مناجات

ليکونکی فدامحمد نومير

لــويــه خــدايــه بـخـتور پــه  مـــوږ اخـــتــر کـــړې

را بــهــر مـــو د نــفــاق لــــه  ســــمـنــد ر  کـــړې

دواړه لاســـه مـــو اوچــت پــــه اســــتـدعــــــا  دي

کــور، کــهـــول څــه مـو نـوم ورک د مرورکـړ ې

څــو لاســونـــه د ورورۍ يـوو بـــل تــه ور کــــړو

بـخـتـــور اخـتـر پــه مـــوږ تــه بــخــتــــور کـــړې

فــکــر  او هـوش نــه مــو کـيــنـه اوبـغض وبـاسې

خـيـرن زړونه مــــو پـــه نــور را مــنــور کــــړې

د ورورئ مــيــنــه ، الـفـت راکــــې مـــيـنـځـوکـــي

اتـحـاد او اتــفـــاق مــــو يــوو پــــه زر  کـــــــــړې

د ولس  د ســـوکــا لــۍ  فـــکــــر، خـيـــا ل راکړې

پــه دې لار کـــي بـــرکــت  پـه ښـځـه ، نـر کــړې

چـي دا وران ، ويــجـاړ کـورګـۍ سره سنبا ل کــړو

ابــادي تــه د هـيـــــواد هــــر فـرد نــاظــــر کـــړې

ځـانــځــانــــي ، خـــود پـــــرسـتي نـه مـو وسـاتـــه

پــــه تـقـــوای کــــي مـــو اوچـت له قـلـندر کــــړې

د يـتــيـم ، کـــونـــډي ارمـان چـــي کـــړي ترســره

تـاج وتـخـت پــــه هــغــه کـس تـــه بـخـتـور کـــړې

تـــوپ اوټــانـک پـه خـپل قـدرت ايرې، اوبه کـړې

مـحـوه نـــوم تــه د کــمـزوري ، زورور کـــــــړې

چـــي ســو ســيال د سـيالـدارئ پــه دې دنـيـا کـــي

د ګــربـت پــه څـيـر عــطـا راتــه وزر کـــــــــړې

ســتا بــې دره بـــل درنــســتــه پــــه ژړا يــــــــــو

ســترڅـښتنه زمـا ولـس بـانـدي اخـــتـــر کــــــړې

متحده ايالات ، کلفورنيا . ۲۴ می ۱۹۹۳

اقتباس له : څڅيدلي ويني