سپينتمان افغان
د افغانستان هم عجيب و غريب سياسي پېښليک دی. که له لرغوني هغې يې را تېر شو، او په دا اوسمهالي يې يو ځغلند نظر وکړو، نو ډېر به داسې را ترمخه شي چې د سياسي واکمنۍ او تاج و تخت لپاره يو ورور خپل بل ورور، زوی خپل پلار، وراره خپل تره استاد خپل شاګرد، شاګرد خپل استاد د مرګ کومي ته ور ټېل وهلی دی. له غازي امان الله خانه به يې را پېل کړو، هغه د واکمنۍ ترلاسه کولو لپاره چې يو لړ ملي مصلحتونه هم په کې ورګډ ول، خپل پلار په سر وويشت، نادر خان بيا د امان الله خان له نامه ګټه پورته او واکمني يې خپله کړه، سردار داوود خان بيا د خپل تره زوی را و پرځاوه. د ترکي په خوله د هغه نږدی او باوري شاګرد حفيظ الله امين بالښت کېښود د واکمنۍ ترلاسه کولو لپاره يې ترې سا واخيسته. رسا په همدې ليار زموږ د يوه اروا ناښاد پکولېسټ ټوپکوال زورواکي بقاتل او تش په نامه ولسمشر بحران الدين جنجالي (برهان الدين رباني) چې د کابل ښاريان يې د روسۍ بادپکې په ستاينوم پېژني په دې وروستيو کې د خپلو نجيبو او شريفو فرزندان (اولادونو) د شملې له لامله خپله خېټه وبايلله.
زما په خبرو خو زاړه هډوکي پوهېږي، خو دا ځوان پښت به راته يو څه اريان غوندې وي، چې دا په څه ګډو وډو سر يم. ستاسو ټولو ځوانانو چې عمرونه مو له پينځه ويشتو را کم وي، اندېښنو لرې کولو ته راځم.

د ملي ستم ښي لاسو ګوندونو څخه د اسلامي جمعيت ګوند سرمشري د هغه ملي خاين په لاس کې وه چې
 نن سبا به له خيره!!؟؟ زموږ د سولې!!؟؟ ملي اتل ونومول شي. دا بحران الدين جنجالي (برهان الدين رباني) له هاغه لومړيو وختونو يوه جنجالي څېره وه چپې لا د کابل پوهنتون د شرعياتو پوهنځي پوهنپال و. دې چې له آره د رحيم غلام بچه ګانو له ځوځاته و، نو ښکاره خبره ده چې دده په خټه کې به هم د هغوي اوبه را ګډې وي. په هماغه لومړيو وختو کې د پښتنو ضد کړنو څخه هېڅ ډول … ونه سپموله، بيا د داوود خان له وسلواکۍ وروسته، د هغه پر ضد د يو شمېر نورو پاکستاني تاليڅټو لکه مسودوف آف پنجشېر، مجددي آف حضرتان، ګېلاني او داسې نورو په ملتيا د پاکستان غېږې ته ورغې، او د وخت ولسمشر ذولفقار علي بوټو هم ښه په مينه د آی اېس آی له خوا په خورا زيار سره د همدوي ستميانو په اصطلاح (حکومت نو پاي جمهوري) پر ضد و روزل شول، او د کونړ، لغمان، پنجشېر او کابل پر لورې د ورانکارۍ لپاره راولېږل شول.
کيسه به را لنډه کړو، د وخت په تېرېدو سره د روس خلاف د جهاد ډنډوره ډنګوي، او کله چې د رېښتينو مجاهدينو جهاد د بري پړاوو ته نږدې کېږي، نو بحران الدين جنجالي (برهان الدين رباني) د يوه لوړپوړي ستمي تش په نامه جهادي ډلې په ملتيا د وخت د شوروي اتحاد د مرکز کرېملېن پر لور د وخت له کمونستي حکومت سره د يوه اېتلافي حکومت لپاره راغونډېږي…. د خدای کول او وهل وي چې بحران الدين جنجالي (برهان الدين رباني) له جوړجاړي څخه مخکې کمونستي رژيم سقوت کوي، او ډېرې افغانستان د مجاهدينو لاس ته ورځي.

بالآخر په ۷۱لمريز کال د يوې بلې پوځي کودتا له ليارې چې د وخت د کمونېسټ پرچمي ډلې او بحران الدين جنجالي (برهان الدين رباني) او مسودوف آف پنجشېر ترمنځ کېږي، کابل د جنجالي ګوند ته سپارل کېږي. دې مجبورېږي چې د همده د آقا پاکستان د څارګرو په امر د دوه مياشتو لپاره مجددي د ولسمشرۍ لپاره پرېږدي، بيا له هغه وروسته جنجالي (برهان الدين رباني) صېب د څلورنيمو مياشتو لپاره بيا واګي را خپلوي، او د خپلې مودې په تېرولو سره د يو شمېر حلوا خورو او ډوډۍ خورو ملايانو او خېټورو په راټولو سره چې د اهل حل و عقد نوم يې ورکړې وو، د خپلې جنجالي او چينجنۍ واکمنۍ لمن د څو نورو کلونو لپاره غزوي. ددې اهل حل و عقد کيسه هم څه دا شان وه چې د خپل او يو دوه تنظيمونو لکه مجددي خېلو او سيافخېلو يو څو درباري ملايان او د کابل د خرابات يو څو چرسيان يې سره راټول کړه. کله چې هغوي له دې خبر شول چې ددوي له خوا د ټاکل کېدونکي او رايه ورکوونکي پر وړاندې بل هېڅ څوک هم په تالار کې شتون نه لري، نو له خپلې فيصلې اورولو څخه ډېرې پر شا شول، او له تالاره د وتو په هڅه کې شول، چې دلته د شروای ايزار (شورای نظار) بانډ ټوپکوالو پرې د راشېن کوف ماما شپېلۍ راکوزې کړې، او د بېرته تګ ګواښ يې وکړ. هغوي هم چې د ژوند له لاسه ورکولو وېره ورسره وه، بېرته خپلو څوکيو ته ورغلل او په دې توګه يې د کرزي په څېر د ولمسشرۍ يواځيني نوماند ته د
رزيلت دستار ور په سر کړ.

د بحران الدين جنجالاني دا نا مشروع او ناقانونه کړنه ددې لامل شوه چې ډېرې ملېشه يې ځواکونه لکه د دوستم، هزاره او يو شمېر نور دده پر ضد وسله وال غږ پورته کړي، چې په پايله کې يې بحران الدين هم د څوکۍ پر سر معاملې ته حاضر نه و، نو د خپلې څوکۍ څخه يې د ټول ملت سر ځار کړ. يواځې په کابل کې يې د ملګرو ملتونو د حساب کتاب تر مخه 150000 زيات کابل ښاريان په شهادت ورسول، له 2000000 زيات يې ګډوالۍ ته اړ کړل، 99٪ سلنه کابل ښار يې له خارو او لوټو سره برابر کړ، 100٪ سلنه ملي پانګه، کولتوري پانګه، لرغونې تاريخي پانګه هر څه يې د پاکستان او ايران په څېر د خپلو بادارانو د خپو خاورې کړې. د ۷۵ لمريز کال پای او پيل به وو چې له کندهاره د يوه ملاګوټی تر مشرۍ لاندې د طالبانو په نامه يو نوي غورځنګ سر را پورته کړ، د سترګو په رپ کې يې ټول سوېلي او ختيځ ولايتونه تر خپلې ولکې لاندې راوستل چې له ځايي لنډه غرو څخه يې ولسونه په تنګ راغلي ول. ددې طالب جان ماما لومړی کړس هم له حزبيانو سره راغې، او دا هغه څه و چې پروفېسر بحران الدين جنجالي (برهان الدين رباني) يې له خدايه غوښتونکې و. سملاسي يې په کندهار کې خپل بولندوی ملا نقيب الله اخوند ته مخابره وکړه چې ټوله قول اردو د طالب له سره ځار کړي. طالب ددې غوړې مړۍ په تېرولو سره ټول سوېل تر خپل چتر لاندې راووست او له سپينې شګې څخه يې د حزبيانو مرکزونه د ميدان وردګو تر ولايته په لنډه موده کې راټول کړه… بحران الدين په دې کار دومره جلالي شو چې طالبانو ته يې د سپېڅلو او نجيبو پرېښتو، فرزندان نجيب کشور، ملايکه ی صلح او داسې نورو ستاينومونو ونازول، او دا ټول ددې لپاره چې ددې ستمي ضد ګوند (اسلامي حزب) پر خلاف طالبان ډېر ښه روان ول.

کله چې د سولې پرېښتو!!؟ د حزب وحدت هزاره ګوند مشر په دار وځړولو، نو بحران الدين جنجالاني خپل ځان هم په دار ځړېدلې وليد، په ان فن کې يې د خپلو نجيبو زامنو له وېرې ځان له کابله د خواجه بهاوالدين تر کنډوونو ورساوه، چې بيا يې هورې خپل کانټينري انتقالي اسلامي جمهوريت جوړ کړ… ددې کانټينري اسلامي جمهوريت کيسه داسې وه چې هلته په خواجه بهاوالدين کې چې د بحران الدين وروستې تښتېدنځی و، په يوه دښتنه کې د لس دولسو کانټينرو په اېښودلو سره هر کانټينر د يوه وزارت په نامه ونوماوه، لکه لومړی د دفاع وزارت، دويم د کورنيو، بيا بهرنيو همداسې ټول په کتار سره او په منځ کې يې بيا يو لږ څه لوکس غوندې کانټينر د ولسمشرۍ د ماڼۍ په نامه جوړه کړې وه. دا څه پروپاګند نه دی. هېوادوال يې د ځايي تخاريانو څخه پوښتنه کولای شي.
نو هغه د سولې پرېښتې چې پلار يې وړاندويېنه کړې وه، د خپل پلار تاج و تخت ورڅخه را وتروړه، او په اسلامي امارت يې بدل کړ، په پلار دا کار ډېر دروند تمام شو، د وخت په لټه کې وو، خپل شيطاني ماغزه يې جنګول، هن هن چې يو وخت يې په ترکيه کې له اسراييلي ولسمشر او اړوندو سفيرانو سره خپل غم شريک کړ، هغوي ورته پلانونه ورکړل. له ځينو خبرو يې خبر هم کړ، او يو څه يې ترې پټ وساتل، په دې يې هم پوه کړ، که چېرې دويمځلي د افغانستان تاج و تخت غواړي، نو بايد چې د خپل نږدې جګړه مال او ټوپکوال مسودوف آف پنجشېر څخه لاس پر سر شي او د هغه سر وخوري، بحران الدين د خپلې کورنۍ په سر قسم خوري که هغوي هم قربانولو ته ضرورت شي، نو درېغ به ترې ونه کړي. هماغه وو چې اسرايېليان د امريکني سي آی اې په نېغه مرسته چې يونس قانوني، ډاکټر ډبل عبدالله، مارشال بيني، او په خپله جنجالاني ته دوه دوه لکه ډالره د لومړي ځل لپاره وړاندې کوي، او په بدله کې يې د دوي د جنګسالار مسودوف آف پنجشېر د وژندې پلان په دوي مني، په لومړي سر کې دوي مخالفت کوي، خو بحران الدين جنجالاني په خپل فريبکاره او مکرجنه لهجه دوي ټول دې ته اړ باسي چې هم ډالر ومني او هم له بز پنجشېر د ژوند څخه تېر شي.

د ستمبر په نمه بزک پنجشېر وژل کېږي، په يوولسم د امريکې نړيوال سوداګريز اسمان څلي. په دې پلمه چې دا کار له افغانستانه ترسره شوی، امريکه نېغ په نېغه په افغانستان پوځي يرغل کوي. بحران الدين خپل بخت ويښ ګوري، او له امريکني د ځمکنيو پوځونو پرځای د هغوي د هوايي ځواک پر ملتيا افغانستان ته يو ځل بيا له کولابه را خپرېږي. طالب په لومړيو کې سخت ځوابي ګوزار کوي، د جنجالاني پوځونه ماتېږي، نو له خپل امريکني باداره غواړي، چې دا کوم هوايي بمبار او بمونه چې تاسو را وروئ، دا هسې د يوې پرخې او شبنم په څېر دی، تاسو بايد د بمونو بارانونه را ووروئ، ترڅو طالبان مات او موږ ځمکنی پرمختګ وکولای شو.

د پروفېسور شيطاني غوښتنه د هغه د بادار له خوا په سر سترګو منل کېږي، او د بمونو بارانونه راورول کېږي. طالبان ماتېږي او پروفېسر صېب د امريکې د …. په زور د کابل تخت بيا خپلوي.

د مياشت نيمې په تېرېدو، امريکه خپل بل غلام را مخته کوي، او له زوړ غلامه تېرېږي.
زوړ غلام د خپل سياسي زوال په کتو ځان ډېر حقير مومي. د ولسي چرګې ټاکنو ته غاړه ږدي. د پېسو او ټوپک په زور له بدخشيانو ووټ اخلي او ځان د ولسي جرګې تر تالاره را رسوي. هاغه دغه، په همدې کې يې څلور پينځه کاله پوره کېږي، د ولسمشرۍ خيال پول يې بيا په سر کې را چورلي، خو امريکا زاړه غلامان نه خوښوي. جنجالاني بيا ناکامېږي، نو نوي غلام کرزی ددې لپاره چې زوړ بحراني استاد خپه نه شي، د طالبانو سره د خبرو اترو لپاره د يوې جرګې په جوړولو سره د هغې مشري د جنجالاني په اوګو ور اچوي.

بحران الدين جنجالاني چې يو مکار او فريبکاره زوړ جاسوس او څارګر پاتې شوی وو، او د ملکۍ او خانۍ ډېر تاوده ساړه وختونه يې تېر کړي ول، نو د هغو دوه سوه مېليونو ډالرو د هضمولو لپاره چې د امريکې له خوا دې جرګې لپاره منل شوي ول، د يو لړ تشريفاتي او ساختګي ډرامو په جوړولو پيل وکړ. دلته بدخشان کې ماشومان راټول کړه او د سلامي طالب په نامه ورته په زرګونه ډالر بېل کړه، لکونه خپل جېب کې او يو سل دوه سره ډالره د هغه ماشوم پلار ته ورکړه، بيا په باميانو کې د طالب ډرامه جوړه کړه، حال دا چې د جوزجان، فارياب، دای کوندي او اړوندو ولايتونو کې د طالب څرک نه لګي، خو دې پوخ استاد يې په پلمو په مليونونو ډالره حيف و مېل کوي.

په همدې پلمه د تېر په څېر يو څل بيا د کوټې ښار هټيوال يو ځل بيا د کويټې د شورا د غړو په نامه له جنجالاني بحران الدين سره جوړجاړي ته رسېږي، څو ځله ځي راځي، او خپله برخه او د جنجالاني برخه ډالر را وباسي.

له خبرې څخه د طالبانو د کوېټې شورا او نور غړي خبرېږي، خپل يو رښتونې د کوېټې شورا غړی چې په رښتيا هم طالب وو، د پوخ استاد څنګ ته رالېږي، او د سلامي کېدو ورته وايي، پوخ استاد هم په دې خوشالېږي چې په ژوند کې د يوه رښتوني طالب سره د لومړي ځل لپاره مخ کېږي. له اشنا سره ليده کاته، ليده کاته، د کوېټۍ شورا غړي يو مهم پيغام راوړي. په دې وخت کې پوخ استاد د خپلې عياشۍ لپاره د دوبۍ سکسي هوټلونو ته مخه کړې وي. د سولې د دار الانشاء رييس او ددې جرګې غړي او د بحران الدين معاونګوټي …. رحماني په غوښتنه او ټينګار بحراني خپله عياشي پرېږي او د نوموړي طالب د ليدو لپاره په يوه ګنټه کې ځان کابل ته رارسوي.

طالب جان هم دده د ښه راغلاست لپاره په خپله پګړۍ کې ګل پاشان تيار راوړي. جنجالاني استاد را رسي، او د مېلمه پالو په خونه کې د له اړوندو مېلمنو سره روغبړ کوي. طالب جان په مينه له جنجالاني استاد سره روغبړ ته رامخته کېږي، لاسونه سره ورکوي، د پوخ استاد لاسونه ښکلوي، او خپل سر د پوخ استاد په سينه ږدي، ناببره د چاودنې غږ پورته کېږي، خلک څه ګوري چې د سولې د عالي شورا رييس او بدخشې سپين ږيری پوخ استاد د هماغه د سولې د پرېښتو له لاسه د جهنم کندې ته ور ګوزارول کېږي.

پوخ استاد له خپل مرګه لکه چې خبر وي، څو ورځې مخکې يې له طالبانو سر ټکاوه، چې در افغانستان به نام طالبان فاجعه می افرينند. بل ځای کې يې دوي، د خپلو شاګردانو په نامه ياد کړي، او نور شمالي لنډه غر يې دګلي چې تاسې ولې زما له شاګردانو وروسته پاتې ياستئ، نو په دې توګه شاګردانو د خپل استاد بزرګوار حق پر ځای کړ، او د هغو بمونو لوګی او چری يې د خپل پوخ استاد بحران الدين تر خېټې را ورسول چې همدې جنجالاني بحران الدين به له امريکايي پيلوټانو غوښتل چې بايد دا بمونه نور هم تشديد شي، ترڅو موږ ښه پرمختګ وکړو.
خو دا مکار او جنجالي (برهان الدين رباني) بحراني په دې نه وو پوه چې:

کوهی مه کنه د بل سړي په لار چېرې ستا به د کوهي په غاړه لاړ شي
ته چې بل په غشو ولی هسې پوه شه چې همدا غشی به ستا په لور ګوزار شي

دا ول هغه حقايق چې ما په خپل ۲۸ کلن ژوند کې ددې مکار، فرېبي، حيله ګر، کينه کښ، ستمي او تش په نامه افغان په اړه په خپلو سترګو ليدلي ول، اورېدلي ول او د زړه او سر په سترګو ليدلي ول. زما غوښتنه له ټول ځوان پښت څخه دا ده چې د افغانستان او نړۍ په مېډيا په سې ولاړ نه شي، او ددوي په اوتو بوتو تېر نه وځي، ځکه دا ټول د يهودو زامن دي، او د يهودي زوی به دوي نړۍ ته د اتل، قهرمان او ښه شخصيت په توګه خلکو ته ور پېژني، په داسې حال کې چې په سلو کې به ۲ سلنه هم په هغه پلاستيکي، ساختګي او خاين شخص کې نوموړې ځانګړنې نه وي، چې دا پلورل شوې مېډيا يې خلکو ته وړاندې کوي، او د غولولو هڅه يې پرې کوي.

Door Guest