کـــــــــا بـــل جا نــــــه

د وحشت  توفــــــانی شپی می نه هیـریـږی

ستا پر ســــرداور لـــــمبی می نه هــیریږی

زړه می پروت وی هره ورځ ستا په لمن کـی

عقل هوش می هر ګـــــړی ستـا په ګلشن کـی

ستا ښا یستی ښا یستی کوڅې می نه هیریـږی

را پیـــا د چی سی  پغما ن اوشنـــــه بـاغـونـه

راپه زړه سی کاریزمیـــر او سـره ګــــــلونـه

ستا دارنګا رنګ میوې می نــه هیـــریـــــږی

ما  به هره ورځ لید ل چی تـــــه نـــړیــــږی

ټول جهان د ر ته کـــــــتل چی ته کــــړیږی

د نـا اهـــلو نه ګیـــــلې می نـــــه هـــیـریږی

په زرو مــــرمۍ د تـــــوپ بـــه اوریـــــد لی

پـــــه لکــــو پیا د ه مـــر مۍ به فــــیریــد لی

په تورد ود کــی خاطـــــری  می نـه هیریږی

نه دی سر ا و نــه دی ما ل و پـه ا ما ن کـــی

بی حــــرمته بی سنجشــــــــه په د وران کــی

د ولس سرې غـــلبـــلـې مـی نــه هــــیریـږی

نـــه ا نسـان و نــه بــرخـورد یــی انسـا نی و

نه قـانــون و  هـــر تصـمیم یی خپل ســری و

دهـغــو شــپو  واقـــــعې می نــــه هــــیریږی

هـره شپه بـه چوریــــد لـــه ډ یــر کـــورونـه

نیمــه شپــه بــــــه یــی وژلــــه ډ یـرسرونـه

د پــــا ټکـــوحــــا د ثی  مـی نـه هـــــیریږی

وږی تږی شرمــوښـان وی ډ یرځغـــلنـــــده

د ځنګـــله قا نــــون لیکلی وی پــــرټـنـــــد ه

د بیــوزلوا نــــد یښــــنې می نه هــــیـریږی

که څوک ځیرشی یولحظه وخپل ګریوان ته

یا د عـــد ل تــله کښیږدی وخـــپل ځا نــــته

دزورواک د شپی حــــملې می نـــه هیریږی

چا میخـــــونه پـــه کـــلو کی ټــک وهـــــله

چا سرونـــه پـــه د بــو کــی ســـوځـــولــــه

خـــویند و مینـــد و اند یښنې می نه هیریږی

چی توپیر د حـق با طــل نه وی په  ســرکی

چی پوښتنه د ورتــلو نـه وی پــــــه ور کـی

ا مـــا نزیــه داقــــصې مـی نـــه هیــریـــږی

محمد ا سحـــق ا ما نزی

ناروی

 

Comments are closed.