ازادي ښه که اشغال؟

*****

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

ته اوخدای چې ریشتیا وایه په هرحال+ازادي ښه که اشغال ؟

*****

خوشال خان خټک داوایي + ازادي څومره ښه ستایي

چې ازادنه وې بندي یې + بند یتوب تا سره نه ښایي

: وایي چې

«آزادي ترباد شاهیه لاتیری کا+چې دبل ترحکم لاندې شي زندان شي»

لږ پندواخلئ له دې بیته دخوشال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

دمحمداکبر«خادم»بیان دی + اوهغه هرچاته عیان دی

ځنکدن کې لاهم خوښ په ازادۍ کې+   مریيتوب ورته دوزخ په دې جهان دی

: وایي

«نه کلونه دغلام په غلامۍ کې + نه ساعت دآزادۍ که ځنکـد ن وي»

ځان ښه پوی کړه ددارنګه خبروپه احوال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

داجمل خټک ویناده ورته ګوره+ښه خوږه هم په ریشتیاده ګرانه وروره

! څنګه ښه وایي په خپله زماوروره+غوږدې کیده ښکلی ګله ورته ګوره

«۱»

دیوملا نه مې تپوس وکړلو + ماوې ملاصیبه جنت به څه وي ؟

هغه په ګیډه لاس وهل ویل یې + تازه میوې اودشودورودونه

«۲»

خواکې کتاب ته یوطالب ناست ؤ+ ماوی چې ته به په کښې څه ووایې؟

دزلیخې کتاب یې بندغوندې کړو+وی چې«ښایسته حورې اوشنه خالونه»

«۳»

شیخ دتسبوامیل په لاس ولاړؤ + په خپله ږیره کې یې لاس وهلو

« ده پې راود نګل«نه داسې نه ده + ښکلي غِلْمان اوجنتي سرونه

«۴»

یوخان په لویه سجده پروت پاڅیدو+ماوی چې خان کاکا ستاڅه رایه ده؟

« خپله شمله یې  سموه ویل یې + «د سرواوسپینوعنبري کورونه

«۵»

خواکې یوستړی سیلیدو ولاړؤ + ماوی مزدوره ته جنت پیژنې؟

دخپل تندي خوله یې وچه کړله + وی چې«مړه ګیډه خواږه خوبونه»

«۶»

یولیونی غوندې په لارتیرید و+ ماوی چې یه فلسفي ! ته څه وایې ؟

« خپل ببرسریې ګروو ویل یې + « بس دانسان دخوشالوخوبونه

«۷»

مادې خپل زړه ته سرورښکته کړلو+ ده په اوتروسترګوبره کتل

دی سین آسمان ته غوریدوویل یې + ما اوریدل ترې دایوڅولفظونه

ویل یې: ای دلامکان خاونده! + په خپل مکان کې خپل اختیارجنت دی

« ګنې ددغه لیونتوب په نامه + که ناروي نار، که داروي دارجنت دی »

ازادي لکه جنت دی ښه یې واوره!+غلامي دژوندمحنت دی په بارباره

که جنت غواړې ازادشه له دې حال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

ابوالقاسم«لاهوتي»څه وای ازادۍ ته +     په کوم حق باندې قایل دی زندګۍ ته؟

ازادي اواستقلال دانسان ژوند دی + «لاهوتي»درته درکړی داسې پند دی

: داسې وایي

«زندګی اخرسراید بندګی درکارنیست +    بندګی ګرشرط باشد، زندګی درکارنیست »

باحقارت ګرببارد برسرت باران دُر +آسمان راګوبرو، بارندګی درکارنیست

زندګی آزادی انسان واستقلال اوست +بهرِآزادی جدل، بندګی درکارنیست »

«فارسی ګاپ زماکمپیوټرکې نه شته»

ښه په غورورته ځیرشه حقیقت دی+ازادي په ژوندانه کې لوي نعمت دی

چې ونه نښلې په بند کې دتورجال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

خان زمان«کاکړ»ته ګوره + درته چغې وئ په زوره

له غلامۍ نه یې زړه توردی+هریوبیت یې ډ ک له شوره

درته وایي چې:

امن لازم، امن حتمي ضرورت + دومره هم نه چې په زاریودې وي »

« امن په هرقیمت، خو داسې هم نه + چې په بدل دغلامیودې وي

+ کاکړنور، هم مخته درومي داسې وایي

  + دازادۍ حقیقت مومي، ښه یې ستایي

+ ډیرپاخه ویل یې کړي که یې ګورې

+ اودسکالوډیرژورتل ته دې بیایي

ښه یې ستایي ډیرپاخه ویل یې کړي که یې ګورې +اودسکالوډیرژورتل ته دې بیایي

! ورته غوږشه

ترازادۍ مخکې دامن غوښتل+ بیله واده لکه چې زوي غواړي څوک »

« هم په یوه ورځ یې ملاجوړول+هم په یوه ورځ یې لوي غواړي څوک

دامنیت لومړنی شرط ، ازادي + آرامي هله شته چې وي خپلواکي

اوچې واک درنه دبل وي نوبه تل درته جنجال+ ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

ارواښادملنګ جان څومره خوښه کړې+     ازادي یې له هرڅه مخکې نښه کړې

: وایي

«دفقیرملنګ جان دغومره بخت بس دی +  چې ازاددی په ازادوطن کې ګوروي»

: هو

ملنګ جان داسې ستایلی دی خپل بخت +    ته به وی چې پس له مرګه ناست په تخت

اوس دې خوښه له خپل زړه وکړه داسوال+ ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

اوداشاعردرکوي داسې ننګونه + غلامۍ نه کوي کرکه اوغندنه

څومره ښه یې دي ویلي ډیرپخوا+اوس په دې وخت یې دشعرکوه شننه

څه یې ویلي؟

«چې خازې شنې مې په قبروي ولاړې+که غلام مړیم راځئ توکړئ پې لاړې »

چي په خپلووینونه یم لمبید لی +په ما مه پلیتوئ دجومات غاړې

چې ټوټې ټوټې مې پوځ دغلیم نه کا(۱) +مورې ماپسې په کوم مخ به ته جاړې ۲

« یابه دابې ننګه ملک باغ عدن کړم +یابه کړم دپښتنوکوڅې ویجاړې »

« ــ «۱ـ ۲»نه پوهیږم چې شاعربه څنګه؟«کا» که«کړي»او«جاړي»که«ژآړي»

لیکلي وي.ماله یادونه لیکلی اوله  نیمې پیړۍ نه راپه دې خوا مې په مزغوکې پاتې

دی نوځکه مې په لیندکیوکې رانیولې دي. بښنه دې وي.

پیکر(فکر)وکړه چې ازادښه یې که غلام + یاخپلواکه،که یابل ته په سلام؟

که غلام وې نوپه مخ به دې تورشال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

اوداشاعرله خپلې خاورې نه قربان دی+    خپل وطن ورته له ټول جهانه ګران دی

څنګ ښه ښیي په دې شعرکې کمال+ ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

ورته غوږشه!چې څه وایي + پیکرکوم لورې ته بیاي؟

ورته ګوره! په ځیرځیر+ دوطن په مینه پایي

: وایي

«موټی خاورې دووطن به پې ورنه کړم+که په سرد ځمکې هروطن خُتن شي »

خپله خاوره به په خپلووینوپالم +که حاجت یې قرباني زمادتن شي

! که غلیم له مابری یوړومحبوبې ستاپړونی دې زمادتن کفن شي

«دامې هم له یادولیکلی دی»

وطن خوږاوازادي یي هم خوږه ده +که دبل په لاس کې واک وي، بیواکي ډیره ترخه ده

لږراویښ شه پروت ایروکې یې سورلال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

+ خوشال خان خوتاته غټ زړه درکوینه

  + په دوشمن دې لکه تندرغورځوینه

هغه ډیرپخواویلي + اودوشمنان یې لړزولي

څه یې ویلي؟

«لاتراوسه یې ماغزه په قرارنه دي+     چاچې ماسره وهلی سرپه سنګ دی »

لاپه خوب کې په لړزه پریوځي له کټه+چې دچاترغوږزمادتورې شرنګ دی

زړورچې دې وو واړه سترنیکونه+اوازادۍ دپاره یې تل کول جنګونه

نوته ولې دډارنوپه جاموکې یې سمبال+ ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

چي له هرڅه ورته ګرانه ازادي ده+اوله هرڅه ورته ستره داښادي ده

ځکه لوبه کې په لوړاوازسره وایي+ آزادي، آزادي، آزادي ده

څنګه لوبه وایي ؟

«بس له هرڅه راته ګرانه آزادي ده + آزادي، آزادي، آزادي»

سندرغاړی دملي رادیوتلویزون + ازادي لکه لیلا، دایې مجنون

اوشاعربه یې په زړه کې مالامال+ ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

خټک بیادرته نارې کړې + اوسرې سترګې یې بیاسرې کړې

دپنجاپ په جیل کې پروت ؤ + چغې جوړې له پنجرې کړې

: دآزادۍ چغې

«په دنیاکې ازاد اوسه ازاد مړشه +    زه پښتون یم دا زما د ژوند قانون دی

دپښتون دسوچه وینې نه پيدایم +    دغیرت په مسته خاوره مې ژوندون دی»

ژونداومرګ په ازادۍ کې ماته ګرانه +   وي پوره پوره خوښۍ کې ډیربیشانه

غیرتي ده ټوله خاوره دافغان +   په والله که ژوندقبول کړي غلامۍ کې سرګردانه

بس همدومره درته وایم چې خراپ دې نه کړې فال+   ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

محمود«نظري» وایي اشغال ته+داوسنۍ وضعې دې حال ته

  په تنظونواونیوکوجدوجهد کړي+ بیله ډاره یوڅه وایي شغال ته

«ددیموکراسۍ په ګوزولې، ولې پټوې اشغال؟»

ازادي خوازادي ده اودنیواک بل نوم دی اشغال

په «ګوزونو»چاساتلی استقلال؟ + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

! «الفت صیب ته، مې غوږکیده + نورې ښکته پورته پریده »

څومره ښه وینایې کړې + غلامي یې په امبورباندې سکونډلې

: وایي

«یوپټ غلی احساس دی چې آرام مې نه پریږدي+په اورمې کړوي لکه چې خام مې نه پریږدي

جرأت مې زیاتوي دومره په ځان یمه پوه شوی+غافل له خپله حقه اوغلام مې نه پریږدي»

دالفت صیب خودې واوریدوکلام +  اوس دې خوښه چې ازادښه، او که بل ته لاس په نام ؟

که یې نه منې نومخ به دې تک توراوپه تندي به دې تورخال+ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

«لایق هم درته لګیادی + په خوږه شان مشخولتیادی

دازادۍ په اړه وایي + څه چې وایي په ریشتیادی

نوڅه وایي؟

+ زړه خوهغه زړه وي چې جذبه دازادۍ لري

+سرخوهغه سروي چې هوا د سربازۍ لري

+ مټې هغه مټې چې توفیق د آبادۍ لري

+ زه هغه ملت یم چې ننګونه اومردۍ لري

+تندراوتوپان لري، بریښنااوتروګمۍ لري

+ جذبه دازادۍ چې زړه کې نه وي

+ څه په داسې زړه چې دوطن سرې مینه نه وي

+ تورکاڼی تې ښه دی په سینه کې چې یې پروت وي

+ فرق دغلامۍ اوازادۍ چې ورسره نه وي

خود به ترې ناراضه ولسونه اوذوالجلال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیاوایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

بل شاعرته ګوره چې دی څه وایي + زه خوداسې وایم چې ډیرښه وایي

بس ښه چې وایي، ښه وایې +څه چې یې په خوله راځي دزړه وایي

«ازادي خپلواکي زمونږحق دی + پښتون پلارمورراکړی سبق دی»

! ګوره

داسبق درنه هیرنه شي + ګوره وخت درنه تیرنه شي

چې وطن دې غلامۍ کې راګیرنه شي+     دمورپلاردانصیحت درنه هیرنه شي

نه به دې عزت اونه ناموس اونه دې مال+ ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

ته اوخدای چې ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

*****

دخیال کټوازي خوږې خبرې + ورته ځیرشه داسې دي لکه شکرې

څنګ ښه وایي ډیرپه زغرده + ازادۍ ته یې پییلې ملغلرې

څه وایي؟

«سپي په خپلوکې که څومره سره وران شي+

خوفقیرته بیا دټولوپیوستون دی

زویه ګوته په ماشه نیسه په لارې +

دهیواددآزادۍ په نوم موتلون دی »

چې وطن پې ازادیږي ترې قربان کړه سراومال+ ازادي ښه که اشغال؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال؟

خیال په بل ځای کې لابیاڅومره ښه وایي +  دازادۍ زیری لابیاڅومره ښه ستایي

ډیرژوردرته لګیا دی ښه یې واوره!+ ډیر په خونداودهنرپه ژبه وایي

بیاڅه وایي؟

«بیابه پسرلی شي میناګانې به راځي+

تورې شپې به لیږدي رڼا ګانې به راځي

روغې به شي بیادغه نوکارې دسیلیو+

څانګې به شي پیغلې نڅاګانې به راځي

بیابه دپردیوټپوسانوپوځ ووهي +

باغ ته دتوتیانو بلواګانې  به راځي»

اوکه دې پوځ پردی وواهه رضأبه لایزال+ ازادي ښه که اشغال؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال؟

اوخیال خولانورڅه هم وایي:

«مریدانویې اسرې ورته راوړې +   ددانې حریص په خپله دام کې ګیردی

چې زما دوطن واګې رانه غواړي+

ددې سرواوشنوغدیوڅه توپیردی »

خیال په پاس بیت کې لا څومره ښه ویلي +  سرې اوشنې غدۍ یې ښې پوره غند لي

په غدیوچې راغلي دې وطن ته + تباه شوي شرمیدلي بیرته تللي

نه شته په ننګونوکې افغان سره کوم سیال+ ازادي ښه که اشغال؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال؟

*****

دادامپراتوریودقبرستان خاوره + پاکه اوازاده د«امان»(۱) خاوره

هیڅ وخت تسلیم نه شوه یرغلګروته+داداحمدشاه اومیرویس خان خاوره

څومره جنتي اوغیرتي ده هرمهال + ازادي ښه که اشغال؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال؟

ته اوخدای چې ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال ؟

وایه وایه ریشتیا وایه په هرحال + ازادي ښه که اشغال؟

*****

(۱)دافغانستان دازادۍ اتل،باچا امان الله خان

ددې برخې

«پای»

یادونه:ــ

دالړۍ به دوام وکړي، خوشرط یې دادی چې دازادۍ په اړه نورشعرونه لاس ته راشي. که شاعران راسره مرسته وکړي اوخپل هغه شعرونه راواستوي چې دازادۍ په باره کې یې ویلې دي. ډیربه خوښ شم او مخکې له مخکې ورنه مننه کوم. که په ټول شعرکې یې یویادوه بیته هم دازادۍ په هکله وي کفایت کوي. که شاعرد هرې سیاسي عقیدې او مفکورې خاوندوي، شعریې په دې سلسله کې خپریږي. که شعرپه «دري یاپښتو» وي پروا نه لري. زمادایمیل ادرس ددې ویبپاڼې سره شته. افسوس کوم چې د یو شمیرنوروډیروښوښوشاعرانوکتابونه را سره نه شته که نه نود دوی شعرونه به مې هم دلته راوړي وای. ستاسو شعرونوته سترګې په لاره یم.مخکې له مخکې درنه مننه کوم. «پای»

«عیان»

Door Guest