.د«پکتیکا »نومیالی اوپیژندل شوي اوپه ماګران سایت ټولوچلونکو ته دکوچنی اخترمبارکی وړاندی کوم

!اخترمومبارک شه

لمړی هیله می ستاسو روغتیااو بیا دافغانستان

.ټولوخلکوته سوله ازادی اوسرلوړی غواړم

اختر :امرالدین سرحد

اختر

ښه مو مبارک نن وړاخترښه له روزوسره

لمونځ٬اوږده نفلونه دی قبول شی طراوسره

ګوندی دپاک نیت روزه سبب شی ګناه وبښي

پاک الله قبول کړي زمونږه عذرله توبوسره

غواړوموږاخترڅی ټول وګړی مومسکا اوسی

اوښکي دغم وچي زمونږدخلکوله جګړوسره

ګډمودی وطن قبله یوه ده ګد اختر لرو

ټول قومونه یودی خدای حضورته له عذروسره

خوشالی شونډی بریښي سترګی اوړی غږیداکوی

خدای دی کړی راډیري داسي ورځي له میلوسره

وایو مونږهغوته څی اختر یې ځورولی دی

اوښکی به سیلاب شی تاسي ورک کړی له وسلوسره

Door Guest