پیشنمی

فضل هادي فضلیار

ستا د هجران په سره تنور کې لا ژوندی دی کنه

دا څه بلا دی، دغه څه ډول زړګی دی کنه

د لوند اوربل څاڅکي یی ټول زما پر مخ وشیندل

بیا یې په ناز ویل چې پاڅه پیشنمی دی کنه

په مخ مې پروت “ګلابی خاپ” ته ولې سره او شنه شوې؟

دا خو د بل د شونډو نه دی، بیګانی دی کنه

اوس يې نو ولې څټې؟ تا خو به یو وخت کې ویل

مورې “هادی” خو د غومبسو کټوری دی کنه

ماته په ژوند کې ډېر دردونه دي همده راکړي

زما د زړه په مینځ کې ناست چې کوم سړی دی کنه

په فضلیار يې چې نظر پرېوت، حیرانه شوله

” دا خو پنځلس کاله پس هماغه شی دی کنه ”

Comments are closed.