ډاکټر لمر
درنو لوستونکو! داسې ويل کېږي، چې غومبسې په ژمي کې چېرې په يوه تاوده ځای کې په سورويو کې د ژمي خوبونه کوي او بنډارونه يې تاوده وي، چې هوا بيا راتوده شي او د ګلانو موسوم شي، نو دوی هم په بوږنېدا شي او په يوه او يا بل ځای کې ځالې جوړې کړي، د ګلانو په نشتارو خمار شي او که څوک په مخ ورشي، نو سم دستي يې چيچي او يا خولې په لګوي. د دويم بُن په درشل کې افغاني سياسيون هم لکه غومبسې تاوده شوي دي، څوک مدني ټولنې جوړوي او څوک هم سياسي بهيرونه، خو موخه يې يوه

ده، چې په څه ډول غونډارۍ ته ځان ورسوي.
په وروستيو څو کلونو کې ما هم د ډېرو داسې اشخاصو او ډلو ټپلو هلې ځلې وليدلې، خو پايله لکه تل غوندې د غوړې شوروا او پلونو په خوړلو پای ته رسېدلي دي. په افغانستان کې هم له (۲۰۰) ډېرې مدني ټولنې جوړې شوې دي، چې څوک يې خبرو ته غوږ هم نه نيسي، حتی يو استازی يې د بُن غونډې ته هم ورونه پېژندل شو او ښاغلی رحمتزی صيب لا د بُن نا تصويب شوې پرېکړې نه مني، خو ښه به دا وی، چې ليکلي يې وی: د بُن غونډه نه منو! دا هم ټولو ته څرګنده ده چې په افغانستان کې له (۱۵۰) ډېر ګوندونه راجستر شوي، چې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې هر ځله له (۵۰) ډېرو افغانانو ځانونه د ولسمشري لپاره کانديد کړي وي او څوکۍ بيا يوه وي او د روشنګر، روشنفکر، اديب، ډاکټر، هنرمند او داسې نور څوک په تول هم لکه چې نه اخلي، خو ښه ويل شوي، چې «ژوند په اومېد خوړل شوی!».
څو کاله مخکې ښاغلي ډاکټر فاروق اعظم د اروپا په يو سفر بوخت ؤ او د افغانستان د ستونزو د حل لاره يې يادوله که لټوله!، چې ناڅاپي زه هم ورسره په يو ملک کې مخامخ شوم. خبرې يې ډېرې په زړه پورې کولې، چې له طالبانو سره مې کتلي، د مقاومت له

نورو ډلو سره مې کتلي، په دولت کې مې خبرې کړې دي، په شرق او غرب کې غږېدلی يم او داسې نورې، نو يو چا ورته په ناسته کې د خير دعا وکړه او ورنه يې وپوښتل، چې ښاغلی ډاکټر صاحب دغه ستاسو سفرونه خو ډېر لګښت لري، نو تاسو څنګه د دغو سفرونو له هودې وتلی شی؟
ښاغلي ډاکټر صيب دغه سړي ته ورغبرګه کړه، چې «له خپل اکونټه مې وروستي (۵۰۰) پونډه راواخيستل، کورنۍ ته مې هېڅ هم پرېنښودل او داسې لومړی ولاړم افغانستان ته او له هغه ځايه امريکا ته او دا دي د اروپا ډېرو ملکونو ته ولاړم، چې اوس دلته ستاسو سره يم. د دغو خبرو په اورېدو مې د پاړسي يو اصطلاح راپه ياد شوه چې: «بزاين بزاين، که اومت رسول اکرم زياد شوه، لنګرشه زمين مې ورداره و روزي شه خدا ميرسانه!»، نو د ډاکټر صيب د کورنۍ روزي رسان په لندن کې خدای شو او د ده لنګر خو هسې هم ځمکه پورته کولی شي.
په (۵۰۰) پونډو د آسيا، امريکا، افغانستان او بيا اروپا سفرونه هم يو تصوفي، روحاني او له کوډو ډک کار دی. کله چې موږ واړه ؤ، نو زموږ د کورنۍ هم سرو کار له سيدانو، ملايانو، صوفيانو، کوډګرو، پالبينانو او داسې نورو سره ؤ. يوه ورځ يوه ميلمه کيسه کوله، چې په سرپل کې پلانی خان ولي الله دی، له سرپله تر شبرغانه هره ورځ په پښو ځي او راځي، نو بل ډنډوره چي بيا ويل چې هو زه هم څو ځله ورسره مخامخ شوی يم، ډېر نوراني سړی دی، يو وار مې سهار په سرپل کې وليد، نو کله چې شبرغان ته راغلم، کتل مې چې ولي صيب په هوټل کې چی څښلا، نو زه هک پاتې شوم، چې د (۱۰۰) کېلومترو واټن يې څنګه په ډېره کمه موده کې کېدی شي، ده په پښو په (۴۵) دقيقو کې دغه واټن وهلی ؤ، په سرپل کې د موټرو له هډې بل موټر زما نه مخکې د شبرغان لوري ته نه ؤ تللی، ريښتيا چې په دغه سړي که کوم څه شته! بل بيا د يو بل ولي الله کيسه پيل کړه، هغه بيا ويل، چې په کوز کلي کې يو روحاني شخصيت دی، چې د چمتال په دښتو کې مو ورسره يو ژمی شپه شوه، هم له ساړه بېرېدلو او هم له ليوانو، نو ټول په نيمه شپه کې وارخطا ول، دغه نوراني سړي ماته غږ وکړ، چې دغه د کاغذ پاڼه واخله او د هغه ډبرې لاندې يې کېږده. ما چې کاغذ تر ډبرې لاندې کېښود، چې بيرته راستنېدم يوه لويه کلا مې مخې ته درېدلې وه او چې کلا ته ننوتم، نو کتل مې چې پير زموږ له نورو ملګرو سره دسترخوان ته پلترۍ وهلې دي او ما ته يې هم ست وکړ، چې راځه ډوډې وخوره، هر څه ول، له کتغه نېولې تر وريژو او غوښو پورې، نو ډېره خوندوره ډودۍ وه، چې خوند يې لا تر اوسه زما په خوله کې دی، خو په زړه پورې دا ده، چې سهار پاڅېدلو، نو دغه کلا تری تام شوې وه او موږ بيا په مزل پيل وکړ! نو د ښاغلي ډاکټر صيب فاروق اعظم هم لکه چې دغه چمونه زده دي، پرته له دې خو په (۵۰۰) پونډو د امريکا، اوروپا او آسيا سفرونه نا ممکن دي، خو ډاکټر صيب قُدر الله کوله، چې له (۵۰۰) پونډو سره راوتلی او په ورکه پسې ګرځي يانې د افغانستان د زعامت لپاره د يو مناسب شخص موندل، همغه خبر، چې په يو ګل نه پسرلی کېږي!
هغه مهال ما امريکا ته يو لنډ سفر درلود او په ويرجينيا کې په يوه محفل کې مې له يو چا سره سر شو، چې ځان يې د امريکا غږ د خپرونو مشر راته معرفي کړ، نو ما هم سمدلاسه ورته د ښاغلي ډاکټر صيب فاروق اعظم د هلو ځلو يادون وکړ او ورنه مې وغوښتل چې د دغه نېک کار په اړه که ورسره مرکه وکړي او د رسنيو له لارې مرسته ورسره وکړي، نو دغه ښاغلي، چې نوم يې زما په ياد نه دی پاتې شوی، راغبرګه کړه، چې هغه د اسلامي دولت د تبليغ او ترويج مسؤل ډاکټر فاروق اعظم ښيې، نو ما ورته ووېل چې دومره مالومات يې په اړه نه لرم، خوهغه ووېل، چې سر مه پرې خوږوه!
په دې وخت کې يو ځوان راغی او زموږ سره يې روغبړ وکړ او هغه بل ولاړ، نو ځوان د ځان په اړه وويل، چې د امريکا غږ په راډيو کې کار کوي، ما ورته ووېل، چې دغه مخکنی دوست ستاسو د برخې مشري کوي. ځوانه راته ياده کړه: دغه زاړه ټول دا دي له دېرشو کلونو ډېر وخت کېږي، دلته کار کوي، فکرونه يې زاړه دي، په نوې تکنالوژي نه پوهېږي، د کمپيوټر په استفادې نه پوهېږي، په سافټوېرونو نه پوهېږي، خو زموږ مخه يې ډپ کړې، چې د دغو زړو له لاسه موږ هم سم کار نه شو کولی!
درنو لوستونکو زما لومړنۍ هڅې همدلته پای ته ورسېدلې او ښاغلي ډاکټر صيب هم لکه چې له خپلو (۵۰۰) پونډونو سره ډېر سفرونه وکړل؛ په برېښنا پاڼو کې يې ځينې ليکنې هم وکړې، چې په يوه کې يې د خپل ملګري د سپي سپکې سپورې ليکلې وې او په بله کې يې د بل ملګري د لور په کوبای پتلانه او که په نخي لمنه يې تبصره کړې وه، خو د افغانستان د چارو په اړه يې ما ته د يو ليکوال دا کرښې را په ياد کړې: چې د جهاديانو په واکمني کې: «دپوهنې وزارت دیونس خالص د حزب اسلامي په پچه ختلی دی او دمعلم قیوم په نوم یو وسله وال دلته وزیر دی، څو ورځې دمخه یونس خالص راغلی و، په غونډه کې یې ویل چې کارونه خدای کوي تاسې باید اسلامي اصولو ته پابند واوسی او دلته په وزارت کې په جماعت لمونځ وکړی». نو يو شمېر وايي، چې: هر کاره باش با خدا باش!
موږ افغانان هم عجيبه خلک يو. د افغانستان په اړه خو هره مياشت هلته او دلته يوه ټولنه يا سياسي جريان لکه د پسرلي مرخړي سر پورته کړي، خو ځينې يې بيا وروسته له يوې مودې يوه زېړه ليکه په رسنيو کې پرېږدي، چې په دې برخه کې د ښاغلي نبيل مسکينيار د آريانا-افغانستان د تلويزيون د مسؤل هلې ځلې هم ډېرې په زړه پورې وې. دغه جناب هم د خپل تلويزيون د تبليغاتو په مرستې د يو شمېر افغانانو لست ځان ته جوړ کړ او د سولې شورا يې جوړه کړه، چې تر ننه يې څوک نه په هدف او نه هم په حرکت پوه شول، خو خپله مسکينيار صيب د فهيم کوهدامني د خبرو او نجيب کابلي د خپړو ښکار شو، چې آخر يې وويل چې: «من يک شخص اردم شهيد هستم و تمام سخن های شما را قبول دارم!»، نو درنو لوستونکو، کله چې د يو جريان محرکه قوه يا مشر، په افغانستان کې د ځان د ساتلو لا څه کوې، چې د خپلو خبرو واک و نه لري، نو هغه به نور ملت ته څه وکړي! که نور څه نه شي کولی، د امريکايي ډيموکراسي په منګولو کې دې دغه تيري کونکي يو وار ونيښسېزي. په يوه خبرتيا کې مې ولوستل چې ښاغلی نبيل مسکينيار د «بررسی رسانه ها طی ده سال اخیر درافغانستان» تر سرليک لاندې د (۲۰۱۱) کال د ديسامبر په څلورمه د فارو نومي جريان په يوه غونډه کې د بُن په ښار کې وينا هم کوي، زه صرف توفيق ورته تمه کوم، چې بيا يې هلته څوک را ونه نيسي.
تېره اونۍ هم يو دوست راته تليفون وکړ، چې پلاني ښار ته راشه، چې يو شمېر دوستان راغلي دي او غواړي د افغانستان په اړه خبرې وکړي، نو ما او تا هم دا دي څو کاله کېږي، چې نه مو دي سره ليدلي، نو ښه به دا وي، چې هلته راشې، هم به سره ووينو او هم به خواله سره وکړو، نو زه هم په ټاکلي وخت ورغلم، نو غونډه د يو شمېر امريکا مېشتو افغانانو په غوښتنه، چې د «خپلواک افغانستان» د ټيم مؤسسين يې ځان غونډې ته ورپېژانده، پیل شوه.
غونډه د قرآن اعظيم الشان په آيتونو، چې په ديجتل بڼه په (CD) کې وه، واورول شوه، ايت هم پوره نه شو، خو ريکارډر په ټپه ودرېد او دعا هم د خلکو له هېره ووتله، چې وروسته له دې د ننني دولت ملي سرود واورول شو او حضار محترم هم پورته شول او ملي سندره يې په ولاړو واورېدله، بيا يې نو لاسونه هم پسې وپړکول. د «خپلواک افغانستان» د ټيم پېژندنه تر سره شوه او خپله طرح يې د افغانستان په اړه په پښتو او پاړسي واوروله، چې د طرحې لوستونکو يې په لوستلو کې ډېرې ستونزې درلودلې، خو يو څه وشول. وروسته له دې نه يو شمېر خلکو خپلې خبرې وکړې. د ماښام ډوډۍ وخوړل شوه او له لومړني پوړه دويم پوړ ته غونډه هم انتقال شوه يانې ارتقاع مو وکړه، هلته هم لومړی يو شمېر خلکو خپل نظريات واورول او بيا نو د پوښتنو او بحث برخه پيل شوه.

لکه په تېرو غونډو کې دغه غونډې هم خپل افغاني څرک درلود، ځکه چې هر يو خپل ساز غږولا، خبرې يې پر احساساتو استوارې وې او په زغرده به هر چا خپل ملاتړ له دغه نوي خوځښته اعلام کړ، خو خبرې ډېرې په زړه پورې وې. يو افغان د افغانستان جغرافيايي موقعيت او جيوپوليتيک ستونزې يادې کړې او بل د ديورنډ کرښه ياده کړه. د افغانستان د اوبو په اړه وويل شول، چې د کال (۱۹) ميليارده مکعبه اوبه پاکستان ته د کابل رادنه مفتې ځي، له هريرود او هلمند رادنه (۳۵) ميليارده مکعبه اوبه ايران ته مفتې ځي، خو د آمو راده څومره اوبه په مفته کې تاجکستان او ازبکستان ته ځي، يادې نه شوې، خو دا يې ياده کړه، چې د اوبو له درکه پاکستان افغانستان ته (۱۹) ميليارده ډالره او ايران (۳۵) ميليارده ډالره خصاره رسوي.
يو بل افغان پورته شو او چا ترې وپوښتل چې ځان معرفي کړي، نو ډېر په غوسه شو، چې ولې يې دغه سړی نه پېژني او په احساساتو يې خپل ځان خلکو ته وروپېژانده، خو پيل يې داسې وکړ: نه مره خوب ميشناسه!، خو بيا يې وويل، چې (۱۲) کاله يې د کمونيستي رژيم په بنديخانو کې تېر کړي دي او د ډاکټر نجيب په موده کې له بنده خلاص شوی دی، نو مجلس ورته چکچک وکړل، خو مالومه نه شوه، چې د دغه شخص بندي کېدل يې ښه وګڼل او که بد؟ خو زما تر شا يوه مېرمن ناسته وه، وبوږنېدله او ويې وېل چې «افغانها بايد افسوس کنند، اينها چکچک مېکنن!»، همغه د فارسي متل دی چې وايی: « هر کرده جايي و هر نقطه مکانې دارد!»، خو په افغانانو کې هر څه بل ډول دي او سر په څڼۍ وي. دغه ښاغلي خپلې خبرې اوږدې کړې، چې بيا يې په مزار کې د ادبياتو فاکولته لوستې ده او وروسته د طالبانو له راتګه په (۱۹۹۷) کال کې هالنډ ته مهاجر شوی دی او اوسمهال يې دوه کتابونه د حزبی حکومتونو په اړه ليکلي دي، غوڼدې او کنفرانسونه جوړوي. وروسته له دغه جنابه هر چا ځان په لنډه معرفي کاوه او خپلې خبرې يې کولې، چې يو له دغو ويناوالو لاندې ټکي په ګوته کړل.
درنو مېلمنو، خويندو او وروڼو په نننۍ غونډه کې هر چا خپل ملاتړ له «خپلواک افغانستان» سره ياد کړ، چې دغه په موږ افغانانو کې يو عادت ګرځېدلی دی. زه بايد ياده کړم، چې دغه خوځښت په دوو کلونو کې يوه ناقصه طرحه جوړه کړې ده، چې کېدی شي اصلاح شي، خو د خوځښت اساسنامه نه شته او تګلاره يا برنامه عمل يې نه ده معلومه. په افغانستان کې د بين الافغاني ځوانو خوځښتونو په اړه مالومات نه لري او د افغانستان د اشغال په اړه يې دريځ نا څرګند دی، ځانونه مستقل ګڼي خو مالي چوکاټ يې نامعلوم دی. په دغه غونډه کې د دغه خوځښت د مالي بنسټ او د افغانستان لپاره د اقتصادي امکاناتو په شفافيت هېڅ خبرې ونه شوې. نن سبا د لوېديزو اخبارونو د مالومات پر بنسټ په افغانستان کې (۱۱) ميليونه ماشومان ښوونځيو ته ځي، تېر کال يونيم لکو افغانانو د کانکور امتحان ورکړی، چې (۷۳۰۰۰) يې بې نتېجې دي، مګر ښوونځې يې تر دولسمه لوستی دی، چې لويه باسواده کاري قوه ده، (۵۰۰۰۰۰) استادان په ښوونه او روزنه کې په کار ګومارل شوي دي، د افغانستان د امنيتي، نظامي او پوليسو شمېر تر (۵۰۰۰۰۰) اوښتی او د دغو ځواکونو کلنی لګښت (۱۱) ميليارده يانې يوولس زره ميليونه ډالره دی، که د معلمينو لګښت په پام کې ونيسو نو د کال (۱.۲) ميليارده ډالره کېږي او که د دولت مامورين او نور چارواکي په پام کې ونيسو، نو د ډالرو دغه امبار به له کومه کېږي؟ کله چې تاسو پخپله وايی، چې افغانستان يو مصرفوونکی مملکت دی او توليدات نه لري. کلني صادرات يې (۳۵۰) ميليونه ډالره او واردات يې (۴۰۰۰) ميليونه ډالره دي، خو لوېديزوال بيا د افغانستان صادرات (۱.۹) ميليارده او واردات يې (۵.۷) ميليارده ډالره اټکل کوي. د دغه اقتصادي امکاناتو مرجعه يا موسسه چېرې ده او څوک دي؟ نو د دغو ستونزو په پام کې نيولو سره د دغه خوځښت «خپلواک افغانستان» د مالي امکاناتو حالت چې نا څرګند وي او شفافيت و نه لري، نو د دا ډول خوځښت ملاټل نا ممکن دی.
د پوښتنو په برخه کې يو چا د ملېشو خبره ياده کړه، چې په طرح کې راغلي دي، چې ټولې جنګې ډلې به له افغانستانه وباسو! پوښتنه وشه، چې دغه ډلې څوک یادوی او په څه ډول يې وباسی، په دوی کې خو افغاني ملېشې هم شته؟ نو په ځواب کې وويل شول، چې خارجي ډلې به وباسو، مګر د افغاني ډلو ټپلو په اړه يې هېڅ ډول پروګرام په پام کې نه و نيولی. په دې برخه کې بحث بيا تود شو، چې له غونډې يو چا ورته وويل، چې موخه له هغو ډلو ده، چې نن سبا په اوپراتيفي پيسو ساتل کېږي او شمېر يې تر يو لک کسو ډېردی او د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې مېشت دي او فعاليت کوي. د افغانستان (۴۶٪) خلک، چې د کار کولو وړ دي، جسمي او روغتيايي امکانات يې لري او اوسمهال وزګار دي، نو له دغو ډلو ټپلو يا مليشو او وزګارو خلکو سره څه کوی؟ آیا کوم د ټولنيز چارو پروګرام ورته لری او يا يې اقتصادي بسپنه له کومه کوی؟ همغه دکليوالو خبره مې په ياد شوه چې وايي: «مړه ګېډه پاړسي وايي»!
ما د افغانستان د اقتصادي جنجالونو، سياسي کړکېچونو او افغاني غميزې په اړه لکه بېلګه د ښاغلي رزاق مامون نامي يو ليکوال د يو کتاب «راز خوابيده» نه دا ټکي راواخيستل: یعقوبی گفت: امروز من برای شما پول می دهم! جعبه میز کارش را گشود وبه بسته های چیده شده دالراشاره کرد:«یک میلیون دالر است!. جنرال خلیل کامل می گوید: وزارت امنیت دولتی از طریق ریاست اول، سال های سال به برخی فرماندهان و رهبران برخی گروه های مجاهدین از حساب پول اپراتیفی معاش می پرداخت. به رؤیت اسنادی که ممکن است درشعبات امنیت ملی هنوز هم موجود باشد، درهر ربع مبلغ ۱۹۶ هزار دالر به پیرسیداحمد گیلانی رهبرمحاذ ملی، ۹۰ یا ۱۰۶ هزار دالر به حضرت صبغت الله مجددی (ازطریق پسرش نجیب الله مجددی) و معادل همین مبلغ به محمدکریم خلیلی ارسال می شد. طبق اسناد شعبه مالی امنیت، به تعداد ۱۷۰ فرمانده و شخصیت های مخالف وابسته به تنظیم های مجاهدین با وزارت امنیت «پروتوکول» داشتند و براساس پروتوکول پول دریافت می کردند. قوماندان الماس، بصیرسالنگی، ایوب سالنگی، قسیم جنگل باغ، قوماندان ناصر ازمشرقی، حاجی منجی، قوماندان کوچی، حاجی شمالی و شماری دیگربا وزارت امنیت دولتی پروتوکول امضاء کرده بودند.
جنرال خلیل توضیح می دهد که کمک های تسلیحاتی و حمایت سیاسی روسیه درآخرین سال دولت دکترنجیب الله قطع شده بود؛ اما تحویل دهی پول به هدف کاراپراتیفی درمناطق قبایلی درآن سوی مرز و تشکیل واحد های داوطلب قومی درچهارچوب امنیت دولتی کم وبیش ادامه یافته بود. این وضع نوع دیگری از بازی های متضاد استخباراتی میان روسیه و پاکستان بود.
یعقوبی گفت:
« گپت درست است؛ مگر این پولی که حالا درباره اش گپ می زنیم، ازسرجمع هزینه های اپراتیفی نزد من باقی مانده است. ازسه سال قبل حساب کرده بودم که وضع درحال تغییر است و باید از جمع مبالغ بزرگ اپراتیفی، یک مقدار را پس انداز کنم که شکار مشکلات نشویم. حال پول را تسلیم شوید وبرای من رسید بنویسید. مواظب باشید که از موجودیت این پول هیچ کسی خبردار نشود. هروقت لازم شود برای تان خواهم گفت که آن را درحساب ۶۰۰۱ دولت تحویل بدهید. اکنون تا روشن شدن وضع پول را محفوظ نزد خود نگهدارید.»
به زودی سند رسید نوشتم و روی میز یعقوبی گذاشتم. به بسته های دالر پول نظر انداختم. برچسب های مخصوص بانک مسکو دربانکنوت ها دیده می شد. دراصل بسته های بزرگ تر دالر، دارای «کره بند» یا نوار های حفاظتی مخصوص بودند که بعد ازتحویل گیری بسته ها، دو باره آن را به بانک مسکو ارسال می کردیم. یعقوبی با تحویلی یک میلیون دالر ذخیره اپراتیفی، از خود رفع مسئولیت کرد؛ اما من و رئیس مالی امنیت دولتی درکار نگهداری این امانت نگران شدیم. پول را مخفیانه به دفتر انتقال دادیم. متوجه شدیم که درسیف ها (گاوصندوق های سنگین فلزی) جایی برای جا به جایی آن وجود نداشت. زیرا درصندوق های فلزی، مقدار 40 میلیون افغانی (نوت هزارافغانیگی) ازقبل وجود داشت و مبلغ 250 میلیون افغانی دیگر نیز به منظور پرداخت حقوق ماهوار مأموران وزارت امنیت دولتی به تازه گی درصندوق ها گذاشته بودیم. اما به زودی اتفاق بدی پیش آمد و موجودیت پول هنگفت دالری به زودی افشا شد و جمعی از مقامات امنیت دولتی، شامل جنرال یارمحمد معاون اول، جنرال باقر فرین معاون اپراتیفی و میرعزم الدین معاون تخنیکی امنیت دولتی و شماری دیگر برسر تقسیم بخشی از مبالغ دالری میان خود شان به توافق دست یافتند. جنرال یارمحمد از جمع یک میلیون دالر، مبلغ ۳۸۰هزار، باقرفرین مبلغ ۸۰ هزار، نورالحق علومی مبلغ ده هزار و جنرال آصف دلاور، مبلغ ۵ هزار دالر را نصیب شدند. بقیه پول درخزانه ریاست مالی امنیت دولتی همراه با ۴۰ میلیون افغانی محفوظ باقی ماند. درروز هفتم ثور ۱۳۷۱ همزمان با شروع تقابل نظامی درکابل، مبلغ ۲۵۰ میلیون افغانی دیگر را به منظور پرداخت معاش و مصارفات امنیت به خزانه مالی انتقال دادیم. په زړه پورې ده، چې (۴۰) ميليون يو او (۲۵۰) ميليونه بل افغاني لوټونه او (۶۲۲۲۰) ايراني ريال په «ګاوصندوق کې ځايېدل، مګر دغه يو ميليون امريکايي خوارکيو ډالرو ته ځای نه پیدا کېده، ځکه چې شنه او زږه ول!
په جهادي واکمني کې د خاد د پيسو په اړه بيا داسې ليکل شوي دي: من و معتمد از قبل می دانستیم که درگاوصندوق اول نقدینه های دالری نگهداری می شد و درگاوصندوق دوم، صرف ۴۰ میلیون افغانی وجود داشت. گاو صندوق سوم خالی بود. طی چهار روز موفق شدیم که گاو صندوق ها را با استفاده ازچرخ، جبل، قلم فلزی و مارتول ازعقب سوراخ کنیم. درحضورهیأت، مبلغ ۵۲۰ هزاردالر، ۶۲۲۲۰ ریال ایرانی و ۴۰ میلیون افغانی از داخل گاو صندوق ها به دست آمد. مبالغ نقدی تحت نظرهیأت دریک گاوصندوق کوچک گذاشته شد و دروازه آن قفل گردید. په لست کې داسې راغلي: 480+80+10+5= 475 او له ګاوصندوقه (۵۲۰) زره ډالره راوباسي، نو (۵۰۰۰) ډالره نور څه شول، همغه خبره ده، چې: دروغګوی حافظه ندارد!
به بصیرسالنگی یاد آورشدم که برای پاسداشت از شعبات، خصوصاً صندوق های پول، افراد نظامی وجود ندارد. درحالی که نیروهای سالنگی مسئولیت تأمین امنیت ریاست ششم را برعهده نداشتند وعمدتاً درناحیه گذرگاه سرگرم جنگ با نیروهای حزب اسلامی بودند. قوماندان طارق اهل لوگروعضو جمیعت اسلامی مسئول تأمین امنیت ریاست مالی برگزیده شده بود. قوماندان طارق بعد از ساعت یک پس از نیمه شب برای غارت صندوق های پول دست به کار شد. محافظان وابسته به قوماندان بصیرسالنگی گزارش دادند که افراد مسلح طارق به سرقت و تاراج صندوق های پول وارد شعبات شده اند. قوماندان بصیر برای جلوگیری از یغمای پول، افراد مسلح به شمول طارق را دستگیر کرد؛ اما طارق گفت که وی به هدایت استاد ربانی رهبرجمیعت اسلامی به این کار اقدام کرده است.
قوماندان بصیر گفت:« برویم نزد استاد ربانی.»
این ماجرا که همان شب با سفر استاد ربانی به ولایت هرات مصادف بود، طوردیگری حل شد.
قوماندان بصیر با احمد شاه مسعود تماس می گیرد. احمدشاه مسعود هدایت می دهد که این منازعه برسر پول می تواند به مثابه آغاز دشمنی مسلحانه میان جمیعت اسلامی و«شورای نظار» تعبیر شود. چنانچه بعداً مطلع شدیم به بصیرسالنگی سفارش کرده بود که از درگیری مسلحانه با طارق جداً خود داری کند. حتی بنا به هدایت مسعود، نیمی از پول موجود درصندوق ها دراختیار قوماندان طارق داده شد. اما من و متعمد مالی از قضیه خبر نداشتیم.
فردا به ریاست مالی آمدیم تا پول ها را به احمدشاه مسعود تحویل بدهیم. همین که وارد شعبه مالی شدیم، مشاهده کردیم که صندوق پول باز است! معتمد مالی ازدیدن این صحنه دستخوش بی حالی شد و سپس از هوش رفت. شلیک راکت از سوی نفرات سازمان «نصر» به هدف شکستن قفل صندوق ها، طرح معماری اتاق را طوری درهم ریخته بود که تخته چوب های سقف ازجا بی جا شده و به سوی پائین خمیده بودند. قوماندان نسیم خطاب به ما گفت: «ای کمونیست ها، شما این پول ها را دزدی کردید. هم سیف ها را به وسیله خود ما بازمی کنید وهم دزدی می کنید؟» مرا درغرفه کوچک محافظان تحت نظارت گرفتند. ساعتی بعد بصیرسالنگی سوار بر یک موتر والگای سیاه کنارغرفه متوقف شد و به سوی من لبخند زد. سپس با من روبوسی کرد. گفتم:
قوماندان صاحب، خزانه غایب شده است!
بصیرگفت:
آمرصاحب ازجریان قضیه باخبر است! وی جعبه میز را گشود و بسته های پول را روی میز گذاشت. پول های دالری باقی مانده از قوماندان طارق و ۴۰ میلیون افغانی را مشاهده کردم. او گفت: به من هدایت داده شده بود که درهرحالت، با قوماندان طارق درگیرنشویم. حوالی عصردریک موترپژوی عنابی رنگ به کاخ شماره یک رفتیم. مسعود از تحویلی پول و نوشتن سندتسلیمی خود داری کرد. اوگفت: « دکترعبدالرحمن پول ها را تسلیمی گرفته و برای شما سند بنویسد». عجب سازشونه او تړونونه، خو د چلول قرباني عاميان دي، نه واکمنان!
د اسلامي دولتونو او نننۍ ډيموکراسي هم له کمونيستي واکمنو کوم توپير نه شته، ځکه چې دوی هم له افغانستانه کوم توليدي مملکت جوړ نه کړ برعکس تر ننه مرسته له نورو ملکونو تر لاسه کوي او پردي ډول ته نڅېږي، چې په وروستيو لسو کلنو کې د لويديزوالو تر (۱۲۰) ميلياردو ډالره د افغانستان د اداري سيستم په جوړولو لګېدلې دي او که جنګي لګښتونه ورسره يو ځای کړو نو خبره تر (۱.۲) تريليونه ډالره رسېږي، نړيوال اقتصادي سيستم يې له ګواښ سره مخامخ کړی دی.
پیرته به راشم د «خپلواک افغانستان» د ټيم غونډې ته. دغه غونډه وروسته له مشاجرو او بحثونو خپل د پای ټکي ته نېژدې شوه او خلک له خپلو ځايونو پورته شول، چې يو چا غږ وکړ، چې: «قطعه نامه» را نخواندېد. ما ګومان کاوه، چې د قطعه نامې کوم کميسيون يې ټاکلی و، خو داسې نه وه! دوی له خپل نظر سره سم يو څه ليکلي ول او خلکو ته يې په پاړسي قطعه نامه هم واوروله. څنګه چې طرحه د افغانستان له خوالو، نا خوالو او ټولنيزو ستونزو ډکه وه، همدا ډول يې په قطعه نامه کې هم کوم جوت دريځ څرګند نه و، خو ټولو وويل چې نيک کاردی او خدای ټولو ته توفيق ورکړي. غونډه پای ته ورسېدله، نو د افغاني ذهنيت سره سم بيا په کوڅو کې په هر ګوټ کې هر چا خپلې تبصرې کولې او زه مخ پر کور روان شوم او قلم ته مې لاس کړ، چې د غونډې پېښې د قلم په وينه سيه کړم.
دا ټول مې چې وليکل، نو له ځانه سره مې ووېل: په افغانستان کې خلک هم ډېر په زړه پورې ‌ذهنيت لري او تل وايي، چې زموږ رهبران بايد خپلواک وي او په نورو پورې تړلي نه وي، نو پوښتنه دا ده، چې د مملکت د ادارې لپاره دومره پیسې له کومه شي؟ ځواب يو دی، چې له پرمختللو ملکونو سره د افغانستان په اړه داسې قرادادونه وشي، چې د دواړو خواوو ګټه پکې تثبيت وي، د افغانستان خپلواکي پکې تضمين وي او د افغاني ټولنې د پرمختګ او رغاونې لپاره بهرنۍ مرستې په سمه توګه وکارول شي. په افغانستان کې د ډلو ټپلو اوپراتيفي مرستې له منځه لاړې شي او خلکو ته د کارموندنې سيستم جوړ او د هوسا ژوند زمينه دې ورته برابره شي. د دغه هدف لپاره افغانستان يوې څانګپوه، نوښتګرې او صادقې ادارې ته اړتيا لري او خپل افغاني کدرونه بايد له ټولنيزو طوفانونو وژغورل شي، خو که پښتانه په يو غږ نه شي، پښتو و نه وايي او پښتو و نه ليکي، نو په وړو ټبرونو نه افغانستان اداره کېږي او نه هم قانون پلی کېدلی شي، چې ښه بېلګه يې د مرحوم استاد رباني واکمني او د ښاغلي حامد کرزي ډيموکراسي ده.

پايله

ما دغه کرښې د ښاغلي جمعه خان صوفي، چې يو پېښوری دی، له ليکنې چې په تاند کې خپره شوې ده، رااخيستي دي، چې په جمال مېنه کې يې له مرحوم علامه پوهاند عبدالحی حبيبي څخه په (۱۹۷۶) کې د يوې پوښتنې په ځواب کې اورېدلي دي: «په افغانستان باندې چه تراوسه تاسو کومې ټکرې موندلې دي، هغه کافي دي. بايد چې پاچا خان ته د دې ځاى د پاتې کيدو تجربه کافي وې خو بيا هم وغوليدی. افغانستان هميشه ان چه امان الله خان د آزادي، هند او بيا پښتنو مهاجرينو سره خيانت کړی دى، نو ځکه بايد تاسو په افغانستان (په روس هم) هيچرې تير ونه وځی. دلته د پښتنو حالت د کوزو پښتنو نه خراب دى. داود خان د دې مسئلې لوى دعوه ګير و، هغه هم تاسو وآزمايلو او د هغه په حکومت کې چې د شاهي بل نوم دى، د پښتو او پښتنو کوم حال دى، هغه هم تاسو ته معلوم دى چې د اعلى حضرت د وخت نه هم بد تر دى. اوس تاسو ته پکار دي چې په هر قيمت، په ډيره کمه باندې، پاکستان يا بوټو سره مفاهمه وکړی او هلته ځان ته ځاى پيدا کړی او مظبوط شی او بيا هلته کې کيدى شي، د افغانستان پښتنو سره کمک وکړی. د افغانستان په وعدو او خبرو تيروتل بيوقوفي ده او دلته ژوند تيرول، ژوند ضايع کول او عمر عبث تيرول دي. دغو خبرو زه سخت زړه شينی کړم، خو له بل پلوه دا خبره ريښتيا هم ده، ځکه چې کله په نويمو کلونو کې د پښتنو زوال تر خپل څلي ورسېد او د امريکايانو له غوبل سره تکرار شو، نو په کابل کې د عمري، کورتو او ميخ ټک وهلو انګازې دخلکو ذهنونه مشکوک کړل او د ديموکراسي قالين فرشه بمونه پرې وورېدل، چې ځينو به ويل: «دا بمونه واړه واړه دي، په کندهار غټ غټ بمونه واچوی، چې د طالبانو ځای دی!»، نو د دغه وراشو غږ هم لکه د خطر زنګ غوندې تر غوږونو رسېږي، نو يا به يو کېږو ګنې د پان او پړانګ تر منځ اېرې کېږو!

Door Guest