آکسيډيشن د یو اټوم، مالکیول او یا آئیرن نه د الکيټرون تيښتې ته ویل کیږي. داچې دا عمل د کيمیايي تعامل یوه برخه ده نو کیدای شي د کیمیا برخې زده کړیالان پرې ښه پوه شي. په بدن کې شته حجرات چې د بیلا بیلو کیمیايي عناصرو نه جوړ شوي، د آکسيډيشن له امله له مینځه ځي چې په ټوله کې د انسان د جسم د تباهۍ لامل ګرځي.
په بدن کې د آکسيډيشن له امله پیدا کیدونکي راډیکالونه د بدن دفاعي سیسټم له امله ناکاره کیږي ولې هرکله چې بدن ته نشه اي توکي، زهرجنه هوا او یا ککړ خواړه شامل شي نو هلته د آکسيډیشن له امله د ريډکالونو د پيدایښت کچه ډیریږي. د بدن مدافعتي سیسټم بیا نشي کولای ډیره کچه راډیکالونه ناکاره کړي. همدا ده چې په بدن کې راډیکالونه بیلا بیلې ناروغۍ؛( د زړه ناروغۍ، د جیګر ناروغۍ، او څو ډوله سرطانونه) پیدا کوي.
د آکسيډیشن دې پدیدې په وړاندې ودریدو لپاره د بيلا بیلو وټامنونو مجموعې ته انټي آکسيډنټ ویل کیږي. انټي آکسیډنټ په بدن کې شاملیدا سره سم د آکسيډیشن عمل کنټرولوي او په بدن کې د را پیدا کیدونکیو راډیکالونو د عادي حالت ته د راړلو له لارې د ناروغیو مخه نیسي.
په ساده ژبه ویلای شو چې بدن ته شاملیدونکې هوا، اوبه او خواړه که څومره ناپاکه، چټل او زهرجن وي، هومره به بدن کې آکسيډیشن ډیر رامینځته کیږي چې له امله به يې راډیکالونو کچه ډیره وي. دې سره به په بدن کې بیلا بیلې ناروغۍ رامینځته کیږي.
په انساني روغتیا د ککړې/زهرجنې هوا ناوړه اغیز همدا فلسفه ده چې تاسي ته په پورته کرښو کې په آسانه لیکل شوې.
دا چې اوس مهال د کابل هوا په پوره مانه چټله شوې او د لنډ مهال حل لارې يې ناشونې ښکاري، په دې لیکنه کې هڅه کیږي چې هیواد والو ته د خوړو د انتخاب له لارې د ککړې هوا سره مبارزه وښوودل شي. د پاک خدای په طبیعیت کې داسې خواړه شته چې په خوړولو يې بدن ته ډیری انټي آکسيډنټونه شاملیږي. دا انټي آکسيډنټونه په بدن کې د ټولو هغه چټلیو په وړاندې لکه د سپر ودریږي او د بدن په حجراتو کې د آکسيډيشن له امله رامینځته شوي راډیکالونه عادي حالت ته راګرځوي. دې سره په بدن کې د شته چټلیو هغه رول چې د راډیکالونو له لارې د انسان زړه، ځیګر او په ټوله کې د بدن په حجراتو سرطاني ناروغۍ راټوکوي، ناکاره کیږي او انساني روغتیا حاکمه پاتې کیږي.
ګران هیواد وال باید په خوړو کې د انتخاب له لارې، د کابل د زهرجنې/ککړې هوا سره مبارزه وکړي. هیواد وال کولای شي دا مبارزه له همدا نن نه، بلکې له همدا اوس نه پیل کړي. دا مبارزه بیخي آسانه او ارزانه ده. هیواد وال باید د خوراکي توکو په رانیولو کې هغه توکي انتخاب کړي چې هغه له ځانه سره د انټي آکسيډنټ ډیره کچه لري.

د هیواد والو د مالوماتو لپاره د هغه خوراکي توکو نوملړ دلته شریکيږي چې ډیر انټي آکسيډنټونه له ځانه سره لري او په بدن کې د آکسيډیشن له امله را پیدا شوو راډیکالونو مخه نیسي.
سبزیانې: پیاز، اوږه، بانجان، ګولپي، کرم، کاوو، براکلي، سویابین، پالک او بیلا بیل سابه، ګاځرې، بادرنګ، شلغم، دال، لوبیا، شیدې
غوښې: ماهي، سمندري خواړه، چرګان، او سرې غوښې
میوې: مالټې، انار، مڼې، انګور، ګیلاس، هندوانې او ورته نور
هیوادوال کولای شي د انټي آکسيډنټ ځانګړتیا لرونکي خوړو په باره کې نور مالومات له نیږدې ډاکټر نه ترلاسه کړي، د خوراکي توکو نوملړ له ځانه سره جوړ کړي او په بازار کې د سودا اخیستنې په مهال هغه خوراکي توکو ته لومړیتوب ورکړي چې د انټي آکسيډڼټ ځانګړتیاوې په ډیره کچه له ځانه سره لري.
که تاسي پوهیږئ چې دا لیکنه افغانستان ته ګټه رسوي؛ نو ملګرو سره يې share کړئ. درنښت!