د لیرې واټن زده کړو تاریخچه

وحید احمدزی

په لیکه(انلاین) زده کړو ته؛ پر انټرنیټ زده کړې هم وایي چې e-learning یې مشهور نوم بلل کیږي ( ځینی محققین ددې دواړو ترمنځ په توپیر ټینګار کوي). د لیرې واټن زده کړې (Distance learning) هغه ډول زده کړو ته ویل کیږي چې د سُنتي زده کړو پر خلاف د مختلفې جغرافیه (د ټولګي حاضرې څځه بغیر) یا لیرې واټن څخه ترسره کیږي یا هغه زده کړې چې د ښوونکي او زده کونکي ترمنځ فزیکی واټن موجود وي چې یو او بل لمس کولې او لیدلې نه شي (بغیر د کوم وسیلې) هغه ته د لیرې واټن زده کړې وایي چې مختلف ډولونه لري، انلاین زده کړی یې یو د مشهورو برخو څخه بلل کیدی شی.

نوری برخې یی عبارت دي:

  • Correspondence courses چې درسي مواد د پُست له طریقه تبادله کیږي.
  • Tele-courses چې درسي مواد د رادیو او تلویزیون له څپو د زده کونکو سره شریکیږي.
  • CD-Room courses چې درسي مواد په یو دسک کې اچول کیږي او زده کونکي ورڅخه استفاده کوي.
  • Online-Learning چې درسي مواد د انترنیټ په مرسته د مختلفو لارو (ویب سایټونو، بلاکونو، اپلیکیشنونو او…) څخه په استفادې په ‌ډلیزه/انفرادي ډول زده کونکي ورڅخه استفاده کوي. دا بڼه یې یو څه ډیره مشهوره شوې هم ده، هاغه ځکه چې موثریت یې د نورو څخه ډیر وو. E-learning ددې بڼه بل مترادف نوم بلل کیږي (ځینې محققین ددوی دواړو ترمنځ توپیر باندی ټنیګار کوي).
  • Mobile learning دا یې نوې بڼه ده چې پرلیکه (انلاین) زده کړو او موبایل تکنالوژي تر انکشاف وروسته عامه شوې چې نه یوازې تیلیفون بلکه نور هاغه برقي وسایل چې انترنیټ هم پکې کاریدلای سي په دی بڼه کې شاملیږي.

باید یادونه وکړم چې پورته طبقه بندي یوه عامه طبقه بندي ښودل کیږي، کیدلای سي ځینې محققینو پورته یاد شوې ډولونه زیاد یا کم وښایي.

د لیرې واټن زده کړې د دوو پیړیو تاریخچه لري چې په دی مزل کې د تکنالوژي پراختیا او په مختلفو وختونو کې د زده کونکو غوښتنو ته په کتو په لیرې واټن زده کړو کې تغیرات رامنځ ته شوي چې مختلف ډولونه یې اخیستې. لکه څرنګه چې یادونه وشوه، د پورته یاد شویو ډولونو څخه یې پر لیکه (انلاین) زده کړې تر ټولو عام، ګټور، مشهور او آسانه ډول دی چې نړې کی ډیر زده کونکي ددی ډول څخه ګټه پورته کوي.

د فلوریدا ملی پوهنتون ویب سایټ معلوماتو په اساس (fnu.edu) په ۱۸۴۰ کال کې د انګلیسي ژبې استاد اسحاق پیټمن Isaac Pitman  لومړې هغه ښوونکې وو چې د پُست له طریقه یې خپل زده کونکو ته کورنې دنده  ورکوله او زده کونکو یې د پوست له طریقه خپل کورنې دنده استاد ته ور ځوابوله. د پیټمن د پورته یاد شوې طریقې څخه اوس هم په لویه کچه ګټه پورته کیږي. د لیرې واټن زده کړو موزیم فلوریدا ملی پوهنتون ته معلومات ورکوې چې په ۱۸۵۸ کال  کې لندن پوهنتون لومړنې هاغه پوهنتون وو چې د لیرې واټن زده کړو وړاندیز یې زده کونکو ته وکړ. څه موده وروسته د یو لړ پرمختګونو په اساس Ana Eliot Ticknor په کال ۱۸۷۳ کې توافقي رسمي ښونیز پروګرام تر نامه لاندې (ټولنه په کور کې ښوونه تشویقوي) برنامه په لاره واچوله چې خلکو ته به یې کورونو کې د تدریس لوازم برابرول، په کال ۱۹۱۱ کې د استرالیا کوینزلند پوهنتون لومړنې پوهنتون وو چې د لیرې واټن زده کړو دیپارتمنت یې د استرالیا پُست سیستم په مرسته فعاله کړ. ددغو سیستمونو ستونزه په دی که وه چې زده کونکي ته د ښوونکي څخه د سوال او مستقیمې رابطې ضمینه نه وه مساعده شوې. چې کله تکنالوژی پراختیا پیدا کړه د لیرې واټن زده کړو هم نوې بڼه خپله کړه. د پنسلوانیا پوهنتون لومړنې پوهنتون وو چې د مختلفو مضامین کورسونه یی د رادیو پر څپو شاګردانو ته خپاره کړل، همدا شان د ایوا پوهنتون لومړنې هاغه پوهنتون وو چې د تلویزیون پر پرده یی خپل کورسونه انلاین کړل، په کال ۱۹۶۲ د نیویارک ټایمز په یوې مقاله کې هاغې میرمن ته د مبارکې پیغام نشر سو چې د کور څخه یې د تلویزیون پر څپو د پوهنتون فراغت سند تر لاسه کړ. د ۱۹۸۰ یمه لسیزی څخه وروسته کله چې تکنالوژی په بی سارې ټوګه پرمختګ وکړ او انترنیټ هم په قوي بڼه منځ ته راغی؛ نو د لیرې واټن زده کړو هم نوې بڼه خپله کړه،  مجازي پوهنتونونه منځ ته راغلل او زده کونکو پر لیکه درس کې په پراخه پیمانه دلچسپی پیدا کړه.

د educationdata.org معلوماتي ویب سایټ په اساس په کال ۲۰۱۷ کې د ۱۹.۳ میلیونه زده کونکو د  جملې څخه ۶.۶ میلیونه زده کونکو په انلاین کورسونو کې نوملیکنه کړې وه چې په کال ۲۰۱۹ کې د انلاین زده کړو په شاګردانو کې  ۶٪ زیاتوالي یادونه کولې سو. د همدی ویب سایټ معلوماتو په اساس ۵۱٪ زده کونکي د انلاین زده کړو څخه پوره راضي، ۳٪ زده کونکي نارضایتی باقي نورو زده کونکو ته د انلاین او سُنتي (ټولګي درسونو) ترمنځ  توپیر نه وو.

ددی ترڅنګ چې د پوهنتون زده کونکي د خپل مضامینو کریدیت په انلاین بڼه تکمیلوي یو بل پروګرام چې په انګلیسی کې ورته Massive Online Open Courses چې په لنډ یا مختصر ډول ورته MOOC   هم وایي په انلاین زده کړو کې د زده کونکو دلچسپی زیاده کړی. دا پروګرام زده کونکو ته ددوی په خوښه د هاغو مضامینو کورسونه ترتیبوي چې دوی یې د زده کړې علاقه لري. البته دا کورسونه د زده کونکي په کریدیت کې نه حسابیږي.

په اوسنې زمانه کې چې تکنالوژي په بی ساره توګه پرمختګ کړې، انترنیټ نسبتاً مخکې کالونو ته څو چنده چټک او ارزانه؛ او د مخابراتي شبکو په مرسته په کلیو او بانډو کې انټرنیټ ته لاسرسي زیاته شوی دی، د  کامپیوتر صنعت بیساری پرمختګ او د مختلف ډول سافټ ویرونو بازار ته راتلل نه تنها دا چې د معلوماتو په اخیستنه کې یې زده کونکو ته آسانتیاوې برابرې کړې، بلکې د همدې تکنالوژی پرمټ هاغو زده کونکي چې د لیری واتڼ څخه یی د زده کړو خواهش درلود هغوی ته یې دا اسانتیا برابره کړې چې خپل زده کړی بشپړې کړي. همدا شان د موبایل صنعت کې نوي پرمختګونه او ډول ډول اپلیکیشنونو باندی سمبال سمارت/ځیرک تیلیفونونه چې کارونکي یې نه تنها د مخابراتي مقاصدو په پار بلکې زده کونکو ته د نړې هر ګوټ څخه د معلوماتو اخیستلو اسانتیا په یو وړوکی سکرین کې چې هر کارونکې یی په جیب کی ساتلې سي مساعده کړه. موبایل کې شته اپلیشیکنونو په مرسته مختلفو پوهنتونونو خپل درس په انلاین بڼه زده کونکو ته وړاندی کړل چې په مختلفو برخو کې د زده کړې ضمینه یی لا زیاتې کړې.

په دی وروستیو کې د کرونا اوبا محصلین او زده کونکي اړ ایستل ترڅو خپل زده کړې د لیرې واټن څخه تعقیب کړي چې دې مسلې په ځینو وروسته پاتې هیوادونو کې ځینې ستونزه هم ولاړې کړې. د بله اړخه پرمختللې نړې په دی فکر کې شوه چې څنګه ددی خلا څخه ګټه پورته کړي چې اوس د نړې ډیرې هیوادونو د لیرې واټن مکمل کورس (د پوهنتون دوره) زده کونکو ته وړاندی کوي.