د کافر او مسلمان جګړه

شاعر عنایت الله پویان

نه  خیام  نه  تبریزي  یم ، خو  د مینې غزل وایم

میخانو کې مې ژوندون دی، د شرابو نشې ستایم

نه سعدي یم چې غزله ،  په  مانا  کې  کړم اوچته

سوز او ساز مې د حافظ دی، په ګداز کې مولانا یم

د تقوا  په  تور  زندان کې، ډیر کلونه په ما تیر دي

منګوټو  آزادي  را کړه،  اوس آزاد  بال  عنقا  یم

زر او مال مې نه خوښیږي، غریبي مې پاچاهي ده

منګوټي  چې  را  سره  دي، هم پاچا هم شهنشاه  یم

په ما کومې کوډې شوي، چې ارام  مې  د  زړه نشته

کلی  کور  راته  زندان  دي ، لیونی سر په صحرا یم

د تدبیر بیړۍ مې ماته، په تقدیر مې ځان سپارلی

د  تقدیر  د باد  په  لاس کې، وچه پاڼه  د  ګیا یم

د ساغر لمر را ختلی، سړې شپې یې تودې کړې

زه غلام  د  پلوشو یم، ته  ډیوه یې  زه  رڼا  یم

د رنګونو په توپیر کې، سره  بیل  یو  یو  تر بله

د کافر مسلمان جنګ دی، ته د چا یې زه دچا یم

د خپلوۍ په دنیا ګۍ کې، ته مې څوک یې زه دې څوک یم

د  یوه  بابا  لمسیان  یو ،  ته  زما یې  زه  خو  ستا  یم

میکدو کې ګدایي کړم، چې مستي را باندې را شي

د  مستانو  په  حلقو  کې ،  کله   شاه  کله   ګدا   یم

تحول ته حیران ګورم، او ماحول را څخه هیر دی

ابتدا  را  څخه   ورکه ،  ډوب غریق  د  انتها یم

د نشو په توفانو کې، ته یې چیرته، زه یم چیرته

ته په کوم بحر کې ډوبه، زه له کوم ساحل پیدایم

ته شراب یې، زه شراب یم، ژوند شراب مینه شراب ده

ته ډک جام یې زما لاس کې، زه خو ستا د جام مینا یم

د پویان د شعر ښکلا ته، فرشتې ګوتې په غاښ شوې

شعر پیغام د آزادي دی، شعر ښکلا ده، زه ښکلا یم

Comments are closed.