په افغانستان کې بيا لويه جرګه روانه ده

ډاکټر لمر

دا سمه ده چې افغانستان د جرګو ملک دی، مګر نننۍ
نړۍ له شيطانانو ډکه ده او د افغان ولس نه د خپلو او نه هم د نورو په شيطانت نه
پوهېږي. کرزي خو افغانان له ځنګلي پشي يانې زمري سره مشابه کړل، چې اوس ټوله نړۍ
په دې غږېږي، چې ښاغلي کرزي خو خپلو خلکو ته يو نوی نوم وروباښه، يانې افغاني
ځنګل، چې هر ډول حيوانات پکې اوسې، نو اوس څوک خنځير، او څوک هم کوږ او ټول په
ځنګلي لويه جرګه کې راټول شوي دي.

مخکې هم د افغانانو په اړه هر څه ليکل کېدل، خو د
افغاني ځانستاينې د خندا وړ خبرې ډېرې دي او نوې هم نه دي. هغه مملکت، چې په دېرشو
کلونو کې يې تر ۷ ميليونو ډېر خلک مهاجر شول، ۲ ميليونه يې سټ شول، څو ميليونه
مېرمنې يې کونډې شوې، په ميليوناوو مېندې يې بورې شوې، مملکت له يتيمانو ډک شو، نو
اوس يې د غلامي په لومه کې هم نښلوي، چې سبا به په خپل ملک کې بل سور درباندې
ګرځي.

ما په سايټونو کې يوه ليکنه ولوستله، چې پکې ليکل
شوي دي: افغانان په دوو ډلو وېشل شوي دي، يوه هغه ډله ده چې په پرديو  او يا هم خپلو خرڅه شوې ده او بله هغه ډله ده چې
د افغانستان سياسي او ټولنيز وضيعت باندې ښه پوهېږي، نو ځکه له امريکا سره د
ستراتيژيک ټړون پلوي کوي، مګر دغه ليکوال هېره کړې ده، چې کله روسان په افغانستان
واکمن ول، نو هر څه د روسانو ول، په افغانستان کې لوږه او قحطي وه اوس هم همدا حال
دی او سبا به هم همدا حال وي، تر هغې چې موږ خپل ذهنيت سم نه کړو او خپل هېواد نه
د نامه لپاره بلکې د خپلو نسلونو ټاټوبی يې و نه بولو، نو دا ملک نه سمېږي. دغه د
اودسې د ښار ليکوال ليکې، چې په کال کې يو ځل افغانستان ته ځي او ځيني پرمختګونه
ويني او د افغانستان د ۶۰ کيلومترو پاخه سړک خبره کوي!، خو دا نه وايي، چې په
اکثريت ملت څه تېرېږي! او دا هم نه په ګوتو کوي، چې د کابل سالنګ سړک ليا تر اوسه
خام څه چې له کنډيلو ډک دی او د ۶۰ زرو کيلومترو خيالي شمېره يې له کومه کړې ده.

د افغانستان ټول پاخه سړکونه د مرحوم سردار محمد
داود خان په موده کې ۱۷۰۰-۱۹۰۰  کيلومتره
اټکل کېدل، چې په هغې کې د کابل-کندهار لاره ۵۴۰ کيلومتره، کابل-شبرغان ۴۸۰
کيلومتره، کندهار-هرات ۷۰۰ کيلومتره، پلخمري-تالقان ۲۰۰ کيلومتره او کابل-جلال
آباد ۱۴۰ کيلومتره، نو دغه جناب دغه د ۶۰ زرو کيلومترو عدد له کومه کړی، که د کابل
ښار سړکونه هم ورسره وشمېرې، نو تر ۲۰۰۰ کيلومترو نه اوړي او زه پخپله څو مياشتې
مخکې تقريباً په دغه ټولو سړکونو تللی يم، چې کوم يې پاخه شوي او کوم يې نه دي
پاخه شوي، نو دغه ليکوال ته دومره وايم چې دروغ هم حد لري.

دغه لويه جرګه هم د افغانانو د ايلولو لپاره
رابلل شوې ده او د لوېديزو د خوشالولو لپاره!، خو د افغان ملت يې پکې ګټه نه شته،
ځکه په افغانستان کې پردی واک چلېږي او د پردي په خوښه څوک سندرې بولي او څوک هم
پردي ډول ته نڅېږي، خو زموږ وظيفه دا ده چې خلکو ته د دې نظر ورکړو، چې په څه کې
يې خير دی. د افغانستان تړونونه کېدی شي، له ډېرو ملکونو سره تر سره شي، خو په دې
شرط چې د افغانستان په ګټه وي او د افغانستان وګړي مري نه کړي.

ښاغلي کرزي په خپلو خبرو کې د افغانانو نه ځنګلي پشی
جوړ کړ او صفيه صدیقي وايي، چې امريکا نه غواړي د ستراتيژيک تړون موضوع دې افشا شي،
نو د پاړسي متل دی، چې:  «زير کاسه نيمه کاسه
است»، نو امريکايان په خپله دغه لوبه غواړي، چې اول ګوته او بيا سوک ومنډي!  نننۍ لويه جرګه د کمونيستانو د پولتخنيک انستيتوت
له لويو جرګو توپير نه لري.  هغه مهال هم د
روسيې شتون ته  په افغانستان کې د امريکايي
امپرياليزم پر ضد قانوني بڼه ورکول کېدله او اوس هم  همغه ناندره ده، خو لوبغاړي نور دي، ځکه  نو افغان ولس دې بيداره وي، چې و نه غولول شي. موږ
د نړۍ برخه يو، مګر موږ خپلواک هېواد غواړو او بهرنۍ اړيکي د تقابل په درنښت او د مساوي
ګټو په نظر کې نيولو منو، نه دا چې افغانستان د نويو اشغالګرو د چلول مستعمره شي.

ما د ښاغلي کرزي صيب وينا اورېدلې او لوستلې مې هم
ده، چې بيا د خلکو غولولو ته دام ږدي. کرزي صيب د ۱۰ کلونو په موده کې د
دې امکانات درلودل، چې د افغانستان لپاره يوه څانګپوهه اداره وګوماري، مګر دغه جناب
تر ننه د مصلحتونو حکومتونو جوړ کړي دي، په افغانستان کې تر ۲۰ ميليونه خلک د لوږې
او اوسمهال د ژمي د سړو سره لاس او ګرېوان دي. زه په دې ښه پوهېږم چې د افغانستان په
يو څو لويو ښارونو کې افغاني کارکونکي په ادارو کې کار کوي او يو نسبي معاش اخلي او
دا چې ۸ ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي ښه کار دی او سږ کال يو نيم
لکو افغانانو د لوړزده کړو لپاره ازموينې ورکړې دي، خو ۷۳ زره يې بيا بې نتېجې
پاتې دي او په ټولنه کې د ناکراراي ګواښ دي، له بل پلوه له سهاره د کابل ښار او نورو
سيمو څلورلارې په لوږو کارګرانو (روزمزدو مزدورانو) ډکې دي، چې د سهار او بېګاه نه
لري. او لوی ښارونه له رنډيو ډک شوي دي، ځکه نس او اولاد ډوډۍ غواړي، تر دې نور نو
څه غواړی!

هر ښاغلي چې په کابل کې اوسي، نو لطف دې وکړي  او په کابل کې دې د  مهاجرينو کمپونو ته ورشي او په نورو ولايتونو کې
هم  د مهاجرينو کمپونه بې شماره دي، نو هغه
کمپونو ته  دې ورشي  او يا هم د دروېزه مېرمنو شمېره په کابل کې وګوري،
د روږديو ننداره دې د کابل تر پلونو لاندې وکړي، نو بيا به ورته مالومه شي، چې افغانان
په څه حال کې دي.  د کابل ځينې ودانۍ هم د شخصي
متشبسینو کار دی، افغاني تجارانو مخکې هم ځينې ودانۍ د خپل تجارت لپاره ودانولې، خو
اوس هم د کرزي د حکومت د امريکايي يو تريليون ډالرو په بېړۍ کې لامبو وهلې او ټولنې
ته يې دومره هم نه وی کړي!، نو بيا به مو څه ويل! د دغه غلط سياست پايله ده، چې افغانان
اوس هم په وينو کې لمبول کېږي.

افغانستان ډېر ګټور ستراټيژيک موقعيټ لري، نو د ټولې
سيمې او نړۍ نبض يې په لاس کې دی، نو له دغه موقعيته بايد په دغه لسو کلونو کې سمه
ګټه پورته شوې وی، مګر برعکس غله په افغانانو ټپل شوي دي، ځکه يې د ملت کرکه راپارولې،
که نه نو طالبان يا اسلامي ګوند بيا ولې سر داسې پياوړی راپورته کړی وی،څوک  به وايي، چې کراري ده، آيا څوک  پرته له خوفه د کابله تر غزني  تلی شي؟ د وردګو د سراط له پله به څوک مړه کونه
تېر شي؟ يا بې وزلي انجينېران چې فارياب کې ووژل شول د هغوی مصئونيت څوک تضمينولی شي؛
ځواب دی چې نه!

تاسو به وايی، چې دغه ټول دهشت او وحشت د طالبانو
دی، کېدی شي!، مګر د دولت وظيفه ده چې د خلکو امنيت تضمين کړي، نو کله چې يو دولت د
وګړو ژوند نه شي تضمينولی او د دولت مخالفين په خلکو کې دومره محبوب دي، چې د کابل
په ۲۵ کيلومتري يانې وردګو ليا واک چلوي، نو بيا موږ د څه شي په
مورد بحث کوو. ريښتيا هم په کابل کې نسبي امنيت شته او يو شمېر خلک له اېنجويو ګانو
سره يا له دولت سره کار کوي، خو پاتې ملت څه وکړي؟ آيا تر آخره پټه خوله کېني، چې يو
شمېر خپلې پيسې وګټي او د بې وزله افغانانو اولاد دې نن په کوڅو کې لوی شي او هغه ژوند
وزغمي، سبا کوڅه ډب شي او بله ورځ ياغيان او باغيان او که د ټول ملت لپاره يوه ريښتېنې
صادقه اداره چې د افغانستان خپلواکي پکې نغښتې وي، جوړه شي او له نړیوالو سره د مساوي
حقوقو تړونونه د خپل هېواد او د نړۍ په ګټه لاسليک او پلي کړي.

کرزي د خپل غلط سياست له لاسه خپل ورور هم له لاسه
ورکړ، خو بل ورور يې بيا کابل بانک لوټ کړ او په دوبی کې يې ماڼۍ پرې واخيستې. په نننۍ
اداره کې هېڅوک مصؤن نه دی، نو لاس دې ته راونغاړی، چې افغانستان ته په درنه سترګه
وکتل شي، خپله خپلواکي تر لاسه کړي، د افغانستان له موقعيته سمه ګټه پورته شي، سمه
افغاني اداره رامنځ ته شي او په نړيواله کچه له لويديزوالو سره سيمه ييز  او نړيوال تړونونه وشي، نه دا چې مظلوم افغان ملت
د غلامي په ګرداب کې ښکېل کړو او په لکهاو نورې قربانۍ هم بيا دغه مظلوم ملت  ورکړي.

ريښتيا هم چې په افغانستان کې ظلم خپلې انتها ته رسېدلی،
په افغاني ټولنه کې د سياسي بې وسي او ټولنيزې انارشي سره د هر انسان ژوند له مخاطرې
سره مخامخ  دی. په هېواد مافيايي سيستم واک
چلوي، نو افغانان بايد له دغه بدمرغي راوايستل شي. د امريکا په ګټه د ننني دولت خوخواږو
امريکايانو ته د دې سپارښت  هم کاوه، چې «دا
بمونه واله واله دي غت غت بمونه په واچوی»، د افغانستان د بيت المال غلې يې تر کوم
ځايه و نه رسېدلې؛ د چا مېرمن په کاناډا کې له ميلويونو ډالرو سره ونيول شوه، څوک له
پيسو ډک بکس سره په دوبی کې ونيول شو، د چا په ميليونو ډالره د لندن په هوايي ډګر کې
ونيول شول او چکري خو له غلا شويو پيسو سره نن هم په لندن کې هواخوري کوي.

درنو افغانانو! زما د دغه ليکنې هدف په دې کې دی،
چې افغانستان ليا هم بهرنيو مرستو ته اړ دی، مګر افغانانو ته د غلامي ذهنيت ورکول يو
ډېر غلط کار دی، لکه کرزی صيب چې وايي: موږ 
د دنيا زمريان يو، نو پاچاهي کوو، نور دې چاپېريال وساتي او موږ ته دې مرستې
راکړي!»، خو په زړه پورې ده، چې افغانان د لوږې په بړبوکۍ کې لاهو دي او کرزی ورته
د شيرانو بوبولالې بولي، مګر خلکو ته دا نه وايي، چې دغه مملکت د افغانانو دی او هغوی
يې بايد په خپله مټه او همت جوړ کړي او نه د نورو په دروېزه.  په افغانستان کې ظلم خپلې انتها ته رسېدلی، نو په
لاندې فلم کې د افغانانو د  يو ګاونډ ملک عسکري
نظام د ظلم انتها ته نغوته کوي، وګوری! مکړه چې افغانستان هم د امريکا په مټه يو مليټري
مملکت شي، لکه پاکستان، عربستان، کووېټ او داسې نور.

http://www.youtube.com/watch?v=_0b_r6pfONg&feature=related

بده به نوي، چې دغه لاندې ليکنه هم د ځنګله د پاچاهي
په اړه ولولی:

تهيه کوونکی : ويال

کوم وخت د یو ځنګله د حیواناتو مشرانو د یوې غونډی
په ترڅ کی داسی فیصله وکړه: نور باید په خپلو کی دښمنۍ پریږدو ، نفاق او جنګ ته په
کرکه وګورو ، په دښمنیو کی هیڅ ګټه نشته بلکی هغه د ټولو په مطلق زیان تمامیږی . بس
دﺉ ډیري دښمنۍ مو وکړې ، نور به د سولی او ورورۍ ژوند کوو او د ګډ دښمن په وړاندی به
یو موټی کیږو . موږ د غټ ځنګله د مشرانو سره توافق ته رسیدلي یو او یو دوستانه تړون
به ور سره کوو .

د دې لپاره چی د دغو مشرانو د فیصلې څخه د ځنګله ټول
حیوانات خبر شی نو یوه ورځ یې وټاکله چی په هغه ورځ باید د ځنګل هر اوسېدونکیً د جرګې
په میدان کی حاضر وی.

بالاخره نېټه مقرره شوه او په ټاکلې ورځ د ځنګله ټول
ځناور د نمایشی جرګې میدان ته حاضر شول او غونډه په خاصو مراسمو سره پرانیستل شوه
. په دغه لویه غونډه کی چی د ځنګله په تاریخ کی یې سارﺉ نه درلود ، د « اتحاد ! » او
« اتفاق ! » تاوده تقریرونه وشول او مهمو ځناورو هر یو په خپل نوبت دښمني وغندله او
د ورورۍ ، سولې او پخلاینې ژوند ته یې په درنه سترګه وکتل .

د تقریرونو او ویناوو په پای کی خنځیر ( چی د غټ ځنګله
د زمري پټ استاځی و ) داسی وړاندیز وکړ : اوس چی موږ او تاسو پخوانۍ دښمنۍ هیري کړې
او د ورورۍ ژوند پیلوو ، نو لازمه ده چی ټول یو بل د محبت په ګرمه غیږه کی ونیسو .
د غونډې برخه والو د خنځیر دا پیشنهاد په یوه خوله ومانه او لږ ګړﺉ وروسته د یو او
بل په غیږ کی نیولو پروګرام پیل شو . په دې ترڅ کی چی به هر حیوان خنځیر ته غیږه ورکوله
، نو څنګه چی خنځیر په سینه کی پر ټولو حیواناتو قوي دﺉ هغه حیوان به یې دومره سره
کښېکیښ چی پُښتۍ به یې ورماتي کړې او په دغه ترتیب د « پُخلاینی !» ، « ورورۍ !» او
« اتحاد ! » په فضا کی خنځیر د ځنګله د ټولو هغو حیواناتو پښتۍ ماتي کړې چی په دې جرګه
کی حاضر وو. د دې حیواناتو لویه بدبختي دا وه چی یو حیوان به بل ته د خپلو ماتو پښتیو
په هکله هیڅ هم نه ویل او د هر ځناور پښتۍ چی به خنځیر ماتي کړې نو هلته به په یو کونج
کی غلی کیناست او سوړ اسوېلیً به یې کیښ .

د سولې او پخلاینی د غیږو د پروګرام په پای کی بیا
خنځیر په لوړ ږغ داسی وویل : زړه ته رانږدې وروڼو ، اوس چی موږ او تاسو رښتیاني وروڼه
شوو ، نو یو بل وړاندیز هم لرم او هغه دا چی که ستاسو خوښه وی موږ او تاسو باید یو
صدراعظم هم ولرو تر څو آینده کارونه او چارې مو ښه تنظیم شی. زما هیله دا ده چی تاسو
په همدغه عالی شانه او تاریخی غونډه کی ډیر ښه اجرأت وکړل خو لطفأ له خپل منځه یو صدراعظم
هم وټاکیً

حیواناتو چی یو بل ته سره وکتل نو په رموزونو او اشارو
سره پوه شول چی په یوه کی هم د صدارت کولو توان نور نشته . نو د خنځیر د سوال په ځواب
کی ټولو هغه ته خړ خړ کتل او ورته ویې ویل چی صاحبه، اوس خو بس همدا ته یې! ډیر ښه
دې پخلا کړو او ډیره ښه جرګه دې رهبري کړه، ستا سابقه خو هم ټولو ته د لمر غوندی روښانه
ده، خدای دې هر څه تا ته مبارک کړی، راوړه راوړه کاغذ راوړه چی خپل مُهرونه پرې ولګوو!

Comments are closed.