محمدعیان«عیان»

 

 

 

 

 

 

 

 

اودګمبیري دډاګ ګل ورژیدو

 

*****

:دافغان ـ جاپان اتل،ډاکترتیڅوناکامورا(مراد کاکا)په یاد

*****

دګمبیري په وچه دښته کې به

مرغوله تندې نه سلګۍ وهلې

هلته دشګو، ګټو، کاڼوپه غیر

بل څه وجودنه لاره

یواځې یوه تاڼه دخټوهلته

اوڅوعسکردجندرما(ژندرما)په کې وو

*****

زه لاماشوم وم چې لارۍ کې تلمه

جلال آبادپه لورې

په دغه دښته کې یونیم ساعت اوږده لاره وه

ځکه؛ لارۍ ډیره زړه اوکړکیچوشانته وه

اوداوبوټکی دې حرام شي په کې

*****

دجندرماوپه تاڼه کې منګی پروت دیوال ته

خو،

اوبه نه وې په کې

بیرته تې وچه خوله راوګرځیدو

اویوسپین ګیري په جګ غږوویل

دلته مرغۍ دتندې مري چغیږي

تاسولاڅښلوته اوبه غواړئ ؟

تر«درونټې»لاحوصله په کارده

*****

ددغې دښتې یوه څنډه کې چې

یودریدي ګل ترې راوټوکېدو

آن له جاپانه یې راجګ کړلوسر

اودلته یې خړې جامې واغوستلې

پکول یې هم خړ،خړکی شان په سر

ملایې ښه ټینګه ورته وتړله

دغټوغټوویالواوبودپاره

*****

دګمبیري څنډې خړوبه کړلې

دکوزکونړللمې شوې شنې زرغونې

اوپه ویالویې ورله لکې کړلې

شنې شنې ونې ډیرې

ماچې په عکس کې ددې ویالې

په غاړه ولید

له خوشالۍ مې اوښکې وڅڅیدې

اودوړوکتوب دګمبیري سفررایادشوراته

*****

دلته دې ځمکې سپیرې للمې وي تل

هلته دې شولې(وریجې)ډنډوکې شنې

دکونړوتورتم کوټوکې دې تیلي ډیوې وي

اودتورپنجاپ«تورې ماڼۍ» دې په بریښنا رڼې وي

اودکونړسیند زمونږدپلارنیکه دی

چې ;پږبندونه جوړیدای شي پې لا

هغوی زمونږځمکه،اوبه اوځنګلونه برمته نیولي

ټول زیړخښتګي پې مزې کوي تل

*****

تاتې اوبه دکونړسین راګرځولې ورو ورو

هغوی دې مرګ ته دانې دام کې خورولې ورو ورو

څوک چې ددوی دحرص مخ کې خنډشي

نو،

برخه لیک بې ستا«تیڅو»په شان وي

اوله ده نه مخکې یې یوبل

جاپانی هم وژلی

هغه همدې لاره کې سربایللی

*****

څوچې له«ډیورنډ»نه هغې خواته هم

زمونږاوده شاځلمیان ویښ نه شي

اودپنجاپ داسارت ځنځیرټوټې نه کړي

نو،

لراوبرافغانان

دمیلمنوسره یوځای به همیش

لاتل په ورته خونړۍ پیښوکې

په تکوسرووینوکې لامبي همیش

*****

اوس چې دمرګ خبرمې یې واوریدلو

نو،

اوښې مې داځل له سلګوسره وې

اوښې مې داځل له سلګوسره وې

لکه باران وریدې

لکه باران وریدې

آه،

دګمبیري دډاګ ګل ورژیدو

دګمبیري دډاګ ګل ورژید

څوافغانان ګلونه هم ورسره ورژیدل

سترګې مې تکې سرې شوې

اوښې ترې څاڅي باران

اوښې ترې څاڅي باران

«تیڅوناکامورا»رانه ورژیدو

افغان ـ جاپان اتل په سرووینوکې ولمبیدو

خو،

افغان ـ جاپان تاریخ به تل دده نوم

زرینوپاڼوکې ژوندی وساتي

ټول پې پوهیږي«تیڅو»چاوواژه

توربامبړانوپه سلاوواژه

*****

نوپه اخیرکې درته وایم«کاکا»

ته دولس له خوا«اتل»شوې یاره

د«ګمبیري ډاګ ریدی ګل»شوې یاره

یاردرته ځکه وایم دواړه یوهمزولي یاره

لږڅه توپیربه موپه عمرکې وي

خو،

ته قهرمان اوزه سوکه پاتې شوم

دلرافغان دآزادۍ په تمه تمه،تلوسه پاتې شوم

«پای»

دلیکلونیټه یې: ۷/۱۲/۲۰۱۹/ ــ ۱۶/۹/۱۳۹۸/

Door Guest