د زهرجنې هوا نه د خلاصون لپاره د ۴ هیوادونو عملې شوې کړنلارې؛ افغانستان دولت ته څه پکار دي!!
لیکنه  صلاح الدین کبیر
دا چې د کابل هوا د زهرجنتیا او ککړتیا له امله په لومړي کتار کې ده چې دا مهال يې د ښاریانو اندیښنې راپاروولي. د شته ناورین نه د خلاصون لپاره ما د نړۍ زهرجنې هوا لرونکي تاسي سره د زهرجنې هوا لرونکي د هغه ۴ هیوادونو لارې چارې شریکیږي چې څنګه هغوي د زهرجنې هوا کچه را کمه او د ژوند لپاره برابره کړه.

:جنوبي کلیفورنیا

که څه هم هلته د ۱۹۹۴ میلادي کال نه تر ۲۰۱۱ میلادي کال پورې په موټرونو کې ۳۸ سلنه، نفوس کې ۳۰ سلنه او د سمندر غاړو ته تجارتي کړونو کې ۱۶۰ سلنه زیاتوالی راغلی و ولې هلته کلیفورنیا کې د زهرجنې هوا د کچې د راکمولو لپاره بیلا بیلې پالیسۍ، مقررې او پروګرامونه په لاره واچول شول چې بیلګې يې په لاندې ډول دي
بريښنايي موټرونه دودول
د موټرونو لپاره یواځې با کیفیته تیل کارول
د موټرونو د انجنونو ارزوونه او یواځې روغ انجن لرونکيو ته د ګرځیدا اجازه ورکول
د کلیفورنیا حکومت د پورتنیو پالیسیو له امله په هوا کې د زهرجنو غازونو کې کمښت راغی او هوا مخ په پاکیدا شوه. هلته په هوا کې د نايټروجن آکسایډز ۵۴ سلنه، عضوي غازونه/هایډرو کاربنونه ۶۵ سلنه، سلفر آکسائيډز ۴۰ سلنه او همدا رنګه هوا کې ګردجن توکو کې تر ۲۰ سلنه کمښت راغی.

:په چین کې
د اوسپنې کارخانې چې ترې به زهرجن لوګي پورته کیدل، کنټرول شوې
له ډبرو سکرو جوړیدونکې بريښنا ودروول شوه
دولت په لمري او بادي بریښنا پانګوونه ډیره کړه
ښاریانو باندې په کورونو کې د سوند توکي سوځوول را کم شول
مامورینو موټرونو ته د بهترین کیفیت لرونکي تیل حواله شول
له موټرونو نه د وتونکو لوګیو کنټرول د اروپايي سټینډرډ سره برابر شول
په مارچ ۲۰۱۷ میلادي کال کې د ډبرو سکرو ۱۰۳ کارخانې ودروول شوې
ښاریانو د هوا نه د نظارت او همدا رنګه د هوا چټلوونکو د را پیدا کولو واک ورکړل شو

:جنوبي کوریا کې


د اوبلن غاز انجن لرونکي بار وړونکي موټر دود شول.
ښاري ټرانسپورټ او نور موټرونه په میتان غاز چلول پیل شول.
ښار کې بیلا بیل په بریښنا چلیدونکي موټرونه دول شول.
د ښاري ګڼه ګوڼې را کمولو لپاره ښاري/عامه خدمتونه بريښنايي شول.
میکسیکو؛ چې په ۱۹۹۲ میلادي کال کې د نړۍ تر ټولو زهرجنه هوا لرونکی هیواد/ښار و. هغه مهال، هلته کال کې د زهرجنې هوا له امله ۱۰۰۰ کسان مړه کیدل او همدا رنګه ۳۵۰۰۰ ناروغه کیدل. میکسیکو د هوا د سمولو لپاره؛
د وخت تیرو موټرو کاریدا ودرووله
د موټر د تیلو نه زهرجن توکي لیرې کړل ترڅو هوا ته زهرجن توکي لاړ نشي.
ښاري ټرانسپورټ يې هوسا او آسانه کړ
کارخانې او تولیدي صنعتونه يې له ډبرو سکرو د سوند نه میتان غاز یا برښنا ته واړوول
که څه هم پورتنۍ لارې چارې د افغانستان حالاتو ته په کتو يو څه ستونځمنې دي ولې له پورتنیو لارو چارو څخه لاندینۍ لارې چارې بیخي عمومي او عملي دي:
د وخت تیرو موټرو کاریدا ودرووله
د موټر د تیلو نه زهرجن توکي لیرې کړل ترڅو هوا ته زهرجن توکي لاړ نشي.
ښاري ټرانسپورټ يې هوسا او آسانه کړ
کارخانې او تولیدي صنعتونه يې له ډبرو سکرو د سوند نه میتان غاز یا برښنا ته واړوول
دولت په لمري او بادي بریښنا پانګوونه ډیره ول
ښاریانو باندې په کورونو کې د سوند توکي کاریدا را کموول
مامورینو موټرونو ته د بهترین کیفیت لرونکي تیل حواله کول
په ښاریانو د نیالګیو، بوټو او شنو ساحو دودوول
داسې دي چې هر هیواد يې په آسانه سره عملي کولای شي. د دغه لاندې لارو چارو لپاره یواځې او یواځې کاري ژمنیا، د قوانینو احترام او عملي کیدا ته اړتیا ده چې له بده مرغه افغانستان کې نه لیدل کیږي.