د تقاعد شوی ډگــــــروال محمد جان سرروضه وال   لـــــیــــــــــــــــکـــنــــــــه

په دی وختو کښی د هغه ضرورت له مخی چه افغانان ورسره مخامخ شوی بیا هم افغانان غواړی چه یوه عنعنوی لویه جرگه جوړه کړی او په

.هیواد کښی سراسری سوله راولی

خو تر جرگی ړومبی باید په دی پوه شو چه جنگ د څه لپاره کیږی جنگ د چا له خوا راسره کیږی او د سولی خبری باید له چا سره تر سره

شی. ددغه پاک او مقدس آرمان د ترلاسه کولو لپاره راځی د تاریخ پاڼی را واړو او همدغه اوسنی د څولسیزو کالو جنگونه وگورو چه موژ دڅه

لپاره سره جنگیدلی یو او څه غواړو او له چا سره د سولی خبری وکړو. واقیعت او حقیقت خو داده چه افغانان د تاریخ په ټول دوران کښی د

بهرنیانو په مقابل کښی سره یو شوی او هر بهرنی تجاوز گرته ئی په هغه وخت او زمان کښی په ډیر کم تاقط سره سره ماته ورکړی چه زموژ

ددغی ادعا ثبوت د انگریزانو د هغی امپراطوری ماتول دی چه په هغه امپراطوری لمر نه لویدو او د شوروی اتحاد د هغی امپراطوری ماتول دی

.چه د هغی امپراطوری د نام په اوریدو به غربیان ډیر متاسیره کیدل

.د همدغه نادارو ، غریبانو او بی وسه افغانانو له لاسه ئی داسی ماته خوړلی چه بیا به ئی د امپراطوری خیال هم په سر کښی ورونه گرزی

خو متأسفانه او بدبختانه ددغو امپراطوریو له ماتیدو وروسته دا ملت له داسی نا خوالو او بی هدفه جنگو سره مخامخ شوی چه له علاج او تداوی

.څخه ئی لویه نړی هم عاجزه پاتی شوی ده

دا په دی خاطر چه د افغانانو همسایگان ، د سیمی او نړی قدرتونه، په دی پوه شوی چه له افغانانو سره په جنگ کښی بری تر لاسه کول

.ناممکنه کار ده. خو افغانان په خپل منځ کښـــــی سره جنگول ډ یر آسانه کار ده

راځی یو وارو دا حقیقت خپل ولس ته څرگند کړو چه هغه څوک چه په یوه هیواد کښی د سیاسی قدرت غوشتونکی وی هغه د خلکو رایو

خوشی) ته اړوی او خلکو ته د شه خدمت کولو وعده دار وی بیا نو هغه په هیواد کښی د مکتبو ، مدرسو ، سرکو ، فابریکو او ټولو تولگتو)

پروژو د آبادولو خیال په سر کښی پالی نه د هغو د ورانولو ، هغه څوک چه غواړی په راتلونکی کښی په هیواد کښی سیاسی قدرت تر لاسه

کړی هغه د جماعتو درناوی کوی نه دا چه په هغـو کښی ځانونوته انفجار ورکوی او په راکتو او لاسی بمبوئی ولی او قرآنونه پکښی سوځوی

داسی نور موارد ډیر زیات دی چه هر څوک ئی په سترگو وینو ددغه سترگو د لیدو په صورت کښی دا معلومیږی چه دا خلک چه اوس د

افغانستان د دولت په مخالفت کښی واقع دی د سیاسی قدرت د لاسته راوړلو خیال په سرکښی نه لری هغه تنها د خپل رقیب ماتول غواړی او بس.

هغه عوامل چه د افغانستان د دولت مخالفین ئی په افغانستان کښی د جنگ عوامل بولی او هغه (د اساسی قانون بدلول او د خارجیانو وتل دی) چه

:هغه په اوسنی شرایطو کښی له امکان څخه د باندی دی د مثال په ډول 

په اساسی قانون کښی خو داسی موارد نشته چه هغو له اسلام سره په مخالفت کښی وی. او دا به لازم هم نه وی چه تنها د افغانستان د دولت

.مخالفین په افغانستان کښی ځانونه د اسلام مدافعین او د اسلام وارثین وبولی

او که احیاناً دا نن خارجیان له افغانستان څخه ووزی نو یقیناً چه په افغانستان کښی به بیا هم د وینو لشتی و بهیږی او یا به افغانستان د نړی له

.نقشی څخه ووزی چه دا به په یقین او واقیعت سره همسایگانو بالخصوص د پاکستان او ایران د کلونو کلونو د آرمانونو ترسره کیدل وی

چه د همدغه آرمان د ترسره کولو لپاره زموژ همسایگانو بالخصوص پاکستان په هر وخت او زمان کښی زموژ یو تعداد عناصر په تخرک کښی

نیولی او هغو ته ئی اقتصادی منابع تر لاسه کړی ، هغو ته سلاح وسایط ورکړی ، هغو ته ئی ټرینینگونه ورکړی ، هغو ته ئی د اوسید، مسئون

ځایونه ورکړی. هغو ته ئی له واقیعتو څخه ډیر لیری تبلیغان کړی او زهنیت ئی زموژ د وطنوالو په هکله له خشونت څخه ډک ساتلی. هغو هر

وخت غوشتی دی چه سوړ جنگ په گرم جنگ بدل کړی او هغه ته دوام ورکړی. راځی چه وگورو چه پاکستانی زمامداران د ځان په هکله څه

.کوی او زموژ په هکله څه کوی

پاکستانی زمامداران پاکستانی طالبانوته تروریستان وائی او د اردو په عملیاتو کښی ئی وژنی او کورنه او د بودباش ځاونه او د تعلیم او تربیتی

.ځایونه ئی ورانوی

خو افغانی طالبانو ته چه په افغانستان کښی جنگیږی آزادی خواهان وائی سلاح وسایط ورکوی اقتصادی منابع ورته تهیه کوی ، ټریننگ

.ورکوی د تعلیم او تربیی ځایونه ئی سمبالوی او په منظم شکل ئی د خپلو استخباراتی شبکو په واسطه افغاسناتن ته رالیږی

:پاکستانی زمامداران 

د پاکستان د طالبانو مشران لکه بیت الله مسعود ، حکیم الله مسعود ، مولانا صوفی محمد ، ملا نظیر او داسی نورو په سر د پیدا کولو، وژلو ، او

.بالاخره په نشه کولو ډیر ډیر انعامونه او جایزی ټاکی

خو د افغانی طالبانو مشران لکه ملا محمد عمر، حکمتیار، او سراج الدین حقانی د نړیوالی ټولنی له غوشتنو سره سره بیا هم هغه د پاکستان لپاره

.حیاتی عناصر بولی او له لاسه ئی نه ورکوی او د هغو د نیولو او وژلو لپاره د نړیوالی ټولنی مخنیوی هم کوی

پاکستانی زمامداران د پردی ترشا : خو د پاکستانی طالبانو مشر مولانا فضل الرحمن کله چه نړیوال قوتونه د پاکستان له لاری افغانستان ته

راځی نو مولانا فضل الرحمن په افغانستان کښی د جهاد اعلان کوی او پاکستانی طالبان هم په افغانستان کښی جهاد ته هڅوی (وطن د افغانانو او

د جهاد اعلان ئی د پاکستانی ملایانو) خو کله چه له مولانا څخه پوشتنه کیږی چه امریکائیان خو د پاکستان له لاری په افغانستان کښی عملیاتو ته

.راځی نو تاسی ولی په خپل هیواد (پاکستان کښی د امریکائیانو په ضد )چهاد نه کوی هغه په ځواب کښی وائی چه موژ خو قانون لرو

ددغه دلیل معنی داده چه :څوک چه هر ډول قانون ولری د هغو لپاره جهاد نشته خو د شریعت په مقابل کښی ((چه د تاریخ په ټول دوران کښی

حتی د شوروی یرغلگرو په وخت کښی هم په افغانستان کښی نافذ وه)) جهاد لازم بلل کیږی داده د مولانا صاحب قضاوت

کله چی امریکائیان 5.5 میلیارده ډالره پاکسانی زمامدارانو ته ورکوی او د هغوی په مقابل کښی پاکستانی زمامداران پاکستانی طالبان وژنی د

هغو وژل روابولی او پاکستانی ملایانو لکه جناب فضل الرحمن صاحب هم پټه خوله پانی کیژی خو کله چه امریکائیان او یا نړیواله ټولنه په

افغانستان کښی د سرک جوړولو مکتبو ، مدرسو ، پلو او ټولو ټولگتو پروژو لپاره ډالر مصرفوی د هغو په مقابل کښی افغانی طالبانو ته د جهاد

فتوای ورکوی او حتی د انجنیر ، درایور ، بلدوزر کار او مزدوکار وژل هم ورته روا گنی.

خلک وائی : (قربانت شوم خدا (ج)یک بام و دو هوا !) دغه ده د پاکستان پالیسی زموژ په مقابل کښی.راځی د افغانستان په هکله د نړیوالی ټولنی

بالخصوص د امریکا په پالیسی څیړنه وکړو له هغهوخته چه نړیوالی ټولنی په افغانستان کښی خپل قوتونه ځای پر ځای کړی هغوی د افغانستان

په هکله دوه مخی پالیسی لری چه افغانانوته وائی چه بیدار اوسی او پاکستان ته وائی چه غلا کوه.د مثال په توگه : افغانستان ته قوتونه رالیږی

خو په مقابل کښی ئی پاکستان ته ډالر ورکوی. افغانانو ته وائی چه موژ د تاسی د آرامی لپاره راغلی یو او تر هغه وخته به له تاسی سره یو چه

ستاسو د ژوند ټول اړخونه مو تکمیل کړی وی ، خو پاکستان ته وائی چه ته زموژ ستراتیژیکی ملگری ئی او هیځ وخت به هم تا له لاسه ور نه

کړو.او حتی د پاکستان استخباراتی شبکی چه افغانی طالبانو ته هر ډول نظامی تسلیحات برابروی او خپله امریکائی کړی هم په دغه اعتراف

کوی چه د پاکستان استخباراتی شبکی له دغو مخالفینو سره پوره اړیکی لری بیا هم د هغو په ټولو کړو وړو سترگی پټوی.امریکا د جنگ بوج د

.نړی په څلور ځلویشتو هیوادو اچولی خو خپله .د استراتیژیکی اهدافو لپاره په ټوله معنی مستقل عمل کوی

:بالاخره دغه ټول کړه وړه هغی معمی ته ورته ده چه وائی 

.ناسته یم له تا سره زړه می په کندو کښی ده قربان له بیگانو سره

لنډه دا چه د افغانستان حکومت او خلک که عنعنوی لویه جرگه د روغی جوړی په مخه جوړوی حتمی ده چه له پاکستان او نړیوالی ټولنی

بالاخصوص امریکا څخه دا ژمنه او تعهد د زړه له کومی تر لاسه کړی چه له پورتنی پالیسی څخه لاس واخلی او په یقین سره که پاکستان او

.امریکا په خپلو کړو وړو کښی صادق او ایمانداره پاتی شی د افغانستان مسئله به په دری میاشتو کښی یو طرفه شی

:او که له پاکستان او امریکا سره دغه پالیسی وی لکه چه امریکا وائی چه 

.راغلی افغانستان ته یم زړه می له پاکستان سره ده او قربان له هغو طبعی منابعو څخه شم چه په سیمه کښی ئی امریکا وینی

نو نتیجه او پایلی به ئی داسی وی چه د افغانانو ترڅنگ خو به ټوله سیمه او هیوادونه اور واخلی خو به یقین سره به د امریکا ارزوگائی هم د

قفقاز د سیمی د گاز او تیلو په لمبو کښی وسوځی او بیا په امریکا هم زموژ له هیواده (افغانستان څخه) د نورو امپراطوریو په شان په جگه شمله

.پشی سپکی نه کړای شی.

په درناوی

محمد جان

Door Guest