د پو یان خرابات

مناجات کې مې څو کاله مزدوري کړه

خو بادار راته په مزد کې څه رانکړل

خرابات دې خدای ودان لري تر ډیره

چې شراب په کې بهیږي بې له دریغه


د پویان په دغه شعر کې یو حقیقت پروت دي او هغه دا چې پویان د خرابات او مناجات دواړه لاري تجربه کړي دي له مناجات څخه تش لاسی را

وتلای دی او له خرابات څخه یې ډیر څه موندلی دي نو ځکه د میخانې له پیر او ساقي څخه داسې شکر ګذاري کوی

ساقی ستا له پیرزوینې منت بار یم چې دې مسته پیاله را کړه برایي

هم دې خلاص کړم د تقوی له زولنو نه هم دې لرې کړم د غم له لړایي

ستا د جام له برکت هر څه مې سم شو ګدا ژوند مې شو بدل په پاچاهي

هغه شپه د سکر شپه د عیش او نوش وه خوږ آواز ؤ د مطربو شهنایي

د جانان زړګی تش نه ؤ له وفا نه له رقیب سره یې نه وه آشنایي

له حسد نه سپیلني د انګار نه ؤم نه د اور په تبۍ پروت لکه ماهي

خلوتیانو سره ناست ؤم په خلوت کې د پیالو تقدس را کړه پارسایي

په انګار کې یې د حسن سره لمبه شوم چې يې مخ راته ښکاره کړ نیمایي

خدایه مکړې هغه شپه شي له ما هیره چې د بخت ستورو مې کړله رڼا یي

ما وې زه که شم ګدا کور ته دې درشم دې وې زه به خولګۍ درکړم خدایي

د پویان په دې دعا باندې امین کړئ خدایه مکړې چې شي ماته صرایي

دا چې پویان صیب له کومو خلوتیانو سره څه څکلې دي او د هغه د خلوت او خمار او خرابات ملګري څوک دي او هغه مقدس جامونه او پيټۍ

پيټۍ شرابونه چې پویان یې د پارسایي مقام او د تکامل عروج ته رسولای دی د کوم پیر کامل له برکته به وی!!! هغه خبرې دي چې یوازې خپله

پویان صیب پرې پوهیږي او د عامو خلکو لپاره دپوهې وړ خبرې نه دي پویان کله نا کله د زړو منګوټو د خمار او د څورلس کلنې محبوبې په

«چرت او فکر کې ډوبیږي او د لسان الغیب سره چې ویلي يې دي «می دو ساله محبوب چهارده ساله*همین بس است مرا صحبت صغیر و کبیر

:همغږی او د لارې ملګري کیږي او د ځوانۍ خوبونه ویني وايی

قافلې د ژوندانه څپې څپې ځي یو کاروان د بل کاروان پسې خوځیږي

د زاړه بازار متاع په ختمیدو ده مستقبل د ماضی کور کې میلمه کیږي

دوه کلن شراب دې خدای راته نصیب کا محبوبه د څورلس کالو مې خوښیږي

که زه زوړ یم خو احساس زما زلمی دی تنکۍ شونډې سرې لبانې مې یادیږي

د زاړه منګوټي مست شراب مې خوښ دي شراب څومره چې زړیږي نوځوانیږي

له مستانو سره مستې پیالې خورمه تیر عمرونه په شاه کله را ستنیږي

که پویان په سپینه .ږیره رخ بازي کا عیب یې مکړئ عمر باد غوندې تیریږي

فکر کوم د پویان کاکا اشتها بیخي بنده ده- کله د خوبانو سرې لبانې یادوي اوکله د زړې میکدې او زاړه خم په فکر او سوچ کې ډوبیږی اوکله

پخپل ؤجود کې د شباب او ځوانۍ د وختونو احساس کوي نو څکه د پښتو د ژبې غزلبول تکړه شاعر پیر محمد کاروان ته حق ورکوو چې وایي

او ویلې يې دي : د پاخه عمر دغه سپینږیری شاعرپویان صیب تر زلمیو هم زلمي دي او په شعرونو کې یې د وطن د مینې جذبات او د خدای د

.مینې ښکلا او جمالیات لوستله کیږي

:خو کله چې د مرګ او مړینې واهمه پرې را شیوه شي نو بیا بل شان خبرې کوي او خلکو ته وصیت کوي او وایي

له څوکالو نه وروسته چې شوه ډکه پیمانه مې د ژوندون خوږو، ترخو کې

جنازه مې په شرابو کې لاهو کړئ چې مې غسل د انګورو په اوبو شي

منګوټي را سره خښ کړئ هدیرو کې چې څوری راته د لارو په اوږدو شي

او د دویم زل لپاره بیا هم وصیت کوي او وایي

چې مې ختمه د ژوندون د غم کیسه شوه

چې مې سترګې پټې شولې له جها ن نه

مطربانو ته رباب لاسو کې ور کړئ

چې نغمه د میخانو را ته ؤ بولي

د تاک پاڼو نه سمبال راته کفن ککړئ

میکدو کې راته جوړ د عشق مدفن کړئ

بیا مې وسپارئ په خاورو چې شم خاورې

او کلال زما د خاورو له بڅرکو

د شرابو مقدس منګوټی جوړ کړی

زمونږ په افغاني وروسته پاته ټولنې کې د فرهنګ د ټیټوالي له امله ځنې خلک د ځینوخلکو په خصوصیاتو لګیيږي مثلا وایي د فلاني ږیره

اوږده ده ، د فلاني سترګې شنې دي ولسمشر چپن آغوندي او داسې نورې خبرې کوي او پویان د دغه ناوړه عادت په هکله وایي

که د خم په څیر خوټیږم د چا څه کله هسک شم کله لویږم د چا څه

که مې عمر د خمار کور کې تیریږي په دو څاڅکو که مستیږم د چا څه

که بد مست ، باده پرست ، که خم پرست یم له پیالو سره نڅیږم د چا څه

که مې شونډې د جلکۍ په شونډو سرې دي له حیا نه پردی کیږم د چا څه

که په سپینه ږیره شوخ او نظر باز یم له محفل نه شړل کیږم د چا څه

عمر تیر دی او قصه زما ده ختمه که له سره بیا ځوانیږم د چا څه

او باید ؤ وایم پویان د خداي د مینې مجذوب ملنګ دی د حقیقي او حضوري

لمانځه په باب داسې وایي

چې اودس یې د ترخو اوبو په جام وي

موسله یې چا په خم کې وي منډلې

هغه لمونځ به خامخا د قبلیدو وي

شرط یې دا دی – د اخلاص په دنیا ګۍ کې

د ساقي د فضیلت مقام هیر نکړي

او سجود یې – د لیلي د تورو سترګو په محراب شي

پویان د پراخ نظر خاوند دي او د هغو خلکو غوږونو ته چې د تعصب په لومو کې نښتې دي خپل پیغام داسې رسوي

څوک میخانو څوک مسجدو ته درومي

څوک د بتانو پښو ته ځان غورځوي

څوک د ګنګاه د سین ښکلا ته ګوري

څوک د زردشت د عشق ډیوې بلوي

محبوب خو یو دی، بهانې ډیرې دي

وګړی ځان په این او آن غولوي

او بل ځای وايی او پوښتنه کوي

یوه شمعه، یو څراغ، یوه ډیوه ده

چې کعبې ترې رټا آخلي- بتخانې هم

نه پوهیږم- د دې کار دلیل به څه وې

د ډیوې د پلوشو- د عشق سیالو کې

چې رڼا یې په هر چا باندې پیرزو ده

د هندو او مسلمان جګړه په څه ده

:او یو بل ځای وایي

که د شعر ښکلې جلکۍ مې له حیا څخه پردۍ شی

که دا ښکلې پاک لمنه بد لمنه شي ، لولۍ شي

څّه به وایم زه خپل خدای ته جلکۍ ولې فاحشه ده

څه لپاره یې لمنه په شهواتو کې لمده ده

محاکمې ته حاجت نشته تاته ټول شیان عیان دي

ښه او بد تا پیدا کړي په اغزو کې ستا ګلان دي

که دروغ نه وي په جهان کې د ریښتیا مانا به څه وې

که تور تم نه وي په شپو کې د رڼا مانا به څه وي

عقل را کړې لویه خدایه چې ريښتیا پرې ؤ وینمه

سترګې را کړې پاکه ربه چې رڼا پرې ؤ وینمه

له دغه شعر څخه د پویان مترقي او علمي نړۍ لید«جهان بینی» په ګوتو کیدای شي پویان کټمټ د هیګل په څیر د جهان خلقت په متضادو پدیتو

کې وینې او وای ژوند هغه وخت د حضور او شتون صحنې ته را وتلای شي چې په مقابل کې یې مرګ او مړینه ولاړه وي او د کفر او اسلام،

ښه او بد ماضی او مستقبل، ورځې او شپې، پوهې او نا پوهې زوړ او ځوان نوی او قدیم اوږد او لنډ او…. تر منځ دیالکتیکي پیوندونه پراته دي

که د پدیدو یو اړخ محوه شي بل اړخ یې هم محوه کیږي او په دغو خبرو د سلیم عقل خاوندان پوهیږي

راځئ د پویان د خمار او خرابات د یادونې په بحٍث کې هغه شعر ته تم شو چې پویان کاکا د «کفر او اسلام جنګ» ترسرخط لاندې په زرینو

کرښو لیکلای دی او د کفر او اسلام متضاد اړخونه يې په ګوتو کړي دي او د یوه اړخ شتون یې د بل اړخ لپاره ضرور ګڼلي لکه چې وایي

د رنګونو په تو پیر کې ، سره بیل یو تر بله

د اسلام او کفر جنګ دی ، ته د چا یې ، زه دچا یم

د خپلوۍ په دنیاګۍ کې، ته مې څوک او زه دې څوک یم

د یوه آدم بچیان یو ، ته زما یې، زه خو ستا یم

د نشو په توفانو کې، ته یې چیرته، زه یم چیرته

ته په کوم بحر کې ډوبه، زه له کوم ساحل پیدا یم

ته شراب یې، زه شراب یم، ژوند شراب مینه شراب ده

ته ډک جام یې، زما لاس کې، زه خو ستا د جام مینا یم

د پویان د شعر ښکلا ته، فرشتې ګوتې په غاښ دي

شعر پیغام د آزادې دي ، شعر ښکلا ده ، زه ښکلا یم

دا وه د وطن د سپین ږیري شاعر عنایت الله پویان د خمار او خرابات کیسه

چې ما تر دې بریده را ؤغځوله د خدای ښه دې وي بشیر مومن

Comments are closed.