لیکوال: سید امین مجاهد
دنن نه شا اوخوا اته کاله دمخه کله چې زما اودماکیک هزاره ترمنځ یوه ستونزه پيداشوه اوکرزی په موضوع باندې له پوهیدو پرته دماکیک دخوشالیدو په موخه دهغه خوا ونیوله اوزه یی د دندې نه په غیرقانونی توګه دټولواداری اوعلمی اصولوخلاف ګوښه کړم،نوپه ملی رادیوتلویزیون کې زما دګوښه کیدو دخبرترخپراوی یوه ورځ وروسته ،دژوندون تلویزیون ګردی میزته ددی موضوع دوضاحت په غرض دعوت شوم.
کله چې تلویزیون ته لاړم نوترمامخکې هلته دهمدې موضوع دبحث په غرض ښاغلی داکترصیب پښتونیار ،ارواښادولسمل اوپه غالب ګومان چې دقیق مې په یادندی دپوهنتون استاذښاغلی طوطاخیل هم دعوت شوی وو،اوپه سټو‌‌‌‌‌‌ډيوکې ناست وو
داکترصیب پښتونیار اوطوطاخیل صیب په ‌‌‌‌‌‌ډيره میړانه دموضوع تیاره ګوټونه روښانه اوزما ددریځ نه ملاتړ وکړ،چې زه ددوی په هکله ‌‌‌‌‌‌ډيره تبصره نکوم ځکه چې دوی الحمدولله ژوندی دی،خدای دې تل خوشاله اوسوکاله .لری
خودمرحوم ولسمل يوه خاطره یادوم
کله چې دمرحوم ولسمل نه پوښنته وشوه چې:محترم ولسمل صیب ستاسوپه اند دکرزی داعمل چې دښاغلی مجاهددلیکل شوی کتاب دعلمی ارزونې اودڅارنوالۍ دپریکړې پرته څرنګه ارزیابی کوۍ؟!
مرحوم ولسمل په خندانه خوله جواب ورکړ:کرزی خولاڅه چې دنوموړی پلار ،چې په معین احدخان مشهور و،هم همداسې سپين سترګی اولاسپوڅی انسان و
ارواښادولسمل زیاته کړه:دمرحوم میوندوال دصدارت په وخت کې زماجریده دیوې سیاسی موضوع دخپریدوله وجې بنده شوه.کله چې زه خبرشوم نودجریدې دازادولو په غرض دولسی جرګې څه وکیلان چې ماپيژندل،هغوته لاړم چې دجریدې په ازادولوکې راسره مرسته وکړی .ټولو وکیلانوته چې لاړم ،ټولوپه ورین تندی راته دمرستې لاس راوغزاوه،خویواځې دکرزی پلار دردجواب راکړ اوزیاته یی کړه:زه معذرت غواړم هیڅ مرسته درسره نشم کولی!
ولې دې داسې مطلب خپراوه چې دافغانستان اوپاکستان مناسباتوته زیان رسوی؟ زه داکارنشم کولی ا
ترې روسخت شوم
سباچې وکیلانودصدراعظم ددفترسره تماس ونیو او وخت یی تری واخست نو په ټاکلی وخت دصدراعظم دفترته لاړو اونوموړی ته موقناعت ورکړاوجریده بیرته ازاده شوه
میوندوال صیب دفترته امروکړچې دمحترمو وکیل صیبانو نومونه یاداشت کړه اوپه خبرکې دامساله ذکرکړه چې نوموړی جریده چې دنشراتودپالیسۍ دنه رعایت له وجې بنده شوې وه،ددغه مخورو وکیلانوپه په منځګړیتوب،ژمنه اوسپارښتنه بیرته ازاده شوه
نوموړی زیاته کړه پاکستان خوزمونږ ګاوڼ‌‌‌‌‌‌ډی هیواد دی،پالیسی خوبه ورسره کوو
کله چې معین صیب عبدالاحدخان ددې نه خبرشو چې جریده ازاده شوه اوهغه وکیلان چې محترم میوندوال صیب ته تللی دشپې خبرونوکې ېې نوم اخستل کیږی،نوسمدستی ېې ماته تلیفون وکړاوغوښتنه یی وکړه چې :ولسمل صیب که مهربانی وکړی اوپه دغه لست کې دصدارت دفترته زما نوم هم ورکړۍنوخوشاله به شم
ماورته وویل معین صیب تاسوخومخالفت کاوه اوماتهردجواب راکړا راسره لاړ نشوۍ ،نوڅنګه ستاسونوم ورکړ؟ ښاغلی کرزی زیاته کړه :ولسمل صیب هیله کوم دې شیانوپسې مه ګرځه اخرزه یومعین یم اولازمه ده چې زما نوم هم په دې لیست کې وی،خوماورسره ونه منله.
ښاغلی ولسمل په ‌‌‌‌‌‌ډيره میړانه زمانه په ګردی میز کې دفاع وکړه نوځکه خو وایم:
ای میړنی اوپه هیواداوخلکومئن انسانه،جنتونه دې نصیب اوقبردې روښانه.
اړوندانو،لیکوالانو اوژورنالستانوته دې عظیم اجراوجمیل صبرغواړم .

Door Guest