محمدعیان عیان

میسټر ټرمپ ته

۱/۵/۱۳۹۸/ ــ ۲۳/۷/۲۰۱۹

دادوه تراڼې مې یوه، څومیاشتې دپاسه دولس کاله پخوا  اوبله لس کاله مخکې لیکلې وې، خوپه اینټرنیټ یا کومه بله خپرونه کې مې نه دي خپرې کړې.ما ویل ځه خوپه کومه خپله شعري ټولګه کې به یې چاپ کړم.

اوس چې دامریکاولسمشرمیسټردونالدټرمپ ددوشنبې په ورځ دچنګاښ په یودیرشمه نیټه دافغانستان په اړه د عمران خان سره په ناسته کې خبریالانوته په لاپوشاپو شخوندوهلی و نودادوه تراڼې یې ورله په ځواب کې خپروم:

دغودواړوله دې خبرونه خونداخیستلی چې ټرمپ پې شخوند وهلی دی.هغه لاپه کړې چې دافغانستان جګړه په یوه اونې کې ختمولای شي اوپه لسوورځوکې به افغانستان د  نړۍ له نخشې نه ورک کړي، خولس میلیونه انسانان په کې  مري نوداکارنه کوم. اپرین(افرین)په تاصنم!؟

دې غریبګوټي که دافغانستان دوه کرښې تاریخ هم لوستلای وای نوداسې لاپې به یې نه کولای.تاریخ خویې نه دی لوستلای چې نه دی لوستلای؛ بلکې په جغرافیاکې هم ړوند کوڼ دی.چې یوهیواددنخشې په یوڅنډه کې وي نودی دنخشې بلې څنډې ته ګوته نیسي.اوپه انګلسي ژبه دسمندري حیوان(ویلز)اوپه لویه برتانیه کې د(ویلزپرتې سیمې)سپیل هم غلطوي.عجیبه لاپوک؟

له دې ټولونه ورتیر، دیپلوماتیکې خبرې خویې بایدزده کړې وی.که په خپله یې نه شي زده کولی اوډیرغبي اوتنبل وي نومشاورینوسره دې لومړی طرحه اوبیادې میډیاته وړاندې کړي.ځکه چې دی خودخپل هیواددټولودیپلوماتانو مشراوغیرې دیپلوماتیکې خبرې خوورسره لازمې نه دي.

دغه دواړه، چې یویې زبیښاکګرسوداګراوبل یې کریکټي فعال دی اوله سیاست نه ناخبره دي، باید چې د افغانستان په اړه په احتیاط خولې وخوځوي؛ ځکه چې دلته یوعظیم ملت پروت دی،دلته یواځې طالبان نه دي، دلته«یو  نه تسلیمیدونکی ولس»په غورځنګونودی اوله ویاړه ډک تاریخ لري.که دافغانستان دوه درې کرښې تاریخ موله نظره تیرکړی وای نودرته مالومه شوې به وي چې داهیواد د امپراتوریو(امپراطوریو)هدیره ده. له سکندرنه نیولې … تر انګریزاوروس پوری ټولې همدلته خښې شوې دي.اوستاسود امریکایي امپراتورۍ سرته دې لاخیروي(!؟)ایله بیله که په تیښته لاهم ځان خلاص کړئ. ماورته دولس کاله پخواپه لومړنۍ تراڼه کې، په دوه بیتونوکې داسې ویلي وو:

چې په ګونډوشي دلته + نوشرمیدلې به ځي

چې په وتوشي کلـــه + نوځغلید لې به ځي

«۱»

«تراڼه»

افغان درته څه وایي ؟

*****

امریکا لویه بلا

*****

امریکاراغلــــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

ښکاره په زورراغلې + دچاپروانه لري

په کلي کورراغلـــــې + دچاپروانه لري

په ناروا راغلـــــــــې + زریې وباسئ خلکو

امریکاراغلـــــــــــې  + زریې وباسئ خلکو

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

زمونږپه خاوره باندې + څرګندتیری یې کړی

په غره هواره بـاندې + څرګندتیری یې کړی

ښه په سلاراغلــــــې + زریې وباسئ خلکو

امریکاراغلــــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

لویه بلا راغلــــــــې  + زریې وباسئ خلکو

*****

پریکړه یې کړې ده چې + دلته به پاتې وي تل

دایې پتیلې ده چــــــــې + دلته به پاتې وي تل(۱)

ډیره په تادا رغلـــــــې   + زریې وباسئ خلکو

امریکا راغلـــــــــې    + زریې وباسئ خلکو

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

په نړیوالـــــــه کچه + له ځمکني حقوقو

تیری یې وکـړوپه مونږ+ په انساني حقوقو

دکروز(۲) په شا راغلې + زریې وباسئ خلکو

امریکا راغلـــــــــې   + زریې وباسئ خلکو

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

زمونږپه عاموخلکو + همیش بمباردکوي دوی

په ډیر بد ناموسپیو + چټي ایتبارکوي دوی

ډیره په غوغا راغلې + زریې وباسئ خلکو

امریکا راغلـــــــــې  + زریې وباسئ خلکو

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

په ننګ ناموس اړنه ده+ وینې خوڅه کوې لا

دهیڅ  باور وړ نه ده  + وینې خوڅه کوې لا

سپیره«وبا» راغلــــې + زریې وباسئ خلکو

امریکاراغلــــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

چې په ګونډوشي دلته + نوشرمیدلې به ځي

چې په وتوشي کلـــه + نوځغلید لې به ځي

په خواست دچا راغلې؟+ زریې وباسئ خلکو

امریکاراغلــــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

*****

لویه بلاراغلــــــــــې + زریې وباسئ خلکو

او په ډینجقنا راغلې  + زریې وباسئ خلکو

«پای»

دلیکلونیټه یې: ۱۱/۷/۱۳۸۶/  ــ ۳/۱۰/۲۰۰۷

**********

(۱): په یوه لیکنه کې مې داسې ویلي وو: مااوریدلي چې امریکاپه افغانستان کې دپاتې کیدودپاره دوه پړاوه ټاکلي دي.یویې تردوه زره اوپینځه ویشتم کال پورې اوبل یې تردوه زره اوپنځوسم کال پورې.په هغه وخت کې مې لیکلي ووچې دلومړي پړاوتراخیره به ماغوندې کسان چې زما په منګ دي اودخپل وطن سره مینه وا ل اودسیاست سره هم علاقه لري،که په خپل وطن اویا په بهرنیوهیوادونوکې اوسیږي،نوداروپا،امریکا، استرالیا،نوروهیوادونواودوطن مږې به یې هډوکي وشپیلوي.تردوه زره پنځوسم کال پورې خوبه ددغه عمردافغانانوقبرونه هم څه ناڅه نړیدلي وي اوله افغانستان نه به یې دجنوبي کوریا،فارموسا(ټایپې)چین اوداسې نوروورته هیوادونوپه شان هیوادجوړکړی وي.دنوي کول(نسل)زیاته برخه به دامریکاحلال کړي چرګان وي.په یوه ویبپاڼه کې مې لوستلي دي، خودلیکوال نوم یې رانه هیردی چې دټایپې چین اوجنوبي کوریا میندې په دې انتظاروي چې کله به یې نوڼه دولس کلنۍ ته رسیږي چې دسوداګرۍ دټوکي(رخت)په څیریې امریکایانوته وړاندې کړي؟ افعانستان دې خدای پاک له دغسې حالت نه وساتي.امین. امریکا خوښایي هیڅکله ونه غواړي چې له افغانستان نه ووځي، خوکه په مقابل کې یې ولسي پاڅونونه اوغورځنګونه وجوشیدل نوبیابه خړې سترګې روانه وي.ــ اوسنۍ یادونه مې دادده چې که پوځ یې ووځي اواستخبارات یې پاتې شي نوبیاهم نه ده وتلې.

(۲): کروزیوډول توغندي دي چې په افغانستان باندې په لومړي وخت کې دامریکایانوله خوااستعمال شول.داراکیټونه دغروپه دروکې الوتنه

کولای شي اوله غرونو،غونډیواوکمرونونه ځان بچولای شي. اوس اوس نن سباخود «ډرون الوتکو» نه دغه ډول کاراخیستل کیږي.   «پای»

******

«۲»

«تراڼه»

افغان درته داوایي

*****

ماته هم افغان وایي

*****

تابم (۱) په ګونډوکړم ای ظالمه اشغالګره+

ما ته هم افغان وایي ـ ماته هم افغان وایي

څوک چې په دې خاوره بلوسید لي دي +

ډیرزیات شرمیدلي کورته تللي دي+

یاخوددوزخ لمبووهلي اوسیزلي دي+

سربه مې ټیټ نه شي غرونه،دښتې ټول جهان وایي

ما ته هم افغان وایي ماته هم افغان وایي

+دلته دچنګیزاوهلا کواوګوډتیمورکیسې

+دلته «دپردیو»اومغولواوسکندرکیسې

+څه چې تیرې شوي دي د شراود ضررکیسې

ټولوته مالومې، لاندې ځمکه پاس آسمان وایي

ما ته هم افغان وایي ماته هم افغان وایي

دلته انګریزانوپتلونونه زیړلړلي وو+

څوځله راغلي اوبیا بیرته تښتیدلي وو+

ډیرد«خوردکابل»او«لته بند»لارې خوړلې وو+

پاڼې دتاریخ داګواهي په هرزمان وایي

ما ته هم افغان وایي ماته هم افغان وایي

+روس خوسرترپایه ټول تباشوهم

+دلته چې رسواشونوپه شا شوهم

+هریوهیوادبیل بیل ترې جداشوهم

ځکه ورته خلک دروسانوګورستان وایي

ما ته هم افغان وایي ماته هم افغان وایي

+ستااشغال به هم دلته ناکام شي نور

+ټول امپریالیزم به بدنام شي نور

+هرامریکایی به دې سرسام شي نور

مستې مستې مستې تراڼې ځکه«عیان»وایي

ما ته هم افغان وایي ماته هم افغان وایي

ما ته هم افغان وایي ماته هم افغان وایي

(۱) : تابم = تابه هم

*****                         «پای»

:یادونه

په دې تراڼه کې راته زیاتې کلیمې اوعبارتونه ډیرعام ښکاري، خوما له کوم مشخص اوټاکلي کتاب،راډیواویاله کومې بلې منبع نه مخامخ نه دي راخستلي.په روغتون کې زمونږ دیوه ناروغ دعملیاتوپه وخت کې په انتظارخانه کې ناست وم اوله یادومې لیکلې ده. که دچاکلمې،عبارت اویابیت مې رانقل کړی وي بښنه غواړم.

«پای»

دلیکلونیټه یې: ۹/۱۲/۲۰۰۸/ ــ ۱۹/۹/۱۳۸۷

Door Guest