محمدعیان«عیان»

لنډه کیسه:
هندی جنرال
*****
۱ـ د سرسریادونه:
دادهندي اوپاکستاني جنرالانودواړه کیسې مې په یووخت کې لیکلې وې چې دپاکستاني جنرال کیسه مې څوکاله پخوا په ویب پاڼوکې خپره کړه اوپه هغې کې مې پاکستان اوپاکستاني جنرالان ښه په مړه خیټه ډانډس کړي وو.په هغه کیسه کې مې وعده کړې وه چې دهندي جنرال کیسه به هم خپروم لیکین په هغه وخت کې مې په ویبپاڼوکې ځکه خپره نه کړه چې په دغې وختونو کې دهندددوستۍ اومرستوخبرې ډیرې وې. ماویل داسې نه چې په یوشمیر کسانوبده ونه لګیږي؛ نوپه هغه وخت کې یې له خپریدانه تیرشوم اودځان سره مې پریکړه وکړه چې د خپلولنډو کیسوپه کومه ټولګه کې به یې خپره کړم.
*****
اوس اوس نن سباچې د«پاني پت»دفلم یواځې اعلان زمونږدخلکو احساسات راپارولي دي، که څه هم لافلم نه دی خپورشوی؛ نوافغان لیکوالواومؤرخینوورته په پخوتاریخي لاسوندونوغبرګون ښودلی دی.
مؤرخینواولیکوالوثابته کړې چې احمدشاه بابا یرغلګرنه؛ بلکې دهند د مظلومو ولسونو،علیمانواونوروښوخلکوپه بلنه هلته ورغلې اودهغوی د دفاع دپاره یې دومره لویې قربانۍ ورکړې وې چې زرګونه افغانان په کې تباشوي دي.
بس نوتاسره خدای په نیکۍ مل شه ماهم فیصله وکړه چې ددغوتاریخ پوهانواو لیکوالودکاروان ملاتړپه همدې کیسه وکړم.
*****
هندي لیکوالان، کیسه لیکونکي،مؤرخین اوفلم جوړوونکي چې ځان ته داحق ورکوي چې زمونږمشران اوپخې سټې سکونډي اوځانونه مستقل ګڼي؛ نومونږهم حق لروچې دازادولیکوالوپه توګه دهندیانو، پاکستانیانو، ایرانیانوروسانواونورودغه ډول لیکوالوسکونډنواو سپکاویوته خپل برحقه عکس العمل ښکاره ګړو. «ددې یادونې پای ـ ۲۸/۱۱/۲۰۱۹ ـ ۷/۹/۱۳۹۸»
*****
۲ـ دکیسې نه مخکې دجمال خان ټولنیزې اوسیاسي خبرې:
جمال خان راته نن بیا لکه دپاکستاني جنرال دکیسې په شان، دهندي جنرال دکیسې نه مخکې په سیاسي اوټولنیزو خبرو لګیا شو.هغه ویل:
دسیاست استازراته ویلي ووچې: په اسیا کې لومړۍ درجه دیموکراسي په هندوستان کې اودویمه یې په اسراییلوکې ده.
سره ددې چې داسراییلودیموکراسۍ ته اریان(حیران) شوم، خوومې منله چې وي به . هلته کیدای شي چې دقلم اوبیان ازادي وجودولري، لیکین مونږترې تراوسه خبرنه وو.ځکه مونږیواځې داسې پوهول شوي ووچې اسراییل یوپوځي هیواد، د امریکې نظامي اډه اودعربي هیوادونوپه زړه کې د سرطان دانه ده. داخبرې خوبه ریشتیاوي، خووایي چې داسیا ددویمې درجې دیموکراسي په کې چلیږي.
داچې«هندیې راته ددیموکراسۍ دلومړۍ پوړۍ څښتن را ماریپي(معرفي)کړ»نوزه دیوې خوانه په دې خوشاله شوم چې په هندکې اودهند په اړه زماقلم هم ازاددی اودبلې خوانه په دې وخت کې زه دهند اوایندوانو (هندوانو)په باره کې د وړوکتوب پیرته وروالوتم اوتیریادونه مې راپه یادشول.
*****
جمال خان راته کړل(ویل یې):
زمونږپه کلي کې دایندوانواوسیکانوڅوکورنۍ اوسیدلې. هغوی دهنددویش نه وروسته له پیښوره دازادوقبایلوسیمې ته راپورته شوي وواوهلته یې څوکاله ژوندکړی و. بیا له هغه ځایه داستعماردتش په نامه کرښې(ډیورنډ) نه راووښتلي وو چې زمونږپه کلي کې یې ددیره کیدوسره سم دوکانونه او نورې بوختیاوې پیدا کړې وې.هغوی اوس دلته داسې وولکه د پیړیوپیړیوراهیسې چې همدې کلي کې پیداشوي اواوسیدلي وي. دکلي خلکوورته ډیر درناوی کاوه. دوی هم زمونږپه ټولودودونواومراسموکې ځا نونه شریک ګڼل. نوررواجونه خولا څه کړې چې حتاّ فا تحې ته به جومات ته ورتلل اوهلته به قرآن کریم هم قرأت کیدو.
*****
«ارنام سینګ»چې ددغوکورنیوله مینځه دیوې کورنۍ یواځینی بچی و، زما دوړوکتوب ښه ملګری هم و. دورځونه یوه ورځ هغه زمونږدکلي دجومات لاندې دپشکال دموسم په وخت کې دکونړ په سیند کې په یوه لوي غونډ(بش) ناست و. یولاس یې په اوبوکې خړه پاوه اوپه بل لاس یې بش نیولی و. زه چې دسیندغاړې ته اوبیادغونډهغه سرته نیژدې شوم چې دوچې سره لګیدلی و نوپه دې وخت کې ترې ارنام سینګ سین ته وغورځیدو، دغونډ دابل سردوچې غاړې نه ډیرلرې داوبوپه منځ کې و.هلته په اوبوکې پښې نه لګیدې او یوډیرژورډب و. ډب خوځکه جوړشوی وچې دهمدې غونډ په خواکې داوبودزوردبچولودپاره پخه ترړه(باره)جوړه شوې وه. هرماشوم چې ددغې ترړې نه اوبواړولی بیا ژوندی نه دی پا تې شوی.
که ارنام سینګ دوه درې متره په اوبوکې همداسې غوپه تللای وی نوبیا یې په ولا که دژوند څکه لاهم کړې وی. ما ورمنډه کړل اودسینما دفلم غوندې«دسینما فلم مې لاتردې عمره نه ولیدلی»چې نورټول ډوب و، خویواځې منګول یې ښکاره کیدله، لاس مې ورواچاوه اومړوندمې ورله ټینګ ونیو.هغه مې بش ته راجګ کړ، خویره په دې پوه نه شوم چې خدای پاک څنګه ماته داقوت راکړچې په دومره اسانۍ سره یې راپورته کړم؟ په را پورته کولوکې دالله په فضل اوبوهم راسره مرسته وکړه. ارنام په لمدوجاموکې چې اوبه ترې څڅیدلې په ژړا ژړا کورته لاړو.وروسته یې ویلې چې کله غوپه وم نو، نورپه ځان نه پوهیدم، خوپه غوږونوکې مې دسین داوبو شنګاری اوریدل کیدو.
*****
څوورځې وروسته زه دخپلې کروندې لاندې دسین په غاړه په ما نځه ولاړوم. په مونځ کې تیروتلم نوبیرته مې زر سلام وګر ځاوه چې بیا له سره نیت وتړم. په دې وخت کې مې په یوه ډله ایندوانوـ سیکانوسترګې ولګیدې چې زما په لوررا روان وو. په زړه کې مې وویل شکردی خدایه چې په مانځه کې غلط شوم اوکه نه نودې ایندوانوبه ددې اوچت کانکر (دکاڼو،ګټواوشګوکلک پانډ) نه سیندته ټیل وهلی وی. د هغه سیندنه د جاموسره راوتل زما غوندې واړه هلک ته ګران کاراوحتاّ ناممکن و؛ که څه هم لامبومې ښه زده وه.
هغوی دعمومی لارې نه زما په طرف راوګرځیدل چې په ما نورهم پري راغلل اوویره مې ډیره شوه. ما یواځې داپیکر (فکر) کاوه چې هغوی کاپیران(کافران) دي اوزه یې په لمانځه په ځانله ځای کې ولیدلم نوکیدای شي چې خطره را ته راپیښه کړي. دارنام سینګ پلار«سنګت سینګ» چې زوی یې زما ملګری هم و، رانه پوښتنه وکړه:« دازمونږ هلک تا له سینده راایستلی و»؟ ماویل هو. بس هغه هم دټکه یوغیران چې دوه ټنګې وې تیرې راوارتولې. زه نوډیرزیات ځکه خوشاله شوم چې یوراته ځاني زیان ونه رسیدواوبل مې یوغیران هم وګټو. که دارنام سینګ په اوبوکې سا وتلې وی نویوخوبه دسنګت سینګ یواځینی زوی مړوی اوبل به یې ډیرې بې حسابه پیسې لګیدلې وی. ښه شوچې په یوغیران خلاص شو.

*****
هغوی ډیرکلونه په همدې کلي اویوزیات شمیریې دکونړپه مرکز(دمکلي ــ اوسنی اسداباد ــ چې ماورته د«جمال ښار» نوم خوښ کړی دی) کې اوسیدل. دازمونږدکلي ایندوان ورو ورو جلال اباد ته کډه شول اوهلته یې دځان دپاره دوکانونه هم واخیستل. هلته هغوی په دې خوښ ووچې خپل مذهبي ځای (درمسال)ته هم نیژدې شول.ځینې ځینې یې بیا کابل ته لاړل اوپه وروسته کې ان هندته ورسیدل چې ارنام سینګ هم اوس هلته په هند کې اوسیږي.
*****
له هغه وخته بیا ترننه پورې مې دایندوانواوهندسره ډیره مینه وه. هندراته دویم کورښکاره کیدو.تل مې دهند سیپتونه اوریدلي وو.دهندنوم راباندې ډیرخوږلګیدواوچې وروسته مې په هندي فلمونوکې ولیدونوفلمونه خوپه ځای پریده چې د هغوسروګلونوسره مې ورله زیاته مینه درلوده چې دکال اته میاشتې ګل وي.کله کله به مې زړه کې ویل چې داګلونې به ښایي هندیان اسې دفلم دپاره جوړوي. لیکین کله چې په خپله هلته لاړم اوسرې ګلونې اونورې منظرې مې ولیدې نو له پخوانه مې ورسره مینه لاپسې زیاته شوه. سره ددې چې هلته دوړې، ماشي، ګرمي اودچاپیریال ګډوډۍ ډیرې وې، خو بیاهم په ټولیزه توګه مې هند ډیرخوښ شو.
دګاندي اودکانګرس دګونددازادۍ دمبارزوپه اړه مې هم څه ناڅه مالومات زیات شول. ددوی سره دخدایي خدمتګارو، فخرافغان اوشهیدصمدخان داړیکوپه باره کې مې سرخلاص شو.
*****
جمال خان راته خپلې ټولنیزې او سیاسي خبرې داسې پسې اوږدې کړې:
اوس چې زه ښه په مړه خیټه سپین ږیری شوی یم اوځینې پیښې مې دسرپه سترګوولیدلې نودهندپه اړه مې ټول پیکرونه اواندونه بدل شوي دي. زه اوس اوس هندته په بل نظرګورم. په هماغه نظرچې پخوابه مې پې پاکستان ته کتل.پاکستان مې دخپلې خاورې اوولس غټ دوشمن ګاڼه اوګڼم یې، خواوس پوه شوم چې هندهم دپاکستان نه کم نه دی.اوداځکه چې هغه هم لکه دپاکستان په شان د انګریزانو یوګوډاګی اولاس پوڅی هیواد دی. دیموکراسي یې هم کټه مټه دانګریزانو کاپي ده.په خوله اوقلم هرڅه ویل کیږي اولیکل کیږي، خوپه عمل کې هرڅه یواځې دپانګوالو،حکومتي چارواکواوجنرالانوپه ګټه وي. دا خبره سمه ده چې ددیموکراسۍ کاپي یې ورته را لیږدولې ده، خو، یره لومړی یې ورله دغواګانودغولامزونه آن ترهغې چې دشودوپه ځای یې وینې ترې ولوشلې اوبیایې ترې د خاورې یوه برخه د پاکستان په نوم یوه نوي جوړیدونکي هیوادته وروشوکوله.ددغه نوي هیوادد جوړیدو دپاره یې افغانستان هم وداړواوښه غوښنه برخه یې ترې بیله کړه اوپه میلاوټ یې ترې پاکستان جوړکړ.
*****
زه اوس په دې پوی شوی یم چې هنداوپاکستان دواړه د انګریزدټانګې د قیزه کړیو آسونوپه شان اویا هغه دپاکستاني جنرال د کیسې په بنسټ، دانګریزددوه تازیانودروزنې په څیرعیا رشوي دي (تازیان ورته نه وایو؛ بلکې دروزنې خبره یې کوو) چې د خاوند په امر ټوپونه وهي. که په ساده ژبه یې تکرارکړونوکه یو انګریز خپلوتازیانوته ووایي چې هلئ منډه کړئ دالرګی یا توپ راوړئ، زراوبوته ودانګئ، ودریږئ،څملئ،کینئ،وغاپئ او داسې نورڅه ورته ووایي نوتازیان ترې سرغړونه، نه کوي. همدارنګه دټانګې قیزه کړي آسونه هم دګاډیوان له چوکې (لښتې) نه اپلودیپلونه شي خوځیدای.اودوه غویان چې په یوه جغ کې یې غاړې بندې وي نودخاونددپاره ځمکه ییوه کوي،توخم کري،اوپټي ماله کوي،خوترجغ لاندې په خپل منځ کې کله کله(لکه دهنداو پاکستان په شان) ښکرونه هم سره جنګوي.
*****
انګریزانوله هندنه ځکه دوه هیوادونه جوړکړل چې په خپل منځ کې په سیا لۍ سره په یوه داسې پوځي ځواک بدل شي چې په پایله کې په اټومي قدرت اونوروپرمختللیووسلوسمبال وي.
که انګریز یواځې دهند په نامه«یوهیواد»ازادپریښی وی او تش په نامه ازادي یې ورکړې وای نوبیایې دشوروي اوچین په مقابل کې په یوه ذروي ځواک نه شوبدلولای.ارومروورته د نړۍ پام رااوښتو.
چې دوه هیوادونه یې ترې جوړکړل،ښه بانه یې جوړه شوه چې دادی دوی په خپل منځ کې دوشمنان دي نوځکه په سیالۍ وسلې جوړوي. په پاکستان خوتیګه کیده اوپه اړه یې دومره خبروته ضرورت نه شته. داهیوادخودنړۍ دجرمونو په لومړۍ یا دویمه درجه کې شمیرل شوی دی . لیکین هند هم دجرمونوځاله ده. که دنوروجرمونونه یې دیوې لازې (لحظې) دپاره سترګې پټې کړونوترټولولوی جرم یې دادی چې: په هغه هیوادکې یوماشوم دسرک په سرزیږیږي،هلته غټیږي،همدلته ژوندکوي،ددې سرک په سراوده کیږي،دلته ناروغه شي اوبیا دهمدې سرک په سرداوړي دګرمۍ له زوره اویادژمي دیخنۍ له کبله دژوند سره خدای پاماني وکړي، خوهند خپله زیاته شتمني په اتوم بمب اونورووسلو لګوي.ددې نه به بل لوي جنایت اوګونا کومه وي؟ څوک به ووایي چې هند داتومي بم سره سره دچین دګوزارتاب لري؟ هیڅکله هم نه. ښه نوبیا ولې دومره لګښت اوتاوان په اتوم بم ،اودخلکو دژوندسمون ته شا اړول؟ اصله خبره داده چې امریکا اوانګریزپې سیمه اوګاونډیان وګواښوي، نودهندد خوارغریب ولس شتمني په اتوم بم اونوروپرمخ تللیووسلو لګوي.
انګریزانو،هندیان(دټکسیلا،جیلم،مارګلۍ اواټک نه اخواته ټول هندیان دي) داسې ځپلي اوروزلي چې په خپل سرپه کې د راپاڅیدواوخبرې کولوروحیه مړه ده اوجرأت یې صفردی. ګاندي غریب که د زړه داخلاصه اویا دانګریزانوپه مشوره د ازادۍ دمبارزې دپاره بیرغ راجګ کړی و، خوانګریزانوهم ورووروله سیمې نه دوتوداسې لارلټوله چې دهند راتلونکي حکومتي سیستمونه تل ددوی داسارت په ځنځیرکې تړلي پراته وي. که دغه سیستمونه دهند په نامه وي اوکه دپاکستان په نوم. پاکستان یې دچین اوهندیې دشوروي په سوړو ورننویستل، خودواړو«مږې دباچا (انګلیس) دکورنیولې».
*****
جمال خان لګیادی سرخوځوي اووایي: یره یاره که ریشتیا درته ووایم نواوس مې له هند اودهنددټولې پخوانۍ خاورې اوحتاّ له ډیروخلکونه زړه داسې توردی لکه دهندوچې دکلمې مبارکې نه توروي. بیخي مې په هندیانوباورورک شوی دی. چې دهندي نوم واورم نوچل اوفریب(فراډ) مې سترګوته نیغ ودریږي.چې دهندي څیره اومونه ووینم نوپه زړه کې وایم په پیسواوګټې پسې مړه خوځیدونکي«ایندوان نه، هندیان یادوم اوزمونږ دهیوادهندوانوته درناوی». ډیری یې ډیربې باوره، بې اعتباره اوداسې انسانان چې ګټه یې درپه کې نه وي نویوقدم به هم په لاره درسره وانخلي. که یوهندی(دلوي هندخبره کوم) دې هرڅومره دوست اوخوږیاروي،خوچې ده ته په کې دزیان احتمال وي نوپه نیمه لارکې به دې پریږدي.
دګاندي کانګرس ګوندهم پښتنه ټولنه په نیمه لاره کې پری ښوده. سره ددې چې پښتانه دهغوی دازادۍ دپاره دځان او مال نه تیروو.دخان عبدالغفارخان،دسهیلي پښتنودمشرانواود یوشمیرنوروسیاستوالواولیکوالودیادونونه ثابتیږي چې دوی یې په نیمه لارکې پریښودلي دی.غفارخان ګاندي ته وویل: «تامونږه دلیوانوخولوته ورټیل وهلو!»
په راوروسته کې هم څوڅووارې دډیورنډدتش په نامه کرښې نه اخوا ته دمحکوم افغانستان دازادیدود شرایطوڅرک راځلیدلی و، خوهندیانوپې خپل غوږونه کاڼه کړي وو. ځکه چې انګریزانودافغانانود ځمکې ددغې محکومې برخې ازادي نه غوښتله.
جمال خان: یره یاره که دیوه پاړسي شعر په بنسټ درته وغږیږم نودهنددمنفي اړخونودلیکلودپاره درته که دسمندرپه اوبوګوتې لمدوم اوپاڼې شمارم بیاهم دااوبه به بسنه ونه کړي. لیکین داسې هم نه وایم چې دهندټول ولس خراپ دی.ولسونه هرچیرې چې وي ددرناوي وړاوښه خلک وي،خومتأسفانه د هنددولس په ځینوکسانوکې هم څه ناڅه نیمګړتیاوې شته او خراپ خلک په کې ډیر پیداکیږي.لامل یې په دغه ولس د انګریزي استعمارد اوږدې مودې نیواک دی.انګریزانوپه همداسې روحیه روزلي اودولس په لمن یې ورله هم تور داغونه ایښودلي دي.هغوی دغه ډول روزنه یوشمیرنورو مستعمروته هم ورکړې ده.
*****
داچې وایوپه هره ټولنه کې هم ښه اوهم ناښه خلک شته، نو کله کله په ډیره بده ټولنه کې په استثنایی ډول ښه ښه کسان، حتاّ په حکومتي چوکاټ کې هم پیداکیږي. په هندکې هم ددغه ډول شخصیتونوامکان شته، خوزماخبره په ټولیزه توګه ده.
دښاغلي همایون یادونې چې دهنددهغه وخت دپوهنې وزیر و، دډیردرناوي وړاودهیرولونه دي.
محترم ډاکترخلیل الله«هاشمیان» په خپله یوه لیکنه کې دغو یادونوته دخلکوپام وراړولی چې دلته به یې په خپلوکلیمواو اداتوبیان کړم: دهنددغه استثنایي زړور وزیردکا بل پوهنتون په غونډه کې ویلي ووچې تاسوافغانانوسمه اوریشتیانۍ ازادي اخستلې ده.مونږهم ازادي واخیسته، خوزمونږازادي دسکرټر جوړولوازادي ده. سکرټرته چې څه ورکړې هغه یواځې ټا یپوي، خونورهیڅ ډول بدلون په کې نه شي راوستلای.
دهنددهغه وخت دپوهنې وزیرزیاتوي:
زمونږوزیران اوحکومتي چارواکي دانګریزانو داسې دي لکه سکرټران. په خپله هیڅ نه شي کولای اوپه یوټکي کې هم دبدلون حق نه لري. یا نې چې بیخي بې واکه او یواځې د انګریزی سیاست په خذمت کې دي. ستاسوافغانانوازادي واقعي ازادي ده. څه چې موزړه غواړي هغه عملی کولای شئ.
دهندي وزیرپه خبره،ریشتیاچې هندیان اوپاکستانیان ازادي نه لري. دادواړه هیوادونه لکه چې مخکې وویل شول د سکرټریت په سیستم چلیږي او دیوې خرې د تیینوپه شان دي چې دانګریزنه دواړه هیوادونه سرقدرې هم نه شي ښورولی.
*****
هغه وخت چې امریکا په افغانستان کې دبن لادین داوسیدو بانه جوړه کړه«هغه خودټولې کورنۍ سره لکه دخریړیو (سمارق)په شان له میلاوټ پاکستانه راووتل» نوزمونږپه خاوره یې یرغل وکړاودې سیمې ته یې دراتګ ښه پلمه جوړه شوه. په دې وخت کې یې په پاکستان زورواچاوه چې دامریکې په وړاندې به ځان نه خوځوي. پاکستانی جنرال پرویزمشرف چې دهغې کیسې په بنسټ به جنرال شوی وي چې د «پاکستاني جنرال»په نامه لیکل شوی ده، په دې پیر (دوران) کې دپاکستان پوځي دیکتاتورو.نوموړي که څه هم دهغه وخت دطالبانوحکومت په رسمیت پیژندلای و، خود امریکا د امرانوپه مخکې یې لکه دتازی په شان ټوپونه وهل اودویرې نه یې چونډي ارتول. پرویزمشرف دامریکا ټول اوامر پرځای کول.هوایي ډګریې دامریکایانوپه اختیار کې ورکړ. په لومړیوورځوکې امریکنیوجنګي الوتکوله پاکستانه په افغانستان اووه ویشت زره «۲۷۰۰۰»جګړییزې الوتنې وکړې. مشرف له طالبانوسره ټولې اړیکې وشلولې اوپه خپله امریکایانواوانګریزانوته دسلامۍ په حالت و. د مشرف ددغه سلامۍ اوتیارسۍ دحالت سره سره بیاهم امریکا یان څه ناڅه په اندیښنه کې ووچې پاکستان ددوی سره کومه چلوټه او تیریستنه ونه کړی اودافغانستان دنیولو پلان شنډ نه کړي نو ویل کیږي چې هند ته یې په پټه امرکړی وچې پاکستان په پوځي ځواک وګواښوي.
*****
زوړسیک هندو«من موهن سینګ» دهندتش په نامه صدراعظم چې اصلاً دانګریزانوـ امریکایانو« سکرټر» و، پاکستان یې داسې وګواښاوه چې په افغانستان کې یې د پیرنګي اوپنجاپي تر«څه باندې سل کلن» اسارت لاندې خاوره کې په افغانانو باندې د افغانانو چرتونه هم خټه کړل. پاکستان چې یې ګواښاوه، ګواښولای دې، خوهلته زمونږپه محکومو ورونو باندې دزاړه هندوګي ګواښ افغانانونه شو ځغملای. پنجاپ(پنجاب) پوه شه اوکاریي پوه شه اوهندیې، خوپه دې نوروسیمودزاړه هندوګي تهدید چې په حقیقت کې د امریکایانوـ انګریزانوله خوا و، دځغم وړنه و.
*****
زاړه هندوګي په زرګونوپوځیان دپاکستان پولې ته رامرش کړل اواخطاریې ورکړچې که پاکستان ځان وخوځوي نود اتومي بمب سره یوځای به یې له منځه یوسي. دهندله خوا دامریکې اوانګلستان امرمنل داما نا لري چې هنداوپاکستان دواړه یوشان دهغوی ګوډاګیان دي. په دې خبره کې سیاست پوهان یوپوټی شک هم نه لري. دوی ته دغه تش په نامه ازادي یواځې اویواځې دنړیوالوپه سترګوکې خاورې ایرې شندل دي.
که پاکستان ځان خوځولای وی اودامریکې مخالفت یې کړی وی نوهندورته ارومرودیرغل دپاره بانه(پلمه)جوړوله، خوپه خوله به یې ورته څه نه ویلی چې ولې دامریکې امر نه مني؟ لیکین په دې ګواښ افغانان ځکه ډیر ودردیدل چې د پښتنواوبلوڅوپه غرورزاړه هندوګي تیری وکړ.هغوی لا تر اوسه دپاکستان دجعلي اوساختګي کرښې(ډیورنډ) نه اخواته دمحکومیت ژوند کوي.
که داومنوچې هنداوپاکستان دامریکې اوبرتانیې دوه لاس پوڅي هیوادونه دي نوداسې هم ویلی شوچې دوی دیوې خرې دیوې څټې دوه انډي دي اوډیره بده یې لاداچې په اوس وخت کې افغانستان هم د دغې لاس پوڅې څټې،لاس پوڅی « سرباری» ګڼل کیږي.
*****
۳ـ اوکیسه؟
رابه شوکیسې ته:
جمال خان راته کړل: مرجانه یاره اوس چې مې هند او پاکستان درته ښه ډانډس کړل نوراځه چې دیوهندي جنرال کیسې ته سرورښکاره کړو!
زه هم ورته غوږشوم اوهغه ویل:
جمال خان ـ ددې جنرال کیسه کټه مټه دپاکستاني جنرال په شان ده. په ځیر ځیر یې واوره!
*****
هغه دډیراوچت استعداد خاوند واوچې کله یې په هند کې پوځي زده کړې پای ته ورسولې نوانګریزانو لندن ته ورکش کړ.هلته یې لاپسې خپل استعدادنورهم جوت کړاود انګریزي چارواکوزیا ته پاملرنه یې ځان ته ورواړوله. انګریزان پې پوی شول چې ښه تکړه جنرال ترې جوړیدای شي.ډیرډیر اینامونه (انعامونه) اومدالونه یې دښه درس لوستلو، ښوښو ازموینواولیاقت له کبله ورکړل اوهغه دچاخبره : «ډکه منګول» خپل هیواد ته راستون شو. دراستنیدونه وروسته په یوه ډیرښه او
موهیم(مهم) ځای کې وټاکل شو.
*****
کلونه تیرشول او«جګت سینګ»هم په کې جنرالۍ ته ورسیدو.د جنرالۍ په چوکۍ چې کیناستونوپیکریې کاوه چې ګوندې د ټولې نړۍ فاتح همدی دی.ځان ته یې هغه دچاخبره د سیمې دناپیلیون په سترګه کتل. نن سباورته نورجنرالان او منصبداران داسې ښکاریدل لکه ټول چې ده ته سلامي وي.
جګت په ډیروځایونوکې نوښتونه هم وکړل. دکشمیرالې ګولې یې څوڅووارې ارامې کړې. دهیوادپولوته نیژدې یې په جګړوکې په ډیره زړورتیابرخه واخیسته. یوه ورځ چې د پاکستان پوځي ځواکونه دهنددپولې ترڅنګ په یوه شګلنه دشته کې له جنوب نه شمال ته روان وو، نوجګت یواځې په خپل جیپ موټرکې ددغوپوځونوسره دپاکستان په خاوره کې څوکیلومتره یوځای لاړواوپاکستانیانوونه پیژندو. دهندپوځیان ورته حیران ووچې څومره زړورجنرال دی.همدارنګه په نوروپوځي تنظیمونواوکارونوکې یې ډیرنوښتونه هم وکړل او دهند په ټول پوځ کې یې ښه نوم وویستو.
*****
جګت ته په لندن کې ویل شوي ووچې هند زمونږ دپاره د سیمې مرکزي اډه ده. هلته به ټول عمرملکي حکومت وي. بایدهیڅکله یوجنرال په سرکې داسې هوا پیدانه کړي چې په هندکې دې کومه نظامي کودتا وکړي اویادې دما رشلا قانون رامنځ ته کړي. مونږهندداسیا ددیموکراسۍ ترمباز(سرخیل ـ سرغندوی)ماریپي کړی، نوځکه نه غواړوچې هلته دې په حکومتونوکې پوځي لاس وهنې وشي. جنرالان بایدیواځې او یواځې دهندامنیت، کورنی نظم اوثبات وساتي.ګوره چې دا خبرې دې هیڅکله د مغزونه ونه باسې!
په پاکستان کې بیا خبره اپوټه(سرچپه)ده.هغه هیوادموداسې ساتلی چې په کومه ورځ موزړه وغواړي نوسمدلاسه په کې نظامي کودتا عیاروواودمارشلا قانون په کې پلی کوو.
*****
جګت که هرڅومره په دې خبره ملاشوی وچې دجنرالۍ د رتبې نه پورته به کومه هواپه سرکې نه ګرځوي، خودجنرال صیب زړه غوښتل چې له دې نه نور هم جګ شي اودټول هند مشري یې په غاړه شي. دې کارته دهغه دپاره ددې ضرورت وچې نورپوځیان هم دځان سره ملګري کړي، خو ډاریدوچې انګریزانوته یې رازرسوانه شي.هغه په دې پوهیدوچې په لندن کې تربیه شوي پوځیان خامخا انګریزته حا ل وایي.نودیوې خوانه دځان غوښتنې هوا اودبلې خوانه د رسواکیدوویرې هغه په دوجاله(زړه نازړه توب) کې اچولی ؤ. په پایله کې یې پریکړه وکړه چې دجنرالۍ درتبې نه پورته هوابه په سرکې نه ګرځوي. جګت سینګ په دې ښه پوهیدو، هغه څه چې انګریزانوپه لندن کې منلي وي نوپه هندکې دهغې نه څوک پښه اخوادیخوانه شي اړولای. لیکین هغه هم دغرورله پوړۍ نه چا نه شوراکوزولای. هغه په نوروجنرالانواو پوځیانوباندې دومره چروت نه خراپاوه. هندي پوځیان خوڅه کړې چې حتاّ کله کله به یې یونیم انګریزته هم دومره خوشامندې اوخړئ متئ نه کولې لکه نورجنرالان چې به ورته لاس په نامه ولاړوو. دده په دې چال چلندترې د انګریزانوهم له یوې ورځې نه بلې ته زړونه درنیدل اودده خا نتماتوب(مغروریت) یې نه شوځغملی.
*****
په پایله کې په هندوستان پورې اړوندې انګریزۍ پوځي کمیټې پریکړه وکړه چې په جګت هم لکه دپاکستاني جنرال په څیریوه تجربه وکړي.کمیټې غوښتل ورته مالومه شي چې هغه اوس هم ددې جنرالۍ په دریځ کې دانګریزانوخبرې په پټوسترګومني که نه؟
دپاکستاني جنرال دپاره یې یوه داسې موزو(موضوع) ټاکلې وه چې دهغه غرورپې مات کړي. ده ته یې هم داسې درنه وظیفه ورکړه چې دهنددکلتورپه بنسټ ډیره ستونځمنه وه.
*****
جنرال جګت سینګ انګریزۍ پوځي کمیټې خپل دفترته ور وغوښتواوورته وې ویل چې:
مونږنن تا ته یوه بله وظیفه سپاروچې دپوځي چارو نه هم سخته ده. ته به هغه خامخا سرته رسوې اومونږته به سبا بیا یوځل دلته ځان رارسوې چې څه دې کړي دي؟
زمونږپوځي کمیټه تا ته دنده درکوي چې ته به نن شپه د ماښام دډوډۍ نه وروسته بل چرته نه ځې او په خپله کوټه کې به دخپلې میرمنې سره یوځای وې. له کوټې نه به نه راوځې اولاترسهاره به دې دګیډې باد هم نه وباسې(ټیزونه اوپسکۍ به نه اچوې)!
دجنرال جګت ددې خبرې په اوریدوسره غوږونه کاڼه اوپه خوله کې یې لاړې وچې شوې.اریان شوچې دالاڅنګه وظیفه ده؟ دده کبراوغروراویوه داسې ناشنا دنده؟
دمیزپه سرله جک نه یې داوبوګیلاس ډک کړاوهغه یې په زق زق په یوه سا وڅښو.د سلامۍ نه وروسته خړپړله دوتره (دفتره) راووتو.په لاره کې ورته خپل موټروان دده دبچود ښوونځي دیوې موزو په اړه خبره وکړه، خودی دومره سرکاوته اوبې هوشه وچې دهغه خبره یې هډووانه وریدله.
*****
جګت چې کورته ورسیدونوکوشش یې وکړچې میرمن یې پې پوی نه شي چې چروتي اوخپه دی.دماښام ډوډۍ وخوړل شوه.بچي یې خپلوکوټوته اوجنرال دمیرمنې سره خپلې کوتې ته ننوتل.دخوب په کوټه کې دتلویزیون دښې اوږدې کتنې نه وروسته دکوټې بریښنا(بجلي ـ برق) روسخت شوه اودخوب تیاري ونیول شوه.
جنرال جګت ته ترډیره وخته خوب نه ورتواوډډې په ډډې اووښتوراوښتو.میرمن یې هم خوب نه وړله، خوځان یې نه خوځوه چې دي پې پوی نه شي چې ویښه ده.
دجګت په ګیډه وروورودبادودردونه راخواره شول، خو ځان یې تریووخته پورې ټینګ کړی و. نن ورته میرمنې دومره خوندوردال پاخه کړي ووچې دنوروورځونه یې څو چنده زیات وخوړل. دګیډې بادونه اودردونه هم له نورو ورځونه زیات شول.هرڅومره چې یې ځان ټینګ کړاود خیټې په مښلوستړی شو، لیکین نور طاقت یې رانغی اودځان سره یې پیکر وکړ چې انګریزان په دې توره شپه کې، زما په خپله کوټه اوبستره کې مې دګیدې دبادودایستونه څه خبریږي؟ اوزه نودانګریزڅه پروالرم؟ هغوپه ما څه کولای شي؟ زه یوهندی اودخپل هیواد جنرال یم.دخپلې خاورې خذمت کوم او تنخایې اخلم. دګیډې دبادوایستل دهرانسان یو طبعي حق دی اوهغه هم په خپل کټ اوبستره کې.
داچې ترډیره وخته یې ځان ټینګ کړی واواوس یې ګیډه را ایله کړه نوډراریې جوړکړ.ښه غټ غټ ټیزونه یې واچول.د ښځې اومیړه په منځ کې خوبه په دې کې شرم وي اویانه، خودهند په ټولنه کې دټولوخلکوترمینځ په ټیزپورې څوک دومره نه خاندي.په ټیزپورې یواځې پښتانه ډیرخاندي.غفار خان باباهم په جیل کې دهندي سیاستوالوپه ټیزونوپورې لومړی ډیرخندل.هغه په خپل کتاب کې لیکلي دي چې لومړي مې ورپورې خندل، خووروسته ورسره عادي شوم.
*****
سباسهارچې جګت دانګریزانو پوځي کمیټې ته چې دده له دوترنه دومره لرې نه وه، ورغی نودکمیټې یومسوول تن ورته وویل:
ستا دټیزونوداوازاوستا دټولې شپې دپاڅیدوکیناستودفلم سي ډي(کسیټ)دادی زماسره په لاس کې دی.که باوردې نه راځي نوچالان یې کړه اوپه خپله یې وګوره!مونږپه ټول هند (لوي هند) کې هیڅکله یوسړی ترهغې جنرالۍ ته نه رسوو چې لومړی یې میرمن زمونږدڅارګرۍ غړې شوې نه وي.
ستا ټول فلم دګیدې اوازونه اوډراری ستا میرمنې ثبت کړی اوتازمونږد امرنه سرپیچي کړې ده.هرڅوک چې په ټول هند کې زمونږدامرنه سرغړونه وکړي نوهغه بیا نه نورجنرال اونه دوظیفې خاوندوي. میرمن دې هم له تانه نوره ازاد ه شوه. ته هم سرله همدې شیبې یوپه کورناست اوبې وظیفې سړی شوې. دجنرالۍ وردي(دریشي) دې همدلته وباسه!
نورنو«اچوه اوتاویږه»!
«پای»
دلیکلونیټه یې: ۱۷/۱۲/۲۰۱۱ـ ۲۶/۹/۱۳۹۰

Door Guest