سلامونه، څنګه يې؟ نه پوهېږم بيا مې ولې زړه غواړي چې ليک وليکم، له بېګا راهيسې مې بيا په زړه ورېږې، خپه يمه خداى مکړه تېر ليک مې ځورولې نه يې، خو اوس په ټولو غمونو، دردونو او سرخوږيو پښه ږدم، په ډاګه وايم ښه يمه، خوشحاله يمه او ته هم باور وکړه…
ريښتيا ګيله دې کړې وه چې ولې خپه شوى يم، ليکلي دې وو( کيسې ليکه، کيسې ليکه، زما کيسې خوښيږي)، ګرانې پوه يم چې کيسې ستاهم خوښيږي، دلته درسره ژمنه کوم چې کيسې به ليکم او يواځې به يې تاته ليکم، که نورو لوستې لولي به يې، خو زه يې تاته ليکم، هو يواځې تاته…
تا ليکلي وو چې هغه ليکوال چې زما کيسې نه مني، ورته ووايم چې: انسان او د هغه تاريخ کيسه او کيسه هم د انسان تاريخ دى، دادي ورته وايم او ورته وبه وايم، خو هغه نور څه هم ويله، هغه ويل چې له پخوانيو کيسه ليکوالو که نور هېڅ زده نه کړو دومره زده کولاى شو چې پخوانيو

څنګه ډوډۍ خوړله؟

خو ريښتيا هغوى کيسې په کاغذونو ليکلې، د هغه تر خبرې زموږ پخواني ماته را ياد شول، چې کاغذ يې نه درلود، چا ورته د نوبل جايزه هم نده ورکړې او نه هم چا زما په څېر د کيسه ليکوالو په کتار کې راوستي دي، د هغوى کيسې ډېرې خوږې وې، ډېر ښه پيل يې درلود، د خندا وړ ده چې د لنډې کيسې په فورم يې ويلې خو کاش چې ليکلې يې واى، ښايي څوک پيدا شوي واى چې کومه جايزه يې ورکړې واى، ښايي د پيغام يې هم چېرته څرک لګېدلى واى.

ګيله خو لا لرمه، ګيلې مې نه خلاصيږي، خو دومره وايم چې کيسې نه ورکېږي، که ورکېدلاى زه به درته داسې کيسه وليکم چې بايد ورکه شوې واى، هغه د لوړو غرونو د لوړو تورو غارونو د خلکو کيسه چې په باراني ورځ د اور د لمبو تر خوا را ټول وو…
د ونو په شنو پاڼو د باران هر څاڅکى په تېزۍ لګېده او ښکته ترې اوبه څڅېدې، د باران غږ د غار له خولې لاندې په شنو او تورو تېږو په شرنګي تېرېده، د غار په منځ کې نرى دود له چټکو لمبو پورته کېده او ورسره د غوښې د کباب بوى شاوخوا نيولې وه.
غټ سړي چې پلته او خيرن ويښتيان يې په اوږو پراته وو، پېړه څرمن يې اغوستې وه، د غار په خوله کې ناست وو، او ښکته يې د غره لاندې دره کې د باران لاندې د اوښتونکو را اوښتونکو ونو سيل کاوه.
د اور خواته ناست ځوان په يوه غټه جينۍ چې سينه او ځنګنونه يې په کوچنيو ټوټو پټ کړي وو څنګ وهلى وو، خواته يې ناستې زړې ښځې په اور په نرو لښتو کې پېيلې غوښه په اور يوې او بلې خواته اړوله، ټول په واکمنه چوپتيا کې د اور لمبو ته ځير وو، او کله کله به يې د چاغ غټ ؛

:سړي چې د غار په خوله کې يې ښکته په دره کې ښکار څاره خبرو ته غوږ ونيو، هغه غاړه تازه کړه او آرام يې وويل

… د هغوى کيسه ډېره ورونکې ده-

څه شېبه چوپ وو بيا يې زياته کړه
.هغوى خلک را نيسي، زړه يې پرې باسي او هغه خپل خداى ته نذرانه کوي، سر او تنه يې خلکو ته ور اچوي-
له اور چارچاپېرو ناستو ښځو او ځوان يو بل ته وکتل، چاغ سړى هم د غار له خولې را پورته شو او په اور د اوښتونکې را اوښتونکې غوښې لښته يې را پورته کړه او په خوله يې دهغې پوچول پيل کړل.

:لکه چې کيسه يې هيره شوې وي ډېره شېبه چوپ وو، وروسته يې وويل

… په ښکته ځنګلونو کې هم جګړې زياتې شوې دي وايي منکرانو نوى مذهب راوړى-
په دودو تور شوى غار د چاغ سړي د خبرو له غوڅېدو وروسته چوپ وو، او يواځې به يې په غوښو شخوند واهه او خوند به يې اخيست.
باران زياتېده، تياره هم خپرېده، په غار کې ناست خلک په اور را نږدې کېدل او د چاغ سړي خبرې هم زياتې شوې، د غوښې وروستۍ لښته يې

:راپورته کړه خولې ته يې ونيوله او ويې ويل

… کاش چې مشر ته ورغلي واى، ښايي نوې کيسه يې کړې واى-
تر دا نوې کيسې مې يې خبره دومره اوږده کړه، په لنډو به ووايم چې د هغه ليکوال چې ما ترې تاته ليکلي وو هغه خبره ځواب کړم چې پخوا هم خلکو نوې کيسې غوښتې، ډوډۍ خو يې تا وليدله چې څرنګه يې خوړله، نو زه به هم نوې کيسې ليکم، خير که چا پرې له دې امله خندل چې پيغام

….نلري، څه سر دې خوږوم ته به وخت نلرې، که ليک مې درته ورسيږي، غوسه به شې چې وخت دې نيسم
ګيلې ډېرې دي، ته چې تللې يې دېخوا غمونو خوله لګولې او هره ورځ يو نه يو غم راځي، نور مې يې له ژونده زړه تور کړى، نور به درته بيا ليکمه، اوس دې په خداى سپارمه، خوښه او خوشحاله اوسې، ريښتيا! يو ځلې بيا وايمه، نور مې له ژونده زړه تور شوى.

….خو 
مجبور يمه، څه وکړم؟

Door Guest