لیکوال:ګریم سمیټ

ژباړن: وحید فقري

د افغانستان د چارو ځوان محقق او وتلی لیکوال ښاغلی ګرایمې سمیت د جنوري پر ۳۱ په (دي ګلوب اینډ مېل) کي لیکي کله چي زه د لومړي ځل لپاره د افغانستان د سولي لپاره هیلمن سوم، هله زه یو ځوان ژورنالسټ وم. زه د کاناډايي عسکرو سره یو ځای د پنجوايي په ولسوالۍ کي وم. هلته هغوی عملیات کول. کاناډايي عسکرو د توپ دونه زیاتي مرمۍ وډزولې چي زه ئې د څه وخت لپاره څه کوڼ کړی وم. کله چي د طالبانو پر ضد د ناټو قواوو همدا تهاجمي عملیات د ۲۰۰۶ په مني کي پای ته ورسېدل، زه بېرته پنجوايي ته ولاړم، څو د هغو مشرانو سره وګورم چي د طالبانو سره یې د خبرو کولو کوښښونه کول. هله د هغوی په منیځ کي یو راز خوشبیني موجوده وه، هغوی هڅه کوله چي د خپلو ارزان قیمته تیلفونو له لاري د طالبانو او دولتي مشرانو سره تماس ټینګ کړي. دې مشرانو باور لاره چي کېدای سي د طالبانو او حامد کرزي تر مینځ یوه مصالحه وسي، ځکه د کرز کلی فقط څو کیلومتره لیري پروت دئ. کله چي د پنجوايي یو مشر له یو طالب سره تیلفوني رخ سو، هغه ادعا کوله چي د ملا اختر منصور د ډلي په نماینده ګي خبري کوي. په ټیلفون کي طالب چارواکي وویل،«مشکل دا دئ چي کرزی، دار و دسته، او په حکومت کي ئې نور کسان طالبان په حکومت کي نه غواړي. ښايي دا څه وخت ونیسي: دوه،‌ درې، څلور کاله. خو همدا زموږ هدف دئ.» دې قومي مشرانو زما پر طرف په ځېر ځېر کتله. او د حال په ژبه ئې پوښتل: ایا خارجي قواوي به طالبان په حکومت ومني؟ البته زما لپاره د زیاتېدونکي جنګ په تناسب خبري کول یو ښه بدیل وو. د کلونو په جریان کي، موږ ټول غلط ثابت سوو. پدې تېرو څو کلونو کي څه د پاسه یو لک خلګ د جنګ ګوله سول. د افغانستان جنګ نن سبا په ګرده نړۍ کي تر ټولو خونړۍ جګړه ده. او تېر کال د سوریې او یمن د دواړو جنګونو په پرتله زیات خلک په کښې وژل سوي دي. د پنجوايي د سولي د ناکامه کېدو کیسه دا راته ښکاره کوي چي ولي د افغان جنګ دوامداره سو. بلخوا، دا مسله دا هم راته ښيي چي‌ ولي د طالبانو او امریکایانو تر منیځ وروستۍ خبري د موفقیت ښه چانس لري. امریکايي دپلوماتان ډاډه دي چي وروستیو مذاکراتو د یوې معاملې چوکاټ برابر کړی دئ، او ښايي ماهر او هوښیار دپلوماتان ئې د سولي په موافقې بدل کړي. څرګنده خبره ده چي ستونزمن مذاکرات لا په مخکي دي. د سولي چوکاټ صرف یو آغاز دئ. د دې موافقې ساتل او عملي کول به ډېر ګران وي. خو لدې سره سره عادي افغانان خوشبین دي، ځکه د سولي خبري په ملک کي د جنګ او مرګ ژوبلي د راکمېدو زیری له ځان سره لري، کوم چي آلان د هیواد په ګوټ ګوټ کي مخ پر زیاتېدو دئ. سوال دا دئ چي ولي سوله څو کاله پخوا را نه غله؟ د افغانستان د سولي جریان د تراژیدي او کامیډي یو ګډ داستان دئ. خو څرګنده خبره دا ده چي طالبانو په خپل موقف کي مهم بدلون نه دئ راوستی. د امریکا تشدد طالبان تسلمېدو ته مجبوره نه کړل. واقعیت دا دئ چي متحده ایالاتو کولای سوای چي دا راز معقولانه معامله حتی په ۲۰۰۶ کي هم وکړي،‌او یا حتی څه مخکي. امریکا باید خپل توقعات را کښته کړي وای: یعني امریکا کولای سوای چي پرته له سترو او ګڼو نظامي اډو څخه د تروریزم ضد خپل اهداف تر لاسه کړي. امریکا کولای سوای چي د افغان حکومت په برخه کي هم خپلي توقعات تعدیل کړي، او طالبان او د هغوی پلویان پکښې ور ګډ کړي. خو له بده مرغه، د امریکا او ناټو لپاره د یوې داسي لاري تصور مشکل ښکارېدی. د امریکا لپاره دا هم ستونزمنه وه چي د سولي لپاره کوښښ وکړي، ځکه په افغان حکومت کي د امریکا زیاترو ملګرو د جنګ په تداوم کي شخصي ګټي لرلې. د پنجوايي په کیسه کي، محلي مشران بالاخره پدې وتوانېدل چي د احمد ولي کرزي سره ملاقات وکړي. هله هغه په جنوبي افغانستان کي تر ټولو مقتدر کس وو. احمد ولي کرزی یو وخت په شیګاګو کي د یوه ستورانټ منېجر وو. کله چي هغه د پنجوايي مشران په خپلي جنګي کلا کي ملاقات کړل، هغه د افغانستان له شتمنو خلګو په جمله کي وو. د احمد ولي کرزي په مېلمستون کي به مدام زیات عارضان ناست ول. د هغه نوی او ځلانده بخت، باد راوړی ثروت، او په حکومت کي د هغه مقتدر مقام احمد ولي کرزی دېته اړ ایستی چي د طالبانو سره قدرت و نه وېشي. که چیري امریکا غوښتي وای، هغوی په اسانۍ سره دا کشفولای سوای چي طالبان داسي غوښتني لري چي عملي او پوره کېدلای سوای. طالبانو د خارجي قواوو وتل غوښتل. بلخوا، هغوی غوښتل چي طالبان نور ترورسټان و نه بلل سي، او دغه راز په حکومت کي یو نقش ولري. د طالبانو همدا درې واړه مطالبې همدااوس د مېز پر سر پرتې دئ،‌او ښايي نوري هم پر زیاتي سوي وي. څه چي ما د پنجوايي د حادثې په باره کي لا اوس هم زهېروي، هغه دا چي د کابل د حکومت هیڅ کس د دغه فرصت د ترلاسه کولو لپاره تلوسه نه لرله. هله پدې باب زما مقاله د اخبار پر اوله صفحه باندي خپره سوه. افغان حکومت دې مقالې ته لاسرسی لاره. پدې مقاله کي د ملا اختر منصور نوم ذکر سوی وو، هغه وروسته د طالبانو مشر سو. واقعیت دا دئ چي طالبانو مشر په پنجوايي کي ناست وو، او د کاناډایانو تر بمباريو لاندي ئې فعالیت کاوه. له بده مرغه د سولي همدا چانس د نورو فرصتونو په شان ضایع سو. پدې ترڅ کي، د ایتلافي قواوو په زرهاوو عسکر ووژل سول، د افغان امنیتي قواوو تلفات په لسهاوو زرو ته جګ سول. البته اوس د دې امکان سته چي د سولي لپاره دا وروستی چانس هم ضایع سي. خو دا کرت تفاوت دا دئ چي متحده ایالات او ملګري ئې د سولي په خبرو کي د خیر پر غونډۍ نه دي ناست. خلیلزاد راسا د طالبانو سره په مذاکراتو لګیا دئ. هغه په قطر کي له شپږ ورځني خبرو راوروسته اعلام وکړ چي د طالبانو سره یوې عمومي معاملې ته رسېدلی دئ. خلیلزاد دغه راز تاکید کوي چي طالبان باید یو اوربند اعلام کړي. دا به وروسته معلومه سي چي ایا امریکا به همدې معاملې ته وفاداره پاته سي او کنه،. او که به په تلوار له افغانستانه ووځي. د امریکايي عسکرو د وتلو پلان نامعلوم دئ، او ښايي دا ابهام عمدي وي. ځکه د افغان حاکمه طبقه ښايي هڅه وکړي چي همدا پروسه وځنډوي. هغوی نه غواړي چي د امریکا پیسې او نظامي مرستي باندي قطع سي. بلخوا، که چیري طالبان د دې احساس وکړي چي امریکایان هسي هم وځي، بیا به هغوی د مذاکراتو لپاره هیڅ محرک و نه لري. پدې پړاو کي، د امریکا ابهام ښايي رغنده وي. زیاتره خلګ دا اندېښنه لري چي که چیري طالبان په حکومت ور ګډ سي، څه به پېښه سي. د دې کار یو ښه والی دا دئ چي د کابل حکومت به د ګرده افغانستان نماینده ګي وکړي. کلیوالي خلګ به ځان په حکومت کي وویني. تېره میاشت د انتخاباتو کمیسیون د پارلماني انتخاباتو مقدماتي نتایج اعلام وکړ. یوازي ۳.۶ میلونه رايي اچول سوي وې، البته که چیري تقلب ترې حدف سي. دا خبر دا ښيي چي یوازي قریب شل فیصده د رایو واجدو کسانو برخه په کښې اخیستې وه. مانا افغانان په جهان کي تر ټولو کم په رایه اچولو کي برخه اخلي. د افغانانو نظریاتو ته باید پام وسي، ځکه خطرات بېخي ډېر دي. که چیري په دپلوماسۍ کي غلط ګام واخیستل سي، ښايي وطن یو ځل بیا داخلي جنګ ته سقوط سي. خو بیا هم پدې تېرو څو کلونو کي، دا د سولي لپاره تر ټولو ښه فرصت دئ. امریکایان د وتلو لپاره جدي دي،‌ او دا خبره د افغانستان او سیمي لپاره نوي افقونه پرانزي. په عین زمان کي دا د مذاکراتو لپاره نوی جدیت هم د ځان سره لري. کلونه کلونه پخوا، زه به په کندهار کي د کاناډايي دپلوماتانو سره په مجلس لګیا وم. موږ به د کندهار لیري پرتو غرونو ته کتل، او د یو بل څخه به مو پوښتل چي ایا داسي وخت به راسي چي موږ د سیاحانو په څېر دلته راسو، او هغه غرونو ته پورته سو. او یا د سولي راتګ دونه وځنډېږي چي زموږ زاړه زنګونه او هډوکي به موږ لدې خیال څخه راوګرځوي. کله نا کله زه دونه ناامیده سم چي ښايي هیڅکله پدې و نه توانېږم چي د هغو جګو هسکو غرونو له سر څخه د پنجوايي زرغونه باغونه ووینم. خو نن سبا، د دې ټولو خبرو سره سره، زه یو کرت بیا هیلمن او خوشبین یم. اصلې متن او سرچینه https://www.theglobeandmail.com/world/article-twelve-years-ago-i-saw-hope-for-peace-in-afghanistan-die-now-it/

Door Guest