سوله د ورونو ترمینځ خیر او د سلا خبر ده

جنګ، تربګني ده جهالت دی د ریا خبر ده

دښمن د سولې تر نامه ځانله فرصت لټوي

نه د اخلاص نه انسانیت نه د رښتیا خبر ده

دا چې غلیم زمونږ د ژوند ټوله هستيٍ تباه کړه

صرف په ظاهره یې دوستي اود وفا خبر ده

دا څو لسیزې دي چې مونږ په نن سبا غولوي

په مونږ د ظلم ، قصاوت بې انتها خبر ده

ترڅو په خپله په ځان رحم نکړو نه رحمیـږو

سوله، یووالی، ورورګلوي د مدعا خبر ده

دا کوم ناتار چې مو په کلو اوبانډو تیریږي

دا د بې رحمه، پردي پالو نا روا خبر ده

راځئ چې خپلو کې یو موټی یو قوت شو سره

والصلح خیر کې ژوند د دین او دنیا خبر ده

Door Guest