ډاکټر لمر

کورونا لا هم مخ پر خپرېدو ده. په نړۍ کې تر ۶ ميليونه زيات خلک په کورونا اخته شوي دي، چې زياتر يې نرينه دي او ګڼشمېر ښځينه هم په دغه ناروغي مصاب شوي دي. په دغه ناروغي زياتره زاړه او ناروغ خلک اخته کېږي. د مصابو خلکو شمېر کېدلی شي له ۶ ميليونو هم ډېر وي، ځکه ټول مصاب شوي خلک ډاکټر یا روغتون ته مراجعه نه کوي، نو ځکه د کورونا ناروغي د راجستر شويو ناروغانو تعداد تر اصلي شمېرې ډېر لږ ښودل کېږي.

د کورونا په تدواي کې ځينې داسې پېښې ليدل شوې، چې ناروغان له کورونا ډېر ژر جوړ شوي دي، يو شمېر بيا ډېره سخته ناروغي تېره کړې ده او همدا ډول په نړۍ کې تر ۴ لکو زيات خلک له دغه ناروغۍ مړه شوي هم دي. د ناروغانو تر څنګ د مړيو شمېر هم ورځ تر بلې زياتېږي، نو طبيعي خبره ده، چې بشر د تداوي لپاره د مډرن طبابت تر څنګ یوناني، عنعنوي او خانګي طبابت ته هم مخه کړې ده، څوک په ادرک، بل په مدرک، درېيم په خاک شير او نور بيا د خيرو په ګُل او داسې نورو بلاوبترو ځانونه تداوي کوي.

بشر تل د وايروسي، باکټرياوي، پرازيتي يا فنګسي ناروغيو سره لاس او ګرېوان وي. هر کال په سلهاوو ميليونه خلک په نړۍ کې د رېزش يا والګي دوره تېروي او له دغه وایروسي ناروغي روغ رمټ راوځي. د رېزش يا زکام لپاره کومه ځانګړې تداوي نشته، ځکه نو روسان بيا وايي، چې «زکام که تداوي کړې او که تدواي يې نه کړې، نو اوه ورځې دوام کوي!»، ځکه نو د زکام لپاره کومه خاصه تداوي نشته، مګر په وروستۍ لسيزه کې يو شمېر ګواښمنو خلکو ته د زکام د مخنيوي او يا يې پر ضد واکسين ورکول کېږي، چې د ناروغي مخنيوی وشي او يا پر ناروغ ناروغي آسانه تېره شي.

کورونا هم لکه نورو وايروسونو غوندې يو (RNA) لرونکی وايروس دی، خو توپېر يې دا دی، چې ډېر ژر خپرېږي او د سږيو انساج ژر تر بريد لاندې نيسي، چې زياتره ناروغان د سابندېدنې له وجې ډېر په تکليف وي او تر ۳ سلنه ناروغان کېدی شي ترې ومري. دغه وايروس په سږيو کې ډېر ژر التهابيت رامنځ ته کوي او د سږيو د الويولونو او نورو انساجو د پړسوب سبب ګرځي، چې په سږيو کې له وينې سره د آکسيجن د تبادلې خنډ ګرځي، چې د (Hypoxia) يا د آکسيجن د کمښت په ترڅ کې د انسان د بې سدېدو او يا تلفېدلو سبب ګرځي.

له بده مرغه اوسمهال په نړۍ کې کورونا يا کويد ۱۹ لا د خپرېدو په ترڅ کې ده، چې نن سبا يې جنوبي امريکا يا لاتينه امريکا تر بريد لاندې نيولې ده، چې د برازيل مملکت يې په ځانګړي ډول تر نورو ډېر ځپلی دی، چې په تېرو ۲۴ ګړيو کې په دغه ملک تر ۳۵۰۰۰ نوي انسانان په دغه ناروغي آخته شوي دي، چې په امريکا کې هم دغه شمېره تر ۲۵۰۰۰ په يو شپه کې زياته شوې ده. په ټوله نړۍ کې تېره شپه تر ۱۲۰۰۰۰ ناروغان د کورونا په اړوند راجستر شوي دي.

په افغانستان کې ورته حالت دی. کورونا خپله لمنه ورځ تر بلې خوروي او نورو سيمو ته ځان رسوي. اوسمهال په افغانستان کې تر۱۶۰۰۰ انسانان په دغه ناروغي مبتلا دي، چې زياتره يې په کابل کې (۶۵۰۰) تنه، هرات (۲۵۰۰)، بلخ (۱۲۰۰)، ننګرهار (۸۰۰)، کندهار (۷۰۰) تنه او پاتې په نورو ولايتونو کې خواره واره دي. له بده مرغه په افغانستان کې په يو شپه کې د کورونا وهليو شمېر تر ۹۰۰ تنو زيات شوی دی او دغه د ناروغي ديناميکي خورېدنه به تر يوې مودې پورې پاتې شي، چې کېدی شي ټولنه د روغتيايي بحران سره مخامخ کړي. له بده مرغه د دغه وايروسي ناروغي د خپرېدنې کچه د لوړېدو په ترڅ کې ده.

 د کورونا ناروغي ځانګړې تداوي نشته. نړيوالو څېړنو ښودلې ده، چې د کورونا ناروغي په بهير کې تر ۳۰ سلنه ناروغان سمدلاسه په کمه موده کې بيرته رغېږي او په ټوليزه توګه کېدلی شي تر ۸۰ سلنه خلک خپله جوړ شي، خو د ناروغۍ يوه سخته دوره به يو شمېر ناروغان تېروي. له بده مرغه د کورونا ناروغۍ له مړينې سره غبرګه ده، چې له ۳ تر ۴ سلنه خلک کېدلی شي له دغه ناروغۍ د مرګ کومې ته ولوېږي، نو له کورونا سره بايد په ډېر احتياط چلند وشي.

د کورونا د خپرېدنې د مخنيوي لپاره تر ټولو اغېزناک تکتيک قرنطين (کرنټین) يا په کور کې پاتې کېدل، له نورو خلکو سره د مخامخېدو نه ډه ډه کول او له جموجوشه ځان ساتل وو او دي، چې په دې برخه کې په جرمني کې د کرنټين پروسه ډېره ښه منظمه تر سره شوه او د مصابو شمېر يې د ۱۸۵۰۰۰ شاوخاواکې پاتې شو، د مړيو شمېر يې ۸۵۰۰ تنه، مګر د روغ شويو خلکو شمېر يې تر ۹۰ سلنه دی. همدا ډول يې په روغتونو کې يوازې هغه خلک تداوي کول، چې بېړنيزې درملنې ته اړ ول يا په سرطاني ناروغيو اخته ول او يا دا چې عاجل بايد عمليات شوي وی. له دې پرته د پوليکلينک برخه يې بنده کړې وه او خلکو کولی شوی له خپل کورني ډاکتر سره تليفوني خپل مشکل حل کړي. په پایوازانو او نورو ملاقاتونو هم تر ننه ټوليز بنديز لګېدلی دی. په دغه پورتني انځور کې وينو، چې توره برخه يعنې د مړيو شمېر ډېر ټيټ دی، شنه برخه له کورونا د جوړو خلکو سلنه ښيي او سره ليکه بيا د کورونايي ناروغانو چې له ۱۰ سلنې لږ دي، ښيي.

د کورنا ناروغۍ بهير دا ښيي، چې د انسان جسم د دغه نوي وايروس په مقابل کې خپله مبارزه کوي او د انسان ايموني سيستم يې پر ضد چمتو کوي او دغه وايروس له منځه وړي. د دغه ناروغۍ په ترڅ کې په ځانګړي ډول یو ټوليز انساني ايمونيټي رامنځه ته کېږي، چې په ټوليزه توګه د وايروس د لمنځه وړلو سره غبرګ پرمختګ کوي، خو دغه ټوليزه ايمونيټي په هره سيمه کې يو ډول نه ده، ځکه په یو مملکت کې تر ۹۰ سلنه خلک ترې جوړ شول اما په ځينو کې بيا د روغو سلنه تر ۳۰ ٪ پاتې ده.

 په ډېرو ملکونو کې په لومړيو کې کورونا جدي و نه نيول شوه، ځکه په اسپانيا، ايټاليا، فرانسه، بلجيم او يو شمېر نورو اروپايي ملکونو کې د کورونا شمېر ډېر ژر زيات شو، چې دغه ټولنې یې له روغتيايي بحران سره مخامخ کړې. د انګرېز جونسن، د امريکې ټرامپ او د برازيل بولسونارو هم د کرونا الهي پرښته جدي و نه نيوله، چې خپل خلک يې له يو ستر ناروين سره مخامخ کړل، چې نن سبا په امريکا کې تر ۱۰۵۰۰۰، په انګليس کې تر ۴۰۰۰۰ او په برازيل کې په ډېره کمه موده کې تر ۳۰۰۰۰ خلک سټ شول، چې اوسمهال په امریکا کې تر ۲ ميليونه، برازيل کې تر نيم ميليونه خلک په کورونا اخته دي، چې په ټوله نړۍ کې ۶۱۰۰۰۰۰ انسان د کورونا له ناروغۍ سره لاس او ګرېوان دي.

بايد تکراراً ياده شي، چې د انسان د بدن ۷۰ سلنه اوبه دي، ځکه نو د کورنا په ترڅ کې بايد د بدن مايعات کم نشي، يعنې جسم بايد پوره مايعات تر لاسه کړي، چې د اوبو، چي، شوروا، شکنې، برنج اب، آش او د ميوې د اوبو په استفادې سره کولی شی د خپل بدن اوبړينه برخه پوره کړئ. په شوروا، شکنې او يا آش کې د تورو مرچو او يا تازه مرچو، چې د بدن استقلاب وپاروي، چې د بدن تودښه لوړه شي او له خولو او د ادرار په زياتېدو د وايروس توکسينونه له بدنه ووځي، ځکه نو په ورځ کې بايد تر ۳ يا ۴ ليټره مايعات واخلئ، هغه څوک چې د زړه تکليف لري، بايد له خپل کورني ډاکټر سره د مايعاتو د اخيستلو په برخه کې مشوره وکړي، ځکه ډېر مايعات کېدلی شي د زړه د عدمې کفايه رامنځ ته کړي.

د کورونا د ناروغۍ بل اړخ د سابنديدنې يا جسم ته د اکسيجن د نه رسېدلو برخه ده، ځکه کورونا د سږيو ټوليز التهاب رامنځ ته کوي، چې په سږيو کې د اکسيجن د تبادلې خنډ ګرځي. په روغتيايي چارو کې د التهاب ضد درمل په دوو کټيګوریو کې راځي، چې یوه ډله يې ستروييد او بله يې نونستيرويد د التهاب ضد درمل دي، له بده مرغه دغه دواړه درمل د کورونا په ترڅ کې د سږيو د التهاب د مخنيوي لپاره لږ څه ګټور دي، مګر ستيروييد ضد التهابي درمل بيا د بدن ايمون سيستم ګواښي، چې د ناروغۍ د تداوم سبب کېږي.

نونستيرویيد هغه درمل لکه ايبوپروفن، ولترېن، آسپرين او تر يو بريده پاراسيتامول يادېږي، مګر بيا په سترويد درملونو کې پريدنزالون او يا د هايدروکورتېزون ډول ډول درمل دي، چې د التهابيت درملنه پرې تر سره کېږي، مګر د کورونا په التهابيت کې دغه دواړه درمل چندانې ګټور نه دي. د درد لپاره د پاراسيتامول سپارښتنه کېږي، مګر پريدنزالون او يا هايدروکورتېزون د بدن په ايموني سيستم بد اغېز کوي او کېدای شي ناروغي نوره هم پياوړې او يا يې موده اوږده کړي. مګر هغه ناروغان چې د سابندي په اړوند تنفسي سيستمونو ته اړ وي، نو دغه ناروغانو ته اکسيجن په لوړ فشار ورکول کېږي او ناروغان په مصنوعي بڼه بې سده ساتل کېږي. په دغه ناروغانو کې د پردنيزالون او يا هايدروکورتيزون د کمې اندازې د کارولو سپارښتنه کېږي. دغو ناروغانو ته د اپورتونيستي ميکروبي يرغلونو د مخنيوي لپاره د انتيبيوتيک کارول هم اړين ګڼل کېږي.

څېړنو دا ښودلې ده، چې د کورونا په ناروغۍ کې د سږيو التهابيت يا (پنوموني)، چې ځينې ورته سینوبغل هم وايي، اساسي رول لوبوي. د کورنا پر ضد ټول ناروغان ايموني غبرګون ښيي، خو په ځينو خلکو کې دغه غبرګون ډېر پياوړی وي، چې د سږيو د ټولېز التهابي کېدلو سبب ګرځې او د سږيو انساج له پړسوب سره مخامخ کېږي او د وينې جريان د سږيو په اسناجو کې بطي يا بېخي درېږي، ځکه نو ګڼشمېر ناروغان د وينې له ګاټه کېدو هم د زړه، او ماغزو له سکتو او نورو اورګانونو له کمخوني مري، نو د کورونا په درملنه کې بايد د وينې د رقيقېدو درملو لکه آسپرين، وارفارين او يا کسارلتو (DOAK) ته هم پام وشي.

څنکه چې ګورئ د کورونا په ناروغۍ کې د سږيو التهاب تر ټولو ډېر خطرناک دی، ځکه د دغه حالت په ترڅ کې ماغزو، زړه، سږيو، بډوډو، پښتورږو او ينې ته اکسيجن نه رسېږي، چې د اکسيجن کمښت د بدن ټوليزه (Hypoxaemia) يا د اکسيجن له کمبود سره مخامخ کوي، چې په ځينو پېښو کې د انسان د مرګ سبب ګرځي، چې د کورونا په ناروغۍ کې هم دغه فينومين ته ډېره پاملرنه پکار ده.

د کورونا په ترڅ کې په يوه فرانسوي څېړنه کې ښودل شوې ده، چې د ۱۱۰۰۰ کورونايي ناروغانو په منځ کې د سګريټيانو برخه کمه وه، چې په کورونايي ناروغانو کې ټول ټال اته عشاريه پنځه سلنه ۸،۵ ٪  سګريټي ول. د فرانسې له څېړنو سره سم تر ۳۶ سلنه فرانسويان سګريټ څکوي، چې په ټوله اروپا کې بيا تر ۲۶ ٪ خلک په سګريټو روږدي دي. همدا ډول د ۱۳ چينايي څېړنو مېتاانالایزيس هم د فرانسويانو تحقيقي څېړنه تائيد کړې، چې ګواکې په کورونا ناروغانو کې د سګريټيانو شمېر کم دی.

څېړونکي داسې انګېري، چې د سګريټو نيکوتين (Nicotine) په سږيو کې د (ACE2) اخذې سره نښلي او د دغو اخزو يا رېسپتورونو شمېر کموي او د بدن سلول ته د کورونا د ننوتلو خنډ ګرځي، ځکه نو هغه خلک چې سګريټي دي، کم په کورونا اخته کېږي. مګر په عمومي توګه سګريټ د سږيو نسجونه تخريشوي او سيمييز التهابيت پياوړی کوي، چې کورونا وايروس هم د سږيو التهابيت رامنځ ته کوي، نو سګريټ بايد د کورونا بهير ستونزمن کړي. په حيواناتو باندې يوې تحقيقي څېړنې ښودلې ده، چې د سګريټ تر مقدار اړوند په سږيو کې د (ACE2) د اخذو کچه کمو زياته کېږي، چې کېدی شي د سګريټ د کچې په اړوند د (ACE2) اخذې کنټرول هم شي. مګر د سګرټو په معتادينو يا مضمنو سګريټيانو کې بيا د (ACE2) د اخذو ايکسپرېشن يا زياتوالی رامنځ ته کېږي، چې د کورونا د رامنځ ته کېدلو ګواښ ورسره زياتېدی شي.  ځکه نو يو شمېر پوهان په دې هڅه کې دي، چې د کورونا په وايروسي ناروغۍ کې د نيکوتين پلستر وڅېړي، چې د (ACE2) په اخذو اغېز کوي يا يې نه کوي او د کورونا په درملنه کې به يې استفاده ګټوره وي او که نه! خو ټول عالمان په يوه خوله دي، چې د سګريټو له څکولو بايد ډډه وشي.

په ايران کې د أپينو په اړه هم ګڼشمېر ليکنې خپرې شوې دي، چې دغو څېړونکو دا جوته کړې ده، چې د أپينو روږدي خلک د نورو خلکو په تناسب ژر په کورونا آخته کېږي او د ناروغۍ بهېر يې ډېر بحراني وي او د مړيو شمېر په دغه ناروغانو کې تر نورو خلکو زيات وي. په دغه څېړنو کې په أپينو د روږديو ناروغانو برخه ۱۰،۸ سلنه ښودل شوې ده. د أپينو په اړه بايد یاده شي، چې د جسم په تنفسي مرکز اغېز کوي او همدا ډول د ټوخي د نرمېدو سبب ګرځي، ځکه د شنې ټوخلې تداوي هم د أپينو په کوديين تر سره کېږي، چې په بدخشان او يو شمېر نورو سيمو کې د ټوخي د کرارېدو لپاره يو شمېر خلک ترياک کاروي، چې د روږدېدو ګواښ ورسره غبرګ دی.

د کاناډا په ليت بريدج پوهنتون (Lethbridge University) کې د هش، مريهوانا، کانابيس يا چرس او کورونايې وايروس  په اړه هم ګڼشمېر څېړنې تر سره شوې دي، چې يو شمېر يې خپرې شوې هم دي. دلته هم خبره بيا همغه  اخذو ته وراوړي، چې مخکې يادې شوې دي،  يعنې د بدن په سلولونو کې د ACE2 (Angiotensin Converting Enzyme 2) اخذو ته نغوته کېږي. دغه انزايم د بدن په ټولو برخو کې شته دی، مګر په غاړه، ستوني، سږيو او زړه کې زياتره خپور دی. په دې برخه کې کاناډايي پروفيسور ډاکتر ايګور کوولچوک داسې انګېري، چې د چرسو يو شمېر مشتقات د (ACE2) آخذې بندوي، نو کله چې د (ACE2) آزادې آخذې په غاړې، ستوني او يا سږيو کې نه وي، نو د کورونا وايروس نه شي کولی د بدن سلول ته ننوځي، ځکه نو په دې ډول د کورونا ناروغۍ د مصابېدو او خپرېدنې مخنيوی کېږي.

څېړنو دا ښودلې ده، چې د چرسو د مشتقاتو پر بنسټ جوړ شوي درمل د يو شمېر ناروغيو په درمل کې ګټور اغېز درلودلی شي، چې په ننني طبابت کې هم د يو شمېر ناروغيو لکه  (Crohn, Alzheimer, Cancer, Multipel Scleros) په درملنه کې د کانابيس مشتقات کارول کېږي. دغه درمليز دريځ دې ته نغوته کوي، چې کانابيس يا د چرسو غوړ د خمار او نېشې تر څنګ د التهابيت ضد اغېز هم لري او د ناروغ د فکري تسکين سبب کېږي او له مضمنو دردونو يې ژغورلی شي، خو په طبابت کې له بلاستونو پاک شوي کانابيس، چې جانبي عوارض ونه لري کارول کېږي.

له بده مرغه نن سبا د نړۍ له ۶ ميليونو ډېر خلک په کورونا اخته دي او له ۴ لکو زيات ترې مړه شوي دي، ځکه نو په ټوله نړۍ کې خلک د دغه ناروغۍ د مخنيوي او تداوي هلې ځلې کوي، مګر تر ننه د دغه ناروغۍ کومه ځانګړې نسخه نه ده پيدا شوې او يواځې د ناروغۍ علايم تداوي کېږي، يعنې (Symptomatic Therapie) درملنه تر سره کېږي.  يو شمېر خلکو یوناني طبابت ته مخه کړې او نورو بيا عنعنوي درمليز دريځ خپل کړی دی.

د وايروس پر ضد د واکسين جوړول ستونزمن کار دی، ځکه ګڼشمېر تحقيقاتي مرکزونه تر اوسه هم په دې نه دي توانېدلي، چې يو واکسين د کرونا پر ضد جوړ کړي. په جرمني کې هم يو شمېر تحقيقاتي مرکزونه په دې بوخت دي، چې د کورونا ضد واکسين جوړ کړي. د يو څېړنيز مرکز له څرګندونو سره سم دغه انستيتوت ته له چين، ايټاليا، اسپانيا، فرانسې، امريکا او يو شمېر نورو ملکونو څخه د کورونا وايروس سمپلونه د څېړنو لپاره رارسېدلي دي، چې د دغه سمپلونو مقدماتي څېړنو ښودلې ده، چې د يوې سيمې کورونا وايروسونه له بلې سيمې سره توپير لري، چې حتی جينوم يا ګېنوم يې هم له يو او بل سره لږ ورته والی لري، چې د يو مناسب واکسين د جوړولو مخه يې ډب کړې ده. د کورونا وايروس د جينوم دغه رنګارنګتيا دې ته نغوته کوي، چې دغه وايروس د هرې سيمې لپاره خپل نوی وريانټ د خپل (RNA) او يا نورو ارثي موادو د موتاسيون او ځانکړي رېپلېکشن له لارې تر سره کوي، ځکه يې خپرېدنه هم داسې چټکه ده.

د بُته فقيرپه اړه ډېر څه ويل شوي، مګر په هالنډ کې دغه بوټی د هالنډيانو په ورځنيز ژوند کې يو ځانګړی ځای لري. همدا ډول په ټوله اروپا کې افغاني، تورکي، مراکشي او د ګڼشمېر نورو ملکونو چرس راوړل کېږي، خو هالنډ بيا هم د دغو ملکونو سردار دی. د هالنډ په کافي شاپونو کې د چرسو پلورل او څکول آزاد دي، مګر له هېره مه باسئ، چې په هالنډ، بلجيم او جرمني کې په هر يوه کې يې تر ۱۰۰۰۰ انسانان، بيا په فرانسه، ايټاليا او اسپانيا کې بيا له ۳۰۰۰۰ تر ۵۰۰۰۰ انسانان د کورونا ناروغۍ په ترڅ کې خپل ځان له لاسه ورکړی دی.

د بنګو بوټيه خمار مې کړه! دا په افغانستان کې يوه معموله اصطلاح ده، نو د دغه بوټي په اړه داسې کيسې په کليو کې کېدلې، چې ګواکې دغه بوټی د فرعون له ژوند سره اړيکې لري. وايي فرعون د خدايي دعوا درلودله، نو هېچا يې ډوډۍ خوړل او بولې کول نه وو ليدلي. داسې نغوته کېږي، چې ګواکې فرعون په پټه د مصر په رېګستان کې په شګو کې بولې کولې. کومه ورځ ماښامني فرعون په پټه صحراګشت ته وتلی وو، چې رفعه حاجت وکړي، مګر دی په سوټه ليا ناست وو، چې يو لاروي وليدلو، نو په فرعون يې غږ وکړ، چې ته خو خدای يې! نو اوس ولې دلته په بولو ناست يې. وايي فرعون ډېر زهير شو او په زړه کې يې خدای ته سوال وکړ! «اې خدايه زه ستا ګنهګار بنده يم، يا ربه په دې دنيا مې مه شرموه، بيا په هغه دنيا مې د دوزخ په اورونو کې سره لمبه کړه، مګر اوس مې دغه لاروي ته مه سپکوه! »، نو خدای په فرعون ورحمېدلو او هغه ته يې د ده د سوټې او بولو پر ځای د بنګو بوټی را شين کړ! نو د دغه بوټي  د شنه کېدلو الهام فرعون ته وشو. فرعون له ځايه پورته شو او په لوړ سر يې هغه لاروي ته  وويل: ما دغه د فقيرانو بوټی جوړولو او خپل سيوری مې پرې خور کړی وو!

د چرسو يا بنګو بوټي ته د «بُته فقير» نوم  ځکه وکارول شو، چې هم د خدای الهام پکې شته او هم يې د فرعون فقيرانه دعا منل شوې ده، خو په قران اعظيم الشان کې بيا پر بشر دوخانيات او نشه يې توکي منعه شوي دي، خو د نړۍ خلک دغه د دروېشانو بوټی يا خوري، يا يې څکوي، چې په مډرن طبابت کې د درد درمل په بڼه او د يو شمېر نورو ناروغيو د تدواي لپاره کارول کېږي.

په افغانستان کې يو جنرالان ډېر دي، بل ديني عالمان زيات دي، خو تر څنګ يې قهرمانان او ولیان هم ګڼشمېر دي، چې وايي که په افغانستان کې يو بل زيارت زياد شي، نو قبله به افغانستان ته واړول شي، له هغه وخته، چې زه له دغه اصطلاح سره آشنا شوی يم، نو ګڼشمېر زيارتونه لکه د مرحوم علي مزاري، د مرحوم استاد رباني، د مرحوم مجددي، د مرحوم پير صاحب، د مرحوم مارشال فهيم، د مرحوم مسعود او يو شمېر نور غير رسمي او غير دولتي زيارتونه جوړ شوي دي، خو بيا هم د اسلام قبله د مکې لوري ته پاتې ده، يا دا چې د تېرو کمونيستي مشرانو او طالبي مشرانو زيارتونه هم چې پوره شي، نو بيا به هرومرو د اسلام قبله د شهيد پرور ملت لوري ته واوړي.

د کورونا په اړه هم همداسې ګنګوسې روانې دي، چې د کورونا د درملنې درمل يو افغان جوړ کړی او په سلهاوو خلک يې پرې تداوي کړي دي. دغه طبيب يا عالم عبدالحکيم الکوزی نومېږي او د خپل درمل په ترڅ کې يې په سلهاوو خلک په کندهار کې تداوي کړي او اوس په کابل کې مېشت دی او په وړيا توګه خلک له کورونا ژغوري، خو افغاني روغتيايي چارواکو يې مخه ډب کړې ده، مګر د چين سفارت د خاصو مراسمو په ترڅ کې ورسره ملاقات کړی دی.

ښاغلی الکوزی صاحب داسې انګېري، چې ګواکې ده ته د افغانستان غم ورولوېدلو او په کورنا آخته شويو افغانانو ځورېدنه يې و نه شوی زغملی، نو يوه شيبه داسې حالت پرې راغی، چې دغه پېښې ته ډېر متوجې شو او يو ساعت يې وژړل او داسې شېبه پرې راغله، چې لږ ترياک يا أپين يې تر شنډې لاندې کېښول او زنګوله زنګوله خوب پرې راغی. خوب يې وليد، چې روښنايي يا نور ورته د انسان په بڼه ښکاره کېږي او ښاغلي الکوزي ته الهام کېږي، أې الکوزی صيبه، ولې داسې جګر خونه يې؟ پورته شه د أپينو تخم واخله او د چرسو له عصارې سره يې ګډ کړه، نو ستا واکسين جوړ شو، چې له کورونا څخه د خپلو هېوادوالو او مسلمانانو د ژغورلو لپاره لاس پکار شي.

ښاغلی الکوزی وايي، چې دی نه غواړي دغه واکسين وپلوري او د خلکو درملنه د خدای په جت تر سره کوي او غواړي خپل مسلمان وروڼه او خويندې پرې تداوي کړي. د کفارو په اړه بيا وايي، چې هغوی پوهېږي او کار يې، پرېږده چې پخپله ناپوهي کې لاهو وي!  او خپلې اوږې د ژورنالېست مخې ته پورته اچوي! «مره چي …!»، بيا هم د ښاغلي الکوزي دغه نوښت د پام وړ دی، ځکه نو بايد د قدر په سترګه ورته وکتل شي، خو ځينې داسې اندېښنې شته چې بايد ورته پام وشي.

په کندهار کې د سنځلو، ګُلاپو او يو شمېر نورو ګُلونو عطرونه جوړېږي او په اوبو کې د دغو ګُلونو اکسترکت يا عصاره جوړېږي. په کندهار کې او په يو شمېر نورو ولايتونو کې پورته ياد شوي عطرونه د سيمييزو امکاناتو په چاپېر کې جوړېږي او د تبنګ فروشانو لخوا د سنځلو، ګُلاپو او نورو عطرونو په بڼه پلورل کېږي، چې د الکوزي صاحب د هشيش يا بنګو د عصارې جوړول هم د دغو عطرونو صنعت ته ورته توليدات دي.

څنګه چې څرګندېږي، د ښاغلي الکوزي صاحب په واکسين کې د أپينو او چرسو د عصارې ترکيب ليدل کېږي، نو دغه واکسين بايد د دغو دوو توکو په خصوصياتو کې وڅېړل شي. أپين څنګه چې مخکې ياده شوه، ډېر پياوړی د درد درمل دي، نو په کورونا کې هم زياتره خلک د عضلاتو او مفصلونو له دردونو نالش کوي، نو په دې برخه کې د الکوزي صيب درمل کېدی شي ګټور وي.

د أپينو درمل يعنې کودېين يا نيوکودېين د ټوخي مرکز تر بريد لاندې نيسي او د ټوخي مخنيوی کوي، چې د سيا سرفه يا شنې ټوخلې يو منل شوی درمل دی، نو د کورونا ناروغان هم له ټوخېدو ځورېږي، چې په دې برخه کې هم د د أپينو مشتقات د ټوخي د مخنيوي لپاره ګټور دي، ځکه نو د الکوزي صيب درمل په دې برخه کې هم جوت اغېز لري.

د کورونايي ناروغانو خوب خراب وي او ډېر خلک له بېخوبي سر ټکوي، نو د أپينو مشتقات په انسان دروند خوب راولي، چې د الکوزي صيب د درمل دغه اړخ هم د پام وړ دی، ځکه د کورونا ناروغان کولی شي، لږ منظم خوب وکړي، چې له جسمي ستومانتيا خلاص شي، نو ښه خوب جسم ته د دې موقع ورکوي، چې سم استراحت وکړي او جسم يې له کورونا سره د مبارزې وړ شي.

په أپينو کې د سګريټ نيکوتين ته ورته مشتقات هم شته، چې کېدی شي لکه د سګريټو نيکوتين په غاړې، ستوني او سږيو کې د (ACE2) آخذې بندې کړي، چې سلول ته د کورونا د وايروس د ننوتلو خنډ شي، چې په دې توګه په سږيو کې د کورونا د نورې خپرېدنې مخنيوی وشي او د کورونا ناروغۍ بهير به کاوړی کړي، نو له دې اړخه هم د الکوزي صاحب درمل ډېر غوره ښکاري.

د الکوزی صيب د درمل په ترکيب کې همدا ډول د بنګو د بوټي يا د چرسو عصاره هم شته. د چرسو يا کانابيس په اړوند په کاناډا او نورو ملکونو کې څېړنو ښودلې ده، چې د چرسو د مشتقاتو درمل د تسکين، آرامښت، د درد ضد او ضد التهابي ځانګړنې لري او د يو شمېر عصبي ناروغيو لپاره هم په موډرن طبابت کې کارول کېږي. د دغو ځانګړنو تر څنګ داسې برېښي، چې کانابيس په جسم کې (ACE2) اخذې بندوي او د دغو اخذو ټوليزه شمېره په بدن کې کموي، ځکه نو کورونا نه شي کولی د جسم سلول ته ننوځي، ځکه يې د ناروغۍ په ترڅ کې د تکثير مخنيوی کېږي.‎

د چرسو يا کانابيس د پورته يادشوي ميکانيزم پر بنسټ کېدی شي دا په ګوته شي، چې د الکوزي صاحب درمل په دې برخه کې هم د کورونا ضد ګټور اړخ لري، ځکه هم ناروغ ته تسکين ورکوي، هم يې د سږيو التهاب  کموي او همچنان د (ACE2) اخذې په سږيو او د بدن په نورو برخو بندوي او شمېر يې کموي، چې د کورونا د خپرېدنې مخنيوی پرې کېږي.

د الکوزي په درمل کې يوه لویه «اندېښنه» شته، هغه دا چې د الکوزي صيب د درمل د أپينو او چرسو کچه نن څرګنده ده، چې د يو شمېر خلکو د تلفېدلو سبب نه شي. آيا د يوې لنډې مودې لپاره د دغه درمل چې له أپينو او چرسو ترکيب شوی وي، د انسان د روږدېدو عامل کېدلی شي او که نه؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ډېر خلک ورسره مخامخ دي، خو د دغه پوښتنې ځواب هم آسانه نه دی، مګر زه به په ټوليزه توګه خپل نظر څرګند کړم.

په جراحي کې د درد د تسکين لپاره له يوې اونې تر ۲ اونيو پورې ډېر داسې درمل کارول کېږي، چې د أپينو مشتقات دي، لکه موروفين، تارګين، ترامادول او په لسهاوو نور، نو د دغه درملو په کارولو هم هېڅ ناروغ نه روږدی کېږي، ځکه نو د لنډې مودې لپاره د أپينو پر بنسټ جوړشوی درمل کېدلی شي وکارول شي او د روږدېدو خطر يې ډېر لږ دی. د چرسو په اړه هم ورته خبره ده، ځکه د طبابت په ځينو برخو کې د کانابيس درمل په پراخه پيمانه کارول کېږي او په ټوله پرمختللې نړۍ کې يې په روغتياپالنه کې د کارونې رسمي جواز شته دی.

څرنګه چې کوړکه چرګه په خپلو آيو يا هګيو تر ۲۱ ورځو کېني او بيا له هګيو چرګوړي راوځي، نو کورونا هم له ۱۰ تر ۱۴ ورځو د اينکوبېشن دوره لري، چې د خپل تکثير امکانات د جسم په سلولونو کې جوړ کړي. وروسته له دغه مودې په ناروغ کې د کورونا ناروغي علايم لکه ټوخی، ستوني درد، سينه دردي، سر دردي، نفس تنګي او تبه رامنځ ته کېږي. د دغو ۱۰ـ۱۴ د اينکوبېشن د ورځو په ترڅ کې هېڅ ناروغ په ځان نه پوهېږي، چې کورونا نيولی دی، مګر نور خلک کېدلی شي ترې مبتلا شي. وروسته له دې چې په انسان کې دکورونا نښې نښانې راپيدا شي، نو يو ناروغ له ۵ تر ۱۴ ورځو پورې د کورونا ناروغي تېروي.

ښاغلي الکوزي صاحب هغه ناروغان تر درملنې لاندې نيسي، چې په جسم کې يې د کورونا د وايروس د اينکوبېشن موده تېره کړې وي او د ناروغي د مانيفېست دوره يې وي، چې وروستۍ ورځې يې له ناروغي څخه د بيرته رغېدنې يا رېکووري له مودې سره سمون لري، چې په دغه موده کې د ناروغ جسم له کورونا سره خپله مبارزه  د کورونا ضد ايمونيټي په مرسته فاينل کړې وي. په وروستيو ورځو کې هم کېدلی شي ناروغ له ټوخي، نفس تنګي، سردردي، ځان دردي او يا د مفصلونو له دردونو شکايت وکړي، چې په دغه موده کې پياوړي مسکن درمل او ضد التهاب درمل د کورونا ناروغي د رېکووري موده راکمولی شي او د أپينو او کانابيس عصاره کېدلی شي ګټوره وي يا ژر اغېز وکړي، چې د ناروغۍ دغه نښې نښانې ورکې يا ژر کمې شي.

کورونا مو هسې هم په کراراه نه پرېږدي! څو ورځې مخکې په هندوستان کې، ډهلي ته نېږدې د کورونا په يو څېړنيز مرکز يو شمېر هندي شاديګانو بريد کړی وو، چې مسؤل ډاکتر يې سم پرېبلی وو او دغو بيزوګانود کورونا ناروغانو يو شمېر د وينې سمپلونه، چې د تحقيق لپاره دغه مرکز ته راوړل شوي وو، له ځانه سره وړي دي، چې د هندي ډاکتر له توضيحاتو داسې ښکاري، چې ګواکې دغو بيزوګانو د سمپلونو بوتل ژوول او وينې يې ترې څښې. د هند دغه بدمرغي کېدلی شي په دې ورځو کې د کورونا وايروس په بيزوګانو کې خپور کړي او د بيزوګانو لخوا کېدلی شي د ښار او ځنګل نور حيوانات هم په کورونا آخته شي، نو د دغه ناورين څپه به بيا په نړۍ خپله لمنه خوره کړي، چې بشر ته يې هم د سرايت ګواښ شته دی.

پايله

د کورونا په ناروغي کې تر درملنې د ناروغي مخنيوی يا وقايعه بهتر ده، ځکه نو په فعلي شرايطو کې بايد خلک هڅه وکړي له بې ځايه ګشتو ګذاره ډډه وکړي. کرنټين دې په منظم ډول تطبیق کړي. له جموجوشو، جماعتونو، ودونو، فاتحوو او ګڼوګونو دې ځان وساتي. مناسب خوراک وکړی، مناسب خوب وکړئ او په کافي اندازه مايعات وڅښی! چې بدن مو له بې خوبي، لوږې او د اوبو له کمبود سره مخامخ نه شي.

Literatur:

  1. Berlin I, Thomas D, Le Faou AL, Cornuz J. COVID-19 and smoking [published online ahead of print, 2020 Apr 3]. Nicotine Tob Res.
  2. Smith JC, Sausville EL, Girish V, et al. Cigarette smoke exposure and inflammatory signaling increase the expression of the SARS-CoV-2 receptor ACE2 in the respiratory tract [published online ahead of print, 2020 May 16], 2020.05.12.

Door Guest