګې وې.کرتۍ ګانې او واسکټونه خوورته په ازل کې نه وولیکل شوي،خودڅادرو یې هم خونده نه وه.اوړی ژمې به یې ییوې(قولبې)کولې او پټي به یې شودیاره کول.کوم وخت چې به له ځمکې نه فصل وریبل شونوددهقانانووینې به دپټوپه شودیاروکولووچې شوې.ځکه چې دیوې خواخودخان دومره ځمکه وه چې خلاصون یې نه کیدواوکوزاوبرسریې نه معلومیدواودبلې خوابه خان ویل چې هرپټی بایدڅوڅووارې ووهل شي چې ښه حاصل ورکړي. اصلي خبره داده چې دخان ددهقانانوپه تندي کې یې دمه اوقلاري نه وه لیکلې. راشه(درمند)چې به دخان ګودام ته وچلول شوه نوبزګرته به چا ګونډی(چې غنم یې پوره نه وي پاک اوپوټکي ورپورې نښتي وي)هم نه ور کاوه. ځکه چې د دهقانانوپلرونه اوځینې نورخپلوان دخان د پیسوپه ګوراوکفن کې خښ شوي ووچې دوی بیلکل دخان ګرووو.

  دخان په کلي کې به چاچرګه یاهګۍ نه شوه خرڅولی اوپه نیمه بیه به د خان مال و.کلې خوخیرټول دخان دهقانان وو، خو ددرې په برسرکې هم چاپه خپل سرچرګ چورګوړی نه شوخرڅولی.دخان صیب دې چلوټې چې یوبه یې دیوه سره جنګاوه اوبل به یې دبل سره، دده دخانۍ ریښې لاپسې ټینګولې. ددې سیمې په هرځای کې چې به کوم سړی د خپلې کومې ټوټې ځمکې خاوندشواویابه لږنورپورته غوندې شونو خان به ورته سمدلاسه څاکنستلی وه.که په کومه علاقه کې به یې لږشوخ اویازړه ورسرتیری سړی ولیدونودواره به یې د هغه دمرګ سوړې راسپړلې.ماړه(شتمن)سړي ته به یې ددې غریب،خوشوخ اوزړورسړي غیبت کاوه اوده ته به یې بیا د هغه بدویل.غریب ته به یې ویل چې: راشه یوښه انګریزی ټوپک به درکړم اولس زره روپۍ به هم ورسره وي، خودا پلانی سړی چې تل ستالینګي وهي اوسپکې سپورې درپسې  وایي له مخې نه لرې کړه. هغه وخت چې به دخان اوددې سړي ترمینځ هوکړه وشوه اوپه دې اړه به یې سلا مسلات راغی نوپس له هغې به یې هغه بل ماړه غوندې سړي ته خبرورکړوچې: هلکه په دې شپوورځوکې بیداراوسه! ما اوریدلي دي چې پلانی…ستاکنډروهي(ستاغلاکوي).

  خان کندل خان به هغه ځوان په داسې چل مړکړواوموړ غوندې سړی به یې دجیل(محبس ـ زندان)په تمبووردننه کړ. بس ملک به ورته اواره(هواره)میره شوه. ولې چې دماړه سړي ځمکه به هم ده واخیسته اوڅوکاله پس به دنورو   دهقانانوپه شان دده اویایې دزامنودهقان و.

  اکبرخان کاکاچې دغریبۍ په خت په خپل کلي کې په اکبري مشهورو، پلارنۍ اډۍ (لوي پټی) یې ډیرمخکې کندل خان ترې دپلارپه کفن، خیرخیرات اوسخات کې خپله کړې وه. لیکین یووړوکی غوندې پټی چې خان ورته سترګې پټې کړې وې اوتراوسه ورنه ځکه پاتې وچې دحاصل ورکولو دپاره نورهم ښه شي نوبیا به اکبري ته څه پلمه جوړه کړي اوترې وبه یې نیسي.په دې شپوورځوکې چې تنکی پسرلی و اوداکبري په پټي کې لږڅه ښه شان شړشم  راجګ شوي وو نودخان مزدورانې اوهغه ښځې چې دخان کره راتښتیدلې وې ،داکبري پټی یې دسبودپاره نیژدې اخوره وه.

 سره ددې چې اکبري څوڅو وارې ولیدل چې دخان نوکرانې

دده دپټي دشړشموسټې هم نه پریدي اوله بیخه یي را وباسي، خوسترګې به یې ورباندې پټې کړې اوپه ډډه به ورنه تیرشو.

وروسته چې به په سوچونوکې ډوب شواودابه یې زړه ته را غلل چې سږکال به یوه دانه غنم هم په سترګوونه ویني اود شړشمو پټی به هم ډاګ شي،بل درک خرک یې هم نه شته نو څه به کوي؟ څه به خوري؟ دبلې خوابه دشیرګل خبرې هم ورپه یادشوې اوده ته به یې جرأت ورکړاودځان سره به یې وویل:توکل په خدای هرڅه چې راپیښ شول، وي به،دپیښې نه تیښته نه شته.

  شیرګل دهمدې کلې وچ کلک نری لوړځوان و،خوپه مخ کې یې ګونجې شوې وې اودیخنۍ په وخت کې به یې له پزې نه اوبه هم روانې وې. دکمیس دوه پاسنۍ تڼۍ به یې همیشه ایله وې اودسینې وچ وچ هډوکي به یې ترې ښکاره کیدل. هغه دپلار دمرګ نه دوه میاشتې وروسته زیږید لی واودلسو کالووچې موریې هم له دې دنیا نه سترګې پټې کړې وې. په دې شپوورځوکې یې کوم خاص کار نه درلوداودیوه بل دپاره به یې منډې رامنډې وهلې اودخلکوخذ متونه به یې کول.هغه څه موده پخوادیوه ښارپه فابریکه کې کارکاوه.

«هغه وخت چې په فابریکه کې داجورې دزیاتوالي دپاره اعتصاب وشونوشیرګل دفابریکې دخاوندله خواداعتصاب د محرک(لمسوونکي)په نامه له کاره وایستل شو. که څه هم اوس بیکاره ګرځي ،خوله خپل پخواني عزم څخه نه اوړي اونه ورته کومه پښیماني پیداشوې ده».

  شیرګل اکبري ته ویلي وو:

  کاکاجانه! څوپورې به داخانان وي اوپه مونږه اوتاسې به ظلمونه کوي، ځمکې به رانه لاندې باسي ، ښځې به مو   خرڅوي،خذمتونه اوبیګارونه به راباندې کوي؟ ترڅوبه دا خانان اومالداران زمونږپه وینوپړسیږي؟ او ترڅوبه خپلې غوښې ددوی په کارونوکې خاورې کوو؟

  هغه ورته دغریبانانوژوندښه انځورکړی واوپه کراتوکراتو یې ورله پې سرخلاص کړی و.ورته ویل به یې:

  اکبرخان کاکاوګوره !کارمونږاوتاسې کوو،زیارونه ربړونه مونږګالو، کورونه اوتعمیرونه مونږجوړه وو، لارې زمونږد مټوپه زورجوړیږي، غلې اوفصلونه زمونږپه وینوراشنې کیږي،بلاخره په هرځای کې چې کوم نوی شی راپیداکیږي هغه ټول له ډیرکوچني نه نیولې ترډیرلوي پورې مونږجوړه وو،خومونږ…مونږاوتاسې دژوندانه دټولونعمتونونه محروم، بې برخې اووږي تږي ګرځو. زمونږدلاسونوپه ګټه وټه څو مفتخواره اودهغوی دسترګوتورلکه دژوروپه شان څربیږي.

  ترڅوپورې چې مونږاوتاسې سره یوموټی او متحد نه شو، ترڅو پو رې چې دنوي وخت سره برابررابیدارنه شواو تر څوپورې چې دداسې بدبختیوریښې له بیخه و نه باسو، تر هغې به د خانانو،ملکانو،مالدارانواومفتخوروله خواپه خپل مال رټل کیږو،وهل کیږواوله انساني حقوقوبه محروم یاستو.

  شیرګل په فابریکه کې ښې زړه راښکونکې خبرې زده کړې وې»اوداکبري په مفکوره کې یې هم څه ناڅه تغیررا

وستلی ؤ. نواخیرکارونه شو،زړه یې راتنګ شواودپټي پولې ته راوختواوپه نیولي،خولږلوړشان اوازیې نارې کړې:څه په ډاګ کې خونه دي راشنه شوي؟تاسوته وایم یه ښځو!اخیر، مسلماني ده.اذان ویل کیږي.دخان صیب شړشم خودومره لوي دي چې ښه لوړسړی په کې دچاخبره ډوبیږي. دازما د غریبۍ کنۍ(ورکوټی پټی)ته موهم سترګې نه غړیږي؟په دې وارخوپه پټي کې دشړشمودبوټوپه راشوکولوبوختوښځود اکبري په خبروڅه چروت خراپ نه کړ،لیکین چې هغه بیالږ په غوسه شانې ورغږکړل چې: یه ښځوتاسوته وایم که چاته؟ نویوې لچرې  پلشتې غوندې ورته راغږکړ. ځه دخوارزویه! ته څه سپی یې. ته لا چادپټي خاوندکړی یې؟داخوزمونږدخان باباپټی دی.هغه مونږته ویلي چې شړشم ترې زرخلا ص کړئ چې دخپلې لویې اډۍ (لوي پټي)سره یې یوځای کړم.ته دغوایي زوي خو لکه چې ددې دپاره دلته سرراښکاره کوې چې زمونږمخونه ووینې، سترموبې ستره کوې اوحیاموبې حیاکوې. ددې خبرې سره راجګه شوه اودخان دبرجورې  کلاپه لورې یې ورچغې کړې.

  اکبری لا ددې پټي دپولې په سرحلق دلق وچې شونډې ولاړو،خودویرې اوغمونودچروتونوپه ټالونوکې ځنګیدو. کله کله به یې دسرنه خیرن «پکول» راجګ کړاودکیڼ لاس په دووګوتوبه یې سروګراوه اویابه یې لاندې شونډه په پاسنو غاښونووزبیښله. خړې جامې یې دتیرژمي لوږوتکې تورې کړې وې چې دغلموپه بوټوکې دمینځلوپه تمه تمه پې دورځو په ځای میاشتې اووښتې وې. دکمیس شاتنۍ ځولۍ یې سمه نیمه شلیدلې وه اوبیرته یې ورته زیړرنګې شان ټوټه ور ګنډلې وه . دواسکټ د پاسني مخ ټوټه چې شین رنګ یې درلود،سوری سوری اولاندینی استریې ترې ځای ځای سپین ښکاره کیدو.عمریې دومره نه و،خودسراوږیرې ویښتان یې سوچه سپین شوي وواودپاخه بوډاپه شان معلومیدو.کله کله به لا وټوخیدواودوینوډک خړاچکي (بلغم) به یې له خولې نه    وغورځول . پلاریې په نري رنځ(سل مرض ـ تبرکلوز) مړ شوی ؤ. موری یې هم په همدې رنځ له ژوندسره خدای پاماني کړې وه. دې هم په همدغه ناروغۍ اخته دی اوتر مرګه پورې ورځې شپې سباکوي.

  په پښویې څپلۍ نه وې نوځکه یې دپښورنګ دځمکې سره همرنګ شوی ؤ.لا دغمونونه ډک چروت یې خلاص شوی  نه وچې دخان نوکران ورته راورسیدل.خان خپلونوکرانواو دهقانانوته امرکړی وچې ځمکې ته یې پښه ونه رسیږي او زماترځایه پورې یې په هواراوړئ!

  اکبری دخان دبوسوپه یوه شړه کوټه کې دوه شپې او دوه ورځې وږی تږی په ستنه پورې تړل شوی و.په کومه ورځ چې یې راایله کړاودخان مخې ته یې راوستونودخان سام (روب)اودهشت ورباندې دومره زورورو چې په زړه کې یې ویل:خدایه هملته دې مړوای ،خوچې دخان مخې ته یې نه وی راوستلی.

  خان په تک سره کټ کې چې سورتوشک ورباندې غوړ یدلی ودوه غبرګوبالښتونوته تکیه وهلې وه. لویه ګیډه یې له وجودنه نیم متروړاندې وه. دومره لویه ګیډه چې داکبري غوندې په کې درې تنه ځایدل. دزنې لاندې ججورې اوکڅوړې یې ښکته راځنګیدلې وې. پنډاورمیږیې لکه د دیوال غوندې ښکاره کیدو.تکې تورې غټې غټې تسپې یې دوه دوه غبرګې اړولې.نوره ږیره یې پاکه خروله ،خوپه زنه باندې یې یوڅوویښتان ولاړوو.داکبري دپلارهمزولی و، لیکین اکبری ترې اوس زوړښکاره کیدو.

  مخکې له دې چې خان په اکبری راغړمب کړي،زوی یې مخې ته راغی اوله هغه نه یې دقرض دراایستلوپوښتنه وکړه:هلکه شیرین جانه څنګه چل دې وکړ،څه قرض مرض دې بودکړکه نه؟

  شیرین: نه باباجي. چیناری خوډیرسخت ناروغه و. زه چې ورغلم نوهغه نیژدې وچې له خبروولویږي اوبیخي دګیپ کیدو(چوپ کیدوـ کوما)په حال و.فقط سترګې یې راته راو غړولې اوپه ډیر ټپ اوازیې راته وویل:

  شیرین جانه تاولې ځان راپه عذاب کړی دی؟خدای دې په ځوانۍ برکت کړه چې زماتپوس دې وکړ. زه دومره ناروغه نه یم. خدای دې خیردرکړي.

ماورته په ځواب کې وویل: کاکاجانه زه خوڅه ستاتپوس ته نه یم راغلی اونه مې ستادمرګ سره کومه سوداشته،خوزما له خپل مال سره سوداده. که ته مرې اوکه پاتې کیږې،خو چې زمونږقرض ډوب نه شي. زه په پورپسې راغلی یم په خپل پورپسې اورې که نه؟ نوهرڅه چې به مې ویل بس هیڅ غږغوږیې نه کاوه،لکه دیوال ته چې چغې وهې.په سترګویې رڼې رڼې اوښې راروانې وې اوښځې يې بیا له هغه نه ډیر

ژړل. بله چاره نه وه تش لاس ترې راروان شوم. پلاریې ورته نورغږ ونه کړ،خودایې ورته په بړیدوبړیدوکې وویل: اۍ دبې غیرته زویه ، ته په پورایستلوکې ډیر بیکاره یې!

  اوس دې نوخدای اکبري ته خیرکړي وارپه هغه راغی.بس نوخان صیب په اکبري داسې راګرم شوچې څه یې په خوله راتلل هغه ټول ردبد یې ورته وویل.دپلاراونیکه نه نیولې ان ترټولوخپلوخپلوانوپورې یې ورله دسپکوسپورواوکنځلو (ښکنځلو)په اوبوکې ولمبول.هغه دچاخبره جامې یې ورله واینځلې اوډانډس یې کړل. په دې وخت کې دخان په بړاري تڼاري دهغه دکوټې نه یوسوررنګی سړی دکورمنډو(بیدیا)ته راووت چې خپله سره ږیره یې تازه ګمنځ کړې وه اوله څټ نه اوږده ویښتان یې شاته اړولي وو. په څنګ کې ورسره یو غټ کتاب اوسپین سپین کاغذونه هم وو. سترګې یې په تورو رنجوداسې تورې کړې وې چې رانجه یې ترسترغلوپورې راښوی شوي وو.سپینې جامې یې په خپل زیړرنګي کتاني څادرکې ترپښوپورې پټې کړې وې. له سټې نه ښه پوخ سید و،خوپه دې وختونوکې دخان دجومات ملا اودخان په ملا مشهورو. دننه په کوټه کې یې دخان نوې ښځې ته چې څلور میاشتې مخکې یې واده کړې وه ، داولاددپیداکیدودم دوااو تعویزونه کول.هغه وخت چې ملا ،خان ته مخامخ لاندې په ټغرکیناستونودخان دخبرولکۍ یې ونیوله: «هلکه تاسوچې خدای په ګیډه نه مړوي همداسبب (لامل) دی چې دخدای دوستانوته سم نظرنه کوئ». که په خان صیب دخدای تعالی مهرباني نه وای شوې نودومره قدرت اومال دولت به له کومه وای؟دخان صیب تندی دجنتي دی.زمونږخان ډیرسخي سړی دی. خان صیب کله هم چاته په لږشي نه دی په قار شوی،خوتاقرآن وهلي به حتماًزیاته ګناه کړې وي.خان صیب ته الحمدالله خدای (ج) دومره زورورکړې دی چې هرڅه یې زړه وغواړي کولای یې شي. په تاسوخدای وهلودملایانواو ستانوقدرورک شوی دی، پیراوپیرخانې ته ښه نظرنه کوئ. دم تاویز(تعویذ)موهیرکړی دی.دسرخیرات نه ورکوئ.صدقه موهیره ده اوهمیشه دمال اوګیډې په غم کې ډوب یاستئ. دا هرڅه خوپه ځای پریده اخیردې اوس خان صیب ته هم په سپکه سترګه کتل شروع کړل.خان صیب دخپلې وریښمینې چپنې یوطرف پلوپه خپله کیڼه اوږه رااوچت کړاوپه لږشان اوږده اوازیې وویل:

  ملاصیب پلاریې زماپه کفن کې ښخ دی، دمورمړي ته یې ماکفن ورکړی.اوس چې په کې اوسیږي دغه کوریې هم زما دی.کوم ښه دي چې مادده سره نه دي کړي،خواوس دادنمک حرامه زوي

  ملاصیب چې دموضوع نه خبرشونودخان صیب په خبره  کې یې ورودنګل اودخبروجلویې ونیو:

  هلکه که داکاردې په یوه وخت اویوه زمانه کې زمادنیکه په مقابل کې کړی وی نوپه تابه یې داسې کانه کړې وای چې ټول خلک ورته حیران دریان وای. ډیرې دچپوژرندې به یې درباندې ګرځولې وای. زمانیکه چې په ټول وطن کې یې ښه نوم پریښی دی اودسیمې ټول خلک یې دزورورسید په نوم پیژني،ستاپه شان کسانوته به یې ډیره سخته جزاورکوله.هغه چې به دیوالونوته غږوکړنوپه حرکت به راتله . تاغوندې ګناهګاروته به یې جزاداوه چې دسپوسره به یې په جنګ اچول، خواوس به زه نورڅه ووایم

  خان کندل خان لومړی داکبري په جزأنه پوهیدوچې څرنګه جزاورکړي، خودملاصیب دسپودجنګولوخبره چې یې واوریده نوداکارورته ډیرغوره ښکاره شو. ولې چې خان فکروکړکه داسې وکړي نونوم به یې هم لکه دزورورسید په شان مشهورشي. بله داچې ټول دهقانان،مزدوران اوکلیوال به دا خبره  له یاده نه وباسي اوزما دکورنۍ په وړاندې به کله هم داسې سرتمبګي نه کوي.اوترټولویې لاداچې په هرځای کې به مې نوم د «زورورسید» په شان په «زورورخان» مشهورشي.                                                                                   

  خان صیب په ډیره خانتماتوګه مزدورانوته ورغږکړ:

  هلکانوورشئ زما«بتک»(دسپي نوم یې و)راایله کړئ!       هغوی چې څنګه له سپي نه ځنځیرلرې کړنودټکه یې په اکبري پسې راغروهل.

 »پای»

Door Guest