محمدعیان «عیان»

هغه راته په پارسي ویل:«بذات اقدس قسم می خورم که مرا میکوشه».«په پاک ذات سوګند خورم چې ماوژني». د«خاد» دوزخي جاسوسي سازمان مې داسې سخت تعقیبوي چې په خپل کورکې شپه نه شم کولای؛ ځکه خونن شپه ستاسره ستا په کورکې تیروم.

هره شپه دبیل بیل ملګري یا خپلوانوکورونوته ځم اودخاد له سترګونه ځان پټوم. کورته چې احوال ولیږم نوهغوی راته په ځواب کې وایي چې دخاد قاتلین لکه دسترګودخار(اغزي) په شان زمونږ دوره مخې ته خوځي راځوځي.

*****

 هاشم «دقیق» دسمنګانودولایت اوسیدونکی چې ډیرهوښیار ، متین اودلوړاستعدادخاوندؤ. زیاته حوصله یې لرله اواوچته سویه.

 هغه وخت چې «دقیق» دصنعتي انستیتوت محصل ونوزما سره په یوه ګوندي کمیته کې تنظیم اوپه ګوندي کارونوکې زیات فعال ؤ. ریشتیاچې په ګوندي کارونوکې د خپل تخلص (دقیق) په شان ډیردقیق واودخلکودنیک مرغۍ په خاطریې زړوره مبازه کوله. زماپه وخت کې هیڅکله هم په ګوندي کمیټه کې ناسوب (غیرحاضر) شوی نه دی.

*****

دثورانقلاب نه وروسته یې په ښه لوړه چوکۍ خپلې کاروایانې ډیرپه صداقت سرته رسولې اود خپل افغان ولس دسوکالۍ او نیکمرغۍ په لاره کې یې خوږژوند وقف کړی ؤ.

 ددیارلس سوه اته پنځوسم( ۱۳۵۸)کال دورغمي په شپږمه چې روسانو زمونږهیواد ونیونوهاشم«دقیق» هم لکه د نورو زرګونوانډیوالانوپه څیریې د کورنیوچارووزارت ته پنایوړه.

هغه نورملکي مامورنه و؛ بلکې پولیسي ـ پوځي دریشي یې واغوستله چې په هغه وخت  کې ورته څارندویان ویل کیدل.

دڅه مودې خذ مت نه وروسته «دقیق» دڅارنوالۍ په برخه کې د لوړوزدکړودپاره شوروي اتحادته ولیږل شو. نوموړی اوس په مسکوکې دپوهنتون محصل اوهلته هم په ګوندي کارونوکې ډیرفعال ؤ. دده فعالیت لاهلته په مسکوکې د افغانستان دسفارت اودیوشمیرروسي استازانو(چې ارومروبه دکې جې بې غړي وو) دسترګواغزی شوی و؛ ځکه چې ده په افغانستان کې د «کې جې بې» د پلان دعملي کولود مفکورې سره مخالفت ښودو.د«کې جې بې»پلان داوچې افغانستان دشوروي اتحادشپاړسم جمهوریت وګڼل شي.

 په ټولګي کې به یې له استازانوډیرې پوښتنې کولې او ورسره ورسره به زیاتې نیوکې هم پې ورسرباری وې. دهغه وخت دافغانستان سفارت ، دکې جې بې افغان اوروسي څارګرودهغه نیوکې نه شوې زغملی، نودتحصیل لاره یې پې بنده کړه. له پوهنتون نه یې وویستواوافغانستان ته یې بیله دیپلومه تش لاس ورولیږو.

 دقیق راته په مسکوکې دافغانستان دسفارت دهغه مکتوب کاپي هم راښکاره کړه چې دی یې پې افغانستان ته راخارج کړی ؤ. ډیرافسوس مې ددقیق په استعدادوکړچې دڅارنوالۍ په برخه کې ترې ګټه وانه خستل شوه.

هغه راته داهم وویل چې زدکړې خوپه ځای پریده چې اوس مې په سلوکې سل دوژنې خطردی. خادیان داسې راپسې شاته شاته ګرځي لکه لیوني سپي اومرګ ځکه راته هره ورځ دروازه ټکوي چې: هغه نورخلقیان چې یې زماپه شان له شوروي نه دافغانستان دسفارت په مکتوب راویستلي دي اوس یې یوهم په دې دونیاکې نه شته. په غالب ګومان چې ټول یې دخاورو لاندې کړي دي. په هغوی پسې مې ډیرې پوښتنې او لټه وکړه، خود ټولوخپلوان یې وایې چې هیڅ پته یې نه لګیږي اوپه ژوندینې یې دبیا لیدوتمه هم نه لري.

 هاشم دقیق داخبره هم یاده کړه چې: زه مې خپلې کورنۍ دیوې جینۍ سره نوی نوماند(کوژدن) کړی یم اودهغې پیغلې برخه لیک ته هم حیران اوکړیږم چې څه وکړم؟ که اوس ترې بیلیږم خودجینۍ دکورنۍ دپاره شرم اوښه کارنه دی او که تې نه جداکیږم نوپوهیږم چې خاد مې وژني اوبیابه یو شمیرکسان هغې ته کونډه وایي. داراباندې هم یولوي مصیبت او زړه دردونکې فشاردی.

*****

مونږدواړودشپې ترناوخته پورې ډیرې اوږدې خبرې وکړې. هغه په ټولیزه توګه په مسکواوټول شوروي اتحادکې دګوند د دوه اړخونودایختلاپونو(اختلافونو)اوډول دول کړکیچونو، د دوی ترمینځ دبې باورۍ ، دروسي استازانودبې عدالتۍ اوهلته دمحصلانودژوندپه اړه مالومات راکړل.

ماډیرزیات ډاډورکړچې انشالله وژني به دې نه، خوله تحصیل نه یې محروم کړې.په یولړنورو اخوادیخواخبرو موهم سرونه ګنګس کړل اوچې شپه یې زمونږپه کورکې تیره کړه نوسهار وختي بلې خواته لاړو.

 افسوس اوډیرافسوس چې هاشم«دقیق» مې بیاهیڅکله ترننه پورې ونه لیدو. پوی(پوه) پې نه شوم چې څه به ورپیښ شوي وي؟ که وژلی یې وي نوپه څه ناخنوبه یې ترې سا ایستلې  وي اولاقبربه یې هم مالوم وي که نه ؟

دهغه یاد دې په خیروي، خویره : روسان هم ډیرپه شرمو شرمیدلي اوټیټ سرونه له افغانستان نه ووتل.

                        «پای»

دلیکلونیټه یې : ۱۳/۲/۲۰۱۸/ ــ ۲۴/۱۱/۱۳۹۶

 

Door Guest