د لوی خدای په نامه

جلالتماب ولسمشره، د کابينې محترمو غړو، ځوانانو او پېغلو!

السلام عليکم،

اجازه راکړئ چې د هغه نسل څو خبرې درته واوروم، چې انتخاب يې تاسې وئ. هفه ویښ او باشعوره ځوانان چې د خپلو سپېڅلو اهدافو د تحقق لپاره يې تاسې ته رايه درکړه. د وطن برخلیک یې تاسې ته و سپاره. هغه نسل چې خپل ټول ارمانونه يې تاسې پورې وتړل او تا ته يې د دې وطن د نجات ملايکه وويله.

درانه ولسمشره!

بښنه را ته کوئ، که خبرې مې ټولې د دربار او اقتدار له اصولو سره سمې نه اوسي. ځکه زه يو جګړه ځپلی نسل يم. د جګړې او ويرونو په ماحول کې د خبرو کولو چل را نه هېر شوی. نه پوهېږم له کومې يې شروع کړم، کوم درد و ژاړم او د کوم زخم درملنه درنه وغواړم. هغه ځوان چې عمر مې په غم او بم کې تېر شو. هغه ځوان چې لا هم د سولې په ارمان ژوند تېروم. پسې لالهانده يم، داسې لکه د يوې ورکې مينې په لټون چې را وتلی يم. هره ورځ مې همزولي وژل کېږي. سهار چې له کوره وځم، د ماښام تمه مې نه وي. دې بدمرغه جګړې پوخ کړم. له وخته مخکې يې هوښيار کړم. هغه هوښياري چې د وجدان په عذاب يې اخته کړي يو . ناراحته کړي يې يو. زه د زمکې په سره تبۍ ژوند کوم. ماضي مې له بدو خاطرو، وينو او دردونو ډکه ده. په راتلونکي مې يقين بايللی. يواځينۍ هيله او يواځينی څوک چې پرې ډاډه و، سوله به راولي. عدالت به تامين کړي. ته وې. ستا منشور و. ستا د تحول او تداوم ناره وه.

جلالتماب ولسمشره!

د دې جګړې او اوسني وضعيت تر ټولو ډېر زيان ځوانانو ته اوښتی. هره ورځ د ځوانانو وينې بهېږي او هره ورځ زمونږ په ارمانونو خاورې اوړي. سوله ستاسې د ټاکنيز کمپاين لوی شعار و. د سولې لپاره ستاسې اقدامات او مخلصانه هلې ځلې د قدردانۍ وړ دي. اوربند ستاسې د لوی جرات او سولې ته د ژمنتيا تر ټولو ستر ثبوت و. د سولې په لاره کې مونږ در سره يو او د سولې لپاره د هر اقدام هرکلی دې کوو. ننګه دې کوو. خو څو ټکو ته مو پام را اړوو:

د سولې لپاره تر ټولو مهمه دا ده چې طالبان په دې قانع شي، چې دوی دا جګړه نشي ګټلی او يا يې دا جګړه بايللی. کله چې جنګيالي په نظامي ډګر کې د برترۍ احساس کوي. کله چې هغوی دوه ځلي کندوز ته سقوط ورکوي، فراه نيسي او د غزني ښار ته اور اچولی شي. هغوی کله هم سوله نکوي. فکر کوي چې مونږ ګټونکي يو. دوه مياشتې مخکې په فسبوک د غزني خلکو چيغې وهلې، چې غزني سقوط کوي. خو هيچا اقدام ونکړ. خو نن د تمدن په هغه ښار اورونه بلېږي. همدا اوس هم سقوط دی او همدا اوس هم هلته خلک په دې وېره کې دي چې ماښام به څه کېږي. په نظامي ډګر کې دغسې غفلت او د استخباراتو دغسې ناکامي نور د زغملو او منلو وړ نه ده. په دفاعي سکتور کې د اصلاحاتو په تعقیب هيله ده د ملي امنيت اداره کې هم پراخ اصلاحات راولئ. ژمن، صادق او مسلکي خلک پکې وګمارئ. دغه رياست چې د افغانستان بقاء ور پورې تړلې د مجاهد زاده ګانو او نالوستو څخه خلاص کړئ. ځوانانو ته فرصت ورکړئ چې دغه اداره د استخباراتو په معاصرو کرښو و دروي او تر هر څه لومړی ورته افغانستان اوسي. ګوندي، ژبني او سمتي برخوردونه که په هره اداره کې کېږي، اداره فلجوي. خو که دا کارونه په ملي امنيت کې وشي، وطن تباه کوي.

مخکې مې وويل چې طالبان او جنګيالي يې د برترۍ احساس لري او فکر کوي چې ګټونکي دي. د دې يو تر ټولو ستر علت دا دی چې حکومت په رواني جګړه هيڅ پانګونه نه ده کړې. مونږ بايد شرافتمندانه اعتراف وکړو، چې په رواني جګړه کې پاتې راغلي یو. مونږ ونشو کولی چې خپلو سرتېرو ته هغسې چې لازمه ده انګېزه ورکړو او هغسې چې لازمه ده د خلکو همکاري جلب کړو. دوی ونشو کولی چې د حکومت لاسته راوړنو ته ښه انعکاس ورکړي. زمونږ ويندويان د خبريالانو رول ادا کوي او يواځې د معلوماتو په ورکړه او د خبرونو په خپرولو بسنه کوي. د حکومت په اوسنۍ تبلغياتي دستګاه نشئ کولی چې د خلکو زړونه وګټئ، د سرتېرو انګېزه و ساتئ او دښمن په رواني جګړه کې مات کړئ. شايد خبر به ياست چې افراطيت او متشدده ذهنيت ورځ تر بلې ريښې کوي. د کليو او ولسواليو په ځای اوس افراطي ذهنيت پوهنتونونو ته سرايت کړی. که د افراطي ذهنيت خلاف پراخه فکري او تبليغاتي مبارزه باندې کار ونشي او اوسنۍ تبليغاتي دستګاه بهتره نشي، تر فاجعې کمه نه ده.

له بده مرغه بايد ووايم چې دا حکومت د يوه قاطع اکثريت په ژبه نه پوهېږي. مونږ ونشو کولی چې د هلمند، اروزګان، زابل، فراه، نيمروز، غزني، ننګرهار او لوګري په ژبه وغږېږو. هغوی ته د دې نظام د حقانيت پيغام و رسوو او په دې يې وپوهوو چې دا حکومت ستاسې د فلاح او بهبود لپاره تر ټولو بهترين انتخاب دی. دا هغه حکومت دی چې د مشروعيت قباله د ولس ۸ مليونه رايې دي او د حرمينو امامانو يې د خدای له کوره د ملاتړ غږ پورته کړی. دا هغه حکومت دی چې ټولې نړۍ ديني علماوو يې ننګه وکړه. دا هغه حکومت او هغه ولسمشر دی چې د درې زرو سترو ديني عالمانو ‎، روحانيونو او مفتيانو فتوا له ځانه سره لري. د علماوو دومره بې سابقې حمايت په تېره يوه پېړۍ کې يوه حکومت هم نه درلود. خو د حکومت تبليغاتي دستګاه د دغه پيغام په رسولو کې پاتې راغلې.

له تېر اوربنده مونږ هغسې استفاده ونکړای شوه، څنګه چې لازمه وه. طالبان راغلل په ښارونو کې و ګرځېدل. خلکو ته يې تبليغ وکړ او لاړل. غوښتنه مو دا ده چې په دې اوربند کې داسې ونشي. دا اوربند بايد ښارونو، جوماتونو او عيدګاوو ته د راتلونکو طالبانو سرونه ور خلاص کړي. دا اوربند بايد د جګړې انګېزه ووژني. دا اوربند بايد طالب ته دا ور زده کړي، چې ستا مرمۍ په مسلمان لګېږي او ته هغه څوک وژنې چې همدا اوس ور سره په يوه جومات کې ناست يې. د هغه نظام مامور وژنې چې خدای، وطن، دنده يې شعار دی. د دې لپاره بايد حکومت ژبه پيدا کړي او اوسنی ګونګ حالت بايد نور دوام ونکړي. کنه خدای مکړه د ځوانانو د ذهنيتونو مغشوشېدل به وطن تر دې سترې فاجعې ته ټېل وهي.

درانه ولسمشره!

که څه هم تاسې کابو ډېرې لاسته راوړنې لرئ او هېواد مو له يوه بد بحراني وضعيت څخه يوه مسير ته برابر کړی. ګنګوسې او دسيسې مو ناکامې کړي او لږ تر لږه اوس د نظام د بقا سوال نه دی مطرح. ستاسې په علميت، وطندوستۍ او دې خاورې سره په خلوص څوک شک نشي کولی. دا منو چې ډېر کارونه مو وکړل. ډېرو ځوانانو ته مو فرصتونه برابر کړل او د واک د انتقال نسلي تغير مو را منځته کړ. خو دا کفايت نکوي او خلک راضي نه دي. ستاسې له څلور کلنې حکومتولۍ وروسته لا هم زمونږ په ژوند کې خاص تغير نه دی راغلی. سوله نه ده راغلې. بېکاري نه ده ختمه شوې او لا هم هره ورځ لښکر لښکر ځوانان د طالب او داعش ليکو ته ور روان دي. بې عدالتي نه ده ختمه شوې. د ښار تړلې کوڅې لا هم د زورواکو په لاس کې دي. لا هم د ښار په هره څنډه کې د شرف او عزت سړی د محلي زورواکانو له وېرې ګشت نشي کولی.

اصلاحات راغلي. د ځوانانو ګمارنې شوي. خو له دقته کار نه دی اخيستل شوی. د وطن هغه وچې شونډې او وږي ځوانان چې تاسې ته يې منډې وهلې او خپله ټوله هستې نېستي يې له تاسې ځار کړې. خوشاله نه دي. د هغوی حق مو داسې چا ته ورکړی چې د وطن په ژبه نه پوهېږي. د ولس نبض نه دی ور مالوم. د ۷۰٪ ځوانانو حق هم ۷۰٪ دی. خو د مليونونو ځوانانو برخليک سل تنو فلبرايټرانو ته سپارل شوی. هغوی چې مرګ و ژوند يې دې وطن ته وقف لا هم په تصاميمو کې نه دي شامل. د ځوانانو په نوم ځينې نهايت بې کفايته خلک ګمارل شوي دي. په داسې حال کې چې هر کال په زرګونو لسانس، په زرګونو ماستران او په سوونو ځوانان دوکتوراوې اخلي. خو لا هم ستاسې په کابينه کې داسې وزيران شتون لري چې زده کړې يې تر دولسم ټولګي ډېرې نه دي. دا د اصلاحاتو او حکومت په مخ تور داغ دی. هيله ده په اړه يې څېړنه وکړئ. زه اماده يم په فرصت کې همکاري در سره وکړم.

د تشويق برنامه د ځوانانو لپاره تر ټولو بهتره برنامه وه. خو خورا سرسري برخورد ورسره وشوه او د ځوانانو د استخدام دغه ملي برنامه ناکامه شوه. هماغه ناکام رئيس ته يې بيا تاسې د غازي ميربچه خان عالي مډال هم ورکړ.

د اداري اصلاحاتو د اوسني کميسون د استخدام پروسه ډېره زمان ګيره ده او د ځوانان ډېر وخت ضايع کوي. دوی حتا په يوه کال کې د معلمينو د استخدام چارې بشپړې نکړای شوې. هيله ده سرعت ورکړئ

.

د معارف وضعيت بدترين حالت ته رسېدلی. د ښوونځيو او پوهنتونونو نصاب بايد جدي پام وشي او په معاصرو کرښو اپډېټ شي. افغانستان شايد يواځينی هېواد اوسي چې پوهنتونونه يې د ريسرچ لپاره ځانګړې بوديجه نلري. هيله د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې بوديجه ورته ځانګړې کړئ.

درانه ولسمشره!

يو قاطع اکثريت لا هم له خپلو حقونو محروم دی. لا يې هم په حکومت کې شتون تر لس فيصده وا نه وښت. يو خاموش اکثريت د طالب د جبر او حکومت د بې عدالتۍ ښکار دی. جګړې ځپلی دی. ښوونځي يې تړلي دي. ولږه پرې حاکمه ده. کور يې ړنګ دی. ايا د دغو سيمو ځوانان به وکولی شي چې په کانکور کې هغسې نومرې واخلي لکه نور ځوانان چې د کابل په اماني، استقلال، حبيبيه او افغان ترک ښوونځي کې د درس ويلو فرصت لري؟ نه هيڅکله نشي. دوی جګړې د مقابلې او سيالۍ له ډګره ويستلي. هغه جګړه چې د دوی انتخاب نه دی. دوی يې قرباني دي. هيله ده د دغو سيمو ځوانانو ته فوق العاده مراعات ورکړل شي او له مثبت تبعيضه کار واخيستل شي. تر څو د جګړه ځپلو سيمو ځوانان پوهنتونو نو ته لاره مونده نکړي. په حکومتي تشکيلاتو کې ځان و نه ويني، نو سوله نشي راتللی. دا وطن ارام نشي موندلی.

تر کومې چې د عدالت د تامين خبره ده. په تېرو څلورو کالو کې تاسې وخت په وخت د زورواکانو او فاسدينو خلاف قدمونه پورته کړي. خو په تاسف سره بايد ووايم چې دغه ګامونه خورا زېګ زاګ او متزلزله و. د نن په تصميم سبا نه ياست درېدلي. تر ننه د زمکو د غاصبينو په وړاندې ګامونه پورته نشو . لا هم وخت شته. لا هم واک لرئ او لا هم ډېر څه کولی شئ. زمونږ ټولو غوښتنه همدا ده چې د زورواکانو خلاف په مبارزه کې بايد جدي ګامونه واخلئ او نور مونږ ته د غلو، جاسوسانو او فاسدينو له ظلمونو نجات راکړئ.

خدای دې هغه ورځ نه راولي، چې په خپل انتخاب پښېمانه شو او ووايو:

مونږ د شمعې زړونه په هوا پورې تړلي و

اه څه ارمانونه مو په تا پورې تړلي و