د کورونا پدېدې ته یوه کتنه

ډاکټر لمر

بشري ټولنه له پيدايښته له بېلابېلو طبيعي او غير طبیعي ګواښونو سره مخامخ کېږي، خو له بده مرغه له دغو پېښو هم په علمې ډګر کې او هم په ټولنيزو پېښو کې د ابن‌الوقت اشخاصو لخوا د خپلو شومو اهدافو لپاره په نښه کېږي، چې خپلو نامآنوسو اهدافو ته ورسېږي، نو دغه پېښې د خپلو سیاسي، ايدویولوژيکي، ديني، مذهبي، سکتوريستي او حتی قومي موخو لپاره کاروي، چې په دغه ليکنه کې به د کورونا غميزې تر څنګ دغو نامآنوسو موخو او شرلاتانيزم ته هم لنډه نغوته وشي.

دا ټولو ته څرګنده ده، چې د کورونا (COVID 19) لومړنۍ پېښه د چين په وهان کې ثبت شوې او په ډېره کمه موده کې يې خپله لمنه په ټوله نړۍ کې خوره کړه، چې ځينو واکمنو او يو شمېر ديني او مذهبي پنډتانو دغه وايروسي پديده جدي و نه نيوله او دغه بدمرغه پېښه د هر مسلمان، عيسوي، هندو، بودیست، کمونيست، ماترياليست، سکولاريست، بېوزلي او بډايانو تر پولې ورواښته او له اميره تر غريبه ټول پرې اخته شول، چې د امريکا ولسمشر، د انګرېز ملکه، شهزاده او صدراعظم او د کاناډا لومړۍ مېرمنه ورسره ټکر شول، څوک پرې اخته شو او پر چا يې هم وهم تېر کړ. مسلمان، عیسوي، یهودي، هندو او بودیست له سکهـ سره ټول په يو ټغر کېناستل او خدای ته يې سوال وکړ، چې له دغه وبا يې وژغوري او د بشر نسل ترې وساتي!

نن سبا د نړۍ ۲۰۰ ملکونو کې د کرونا طبیعي عسکر د ځينو ملايانو خبره «الهي پلوشې» خپور دی، چې ځمکنی عدالت پلی کړي، له اميره تر غريبه ټول په کورونو کې له وېرې ترې کرنټين يا پټ دي، څوک په دسکشونو او ماسکونو ځان ترې ساتي او یا ځان هسې غولوي او نور بيا په عبادت آخته دي، چې يو طالب ملا يې بيا داسې شاربي، چې ګواکې نور کله مو اودس په اوبو کولو، خو اوس دا غملړلی صابون هم پکې اضافه شو، يعنې اودس په صابون وکړی، نو له کورونا به ژغورل شوي ياست، هو  د تيمُم خو بېخ پکې وتلی.

په غربي نړۍ کې هم ټول نا کراره دي، روغتونونه په کورونا وهليو ډک دي. ټولنيز فشار دومره لوړ دی، چې کرنټين شوي په کورونو کې په تشنج لاس پورې کړی او په ځينو اروپايي ملکونو کې يو شمېر ډلې راپيدا شوي دي، چې د کورنۍ-ژغورنې مدني بهېرونه يې رامنځ ته کړي، يعنې بز در غم جان کندن و قصاب در غم چربو! له بده مرغه په مدني فعاليتونو کې دغه ناوړه پېښه په ډېرو برخو کې تر سره کېږي، خو د ستونزو اصلي عامل ته د چا پام نه دی.

په اقتصادي برخه کې هم سواستفادې قيامت رامنځ ته کړی، په اسلامي ملکونو کې ورته احتکار وايي او دلته ورته سپيکولېشن وايي، چې د «روز بد برادر ندارد!» په ذهنيت چلند کېږي، د کورونا په پيل کې په افغانستان کې يوه بوجۍ اوړه له ۱۴۰۰ افغانيو ۳۰۰۰ افغانيو ته ورسېده، يوه آيه (هګۍ) له پنځوافغانيو ۱۲ حتی ۱۵ ته پورته شوه، همداسې يې دا نور شيان درواخلی، نو يو ازبکستاني تجار افغاني سوداګران ډېر خراب خلک وګڼل او ويې ویل، چې ازبکستان يوه بوجۍ اوړه افغانانو ته په اته سوه افغانۍ ورکوي، خو افغانان يې له ۲۶۰۰ تر ۳۰۰۰ افغانۍ خرڅوي، نو په افغانانو کې انصاف نشته! بيا دې هم د کفارو خانه آباده وي، چې خپلو لاسپوڅو واکمنو ته يې دومره مرسته وکړه، چې عامو افغانانو ته وچه ډوډۍ د وردګو خبره ټکله ورسېدله، مګر وکيلانو په دغه ډوډۍ هم نخرې پيل کړې!

 مګر له یاده مه باسی، چې احتکار يوازې په افغانستان کې نشته، اما په ټولو اسلامي ملکونو کې ورته کيسه روانه ده، حتی په لوېديز ملکونو کې هم سواستفادې په عين شکل روانې دي. په روغتونو کې د دستکش او ماسکونو قلت دی، د لاسونو د دیساینفکشن یا تعقيمولو مايع نه پيدا کېږي، يا يې له مجبوريته غلا روانه ده، خو په تور بازار کې د (FFP3) ماسکونه تر سلهاوو ډالره آنلاين خرڅ شول، یو شمېر روغتونونه لیا هم په دغو ماسکونو پسې سرې سترګې ګرځي، مګر بيا هم چين خپل کار وکړ، ټوله نړۍ يې له ماسکونو ډکه کړله!

په ډېرو طبي موسسو کې د الکهولو او ماسکونو غلا پيل شوه، چې حتی د عاجل عمليات په ترڅ کې د ماسکونو د نه شتون ګواښ رامنځ ته شو. د (FFP3 او FFP2) ماسکونه د ګوتو په شمېر دي، یوازې هغو طبي پرسونل ته ورکول کېږي، چې د کورونا ځپلي ناروغ سره مخامخ کېږي او يا يې په درملنه او یا هم عمليات کې ګډون کوي. د ماسکونو تر څنګ د طبي پرسونل لپاره د خاصو جامو يا کاليو کمبود او يا نه شتون يو بل غضب دی.

دلته به يوه ريښتنۍ  پېښه ياده کړم. دغه پېښه د جرمني د فرانکفورت ښار په لوی، دولتې او ښاري روغتون کې تېره شوې ده. ډاکتر وايي، ما ته د ماسخوتن په نهو بجو تليفون وشو، چې د یوې ناروغې د پښې رګ غوڅ شوی دی او له مرګېنې خونريزي سره مخامخ ده، نو ژر عمليات خانې ته راشه، بايد تاسو ته ياده شي، چې دغه ناروغه په کورونا هم آخته ده!. ما چې له کوره حرکت کولو، نو موظف طبيب ته مې وويل، چې د عمليات لپاره مشخص کالي، د (FFP3) ماسک او د عمليات بوټونه بايد تيار شي او زه په ۱۵ دقيقو کې روغتون ته دررسېږم! د خونرېزي لپاره بايد رګ په ګوتو او لاسونو ټينګ ونيسی، چې خونرېزې يې کمه شي.

زه په ۱۵ دقيقو کې روغتون ته ورسېدلم او په ځغرده د کورونا لپاره ځانګړ شوي عملياتي بلاک ته ورننوتلم. د جامو بدلولو خونې ته ننوتلم، چې ګورم نه (FFP3) ماسکونه شته، نه هم د عملياتخانې خاص بوټونه شته او د عمليات عادي یو جوړ جامې، چې اندازه يې (XXXXL) وه، چې پرتوګ يې بايد په اوږو کې تړل شوی وی، په المارۍ کې وو. ما خپل عادي کالي ايستلې وو، لوڅ لپړ په یو نېکر کې مې د دغه وضعيت څار کولو. يوه خوا او بله خوا مې وکتل، چې نه تليفون کار کولو او نه هم په هغه لوی دهلېز کې څوک له وېرې ګرځېدل، خپل موبايل مې راواخيست او هغه موظف نوکريوال ډاکتر ته مې تليفون وکړ، چې او بدمرغې دلته ته خو هېڅوک نشته او تا خو نه د کاليو، نه د ماسک او نه هم د بوټونه انتظام کړی او نه دې تيار کړي دي. معذرت يې وغوښت او ژمنه یې وکړه چې هر څه به ژر تيار کړي. په دې کې نورې لس دقېقې هم تېرې شوې. طاقت مې رانغی، خپلې جامې مې بيرته واغوستې، له دغه خونې ووتلم او بيا عمومي دهلېز ته ورغلم، چې په يوې ډاکترې مې سترګې ولګېدلې او ژر مې ورنارې کړې، چې زه بايد ژر عملياتخانې ته ورشم، که وکولی شې، د ښځو له عملياتخونې يو جوړ بوټ او ماسک (FFP3) راته راوړې او که جامې يو د (XL) اندازه ورسره راواخلي، نو ښه به وي، دې ته دې خدای خیر ورکړي، عادي جامې او عادي بوټونه يې راوړل، خو (FFP3) ماسک هلته هم نه وو.

بيرته د جامو بدلولو کوټې ورننوتم. جامې مې واغوستې او يو عادي ماسک مې خولې او پوزې ته بند کړ، زما سره انديښنه وه، چې ناروغ د مرګ پر کرښه دی، ځکه خونرېزې يې زیاته ده. کله مې چې بوټونو ته پښه ورنېږدې کړه، نو بوټونه واړه وو، ځکه د ښځو پښې معمولاً وړې وي، خو ما هم پښې ورته لمدې کړې او پلاستيکي بوټونو کې مې ورننيستې! عمليات خانې ته نيږدې يوې نرسې راته د (FFP3) ماسک راکړ، ځکه عملياتخانې ته پرته له دغه ماسکه د ننوتلو اجازه نه وه. په دې ماسک ساايستنه يو بل غضب وو، خو بیا هم عمليات په خير تېر شو، هغه څيرې شوی رګ مې وګنډولو او زه له عمليات خانې راووتم! نو دا مې د کورنا له مخاطرې سره لومړنۍ تجربه وه. وروسته له ۳ ورځو راته احوال راغی، چې ناروغې سېپسيس درلود، خو کورونا يې نه لرله.

 پرته له دغه پېښې تر اوسه له ۳ نورو داسې پېښو سره مخامخ شوی يم، چې د کورونا ټاپه پرې لګېدلې وه، مګر وروسته يې خبر کړم، چې د دغو دريو تنو ټستونه هم منفي ول، يعنې کورونا يې نه درلودله! زه هره ورځ له دې ګواښ سره مخامخ يم، چې له کورونايي سره مخامخ شم او پرې اخته شم! خو په نړۍ کې بيا وايي چې په جرمني کې طبابت ډېر مخکې دی، نه وروڼو! د جرمني اخوډب صرف يو تصادف دی! د طبي پرسونل له زړه يو پاک الله خبر دی او بس! همغه خبره چې درونش ما ره کشته او بيرونش مردم!

په ډېرو ملکونو کې اوليه خوراکي مواد هم ورک شول. جرمنان په بېډيا نارې وهلې! په جرمني کې اوړه نشته، کاغذ تشناب نشته، په درملتونونو کې ماسک، دستکش، الکهول او يا ديتول نشته. نو په جرمني کې هم د احتکار بازار ليا هم ګرم دی، سپيکولاسيون خپل اوج ته رسېدلی دی. په اروپا کې ۱۰۰ ملي ليتره د لاس الکهول په ۲۰ آيرو دي، چې پيدا شي. په کاناډا کې د تشناب کاغد يو رول په ۵۰ کاناډايي ډالره خرڅ شو، چې معمول يې ۱۰ دانې ۳ ډالره وي، نو دا احتکار نه دی څه دي! دلته هم احتکار شته، ګيله مه کوی، انسان ټول يو ډول دي.

په نړۍ کې په کورونا تر څلورنيم ميليونه زيات انسان آخته دي، چې ډېر يې په اروپا او امريکا کې دي او اوس يې په روسيه پسې هم رااخيستې ده، د مړيو شمېر يې له دريو لکو اوښتی چې بيا هم ډېر مړي په امريکا او اروپا کې دي، خو په نورو ملکونو کې هم د کورنا مړي مخ پر زياتېدو دي. د امريکا، اروپا تر څنګ اوس په روسيه کې هم د کرونا قربانيان ورځ تر بلې زياتېږي.

هغه انسانان چې د کورنا ناروغي په ترڅ کې مړه شوي دي، د تدفين اندېښنې يې ډېر خلک له فکري ستونزو سره مخامخ کړي دي. په ډېرو ملکونو کې مړي سوځول کېږي، چې هندوان او بودايان هم خپل مړي سوځوي، عيسويان زياتره په پرمختلليو ملکونو کې ژوند کوي او تکريم او تدفين لپاره خاص امکانات لري، چې په هر ښار کې په لسهاوو د تدفين د مراسمو مرکزونه لري، چې کېدی شي مصاب شوي مړي په ډېره ښه توګه یا ښخ يا يې په کريماتوريوم کې وسوځوي!

رابشو مسلمانانو ته! د اسلامې ټولنې د ۶۰ ملکونو له منځه له سلو زيات يې په جګړه کې ښکېل دي، تاسو به وايی، چې دا سل له کومه شول، نو دا نور هغه مسلمانان دي، چې په نورو ملکونو کې جهاد في سبیل الله کوي، خو ګڼشمېر يې د لوږې په کرښه ژوند کوي. چا راته له هالنډه، بل له انګلستانه او يو شمېر له امريکا زنګ ووهلو، چې آيا روغتونونه کورونا ځپلې مړي يا میيتونه، بیرته فاميلونو ته ورکوي او که نه! د انسان په ماغزو کې هم څه نه دي، چې نه تاوېږي! ښه وايي، چې زه دې مړی ژاړم، ته مې خولې پورې خاندې! طبيبان آخته دي، خلک ژغوري او نور بيا د مړيو تر لاسه کولو غم نيولي، چې په کورونا هم ځان او هم ګاونډی پرې آخته کړي!

له نېکه مرغه، په اروپا کې هغه مييت چې د عقايدو پر بنسټ بايد خاوروته سپارل شي، نو په انساني کرامت او د دوی (اسلامي، عیسوي، یهودي) د دين له مراسمو سره سم خاورو ته سپارل کېږي. هغه شمېر خلک چې د دين پر غوښتنو (هندو، سېک يا بوديست) يا هغه شمېر خلک چې د خپلې خوښې په اړوند، وسوځول شي، نو سوځول کېږي، خو د هغوی  مړي هم له خاصو مراسمو سره په کريماتوريم کې سوځول کېږي، خو په ټولنيز فکري بهير کې د «مسلمان وشوې، مسلمان لوی شوې، خو د کرونا له ناورينه هندو غوندې په اور شوې)! پياوړی شوی دی.

بشر ليا مخکې د مړيو د ځايپرځای کولو يا خوندي کولو په اړه له فکري فلسفې سره مخ دی، یو شمېر مړي سوځوي، يو شمېر يې ښخوي، نور يې د غره پر سر ږدي، چې مرغان او وحشي حيوانات يې وخوري، نور يې موميا کوي، خو په بلجيم کې ليا له څو لسيزو په دې فکر کې دي، چې خاص اودانونه جوړ کړي او له يو ډول مايع مواد يې ډک کړي، چې مييت پکې کوز کړل شي، او له پوسته نيولې تر هډوکو په څو دقيقو کې پکې خوړين او اوبه شي، چې بيا دغه توليد شوې مايعې په زراعت کې لکه کود وکارول شي! چې د انرژي يوه بڼه په بله تبديله شی.

په امريکا کې بيا يو ګام مخکې تللي دي. هلته يو مړی کېدلی شي وروسته له سوځولو، د ۱۵۰۰۰ ډالرو په بدل کې، د سوځول شوي جسد ايرې په مصنوعي الماس واړول شي، چې د کورنۍ لپاره يې د محبوب ياد د الماس په بڼه تلپاتی شي. کورونا هر څه ګډوډ کړل، د تابوتونو بيسنس په کش کې دی، نو د کورونا په غميزه کې د مړيو شمېر له لکهاوو اوښتی دی، نو کېدی شي، د نوویو فکرونو او نويو طريقو د خوځښت عامل هم شي، چې د مړيو د تدفين چاره په څه ډول تر سره شي، خو په ملا يې د تدفين مراسم هم په ټکه درولي دي، خو بيا هم دغه يو شمېر کفري ملکونه دي، چې مسلمانانو ته هم د تدفين شرايط برابروي. اما ملا مجيب الرحمن انصاري بيا خلک کورنا ته راټولوي، چې د الهي له غضب سره يې مخامخ کړي او پرې اخته يې کړي، خو دی پورته په ممبر يا د خير پر غونډۍ ناست وي، دغه نور غمځپلي يې لکه قشلۍ عسکر څنګ تر څنګ کينولي، چې کورونا يې په موندلو ډېر زحمت ونه ګالې، بس تيار يې لاستړلي ورته کينولي وي! د اسرافيل شپېلۍ او د ايزرايل ګوزنډ ته اړتيا نشته.

د مسلمانانو بل مشکل د مييت مينځل او په کفن کول دي. له بده مرغه د کورونا مړي ته نيژدې کېدل په کورونا ډېر ژر مصابېدل دي، چې د ښورېدلو په ترڅ کې يې له سږېو او يا برانشونو د هوا وتل، په پوستکي کې د کورونا خپرېدنه او له ادرار او يا هم غايطه موادو سره د کورونا شننه، د مصابېدو يو ستر ګواښ دی. ځينې د مينځلو ډول ډول ميتودونه يادوي، ځينې بيا د تيمم، خبره کوي، څوک په خاصو جامو کې د مييت مينځلو سپارښتنه کوي، ښه ويل شوي، چې (د جنګ خبرې خوږې خو ست يې تريخ دی)! داسې ليکنېزې او انترنيتي ديجيتل سپارښتنې هر څوک کولی شي، خو غم پر هغه چا دی، چې له پېښې سره مخامخ دی، ښه ويل شوي: ځمکه هغه سوځي چې اور پرې بل وي!.

په ورځنيز ژوند کې په لويديزو ملکونو کې د تکريم او تدفين خاصې موسسې موجودې دي. که يو څوک په روغتون کې ومري، نو په هر روغتون کې يو مييت د يو خاص روزل شوي ټيم لخوا پاک مينځل کېږي، پاکې جامې وراغوستل کېږي او بيا سردخانې ته وړل کېږي، چې د تدفين نور مسايل برابر شي او يا يې فاميل ته ورکول کېږي، چې خپله يې دفن کړي. که څوک کور مړ شي، نو هره ښاروالې هم همدا ډول يو کاري ټيم لري او مييت وروسته له پاکولو، مينځلو او په کفن کولو (دريشي اغوستلو)، خاورو ته سپاري، چې دغه ټول کارونه خاص روزل شوي مسلکي خلک تر سره کوي. همدا ډول د مسلمانانو لپاره هم د ديني غوښتنو سره سم شرايط برابر دي، چې خپل مړي خاورې ته وسپاري.

د مرحوم بابای ملت محمد ظاهر شاه او د شهيد سردار محمد داود خان په موده کې يوه دولتي د تکريم او تدفين موسسه په کابل کې فعاله وه، چې خاص روزل شوی پرسونل يې درلود او ګڼشمېر تور رنګي بنس موټرونه، چې د قرآن اعظيم الشان آيتونه پرې ليکل شوي ول، درلودل، چې د هغه زمان د مدبرو رهبرانو کړنو ته نغوته کوي! مګر د غويانو له غوبله وروسته دغه موسسه هم له ۱۳۵۷ کاله له منځه تللې ده، چې خلک نن سبا د کورونا په ترڅ کې له خپلو مړيو سره سرګردانه او نالانه دي.

اوسمهال افغانستان د کورونا له ګواښ سره مخامخ دی، د کورونا وهليو شمېر يې له ۱۱۰۰۰ تنو اوښتی، خو زما په ګومان ډېر خلک کورونو کې مري او پرته له تشخيصه خاورو ته سپارل کېږي. د مييتونو ښخولو لپاره بايد یو دولتي ټيم چې په خاصو وسايلو، جامو او پوهې سمبال وي، چې د تکريم او تدفين مراسم سم تر سره کړي، جوړ شي. په هر ولايت کې، چېرې چې د کورونا خپرېدنه زياته ده یوه د تکريم او تدفين دولتي موسسه جوړه شي او ټول کورونايي مړي د تدفين يو مرکز ته انتقال او بیا خاورو ته وسپارل شي. ملايان بايد له فقهې سره سم یوه داسې فتوا ورکړي، چې د کورونا ځپليو مړي، چې د شهيد مقام لري، پرته له مينځلو په خپلو کاليو يا جامو کې خاوروته وسپارل شي. ټول کارول شوي وسايل بايد پاک او تعقيم شي او استفاده شوي توکي لکه جامې او نور لوازم چې د سوځولو وي، وسوځول شي. له بده مرغه کورونا په افغانستان کې کېدلی شي، ډېر ژر نوره هم خپره شي، چې بيا به يې کنټرول نا ممکن وي، نو خلک بايد د کرنټين مراحل په پام کې ونيسي او له يو بل سره مرسته وکړی، چې څوک له لوږې ناروغ او يا مړ نه شي.

که ملايان فتوا نشي ورکولی، نو زما بل وړانديز دا دی، چې يوه ۵۰ متر مربعه کوټه، چې پخه جوړه شي او د کوټې دېوالونه، غولی او پيشتول يې په کاشي پټ شي، د ګرمو او سړو اوبو نل ورته راتېر شي. د کوټې په منځ کې يو وسپينيز کټ د مييت د مينځلو لپاره کېښودل شي او پر کټ يوه وسپينېزه جالۍ، چې د کټ له مخه تر ۲۰ سانټي متره لوړه وي، کېښودل شي. کټ بايد يوې خوا ته نصبي میلان ولري، چې د مينځلو په وخت کې يې اوبه په اسانه آبرو ته ونينېږي او په مرکزي ناوه کې د تعقيم سيستم ته ولېږدول شي، چې هلته بيا دغه اوبه د ضد عفوني موادو په مرسته له کورونا او يا نورو ميکروبونو پاکې شي یا دغه اوبه د څو دقيقو لپاره وخوټول شي او د بيا استفادې لپاره بيرته د بل مييت د مينځلو وړ شي او ياېې په لښتيو کې له سيمې لرې کړي، چې په طبيعي بڼه په ځمکه کې جذب او يا هوا ته تبخير شي. طبیعي خبره ده، چې دا ډول مراکز کېدلی شي په هره سيمه کې ژر جوړ شي او د کورونا له غميزې وروسته به په ورځنيز ژوند کې هم دا ډول سيستمونه ګټور وي. د تکريم او تدفين مراسم بايد د دولتي بېمې لخوا تر سره شي.

دیني او مذهبي پنډتان ليا کرار نه دي او خلک دې ته هڅوي چې کوڅو ته راووځي، جماعتونه دې وکړي او په هېڅ کې دې ری نه وهي. رحمت او غضب دواړه د خدای له طرفه دي. يو شمېر بيا وايي، چې چينايانو په ايګور مسلمانانو ډېر ظلم وکړ، نو خدای دا ټکه پرې نازله کړه، نور بيا وايي، چې «شرې شود که خير امت اسلام باشد». بايد ياده کړم، چې د چين د ناروغانو او مړينو کچه د امريکا او يو شمېر نورو ملکونو په پرتله ډېره ټيټه ده، خو بايد هېره نه کړو، چې د تورکيې هېواد وروسته له امريکا نه د مخاطرې له ستر ګواښ سره مخامخ دی، چې د ناروغانو کچه يې تر يونيم لک اوښتې او د مړيو شمېر يې هم مخ پر زياتېدو دی. ايران هم د کورنا ځپليو په سر کې راځي، نو داسې وانګېری چې کورونا نه د مسلمان، نه هم د عیسوي او يا هندو ننګه نه کوي.

کورونا نړيوال سوداګريز سيستم له ګواښ سره مخامخ کړ، ټولو لويو صنعتي ملکونو ته يې ډېر ستر نقصونه واړول، خو همدا ډول وروسته پاتې ملکونه هم ترې متضرره شول. له بده مرغه د کورونا وايروس په پديده کې يو شمېر خلک د تجارتي ګټو نښې نښانې هم ويني، څوک د خوراکي موادو احتکار کوي، څوک هم د درملو يا روغتيايي توکو او همدا ډول د واکسينونو ګڼه ګوڼه هم روانه ده.

په دې کې شک نشته، چې د يو واکسين جوړلول او بيا يې دنيا ته د درملنې لپاره وړاندې کول يو ستر اقتصادي پوتنسيال رامنځ ته کولی شي. د واکسين جوړولو په بهير کې بېلابېل پرمختللي ملکونه ښکېل دي، چې هر يو يې غواړي چې ژر داسې يو واکسين بازار ته راوباسي، چې هم خلک پرې وژغوري او هم ګټه پرې وکړي. آلمان، امريکا، انګلستان او چين خپل واکسينونه په خلکو  آزمېي او د ميلاندا ګېټس کمپنې هم د کرونا وايروس د واکسين جوړلو ژمنه کړې ده. په دنمارک کې د تورې ټوخې واکسينونه د کورونا ناروغانو ته ورتزريقېږي، چې د يو واکسين بيه يې تر ۱۳۰ آيرو رسېدلې ده.

داسې ګومان وکړی، چې په دنيا کې ۸ ميليارده خلک ژوند کوي او د مايکروسافټ مشر بيل ګېټس له غوښتنې سره سم، چې هر انسان چې د ځمکې پر سر ژوند کوي بايد واکسين شي! يا يې واکسينېزېشن تر سره شي، نو که د يو واکسين بيه ۱۰ ډالره وي، نو د ټولو انسانانو په واکسينولو تر ۸۰ ميليارده ډالره يوازې په واکسين لږېږي او که د لوژيستيکي، طبي، امنيتي لګښتونه ورسره وشمېرل شي، نو خبره به تر تريليون ډالره هم تېره شي، نو بشري ټولنه بايد داسې ګواښونو ته ځير شي، چې د دغه دريځونو قرباني نه شي.

پر انسانانو آزموينې او پر ژوند يې لوبې او پيسې ګټل کومه نوې خبره نه ده. که لږ فکر وکړو، نو ډېر څه به ووينو، چې ځان پرې پوه کړو. د آیفون د اپل کمپني تر تريلونه زیاته سرمايه لري او د خپلې تکنولوجي په مرسته هر ۳ مياشتې نوي آيفونونه، آيپدونه او نور بلاوبتر بازار ته راوباسي او موږ هم پرې روږدي یو، له يوې خوا ضرورت دی، ځکه زاړه آلات خپل کيفيت د وخت په تېرېدو له لاسه ورکوي، له بلې خوا د هر شخص لپاره يو بوديجوي ګواښ دی، چې هسې  ډېرې پيسې پرې ورکوي!

د مايکروسافټ کمپنې تر ډېره مودې هر څه انحصار کړي ول، چې سرمايه يې تر ۲۰۰ ميلياردو ډالرو زياته ده. بيل ګېټس د خپلې مېرمنې په نامه يوه خيريه موسسه لري، چې په ځينو ملکونو کې خپلې بشري مرستې کوي، خو تر څنګ يې ځينې داسې وړانديزونه کوي، چې کېدلی شي، د نړۍ ټول بشر له مخاطرې سره مخامخ کړي. بيل ګيټس مخکې وړانديز کړی وو، چې د هر انسان په بدن کې کېدلی شي، یو چېپ ځای پر ځای شي، چې په اړه يې ټول معلومات ثبت شي او د نړۍ په هر ګوټ کې کنټرول شي، يعنې لکه اوس چې حيوانات د چېپ په مرسته کنټرولېږي، نو انسانان به هم تر کنټرول لاندې وي، يعنې هغه آزادي چې خدای ورکړې، ترې بې برخې يې کړي. د کورونا د وايروس د واکسينونو په اړه د بېل ګېټس وړانديز پرته له سمو علمي، تحقيقي او کلنيکي څېړنو، همدې ته ورته دی، نو خلک بايد هوښيار اوسي.

د ميلاندا (بيل) ګېټس کمپنۍ د (RNA) د کيمياوي ځانګړتياوو پر بنسټ د داسې واکسين چې د (RNA-Vacicn) په نامه يادېږي، د جوړولو پلوي کوي او غواړي، چې دا ډول واکسين ژر تر ژر مارکېټ ته راووځي. د دغه ډول واکسينونو تجربه له ۲۰ کلونو راهيسې په علمي موسسو کې شته ده، مګر تر نننه يې کومه خاصه نتيجه نه ده ورکړې، چې ښې بېلګې د (HIV) يا اېډس او دې ته ورته (RNA) لرونکي وايروسونه دي، چې د ۵۰ کلونو په ترڅ کې ورته واکسين جوړ شوی نه دی، مګر تداوي يې په وایروستاتيکونو تر کنټرول لاندې راغلې ده. د (RNA) په جوړښت کې یو شمېر ریبونوکلیوتيدونه لکه اوراسيل د ادينين سره او ګوانين د سيتوزين سره غبرګ وي، لري، خو په (DNA) کې بيا دیساوکسي ریبونوکلیوتيدونه لکه آدينين له تيمين او ګوانيدين له سيتوزين سره خپل جفت جوړوي، خو (RNA) زياتره یو ځنځيریز وي او (DNA) تل دوه ځنځيريزه وي، چې د ځنځېرونو تر منځ هم اړيکيز بندونه لري، چې د (RNA) په پرتله يې جوړښت مستحکم وي.

د (RNA) واکسينونو خطر په څه کې دی. د بشر د جينوم (ګينوم) له سپړلو او تثبيتولو وروسته له ۱۹۹۸ ميلادي کاله يې ډېرې علمي او ايتيکي اندېښنې او د علم په ډګر کې اخلاقي پوښتنې رامنځ ته کړې. د جنيتيک انجينيري (جين انجينيري) پر بنسټ انسان په دې واکمن شوی، چې هر ډول مخلوق کلون کړي، چې آزموينه په پسونو او سويو تر سره شوې ده او د دغو حيواناتو کلونونه (ورته يا مشابه موجود) جوړ شوي دي. د دې ګواښ يا امکانات هم شته، چې د نړۍ له مخه د منقرض يا له منځه تللو حيواناتو بيا رغونه هم ممکنه شي.

د هايبريد (دو رګه) له پروسې سره بشر په طبيعي شکل مخامخ شوی دی، چې بيا يې دغه پروسه کاپي کړې ده. په طبيعت کې د سپيو، ليوانو، شغالانو او همدا ډول د پړانګ او زمري هايبريدونه رامنځ ته شوي او بيرته له منځه تللي دي، خو همدا ډول په تحقيقاتي مرکزونو کې هم دا ډول هايبريدونه رامنځ ته شوي دي. په عامو خلکو او په افغانستان کې هم ښه بېلګه کچره (قاطر) ده، چې د آس او خره او يا هم برعکس لکه يو هايبريد رامنځ ته کېږي. په نباتاتو، ونو، ګلانو کې هم د هايبريدونو (دورګه) را منځ ته کېدل کومه ځانګړې پېښه نه ده، چې وايي «ګل له ګله رنګ اخلي!»، يعنې په طبیعي بڼه بېلابېل ګلونه رامنځ ته کېږي، چې د جينيتيکي دايورسيتي ټيوري بنسټ هم د طبيعي هايبريدونو يوه برخه ده. د ونو په پيوند کې يا د دوو ميوو يو ځای ښخول هم د دې سبب کېږي، چې يوه مېوه لکه د انار دانه په نارنج او يا مالټه کې وده وکړي يا د مڼې ونې ته د ناک پيوند ورکړل شي يا په مڼه کې ملټه وده وکړي.

په انسانانو کې هم د نر سپرم او دښځې تخمه په لابراتوارونو کې يو ځای کېږي او وروسته له القا د ښځې په رحم کې کرل کېږي، چې بيا ښځه حامله کېږي او اولاد راوړي. د درمل په مرسته کېدلی شي، چې زړې ښځې، چې حتی وروسته له وچېدو هم وي، په دې وتوانېږي، چې اولاد دونيا ته راوړي، خو دلته يوه پېښه د يادولو ده. په بشري ټولنه کې او عبراني اديانو کې د بشر پلار آدم (ع) او مور يې بي بي هوا (رض) ياد شوي دي. د بشر د جينوم د سپړلو او څېړنو په بهیر کې دا په ګوته شوې ده، چې انسان له يوې مور څخه پيدا شوی دی. دغو څېړنو ښودلې ده، چې يوه مور خپلې لور ته له خپلې تخمې سره د (DNA) تر څنګ نور جينيتيکي مواد د سلول يا تخمې له اورګانلونو، ليزسومون، ميتوخاندرياو سره ورانتقالوي او د ګولجي آپارات په جوړښت کې هغه پروتينونه لور ته ورانتقالېږي، چې جينيتکي ارزښت لري، چې دغه لېږدونه صرف یوه مور يې خپلې سکنۍ لور ته ورلېږدولی شي.

اوس راځم هغه ايتيکې او دبشر د جينوم د نه ګډوډېدو پوښتنې ته. کله چې يوه مصنوعي القا رامنځ ته کېږي، د ځینو ميندو د القا شوې تخمې د رشد او تقويې لپاره د سالمې مېرمنې په تخمدانونو کې د فاليکولونو له اورګانېلونو څخه استفاده کېږي، چې د ميکروسورنجونو په مرسته د يو فاليکول مواد ايستل کېږي او د القا د تقويې لپاره تخمې ته ورانتقالېږي، چې دغه پېښه د جينيتيکي موداو د مدخلېدو او له بلې مېرمنې سره يې د ګډېدو امکانات رامنځ ته کوي، چې د ميتوخوندريا (DNA) او نور يو شمېر خاص ارثي مواد بلې ښځې ته ورتېر شي، چې د ارثي موادو د ګډېدو سبب کېږي، چې موږ يې په عاقبت نه پوهېږو. مصنوعي القا اوس په نننۍ روغتيا پالنه کې يو معمول ګرځېدلی دی، چې د يو نوي ماشوم په جوړښت کې د دريو تنو جنيتکي يا ارثي مواد تثبيتېږي، چې دې ته د انسان په طبيعي جوړښت کې د مډرن طبابت مداخله ويل کېږي، خو ځينې ورته پرمختللی علم يا ساينس وايي.

کېدی شي په سلو او یا څو سو کلونو کې داسې حالت رامنځ ته شي، چې بشر د ښځو په جينيتيکي مواد کې، چې اساس يې د يوې مور (ښځې) تخمه ده، د بلې ښځې يا ګډشوي جينيتيکي مواد هم وموندل شې او دغه د انسان مداخله د انسان په جنيتيکي خصوصياتو کې کولی شي، د څېړنو بهير مشکل کړي، چې وښودل شي، چې بشر د يوې مور(بي بي هوا) له لمنې پيدا شوی دی، يعنې چې «د آدمه تر دې دمه» بي بي هوا د بشر مور ده، دغه د حقيقت تيوري، کېدی شي وګواښل شي.

د انسان تر څنګ د حيواناتو او حتی د حشراتو او ميکروبونو په جينيتيک کې مداخله کېدلی شي له يوې خوا بشري ټولنه وژغوري، مګر له بل پلوه کېدی شي داسې ميکروبونه او يا وايروسونه رامنځ ته کړي، چې پر ځمکه د بشر د ژوند ګواښ رامنځ ته کړي، چې عاقبت به يې بشر ته يو بل قيامت وي. د ملاريا پلازموديم هم د نړۍ په مشخصو ځايونو کې رشد کوي او د وينې په سورګرديو يا آیرېتروسيتونو کې وده کوي او د هغوی پر پوښ باندې داسې خپل پروتينونه جوړوي، چې وکولی شي په رګونو کې ځانونه سرېښ کړي او خپل تکثير ته دوام ورکړي، خو په يو شمېر خلکو کې، چې د (Sickle cell animia) یا دغه ځانګړې کمخوني چې ارثي ده، لري، نو د ملاريا پلازموديم د دغه ارثي مرګونې ناروغي په ترڅ کې وده نه شي کولی، ځکه د ملاريا پلازموديمونه د کږو اريتروسيتون پر پوښ خپل پورتينونه نه شي جوړولی او په توري (تلي) کې دغه کاږه واږه اريتروسيتونه له منځه ځي، چې د ملاريا پلازموديم د رشد او تکثير موقع نه تر لاسه کېږي. بايد ياده شي، چې د ملاريا د پلازموديم د ودې او تکثير لپاره د دوو اونيو په ترڅ کې د چاپير حرارت (تودوښه) بايد د سانتي ګرېد له ۲۷ درجو نه کمه نه وي. عالمان له لسيزو په دې آخته دي، چې د ملاريا پر ضد داسې واکسين جوړ کړي، چې د ملاريا غوماشې يو او بل سره وخوري او يا يې جنيتيکي حالت داسې واړوي، چې نسل يې له منځه لاړ شي يآ د ملاريا ناروغي د رامنځ ته کولو توان ولري!

نو د جينيتيکي موادو پر بنسټ واکسينونه کېدلی شي، بشر له داسې ګواښونو يا ارثي تشنجاتو سره مخامخ کړي، چې د وخت په تېرېدو سره هغه خصوصيات چې په طبيعي بڼه ورکړل شوي دي، له منځه لاړ شي او انسان د ډېرو ناروغيو او طبيعي آفتونو سره د مبارزې مقاومت و نه لري او د دې اندېښنه شته، چې د انسان نسل د مځکې له سره تری تام شي، نو هر واکسين د جسم ژغورنه نه شي کېدلی! هر څوک بايد يو ځلې ځير شي، چې ولې اکثريت خلک د وُړي، مني او ژمي په موسم کې په والګې يا زکام آخته کېږي! نو د رېزش عامل هم يو (RNA) لرونکی وايروس دی! مګر ساينس تر اوسه په دې توانېدلی، چې انسان له زکامه وژغوري! او يا دا چې هر کال يو نوی واکسين جوړ کړي!

د ارثي موادو يعنې (RNA) او (DNA) پر بنسټ د رامنځ ته کېدلو واکسينونو ګواښ دا دی، چې په ناڅاپي بڼه کېدلی شي، له واکسين سره داسې جينيتيکې مواد د انسان بدن ته ورداخل شي، چې په آسانۍ د انسان په جينوم کې ځاي پرځای شي، ځکه داسې يو واکسين کېدلی شي په خپل جوړښټ کې داسې پروتينونه ولري، چې د سلول په جينوم يا ننوځي او يا هم داسې جنيتيک جوړښتونه رامنخ ته کړي، چې د انسان د جينوم موتاسيون يا ځانګړی رېپلېکشن رامنځ ته کړي، چې له دې سره د سرطاني ناروغيو، ارثي ناروغيو او یا سوُشکل يا معيوبېدو ګواښ موجود دی.

په نړۍ کې يو شمېر ملکونه آسوده ژوند لري، خو يو شمېر اشخاص د نړۍ مادي شتمنۍ کنټرولوي او زبرځواکونه بيا د نړۍ د مادي زېرمو د کنټرول په لټه کې دي، خو په وروسته پاتيو ملکونو کې بيا د نفوس د زياتوالو پديده په ځغرده روانه ده، چې مخکې يادشوې ډلې د نړۍ د نفوس ګواښ ځانته يو ناورين ګڼي، ځکه د نفوس د کنټرول په اړه په پراخه پيمانه تبليغ کوي، چې د نړۍ د نفوس تعداد تر کنټرول لاندې راشي، نو د دې امکانات شته، چې د واکسينونو په ستراتېژي کې د يو شمېر سيمو خلک په واکسينونو شنډ کړي، چې د نفوس د ډېرېدو مخه يې ونيول شي.

څنګه چې ټولو ته څرګنده ده، د نړۍ زيات شمېر خلک په چين، هند، اندونيزيا، پاکستان او افريقا کې ژوند کوي، مګر چين يو مقتدر او هند نسبتا مقتدر هېوادونه دي، نو په دغه دوو ملکونو کې د غرب هوسا ټولنه چندانې اغېز نه شي پرېښودلی، مګر دغه دوه ملکونه له نورو غربي صنعتي ملکونو سره يو ځای غواړي د نړۍ وروسته پاتې ملکونه تر خپل سيوري لاندې راولي او طبیعي خبره ده، چې په دغو ملکونو کې د نفوس کنټرول د دغو ملکونو يوه اوږدمهاله ستراتيژي ده. په چين کې تر ۴۰۰ ميليونه ځوانان مجرد د روسيۍ سرحد ته يو ګواښ دی، که په روسيه ورننوځي، نو د سابقه شوروي ټول اقمار به په يو وار ډک کړي او هرې ښځې ته به ۳ تر ۴ مېړونه ورسېږي، چې بيا به ټول چينايان وي، نو دغه مملکت له داسې ګواښ سره مخامخ دی! افغانستان يو وړ مملکت دی، که چينايان پر پامير پر هر وګړي يو ګيلاس اوبه هم را خوشې کړي، نو افغانستان تر اوبو لاندې کېږي.

بله موضوع د واکسينونو ده، په پټه سترګه د واکسينېزشن پروسه منل، کېدی شي نور ګواښونه هم رامنځ ته کړي. له بده مرغه د افغان دولت هر لوړ پوړی چارواکی د څو مشديو په بدل کې کولی شي، د خپل هېواد ټول خلک وپلوري او د خپل خلک د ړندو واکسينونو قرباني کړي. لکه نن سبا چې يې د کابل د ښونځيو نجونو ته يو ډول تابليتونه وېشلي ول، نو کېدی شي يو شمېر ډلې د دې پلوي وکړي، چې د نفوس د کنټرول لپاره په افريقا، آسیا او ډېرو سيمو کې د نرانو او ښځو د شنډېدو د واکسينونو پروژه تطبيق کړي. په افغانستان کې هم ډېر داسې سياستوال شته، چې د څو مشديو لپاره خپله سکنۍ مور هم پلوري.

نو دغه پورتنۍ د موضوع سپړنه د دې لپاره وه، چې د بشر په جينوم کې د جينتيکي واکسينونو، چې بنسټ يې (DNA) او يا (RNA) وي، د کارولو ګواښونو ته پام وشي. کېدی شي د بشر په جينوم کې د ميکروبونو سره د مبارزې يا تداوي لپاره  داسې واکسينونه وکارول شي، چې د بشر جينوم له ګواښ سره مخامخ کړي او يا داسې حالت رامنځ ته کړي، چې د جينيتيکي موتاسيون سبب وګرځي، چې عاقبت به يې د انسانان لپاره ډېر له مخاطرې سره ډک وي.

د کورونا وايروس او نړۍ

خبره دې ته راورسېدله، چې دا کورونا ليا څه بلا ده، چې لکه ټکه پر انسانانو راولوېدله، چې په نړۍ کې نن ورځ تر ۵ ميليونو زيات انسانان په رسمي بڼه پرې اخته دي او له دريو لکوو يې ډېر وژلي دي. کورونا چې نه يې سر معلوم وو او نه يې هم پای څرګند دی! خو بشر وارخطا دی، چې د انسان نسل د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی او که نه! د درمل يې ليا څرک نه لګېږي، چې څه به کېږي، نو څوک نه پرې پوهېږي.

د کورونا وايروس په اړه ډېرې لېکنې شوې دي، د ځينو ماخذونو پر بنسټ تر ۴۰۰۰ هم ډېرې ليکنې خپرې شوې دي، خو په علمې ډګر کې بيا د ۲۰۰ هغو ليکنو چې په چين، امريکا، جرمني، روسيه، ايران، پاکستان او يو شمېر نورو ملکونو د علمي موسسو لخوا خپرې شوي دي، دلته به يې يوه سپړنه وړاندې شي، چې عام خلک هم پر دې پوه شي، چې کورونا څه شی ده، څه يې عواقب دي او موږ له کومو ګواښونو سره مخامخ يو او پرمختللې نړۍ څه کوي.

کورونا وايروس موږ له ۵۰ نه تر شپېتو کلونو مخکې پېژنو، چې مخکې هم د دغه کورونا وايروس (COVID)، چې تاجداره وايروس (تاجی) هم ورته ویلی شو، ځينې پېښې ثبت شوې وې، خو دا ځل يې یوه نوې بڼه رامنځ ته شوې، چې د انسان عفوني سيستم ورسره ګواښمن شوی دی، چې د نړۍ تر ۵ ميليونه زيات خلک پرې اخته دي، ۲۵ ٪ يې ترې روغ شوي دي، په ځينو سيمو کې له ۵ تر ۱۰ سلنه ترې مړه شوي دي. د کورونا ناروغي په بهير کې تر ۸۱ ٪ ستونزمنه ناروغي تېروي، ۱۴ ٪ ډېر سخت ناروغېږي او ۵ ٪ کېدلی شي، بحراني حالت ته ورسېږي او له ټولو ناروغانو له ۲ تر ۳ سلنه مري، دغه مرګو مير په ډېرو سيمو کې یو شان نه دی.

په هر يو ميليون خلکو کې، په ايټاليا کې تقريبا ۵۰ تنه، په ايران او اسپانيا کې ۱۴ تنه، په فرانسه او هالنډ کې تر ۴ تنو، په چين کې له دوو تر دريو تنو مړه شوي دي، خو تر ټولو لږ په جرمني کې مړه شوي دي. په نړۍ کې تر اوسه له دريو لکو ډېر خلک له کورونا مړه شوي دي، چې تعداد يې ورځ تر بلې زياتېږي.

د کورونا وايروس تخميني کچه ۱۲۰ نانوميکرون ده، چې د (RNA) لرونکی جينوم يې تر ۳۰۰۰۰ نوکليوتيدي يو ځنځير لري. د پوښ تر څنګ د (SP, MP, EP) په نامه بېلابېل پروتينونه په خپل جوړښت کې لري، چې د (RNA) تر څنګ د دغو پروتينونو پرضد د واکسين جوړولو امکانات پکې ليدل کېږي. دغه وايروس د هوا له لارې د سږمو او یا هم د خولې له لارې تنفسي مرۍ او همدا ډول سږيو ته رسېږي، چې د وايروسي پنوموني يا سینوبغل ګواښ ورسره مل دی، چې سږي د وايروسي ورېځو په بڼه لکه کېږي. د ساتنګي له امله کېدلی شي يو څوک په ناڅاپه بڼه مړ شي. په دې ناروغي کې د سترګو ناروغي او نسناستی هم کېدی شي رامنځ ته شي، د يو شمېر خلکو ذايقه او شامعه احساس هم ګډوډ شي يا له منځه ځي.

يو انسان له وايروس سره له مخامېدو وروسته د اينکوبېشن (پخېدو) دورې په ترڅ کې د ناروغي هېڅ نښې نه لري، چې دغه موده له ۱۰ تر ۱۴ ورځو پورې دوام کوي، چې د ناروغي د خپرېدو يوه پټه خو خطرناکه دوره ده، ځکه هېڅوک پر ځان نه پوهېږي چې ناروغ دی او مخاطب شخص هم ګومان نه کوي چې له کورونا ځپلې سره مخامخ دی. بايد ياده شي، چې ځينې خلک کېدلی شي دغه وايروس ولري، خو پخپله هېڅکله هم ناروغ نه شي او يا ډېر سطحي مريض شي، چې پر ځان به هم پوه نه شي، مګر چاپېر به يې په کورونا لړلی وي. ځېنې پوهان داسې انګېري، چې د اروپا او امريکا ۱۰ سلنه نفوس کېدی شي په کورنا مصاب شوی وي، چې دا پخپله د کورونا د خپرېدو يوه مخاطره ده.

دغه وايروس لومړی د سږمو په داخلي قشر يا ستوني کې ځای پرځای کېږي او تکثير کوي، چې بيا د ستوني له لارې برانشونو ته انتقالېږي او وروسته له دې د سږيو تل ته ورښکته کېږي. ناروغان په لومړيو کې وچ ټوخی کوي، کېدی شي سردردي او یا هم د ځان خوږ  یا هم د مفصلونو(بندونو)  دردونه له تبې (>38 ° c) سره ولري. د سينوبغل په ترڅ کې د ټټر دردونه او سا بندي هم ورته پيدا کېږي، ځيني ناروغان له ناستناستی هم پعذاب وي. په ډېر ستونزمن حالت کې يو ناروغ پرته له تنفسي ماشينه سا نه شي اخيستی او اړ دی، چې د تنفسي ماشين په مرسته ورته آکسيجن ورکړل شي.

څنګه چې ياده شوه، دغه وايروس د هوا له لارې او یا هم د ککړو لاسونو په واسطه لومړی سږمو یا ستوني ته ځان رسوي، او بيا وچې مرۍ او په پای کې د سږيو انساجو ته يعنې الويولونو ته ځان رسوي. د هر ميکروب پر ضد بدن هڅه کوي، خپل دفاعي سيستم فعال کړي، همدا ډول د کرونا وايروس پر ضد هم په سږيو کې دفاعي سيستم فعاله کېږي، چې پايله يې اولويوليتس يا پنوموني يا د سږيو التهاب دی، چې د سږيو د پړسوب بڼه خپلوي، چې د اورريکشن يا له بريده زيات التهابي غبرګون د دې سبب کېږي، چې د سږيو اولويولونه له اوبو ډک شي، چې د سږيو او وينې د جريان تر منځ د آکسيجن تبادله خرابېږي او يا نه رامنځ ته کېږي، يعنې يو ناروغ په غير مستقيم بڼه په دغه التهاب کې ډوبېږي، چې پايله يې ماغزو، زړه او د بدن نورو غړيو ته د اکسيجن نه رسېدنه ده او يو ناروغ کېدلی شي، د سابندي په ترڅ کې تلف شي.

په چين کې او يو شمېر نورو ملکونو کې څېړنو ښودلې ده، چې د سالمو انسانانو په پرتله هغه انسانان چې د شکر، د زړه او رګونو، د وينې د فشار، آستاما (نفس تنګي) یا د سږيو په نورو ناروغيو اخته وي او یا کومه سرطاني ناروغي ولري، نو د کورونا ناروغي بهير يې ستونزمن دی. د هغه اشخاصو په پرتله چې بله ناروغي و نه لري، نو د پورته يادشويو ناروغيو خلک کېدلی شي له ۵ تر ۱۰ ځله ډېر په کورونا اخته شي او د مرګ له ګواښ سره مخامخ شي.

د کورونا وايروس د خپل تکثير لپاره د یو بل موجود سلول يا حجرې ته اړتيا لري، پرته له داسې يوې حجرې نه شي کولی خپل تعداد زيات کړي. د کورونا وايروس د انسان په بدن کې د موجودو آخذو يا رېسيپترونو په مرسته سلول ته ننوځي او بيا د سلول په جينوم کې ځای نيسي او د سلول جینوم اړ باسي، چې د کورونا د (RNA) جينوم په مرسته د هغه د تکثير پروتينونه جوړ کړي او کورونا په دې بڼه د خپل جينوم رېپلېکشن یا بيا جوړونه پياوړې کوي، چې په دې ډول نوي تکثير شوي وايروسونه په ټول جسم کې د وينې په بهير کې لېږدول کېږي او نوې حجرې تر بريد لاندې نيسي.

په حجره کې د ننوتلو لپاره له کورونا سره دوه اينزايمونه چې د انجيوتينزين کانوېرتينګ آينزايم ۲ (Angiotensin Converting Enzyme ACE 2) او بل يې د ترانسممبران پروتېاز سيرين ۲ (Transmembrane Protease Serine 2 TMPRSS2) په نامه يادېږي، مرسته کوي. د کورونا وايروس له دغه (ACE 2) اينزايم یا بيولوژيکي فعالې مادې سره نښلې او د (TMPRSS2) اينزايم ورته د ننوتلو لاره پرانيزي، چې سلول ته ننوځي، چې د انسان په سلول کې د کورونا لپاره د تکثير موقع پيدا کېږي او په دې ډول د جسم ګڼشمېر سولولونو باندې بريد تر سره کېږي.

 بايد يادونه وشي، چې دغه اينزايمونه او د هغوی آخذې زياتره په سږيو او د زړه په عضلاتو کې موجود دي، ځکه نو خلک زياتره د زړه او سږيو په وايروسي التهابي ناروغيو اخته کېږي، چې د زړه بې سېکتيا او سینوبغل را منځ ته کوي، چې د انسان د وژنې سبب ګرځي. دغه حالت په هغو ناروغانو کې چې له مخکې د زړه، د وينې فشار او سږيو ناروغي لري، ډېر ستونزمن او د مرګ له ګواښ سره غبرګ وي.

هغه ناروغان چې د وينې فشار لري، نو د رينين انجيو تينزين الدوسترون سيستم (Renin–Angiotensin–Aldosterone System RAAS) په اړوند د درملو د دريو بېلابېلو ګروپونو په کارولو سره تدواي کېږي، چې دغه د فشار درمل د انجيوتينزين ۲ بلوکر يا اینهيبيتورونو (ACE Inhibitor)، د رينين بلوکر (Renin Inhebitor) او همدا ډول د انجيوتينزین مستقيم انتوجينيست یا اینهېبيتور (AT Inhibitor) په درمليز ډلې پورې اړه لري. د کورونا غميزې په ترڅ کې، د فشار د ناروغي په درملنه کې له دغه درملونو څخه زیاتره د (ACE Inhibitor) ډله د پام وړه ده.

د دغه (ACE Inhibitor) ډلې درملونه لکه (Ramepril, Enalapril, ) د (ACE) آخذې يا رېسيپتورونه بندوي، چې د استقلاب په نتيجه کې يې د وينې فشار ټيټېږي. د دغه درمل د اغېز په ترڅ کې همدا ډول د (ACE2) د آخذو د ايکسپرېشن يا خپرېدنې ګواښ شته، چې دغه آخذې زياتره په سږيو او د زړه په انساجو کې دي. همدا ډول د فشار درمل يعنې د (ACE Inhibitor) په مرسته درملنه کېدلی شي په سلول کې د (Bardykinin) په نامه يوه ماده هم آزاده کړي، چې پر زړه، رګونو او سږيو خپل اغېز پرېښودلی شي. د دغه ميکانيزم پر بنسټ کېدلی شي، په سږيو کې د کورونا وايروس د ژر خپرېدنې سبب شي، ځکه د دغه آخذو په مرسته دغه وايروس کولی شي په آسانۍ د سږيو سلولونو ته ننوځي او د تکثير زمينه ځان ته جوړه کړي. مګر په امريکا، جرمني او یو شمېر نورو ملکونو کې څېړنو ښودلې، چې د کورونا وايروس په خپرېدنه کې دغه درمل کوم ځانګړی رول نه لوبوي، ځکه د (ACE2) د آخذو کنټرول د (RAAS) سیستم تر سره کوي، نو د فشار په درملنه کې د (ACE2) د خپرېدنې ګواښ نشته او د زړه ډېری ډاکتران د دې سپارښت کوي، چې د (ACE Inhibitor) په مرسته د فشار تداوي بايد و نه درول شي او په معمولي بڼه دغه تداوي ته دوام ورکړل شي.

د کورونا وايروس درملنه ستونزمنه ده، ځکه کوم خاص درمل د دغه وايروس پر ضد موجود نه دی. په طبابت کې د وايروسونو پر ضد بېلابېل درمل کارول کېږي، چې زياتره يې په لاندې ګروپونو پورې اړه لري

  1. Neuraminidase inhibitors

Oseltamivir

Darunavir

Umifenovir

  1. Nucleosid analogue

Ribavirin

Remdesivir

Aciclovir

Penciclovir

  1. Protease inhibitors (antiretroviral activity)

Lopinavir  or Ritonvir

د يادونې وړ ده، چې علمي څېړنو په بېلابېلو ملکونو کې دا ښودلې ده، چې دغه درملونه په عمومي توګه د کورونا وايروس درملنه نه شي تر سره کولی. په يو شمېر ليکنو کې د تصادفي واقعاتو کلينيکي انځور ليکل شوی دی، مګر په ګروپي څېړنو کې د دغو درملو ګټورتوب نه دی ثابت شوی. طبيعي خبره ده، چې په ستونزمن حالت کې چې د ژوند او مرګ ګواښ وي، نو له دغو درملو څخه استفاده کېږي، ځکه ډوب شوی هم سټې او هم ځګ ته لاس اچوي!

د کورونا په درملنه کې همدا ډول د ملاريا ضد درمل (Chloriquin) هم کارول شوی دی. د وروستيو معلوماتو پر بنسټ دغه درمل د (ACE 2)  د وروستني ګليکوسیلاسيون (Glycosylation) د تعامل مخنيوی کوي. همدا ډول د کلوروکين يو مشتق يا دېريوات (Hydroxychloroquin) د سولول په ايندوسوم کې د (PH) کچه لوړوي، چې ايندوسوم ته  د وايروسونو د ننوتلو خنډ کېږي، ځينې څېړونکي داسې انګېرنې کوي، چې دغه درمل د کورونا په تداوي کې ګټور برېښي، خو بیا هم داسې کومې معتبرې موسسې د ملاريا ضد درمل د کورونا په درملنه کې نه دی ثابت کړی او نن هم د دغه درمل ګټورتيا روغتيايي عالمان نه مني، خو دغه درمل خپل جانبي عوارض لکه د سږيو او بډوډو  او زړه التهاب ، لري، چې بايد ورته پام وشي او په ګڼشمېر کورونا ځپليو ملکونو کې د ناروغانو د زړه ناڅاپي درېدنه دغه درمل ته منصوبوي.

د تداوي بله برخه د واکسينونو ده. مخکې ياده شوه، چې د کورونا وايروس په جوړښت کې ګڼشمېر پروتينونه شته چې کېدی شي، د یو نوي واکسين په جوړولو کې مرسته وکړي، خو همدا ډول د وايروس (RNA) هم د واکسين د جوړولو لپاره یو بل د نښې ټکی دی، خو دلته د روغتيايي اخلاقو او دسپلين سره سم بايد يو پراخ څېړنيز بهير پيل شي. بيا هم په آلمان، امريکا، انګلستان او چين کې د واکسين آزموينې پر انسانانو تر سره شوې دي، چې پايله يې ليا نا څرګنده ده، خو ځينې ګنګوسې شته، چې يو شمېر ملکونو کې د کورنا ضد واکسين جوړ شوی دی او د پراخ تطبيق انتظار باسي.

د انسان جسم د هر وايروس سره د مبارزې په ترڅ کې د (Interferon) په نامه يوه ماده په سولولونو (ليمفاسيتونو) کې جوړوي، چې د وايروس د له منځه وړولو سبب ګرځي. همدا ډول د وايروس پر ضد د ايمون سیستم په مرسته د وايروس انټي باډي هم جوړېږي، چې له وايروس سره نښلې، په نېغه يې له منځه وړي او يا وايروس د مکروفاژ خولې ته ورکوي او له منځه وړل کېږي. د انترفېرون ماده په سينتيتيک بڼه هم جوړه شوې ده، چې د بېلابېلو وايروسونو په درمل کې کارول کېږي، چې له ناروغي مخکې ډېر ګټور وي، د ناروغي په پيل کې هم ګټه لري، مګر وروسته له اينکوبېشنه يې اغېز نور هم کمېږي، حتی هېڅ کېږي.

د کورونا وايروس بهير ښودلې ده، چې ۲۵-۳۰ سلنه او حتی په ځينو سيمو کې تر ۸۰ سلنه خلک په طبيعي شکل جوړېږي، نو دغه حالت ديته نغوته کوي، چې د انسان جسم د کورونا پر ضد خپل د عافيت سيستم پياوړی کوي او له کورونا روغ رمټ کېږي. په هالنډ کې له کورونا روغ شويو خلکو د وينې پلازما اخيستل شوې او نورو د کورونا ناروغانو ته تزريق شوې ده، چې د تدواي نتيجه ښه بلل شوې ده. دغه پېښه هم دې ته ښودنه کوي، چې يو شمېر انسانان له کورونا سره خپل ايموني سيستم پياوړی کوي او د کورونا وايروس له منځه وړي.

آيا د کورونا وايروس دومره مرګونی دی، چې کېدی شي د بشر نسل ته ستر خطر پېښ کړي او یا کنټرول نه شي. په دې برخه کې بايد ياده شي، چې له مصابو خلکو په ټوليزه توګه ۳ سلنه مري. مګر په هېڅ هېواد کې ټول خلک نه دي ټست شوي، چې آيا کورونا يې تېره کړې او که نه، خو داسې انګېرنې شته، چې وايي په آلمان کې تر ۱۰ ٪ ټولنه په کورونا مصاب شوې ده، مګر راجستر شوي ناروغان  ۱۷۰ـ۱۸۰ زره دي، ځکه ډېر خلک چې ټوخی او يا تبه ولري، نو کور کې پاتې کېږي او له خپل ډاکتر سره تليفوني مشوره کوي، ځکه دغه خلک هېڅکله هم د کورونا په اړوند نه آزمويل کېږي، نو ريښتنۍ شمېره د مصابو خلکو کېدی شي ډېره لوړه وي.

په وروستيو دوو لسيزو کې موږ له ګڼشمېر ناروغيو سره مخامخ شوي يو، نو په نړيواله کچه څېړنو ښودلې ده، چې تر ټولو ډېره مړينه د افريقا ايبولا (Ebola) تر ۵۰ سلنه، بيا د عربو مېرس (MERS) تر ۳۵ سلنه، ورپسې چيچک (Smallpox) تر ۳۰ سلنه، بيا د سارس (SARS) ناروغي تر ۱۰ سلنه، رامنځ ته کړې ده، چې له کورنا (Covid 19) څخه ۳-۴ سلنه ناروغان مري، نو داسې ښکاري، چې تر کورونا خطرناکو ويروسونو په بشر تيری کړی، بشر قرباني ورکړې، مګر ترې روغ وتلی.

د کورونا وايروس د مخنيوي لپاره د دې سپارښت شوی دی، چې خلک باید تر ۲ مترو پورې له يو او بل واټن ولري. دغه فاصلې ته بايد په بس، ريل او موټر کې پام وشي. ډېر داسې وايي، چې دستکش او ماسکونه هم بايد ولري، مګر تر ټولو ګټور بیا هم په کورونو کې کرنټين يعنې کور کې پاتې کېدل وو، نو د اروپا يو شمېر ملکونو کې ډېر خلک په کورونو کې پاتې شول او د وايروس د پراخې خپرېدنې مخنيوی وشو. بيا هم په ځينو ملکونو کې د جموجوش د مخنيوي سلسله ډېره ستونزمنه وه او ده. لکه په افغانستان کې چې هراتی ملا مجيب الرحمن انصاري وايي: کورونا برای کفار يک غصب است، اما برای ما مسلمانان ها یک رحمت است! در امريکا ده ها هزار مرده اما در افغانستان تا به حال ۴۰ يا پنجا نفر فوت کرده! او ټول د جماعت لمانځه او ديني غونډو ته تشويقوي. څنګه چې ټول پوهېږي، چې د ځان ساتل فرض دی او په جماعت لمونځ بيا موکد سنت دی، نو آيا موږ د ملايانو په خوله وکړو او ځان له کورنا سره مخامخ کړو، نو دغه بيا همغه با شاخ ګو کونه جنګاندن معنی ورکوي او که له خپل سليم عقله د دين په رڼا کې کار واخلو او ځان وژغورو! وروسته له ثوري غوبلونو به خلکو ويل، چې شرايط انقلابي دي، هوښيار هغه دی، چې سر وساتي! نو اوس هم د کورونا انقلاب دی، نو سر وساتی!

په اروپا کې ۲ ميليونه او په امريکا کې هم تقریبا ۲ ميليونه خلک په کورونا مصاب شوي دي، او تعداد يې ورځ تر بلې زياتېږي. په جرمني کې بيا د مصابو خلکو شميرتر اوسه تر ۲ لکو و نه رسېدلو، چې علتونه يې کېدلی شي، د جرمني د خلکو عمومي روغتيا وي او جرمنان نصبتا با دسپلينه دي، چې د کرنټين په موده کې په ټوليزه توګه کورونو کې پاتې شول، مګر په طبي برخه کې يې کوم شهکار نه دی کړی، ځکه په روغتونو کې د کورونا ناروغان چې مړه کېدل مړه شوي دي، چې پاتې کېدل پاتې شوي دي! په اروپا کې بله ګټه دا وه، چې خلکو لومړی له خپل کورني ډاکټر سره تليفوني مشوره کوله چې بيا ورته مناسبه سپارښتنه کېدله. دغه دريځ په معاينه خانو کې د خلکو د ګڼوګوڼې د مخنيوي سبب شوه او خلک ډېر مصاب نه شول.

داچې ولې په امريکا او اروپا کې د کورونا وايروس ډېر ژر خپور شو او ډېر خلک يې قرباني شول، د طبي سيستم جوړښت تر څنګ يې ټولنيز ژوند هم خپل رول درلودلو. د اروپا او امريکا خلکو په لومړيو کې کورونا جدي و نه نيوله، ځکه نو له دا ډول ناورين سره مخامخ شول. د اروپا او امريکا په لويو ښارونو کې د نفوس تراکم، د صنعتي ژوند ګڼه ګوڼه، د ښارونو، کليو تر منځ د پخو سړکونو غزېدنه، چې يوازې په آلمان کې د ورځې تر ۶۰-۷۰ ميليونه موټرونه په سړکونو ځغلي، همدا ډول د ریل ګاډي ترانسپورت او د هوايي ليکو د الوتکو ګڼه ګوڼه، هغه فکتورونه دي، چې د ناروغي په ځغلنده خپرېدنه کې اساسي رول درلودلی شي.

بله موضوع د وايروس لپاره د چاپېر د تودوښې، رطوبت او شمالونو وضعيت هم ډېر مهم دي، ځکه دا وايروس د اروپا په ايټاليا، اسپانيا، جرمني، هالند او بلجيم کې ژر خپور شو، مګر په شرقي اروپا او کم نفوسه سکانډنياوي ملکونو لکه ډنمارک، سويډن، ناروې کې يې خپرېدا کاوړې وه، چې د کورونا لپاره پکې د خپرېدو امکانات کم ول، مګر په ايران کې د افغانستان په پرتله د کورونا مصاب خلک او مرګو مير ډېر دی، ځکه د خلکو ترانسپوتي امکانات پکې ډېر دي، په ځينو ښارونو کې د نفوس زياتوالی او بې ځايه مذهبي جماعتونه هم د کورونا په خورېدو کې غوره ګڼل کېدلی شي.

په چين، شمالي کوريا او يو شمېر نورو ملکونو کې ليا د کمونيستي ډیکتاتوري ذهنيت موجود دی، ځکه د کرنټين له اعلان سره سم تر ۹۰ سلنه خلک په کورونو کې پاتې شول، چې د کورونا د ځعلنده خپرېدنې مخنيوی پکې وشو. د چين په اړه ويل کېږي، چې د ناروغانو او مړيو تعداد يې پټ ساتلی، ځکه د چين احصاييه د منلو وړ نه ده. د کرنټين لپاره په شمالي کوريا کې ویل کېږي، چې يو نفر يې په کوڅه کې چانواري کړ، نو نوورو ته عبرت شو! چې له کيم جون هوڼ سره ټوکې نه کېږي، نور بيا وايي، چې په ځينو ښارونو کې يې د باغ وحش زمريان خوشې کړي دي، چې خلک يې له ويرې له کورونو نه راوځي! دا هم یوه د کرنټين سوسياليستي توګه ده، خو کيم جون هوڼ  بيا دا څو اونۍ له عام معظره ورک وو.

په آريانا تلويزيوني شبکه کې ښاغلی همايون افغان هر چا ته درېدلی وي او د ماسک او دستکش په اړه يې ګواښي، چې ماسک نه لري او یا هم ولې دستکش نه لري. هغه ربړي دستکشونه چې خلک يې په لاس کوي، څو نقصونه لري. لومړی خو دا چې له دغو دستکشونو د کورونا وايروس په آسانۍ تېرېدلی شي او بيا د لاس په پوستکي کې خوندي کېږي. دویم وروسته له څو دقيقو په دستکشونو کې لاسونه خولې کېږي او د نورو ميکروبونو لپاره د ودې او تکثير ښه شرايط پکې جوړېږي. دغه دستکش په روغتونونو کې د يوې لنډې مودې لپاره کارول کېږي او بيا ايسته غورځول کېږي، نو زما په ګومان تر دستکش چې لاسونه ژر ژر په اوبو او صابون پرېمينځی نو تاسو ته به ګټور وي.

ماسکونه بېلابېلې بڼې لري، خو معمولي ماسکونه د ۱۵ دقيقو لپاره د کارولو وړ وي، خو بیا د خولې اوبه، د تنفس هوا او له سږمو څخه ګرمه او د بهر سړه هوا په ماسکونو کې داسې يو ماحول جوړوي، چې د کورونا وايروس تر څنک په سلهاوو نورو وآيروسونو او باکټرياوو ته د رشد او تکثير زمينه برابروي، نو ماسک بايد په هرو شلو دقيقو کې نوی شي، چې د دومره ماسکونو اخيستل او کارول يو نا ممکن کار دی. د دغو ستونزو تر څنګ له ماسکه سږيو ته کمه هوا او لږ آکسيجن تېرېږي، نو د کمې هوا یا ناپاکې هوا او کم آکسيجن چاپېر د سږيو لپاره خطرناک برېښي او د دې تر څنګ د سا اېستلو په ترڅ کې د خولې او ماسک تر منځ د (CO2) غازونه هم زياتېږي، چې يو شمېر خلک که د نفستنګي، برانشيت او یا هم ايمفيزما ولري، نو له دغو خلکو سره په سږيو او بيا په وينه کې د (CO2) د ټولېدو (Commulation) په ترڅ کې د بې سدېدو مخاطره هم موجوده ده، چې دې حالت ته د (CO2 Narcosis) هم ويل کېږي، نودې ته بايد پام وشي.

په کور کې له ټوټې يا ټوکر د څو لايه جوړ شوي ماسکونه بيا ښه دي، ځکه دغه ماسکونه کولی شی، په جوش اوبو کې پرېمينځۍ، اوتو يې کړی او بيا يې وکاروی، خو د ورځې بايد څو دانې داسې ماسکونه درسره وي، که نه نو د ماسک او خولې په منځ کې د هوا د آیروزولېشن يعنې د خولې توده او د چاپېر سړه هوا  سره ګډېږي، د رطوبت نمجنه فضا رامنځ ته کوي او له دغه رطوبت سره ماسکونه هم نمجن کېږي او حتی لمدېږي، نو د ميکروبونو لپاره د ودې ښه چاپېر رامنځ ته کېږي.

د پرنجيدو او يا ټوخيدو په ترڅ کې د خولې ځګونه او سا د ۱۵۰ کيلومتر په يو ساعت کې په سرعت سره چاپېر هوا ته شنل کېږي او تر دوو مترو لرې خپرېږي، مګر که ماسک اچول شوی وي، دغه فاصله تر ۲۰ – ۳۰ سانتي متره رالنډېږي، نو د ماسک کارولو ګټه دا ده، چې له تاسو څخه نورو مخاطبو خلکو ته ستاسو د خولې دهوا د مخامخ خپرېدنې مخنيوی کوي او بس!  چېرې چې خلک نه وي، نو په آزاده هوا کې د ماسک آغوستل اړين نه دي، مګر په بېروبار، جموجوش، دوکان يا مغازه کې يې بايد وکاروی.

دغه د ماسکونو اخوډب هم عجيبه دی، لکه د سر پوړنی يا ټکری، چې په رنګونو او ګلونو سينګار وي، نو خلکو ماسکونو ته هم د مود په بڼه وکتل شول، چې ډول ډول شکلونه يې ورکړل او رنګارنګې ټوټې يې ورته وکارولې. مسلمانانو خو ليا دا دي څو سوه کاله کېږي، چې د حجاب تر نامه لاندې يې، ډول ډول پوزبندونه، وربزونه، نقابونه، چادريګانې او ګڼشمېر نور بلاوبتر او نوښتونه يې رامنځ ته کړي دي، چې يو شمېر ځانونه بيا د شال تر څنګ په چادرنماز کې هم پېچلی وي، خو په زړه پورې دا ده، چې د کفارو په ملکونو کې په وروستيو دوو لسيزو کې د حجاب پر ضد ډېرې ډلې په مورچل کې کېناستې، په فرانسه، بلجيم، هالنډ او جرمني کې حتی په پارلمانانو کې پرېکړې وشوې، چې د مسلمانانو نقاب او بورقې ته د پای ټکی کېږدي، ځکه تر بورقې لاندې تروريستان پټېږي او په چادري کې بيا داعشان ننوځي!

راځی چې وګورو کورنا يا الهي پرښتې څه وکړل! لومړی خو کله چې د کورونا د بريد انقلاب پيل شو، نو نر او ښځه يې په ي، رديف کې راوستل او دې ته يې اړ ايستل چې په کورونو کې کېني، يعنې نر، ښځه، مسلمان، هندو، عيسوي، يهود او بودايي يې ټول په خپلو جونګړو کې کوټه قلفي کړل. په خپله مبارزه کې يې امير او غريب ته په يوه سترګه وکتل! او د مخ پټولو يا حجاب يې داسې يو حالت رامنځ ته کړ، چې په ټوله نړي کې يې نر او ښځه دې ته اړ کړل، چې ماسکونه واغوندي، دسکشونه ولري او په همدغه اروپايي ملکونو کې يې قوانين وايستل چې دوه تنه څنګ تر څنک نه شي کيناستلی! ماسکونه جبري دي، چې حتی تر ۱۵۰ آيرو يې جريمه هم پرې ايښې ده! نو دغه کورونا الهي قوانين نه پلي کوي، نو څه کوي! خو مسلمان نر هم کورونا ته ټينګه نه کړه، لکه ښځه غوندې يې ماسک خولې ته ونيولو، نو اوس به ښځينه ماشالله هم پرې ليکي! ځکه مساوات رامنځ ته شو.

بيا هم له کورونا څخه د ژغورنې لپاره تر ټولو ښه وقايه نظافت، له نورو خلکو واټڼ نيول او له جموجوشه ډه ډه کول دي. هڅه وکړی، چې له کوره بهر له چا سره په لاس يا غېږو روغبړ و نه کړی، لکه د هندوستان خلک په نمستې ستړيمشې وکړی او يا په لوړ غږ سلام واچوی! خو ځينې بيا وايي، چې څنګل، پښې او يا کونټي سره وجنګوی! مګر د لاسونو په مينځلو کې غفلت مه کوی. خوله او ستونی مو په پاکو اوبو له لږ چيکې مالګې سره غرغره کړی. هر لمانځه ته اودس په پاکو اوبو تازه کړی، نو د کورونا په مخنيوي کې نظافت او له جماعتونو يا ګڼوګوڼو ځان ساتل، تر هر څه ډېر مهم او اغېزناک دي.

 ډېر خلک به په دې فکر کې وي، چې ښه او ډېر خوراک وکړي، نو له کورونا به يې ځان ژغورلی وي. ښه خوراک يا مناسب خوراک حتمي دي، مګر نسپړسي او ګوشنګي مو بيا بربادوي. د انسان بدن تر ۷۰ سلنه له اوبو جوړ دی، نو د ورځې تر ۳ ليټره مايع (اوبه، چی، جوس، شودې، شکنه يا ښوروا) او د دې تر څنګ ويټامين، پروتين او غوړو ته هم اړتيا لری. هر څه چې په کور کې لری په مناسبه بڼه يې وخوری، ګېډه ډېره مه ډکوی، ځکه د معدې تيزاب کېدلی شي د مرۍ له لارې خولې ته راپورته شي او د ستوني نه وچې مرۍ او د سږيو نلکيو ته وبهېږي، چې د سږيو او برانشونو د تخريشېدلو يا التهابي کېدلو سبب کېدلی شي، چې دا پخپله د کورونا پر ويروس د آخته کېدلو ګواښ رامنځ ته کوي.

خوب د جسم په مضبوتيا کې ډېر اړين دی. په کمخوبي کې د بدن دفاعي سيستمونه ډېر کاوړي وي، ځکه نو هر انسان بايد هڅه وکړي، چې په څلورويشتو ساعتونو کې خپل اته ساعته خوب پوره کړي. د دې لپاره چې سم، ښه او دروند خوب وکړی، نو بايد ماښامنې ډېر ناوقته ونه خوری، هڅه وکړي ډوډۍ کمه وخوری، چې مخکې له خوبه مو معده نيمه خالي وي، چې هم سم خوب وکړی او هم مو د معدې هضم سم وي. بل دا چې د معدې د تيزابو او يا عصارې له ريفلوکسه يا مرۍ ته د معدې د موادو (عصارې) بيرته ستنېدلو، به مو ځان ساتلی وي، چې د معدې عصاره کېدلی شي، د پرېوتو په ترڅ کې د تنفسي سيستم نلکیو ته وروبهېږي او تنفسي سيستم ته د خوړو د ټوټو د ننوتلو ګواښ هم رامنځ ته کړي، نو په تخريش شويو برانشونو کې د کورونا ننوتل او په سږيو کې يې خپرېدنه نوره هم آسانېږي.

کورونا له روژې سره په يو موسوم کې رامنځ ته شوې او په افغانستان کې د خپرېدو په ترڅ کې ده. هغه خلک چې د ګوردو (بډوډو)، زړه، شکر او فشار ناروغي لري، نو هڅه دې وکړي، چې بدن يې کم آبه نه شي، نو سپارښتنه ورته دا ده، چې روژه ونه نيسي. د روژې په ترڅ کې د بدن مايعات کمېږي، چې د ستوني وچوالی هم ورسره مل وي، نو په وچه خوله او وچ ستونې کې د کورونا وايروس په آسانۍ کولی شي ونښلي، ژر تکثير وکړي او سږي ونيسي، چې له سینوبغل (پنومونيا) سره د انسان د مرګ سبب شي، نو هغه خلک چې ډنګر وي او هغه چې بدن يې دمايعاتو له نيمګړتيا سره مخامخ وي، بايد د روژې له نيولو ډه ډه وکړي، نور نو د ملايانو کار دی، چې څه ډول يې شاربي.

ولې کورونا را منځ ته شوه

د بشر په تاريخ کې ګڼشمېر وبا ګانې تېرې شوې دي، چې زما په ګومان ځينې ناروغۍ د بشر له پيدايښت سره تړلې دي او د انسان د مقاومت لپاره انسانان کله کله په والګي يا زکام آخته کېږي، ځينې بيا داسې ناروغۍ دي، چې په هغې کې بيا انسان پخپله ملامت دی، نو په وروستۍ پېړۍ کې د بشر نفوس له ۲ ميلياردو نه تر ۸ ميليارده پورې رسېدلی دی، چې د نفوس درييمه برخه په دوو هېوادونو يعنې هندوستان او چين کې ژوند کوي او ګڼشمېر نور بيا په وروسته پاتې آسيا او افريقا کې اوسېږي. د اروپا او امريکا وګړي هم د نړۍ د نفوس درييمه برخه جوړوي، اسلامي نړې، چې زياتره يې وروسته پاتې ملکونه دي، تر ۲ میليارده انسانان پکې خوندي دي.

انسان له خپل چاپېره وتلی دی، له خپل لمڅي يې پښې ايستلې دي او د حيواناتو له حريمه هم ورتېر شوی دی. انسانانو په حيواناتو د هغوی د ژوند چاپېر تنګ کړی دی، نن سبا ډېر وحشي حيوانات له خپلو سيمو څخه ښارونو ته را کډه شوي دي. په ځينو سيمو کې د انسانانو او حيواناتو په منځ کې د بېلتون بريد يا سرحد نشته. يو شمېر خلک حيواناتو ته سجده کوي او نور بيا داسې حشرات، خزنده او درنده حيوانات په کورونو کې ساتي، چې د ډول ډول ميکروبونو د خپرېدو زمينه يې برابره کړې ده، د وحشي ميکروبي زېرمو سره هم انسانان په خپل چاپېر کې مخامخ شوی دی. سپی خو اصحاب کف دی او پشې خو د کور کرشمه ده.

په هندوستان کې موږک، بيزو، شادي او نور حيوانات د هر کور په ګاونډ کې دي. د موږکانو او شاديانو مندرونه لري، چې عبادتګاوې يې ترې جوړې کړې دي، همغه خبره هندو ستړی خدای ناراضه! په چېن کې خو حالت داسې دی، چې هر څه خوځېږي، نو هرو مرو به په شوق خوړل کېږي. په عربو کې بيا له اوښ سره معاشرتونه کوي، د اوښ د شودو، غوښې تر څنګ د اوښ ميتيازې هم څښي، چې خوله يې د اوښې ادرارځي ته نيولی وي او تودې تودې بولې يې غوړپوي.

د خاصو حيواناتو د غوښې خوړل بيا د بشر ژوند له يو بل ګواښ سره مخامخ کړی دی. د عربانو د خوړو خوندوره غوښه بیا د تمساح، سمسرې، چلپاسې، منګري او لټکو غوښه ده او په ډېر شوق يې خوري. له چينيانو او نورو خپلوانو يې  پر ځمکه نه سپی پاتې شو او نه پشۍ، تر ځمکې لاندې يې چومجي ټول وخوړل او په هوا کې يې نه مرغه پرېښود، نه بمبيرک او نه آسمانڅڅکی، همغه خبره هر څه چې خوځېږي بايد وخوړل شي. افريقايان بيا د بيزو تر څنګ د ژوندي انسان ماغزه هم په شوق خوري.

د شلمې پېړۍ په پیل کې د ۱۹۰۰ ميلادي کلونو په ترڅ کې (Sir William Osler) د لومړي ځل لپاره د (Zoonotic) اصطلاح د ميکروبي يعنې باکټريوي او وايروسي ناروغيو په رامنځ ته کېدلو کې وکاروله، چې هغو ناروغيو ته يې نغوته وکړه، چې له حيواناتو کېدلی شي انسانانو ته انتقال شي او انسانان پرې مبتلا او ناروغ شي. په طبيعت کې هر مخلوق ته ځانګړی چاپېر رامنځ ته شوی، زمری او پړانګ په ځنګله کې وي، مرغان بيا له يوې سيمې بلې ته الوزي. موږک بيا په خپلو غارونو کې خوندي وي او آسمان څڅکی بيا د غرونو په تيارو مغارو کې ځړېدلی وي، خو دا انسان يا اشرفالمخلوقات دی، چې د نړۍ ټول طبيعي ځنګلونه يې ووهل او د آمازون سيمه يې پکه کړه، چې په افغانستان کې هم هره ونه د سوخت او فروش ده! نو هم مو خپل چاپېر برباد کړی او هم مو د حيواناتو ژوند تريخ کړی دی!

اينفلووينزا (Influenza)، سارس (SARS Severe acute respiratory syndrome)، مېرس (MERS Middel East respiratory Syndrome)، اېچ آی وي يا اېډس ناروغي (HIV Human immunodeficiency virus)، اېبولا (Ebola) او کورونا یا (Covid 19) هغه زوونوتيک يا حيواني ميکروبي (وايروسي) ناروغۍ دي، چې له حيواناتو انسانانو ته ورانتقال شوي دي او انسانان يې ناروغ کړي دي، يعنې د دې ګواښ ليا هم شته، چې په راتلونکې کې هم داسې یو مصيبت رامنځ ته شي، چې د بشر ژوند وګواښي.

په چين کې د وحشي حيواناتو له خوړلو سره د دې ګواښ هم شته، چې نوي وايروسونه له وحشي حيواناتو اهلي حيواناتو او بيا انسان ته ورانتقال شي. تر ۷۱ سلنه نوې ناروغۍ په وروستۍ پېړۍ کې د (Zoonotic) له سببه رامنځ ته شوې دي او بشر به په راتلونکې کې هم له دا ډول وايروسي او باکټرياوي ګواښونو سره مخامخ وي. بله ستونزه دا ده، چې د وهان د وايروسونو څېړنيز انستيتوت هم د وحشي حيواناتو د بازار تر څنګ دی، چې کېدی شي په دغه انستيتوت کې له وحشي وايروسونو سره تجربې د نويو آفتونو عامل وګرځي، په ګڼښمېر څېړنيزو انستيتوتونو کې د سينتېتيک وايروسونه جوړونه او يا د طبيعي وايروس موتواسيون د نظامي موخو لپاره د بشر د تباه کېدلو لپاره بله پلمه ده!

د ۱۹۶۰ ميلادي کلونو په بهير کې په يو شمېرملکونو کې ټوليزه لوږه رامنځ ته شوه، چې په چين کې هم د لوږې ګواښ خپل اوج ته رسېدلی وو، نو په همغه کلونو کې د وحشي حيواناتو د خرڅلاو او د غوښې د خوړلو بهېر پياوړی شو، نو داسې د غوښې ځانګړي بازارونه رامنځ ته شول، چې له ګيډلې نيولې، تر سمسرې او کږې پورې په يو قفس کې واچول شول، چې اوس ويل کېږي، په چين کې هر څه چې خوځېږي، نو خوړل کېږي! د دغه وحشي حيواناتو د کاروبار لوی بازار په وهان کې دی، چې هر کله يوه پېښه ترې رامنځ ته کېږي.

د (Zoonotic) ناروغيو په رامنځ ته کولو کې انسانان ډېر ګرم دي، ځکه نو په ټوله نړي کې بايد خلک هڅه وکړي، چې د حيواناتو له چاپېره لري شي، د وحشي حيواناتو ماحول په طبيعي بڼه بيرته پرېږدي. د نړۍ په زرغونولو کې په پراخه پيمانه برخه واخلي! له حيواناتو سره دې داسې معاشرت نه کوي، چې د ميکروبونو د خپرېدلو ګواښ ورسره رامنځ ته شي.

د انفلوانزا يا والګي په رامنځ ته کېدلو کې د هيليو (مرغاويو) یا نورو مرغانو براعظمي پروازونه اساسي رول لري. کله چې يوه هيلۍ يا قاز، يا لګلګ او يا دې ته ورته مرغان له يوې سيمې بلې ته الوزي، نو په مېشتو سيمو کې خانګي چرګانو او يا نورو اهلي حيواناتو ته د اينفلونزا وايروسونه لېږدوي، چې انسان بيا له خپلو خانګي چرګانو په انفلونزا آخته کېږي، چې يوازې په جرمني کې د کال په ترڅ کې تر ۲۰۰۰۰ انسانان له دغه انفلونزا څخه مړه کېږي، ځکه نو د مني، ژمي او وړي په بهير کې هغه شمېر خلک چې د والګي له مخاطرې سره مخامخ وي، نو انفلونزا واکسين ورکول کېږي، چې د دغه وايروسي له سخت بريد څخه وژغورل شي.

د کورونا وايروس هم په طبيعې بڼه په يو شمېر وحشي حيواناتو کې موجود وي. دغه حيواناتو ته د ريزېروار (زيرميېز) حيوانات ويل کېږي، يعنې د دغو حيواناتو په بدن کې ګڼشمېر باکترياوې او يا وايروسونه په طبيعې بڼه ژوند کوي، چې په نورو مخلوقاتو کې د خپلې خپرېدنې لپاره بايد تغيرشکل وکړي او لومړی په اهلي حيواناتو کې ځای پر ځای کېږي، تکثير کوي او له اړتياسره سم په خپلو پروتينونو او سلول کې داسې تغيرات رامنځ ته کوي، چې د انسان بدن هم تر بريد لاندې راولي، چې کورونا هم له آسمان څڅکي یا شاپرک چرمي څخه کوم اهلي حيوان لکه سپی، اوښ، خر او چرګ ته ورانتقالشوی او بيا انسان ته ورلېږدول شوی دی، چې د کورونا نننۍ غميزه يې پايله ده.

   د کورنا د غميزې په ترڅ کې په يو شمېر ملکونو کې خلک ډېر مړه شول او ګڼشمېر نورو ملکونو کې يې خپرېدنه بيا کاوړې وه. داسې ويل کېږي، چې د امريکا تورپوستي په دغه ناروغي ډېر آخته شوي دي او ډېر يې مړه شوي دي. بله موضوع دا يادېږي، چې زياتره زاړه خلک او يا هغه خلک چې د سږيو، زړه، پښتورږو، بډوډو او يا فشار يا سرطان ناروغي ولري، نو له دغه وايروسه مري. د کورنا له وايروسه همدا ډول واړه ماشومان، تنکي ځوانان او يو شمېر جسمي غښتلي خلک هم له دغه آفته مړه شوي دي. د جرمني په يو روغتون کې پلار، مور او زوی يو ځای بستر ول، له بده مرغه زوی مړ شو، خو پلار او مور وروسته له روغېدو يو پالنوتون ته انتقال شول. داسې شواهد شته، چې د کورنا وهليو ناروغانو منځ کې وينه نسبت نورو ناروغيو ته ډېره ګاټه کېږي او زياتره د زړه، سږيو او ماغزو له سکتې مري، نو د کورونا په تداوي کې بايد د وينې د رقيقېدو درمل ته پاملرنه وشي. هغه ناروغان چې تنفسي سيستم ته اړ دي، په تداوي کې يې د ګلوکوکورتيکويد درملونو لکه هايدروکورتېزون يا پريدنيزالون کمه کچه يا مقدار اړين دي، مګر د دغه درمل ډېر تزریقول د جسم ايمونۍ سیستم کاوړی کوي او د ناروغې د تداوم او پياوړي کېدو سبب کېدی شي.

وايي په ځنګله کې قانون زور بالای زور دی! او هغه حيوان ژوندی پاتې کېږي، چې قوي او له خپل چاپېر سره په آساني عادت وکړي، نو د کورونا پېښو هم د «پياوړي عادت کېږي او پاتې کېږي (Survival of the fittest) تيوري» ته د خلکو پام اړولی دی، ځکه هغه خلک کورونا وژني، چې زاړه، ناروغ او خوار وي! يا داسې خلک وي چې د جينيتيکې له اړخه د ژوند له اړودوړو سره نه شي کولی ځان عادي کړي! چې کورونا هم دغه خلک ژر تر بريد لاندې نيسي، نو دا یوه الهي پرښته نه ده څه ده! خو دا بدمرغه پرښته هم لکه د افغانستان نامرده مشران، زور یې په بې وزلو او غريبانو ډېر بر دی! ځکه اميران که په کورونا آخته کېږي، نو د تداوي او ژغورنې ښه ميکانيزمونه هم لري! ښه ويل شوي، چې قانون د امیرانو لپاره نه بلکې د غريبانو لپاره جوړ شوی دی! نو د الهي دغه ټکې هم د غريبانو ګريوان نيولی دی! چې يايې مخامخ ځپي او يا يې له لوږې سټوي!

پايله

د نړۍ خلک په طبيعت کې د خپلو بې ځايه مداخلو په ترڅ کې داسې يو ماحول رامنځ ته کړی، چې د بشر نسل هره شيبه د ورکېدو له ګواښ سره مخامخ دی. د اتومي، هايدروجني او نورو وسلو تر څنګ، چې يو ستر ګواښ د بشر لپاره دی، د صنعتي ملکونو د تولېداتو په ترڅ کې د نړۍ تودوښه هم لوړه شوې ده، چې په نړۍ کې د ژوند د ختمېدو پيلامه ده. د هندو چين نفوس ټوله نړۍ ګواښي، چې ټول بشر له لوږې سره لاس او ګرېوان شي.

اسلامي نړۍ د خپل جهاد په ترڅ کې د نړۍ یوه درييمه خلکو ته يې فکري ځولنې وراچولې دي او روحي يې بنديان کړي دي، په ديني او مذهبي جګړو يې اخته کړې او د جهاد في سبيل الله په بهير کې يې د نړۍ امنيت ګواښلی، نو ټولو ته پکار ده، چې سر خپل ګرېوان ته ټيټ کړي او په دې فکر کې شي، چې خپل کور، ټاټوبی، کلی، سيمه او هېواد څنګه جوړ کړي او د مملکت د پرمختګ او د خلکو هوساينې لپاره په ابتکار لاس پورې کړي او د ټولنې د پرمختګ پوتنسيال وګرځي.

کورونا نن سبا مخه روسيې، برازيل او په تېره بيا افغانستان ته کړې ده. روسيه خو به ځان تر يوې پولې وژغوري، د برازيل خو يې کوکې وايستلې، مګر افغانستان ډېر بې وزله دی، رهبران يې خرڅېږي، نو خلک بايد ځان پر خدای وسپاري او پر ځان متکي شي. زما سپارښتنه ورته دا ده، چې هڅه وکړی په کورونو کې پاتې شی، له جموجوشه ځانونه وساتی، خوراک مو مناسب وکړی، په خوراک کې مو د آش، شکنې، ښوروا، چی او نورمايعات زيات کړی، له نسپړسي ډه ډه وکړی، خوب مو سم کړی، انشالله له دغه غمېزې به روغ ووځی!

هغه څوک چې په کورونا (COVID 19) اخته وي، بايد جسمآ محرک پاتې شي، يعنې آزاد سپورتي تمرينات وکړي، د تنفس يا ساايستنې تمرينات هم اړين دي. په ورځ کې تر ۳ – ۴ ليټره (اوبه، چی، د مېوې اوبه، ښوروا، شکنه، آش او برنج اب) بايد وخوړل شي. ناروغ بايد د خوب مناسب پروګرام ولري. د کوټې هوا بايد هر ۳۰ ـ ۶۰ دقيقو کې تبديله شي. د دوړو له بريده، سړو او زيات رتوبطه ځان وساتی. د جوش اوبو بخار تنفسول، چې ځان پرې ونه سېځي! اړين دي. له نورو کوروالو او خپلوانو ځان بايد کرنټين کړی. دغه ناروغي کومه خاصه درملنه نه لري، نو د درد درمل لکه پاراسيتامول ښه دي، چې د ورځې تر ۴۰۰۰ مليګرامه واخستل شي، خو د ينې حالت مو بايد کنټرول شي. د نورو درملو له کارولو ډه ډه وکړی. د ساتنګي په ترڅ کې د آکسيجن ډبې ته او د سږيو د جدارونو د پراخېدو درمل لکه سلبوتامول ته اړتيا لری. که نفستنګي ډېره پياوړې وي او يا شي، بايد د کورونا لپاره ځانګړشوي روغتون کې درملنه تر سره شي او ناروغ ته آکسيجن د تنفسي سيستم ماشين په مرسته ورکړل شي. بايد ياده شي، چې د وايروسي ناروغيو په ترڅ کې اپورتونيستي باکترياوې کېدلی شي د سږيو باکتريايي التهاب رامنځ ته کړي، نو د درملنې په ترڅ کې د انتيبيوتيک کارول اړين دي. دا جوته شوې، چې د کورونا ناروغان د وينې له ګاټه کېدو هم د زړه يا ماغزو د سکتې په ترڅ کې مري، نو د وينې د رقيقېدو درمل (Fraxiparin 2X5600 iE Subcutan) هم بايد د ناروغي له پيله وکارول شي، که دغه درمل نه وي، نو د (Aspirin 100 mg) تابليتونه د ورځې يوه دانه بايد ناروغ ته هرومرو ورکړل شي.

و من الله التوفيق

Comments are closed.