په پرمختلـلې امریکا کې د «اَمیش» زړه ټـولنه

ډاکتر رحمت ربی ځـیرکیار

۷ سپتمبر ۲۰۱۸

پـه ۱۵۱۷م کې جرمن مـولوي مارتین لوتر د کاتولیک کلیسا په مقابل کې ۹۵

   اعـتـراضي  پـرېکـړې راووېـستلې او د «اعـتراضي اصلاحاتـو» په نوم نوې مذهـب (پروټېسټانـټیزم)رامېنځته شـو. د دغه نوي عیسوي مذهب یوه څانګه په سویس کې «اَنابپتیست» نومېدله. د دغې ډلې پلویانو نه غوښتل چې د عـیسوي کېدنې لپاره دې ماشوم ولـمبـول شي یا دې پـرې اوبــه تـوی شـي.[ماشـوم چـې وزېــږي، مسلمانان یې په غوږ کې اذان کوي].

د دې لپاره چې تعـقـیب نـشي، په ۱۷میلادي پېړۍ کې د یاکوب امان په مشرۍ یوه ډله امریکې ته کـډواله شوه. چا چې امان تعقـیب کړ، د «اَمیـش» په نوم یاد شول. اَمیش په دې عـقیده دي چې د هغوی دین او د ژوند طرز باید د یوبل سره تړلی وي. امیش ځانونه له فـردیت ګـرۍ نه لـرې ساتي. د کلي او ګاوڼـډ خلک د یوبل سره مرسته کوي.[ماته یې د پښتنو اَشر راپه زړه کړ].هغوې دولتي مرستې او بیمې نه مني، بلکې د خپلې ټولنې مرستې ته ډډه لګوي.

امیش ساده ژوند اوتواضع ته درناوی کوي،اوکوم مرکزي مقام [لکه خان،ملک] نه لري. له قدرت اوغـرور نه ډډه کوي. د اَمیش په فکر، خدای هغه مهال خوښ وي چې خلک د طبیعـت سره په توافق کار او ژوند وکړي او د څارویو غمخور وي. له نوو سهولتونو(موټر، برېښنا/برق، ټلفون،ټلویژن) نه ځانونه لـرې ساتي، خوداچې ټولنه زیانمنه نـکړي.

اَمیش درې ژبې استعـمالـوي: الماني لهجه په کور کې، لـوړه(معـتـبره) الماني په عبادت کې، او انګریزي د نورو خلکو سره. اَمیش واده په خپل مینځ کې کوي او لـه طلاقـو ډډه کوي. سوله یـیز اوکرهـڼـیـزانسانان دي. کورنۍ د ټولنې د زړه، د شخصي هویت او معنوي ژونـد مقام لري. د ټولنې خیر له سیالۍ نه لوړ ګڼي. له نوي مادي ژوند نه ځان لرې ساتي اوکړکېچونه په سوله ییزډول حل کوي.

امیش د بېړۍ سره اشنا دي او استعمالوي يې ځکه امریکې ته په بېـړۍ کې راغلي وو. له الوتکې نه ډډه کوي، خو داچې وضعه جدی وي. د موټر په ځای د پخوا په شان بګۍ چلـوي. خو په لرې سفـرونو کې اورګاړی او بس هم استعـمالوي. امیش

غټې ږیـرې لري او سوله دوست انسانان او زیاروېستونکي دي.

Charles River Editors, The Amish: The History and Legacy of one of America’s Oldest and Most Unique Communities. Create Space Independent Publishing Platform (February 2018).