پوهاند ډاکتر مجاور احمد زیار، په خپل یوه نوي اثر( پښتو بدلمیچ یا پښتو شعر څنګه جوړیږي)کې داسې لیکي: (( له اوږدو آزمېینو، څیړنواو پلټنو څخه وروسته دې پایلې ته رسیدلی یم، چې د هرې ژبې او بیا پښتو شعر پوهه او غږپوهه سره نه شلیدونکي تړاو لري او له همدې کبله پرې دا دومره مهال د دودیزو پوهانو له خوا دعربي عروضي سېستم د راتپلو هڅې ناکامه شوې دي.))
د زیار صاحب له خبرې دا راڅرګندېږي چې په رښتېیا هم پښتو ژبه د شعر ژبه ده، او هر با استعداده لوستی پښتون کولای شي، د خپلې شتمنې (و)ګړنۍ (فولکلوریکې) او بیا لیکلې پانګې په لاروۍ شعر و شاعري وکړي. همدا لامل دی چې په پښتو کې تر بل هر ناپېیلي ځېل (ژانر) څخه پېیلی دا ډېر دود لري او شاعران پکې دآسمان د ستورو په شان بې شماره دي. د پښتو شعر وادب لکه د نړۍ د نورو هغو په څیر پر دوه برخو ویشل شوې دی :
۱- (و)ګړنۍ یا ولسي – شفاهي (فلکلوریک) ادب.
۲- لیکلي(تحریري) ادب.
زموږ ادبیات زیاتره شعري ادبیات دي اوزموږ فرهنګي میراث تر هر څه زیات پرشعر ولاړ دی. په پښتو ادب کې پخواني (کلاسیک)او اوسني(معاصر) شاعران دپښتوادب بلینډه وال (مشعلداران) بلل کېږي. هغوی خپل شعرونه له خپل ذوق، شوق، مینې، عاطفي او انساني احساساتواو د مضمون محتوا او فورم له مخې په ډیرښکلي خیالونواوانځورونو کې په داسې زړه پوري او زړه راکښونکي ډول راپنځولي چې زموږ د هیواد د تاریخ په اوږدو کې د خلکو په راویښولواو د دوی د احساساتو په راپارولو کې یې اغیزمن نقش او رول لوبولی دی.
زموږ د ویاړلي تاریخ په هرپړاوکي تلپاتې ځلاندې او ویاړلې څیرې، نومیالي او میړني، ملي، سیاسي او ټولنیز اتلان، د پاک او سپیڅلي قلم خاوندان، پوهان، څیړنوال او لیکوال د پوهې او فرهنګ ډګر ته راوتلي او بیلابیل پېرونه او پړاوونه یې رامنځته کړي او دویاړ او افتخاراتو نه ډک تاریخ لري. همدارنګه دپښتو ادب تاریخ د یوه ټاکلي پړاو نه تیر شوی اوپه بیلابیلو پړاوونو ویشل شوې دی، چې هرپېر يې خپلې ځانګړنې لري.
د دغو درنو ملي، علمي، ادبي، فرهنګي او فرهنګپالو سټو نمانځنه او د دوی پر آثارو څیړنه او پلټنه هغه څه دي چې زموږ اوسني او راتلونکي پښتونه نسلونه به پرې ویاړي او ګټه به ځنې اخلي.
څه مهال مخکې (د هیلو بهیر) نومې یوه شعري ټولګه زما ګران دوست ښاغلي عبدالقدیر دولت زي، چې د ادب او فرهنګ سره ځانګړې مینه لري ماته ډالۍ کړه. د دغې ټولګې له لوستلو وروسته، زه دې ته وهڅیدم چې د دې اثر او د دغې شعري ټولګې د لیکوال په اړه، چې ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی دی، یو څو کرښې ولیکم.
 

ښاغلي استاد حبیب الله رفیع، چې زموږ د هیواد یو نامتو، وتلې، پیاوړې او مخکښ شاعر او لیکوال دی، په خپله یوه لیکنه کې د حاجي عبدالهاشم دولت زي په اړه داسې کښلي دي:
((… زما په همدې لومړي لېدو كتوكې سترګې پرې خوږې شوې، ځكه ديوه ټيپيك پښتون څېره يې درلوده، وريښمينه لونګۍ يې پرسر اوملي جامې يې پر تن وې ،ګردى نوراني مخ او ورسره پاكه سپينه ږيره، پستې نرمې اوشمېرلې خبرې، په خبرو كې يې مالګه، ورسره ظرافت او لطيف لطافت او ورسره مله نرۍ موسكا.
څو ورځې وروسته له پسرلي صاحب سره افغان ادبي بهير ته راغى، دمېلمه پرڅوكۍ كښېنول شو او دشعر له اورولو سره يې څرګنده شوه چې وكيل صاحب شاعر هم دى اوپه لومړۍ ناسته كې چې سره خواږه شوي وو يو علت يې هم زموږ تر منځ دا ادبي تړون او ادبي پيوستون و .
تردې ورځې وروسته وكيل صاحب زموږ دادبي بهير دايمي ملګرى شو، د بهير له وړو او زړو سره صميمي شو، له ټولوسره به يې په موسكا ډكه خوله خبرې كولې، مينه به يې كوله اوپه ډېر لږ وخت كې د ده او د بهير د ملګرو ترمنځ د بېګانګۍ ټولې پولې ړنګې شوې او د خپل خاص درنښت او متانت په ساتلوسره له وړوسره ووړ او له زړو سره زوړ او د زړه له جونګړې يې د ټولو د مينې مېنه وه:
د سترګو تور د زړه ملهمه راشه
د زړګي كورته مې بې غمه راشه
لارې خو ډېرې دي چې ته پرې راشې
د كږو لارو اوس په سمه راشه
پل مې دزړه په كوركې كېږده راځه
راشه زړور په زړوردمه راشه
د زړه په مينه به دې ښه وپالم
زما په خواته څوقدمه راشه
څنګ ته مې كښېنه چې ديدن دې وكړم
د زړه جونګړې ته مې شمه راشه
كلونه تېر شوه په هاشم ستړي تېر
ته يې د زړه د پاره دمه راشه !))
ارواښاد حاجي عبدالهاشم دولت زی د خدای بښلي حاجي سلطان محمد خان دولت زي زوی وو، چې د (۱۳۱۰) لمریز کال د وري میاشتې پر شپږمه د سمنګانو ولایت مرکز ایبکو د زنډې کوټ کلي په یوه درنه، شتمنه او دینپاله کورنۍ کې زیږیدلی دی. وتلي او پیاوړې لیکوال او څیړنوال، شهرت ننګیال په خپله یوه لیکنه کې د ارواښاد عبدالهاشم د اند و ژوند په اړه داسې لیکلي:
(… حاجي صاحب په یوه مخوره او شتمنه کورنۍ کې سترګې غړولې، خو مال او جایداد په دوی کې د کبر او لویي تلوسه نه ده پارولې ؛ دا هر څه یې د الله تعالي امانت ګڼلي او په دغه امانت کې یې له خیانت نه ځان تر پایه ساتلی دی، مانا دا چې دوی دغه مال او دولت په بدمستیو او عیاشیو نه دی لګولی بلکې د خدای د مخلوق په خیر او خدمت کې یې لګولی. درحمان بابا په وینا
د دلبرو صدقې لره یې غواړم
هسې نه چې په دنیا پسې زهیر یم
حاجي صاحب د وقار او درنښت سمبول او دمینې ، الفت او صداقت پرانیستی کتاب دی چې په هره پاڼه او کرښه یې د ده د درانه شخصیت خواږه څکلی شي :
په سترګو پورې کړه رانجه دمینې
هرچاته ګوره په کاته دمینې
هاشم به هیڅکله دریغ نه کړي ترې سر
که یې حلال کړي په چاړه دمینې….)
ارواښاد حاجي عبدالهاشم لومړۍ زده کړې د ایبکو د ښار په لومړني ښوونځي کې سرته رسولي، دیني، پښتواودري لیک لوست یې د خپل کلي د یو شمیر دینپوهانو او ناضمانو په مرسته ترسره کړي دي او تر څنګ یې علمي او ادبي کتابونه هم لوستلي دي. دکورنۍ مشران یې د خپلې سیمې خانان او مشران وو، او د سوداګرۍ، ځمکوالۍ اومالدارۍ چارې یې پر مخ بیولې. ده له خپل پلار سره په دې لاره کې هم مرسته کوله، له همدې کبله ده ونشو کولای خپلې نورې زده کړې پر مخ یوسي. ده دخپل پلار او دکورنی د نورومشرانو په لارښوونه په هیواد کې دننه او بهر په پرله پسې توګه سفرونه کول، چې په دغو سفرونو کې ده د خپلو مشرانو د ازمېښتو په رڼا کې نه یوازې مادي بلکې معنوي ګټې او تجربې هم تر لاسه کړې. ده له ځوانۍ راهیسې له شعر او ادب سره ځانګړې مینه لرله اوپه دې ډول یې شعر ویلو ته مخه شوه . پر (۱۳۲۵) لمریز کال د ده لومړی شعر د مزارشریف ښار په ((بیدار)) ورځپاڼه کې خپور شوی دی، چې څو بیتونه یې دا دي:
څوک مې چې غواړي ذلت
بربادوي مې عزت
هغه دښمن زما دی
که ورور په تن زما دی
حاجي صاحب عبداهاشم د خپل هیواد او هیوادوالو سره بې کچه مینه درلوده او د خپلو خلکو دسیمې په ملي مسایلو کې دیو خوږمن، ولسي او قومي مخور په توګه اغیزمن او ارزښتمن نقش او رول لوبولی دی.کله چې په هیواد کې د یوه ملي او سیاسي بدلون لپاره د نوي اساسي قانون اړتیا رامنځته شوه، د(۱۳۴۲) لمریز کال اړوندې جرګې ته غوره شوی اوګډون یې پکې کړی وو. وروسته بیا د ولسي جرګې په دیارلسمه دوره کې د سمنګان ولایت د ایبکو د خلکو له خوا د وکیل په توګه وټاکل شو، نو د ولس او سیمې د لا ښه ترا خدمت کابو(موقع) ترلاسه کړه. هسې یې خو همیشه د یو ملي، ټولنیزاو مخور مشر په توګه د سیمه یزو ستونزو او ناخوالو په اړه دجرګو او مرکو له لارې خلکو ته لارښوونې کولې او د دوی په رسمي او غیر رسمي ټولنواو جرګو کې یې ورسره د یو اغیزمن ولسپال په توګه برخه اخیسته.
حاجي صاحب عبداهاشم دولت زی له دغو ټولو کړنو او کړو وړو سره سره د یوه خوږ ژبې ولسي شاعر او لیکوال په توګه هم خپلې ژبې او ولس ته پوره خدمت کړی او دپښتو ادب په ګلبڼ کې یې داسې رنګین ګلونه کرلي دي، چې دا بڼ به پرې د تل لپاره سمسور، ښکلی او ښیرازه وي.
زموږ دهیواد تکړه شاعراو لیکوال ښاغلي جنرال عبدالصمد مومند، په خپله یوه لیکنه کې د حاجي صاحب عبدالهاشم د ادبي شخصیت او شاعرۍ په اړه داسې کښلي دي:
(… ښاغلی حاجي عبدالهاشم دولت زی صاحب هم یو د دغو څخه دی چې په دې توده ځمکه یې قدم ایښی دی. دی د پاکې عقیدې خاوند او یو مجاهد انسان دی د ښه او نیک برخورد او نرم مزاج لوړواخلاقو څښتن دی خو اصول یې ښه سخت او پوره پاخه دي او انحراف ترې نه کوي د روڼ تندي او مضبوتې حوصلې مالک خوش لباسه کم ګفتاره روانه او عام فهمه شاعري کوي او شاعري یې د هغه د پاکواو سپیڅلو احساساتو او جذباتو ترجمانه ده….)
– دحاجي صاحب عبدالهاشم په شعرونو کې دتصوف په رڼا کې د اخلاقي او روحاني حالاتو او د خلکو ویښتیا او پرمختیا په اړه د ده خیالونه اوآندونه په ډیره روانه، ساده، خوږه او شاعرانه ژبه په ریښتینې توګه انځور شوي دي. دبیلګې په توګه یې دا لاندې څو شعره سره په ګډه لولو:
دالله ورکړه
خدای چې ورکاندي و چاته خپل عزت
بل یې نشي ورکوی په هیڅ صورت
دا د خدای د خوا نه چا ته چې پیرزو شي
شرافت وي کرامت وي که قدرت
دا عطیه د خدای (ج) په شکر ساتل کیږي
لا زیاتیږي د بنده په لوړ همت
دواړه کونو کې به لوړ مقام د ده وي
بر د هر چا په حرمت وي او په پت
زوال نه لري دایم وي هم قایم وي
هم ساتلی وي محفوظ په لوړ چت
نه دی بخل څوک په چا کړي چې دا ولی
عبادت په مقابل شته ورته ست
اې (هاشمه) ته هم خدای ته په سجده شه
ستا هم خدای سره شته برخه هم قسمت
کاکشال- پیښور (۲/۹/۱۹۹۹)
خړقبا
خدایه ستا لطف او کرم په ما عطا کړې
دا زما مخه مخ په تا، دا ستا په ما کړې
عبادت ته دې توفیق کړې را په برخه
د شیطان لعین د څنګه مې جدا کړې
هر څه ټول د ستا په لاس دي ته مالک یې
چې راضي پرې ته شې ما ته یې ته راکړې
زه په خپل خیر او شر نه پوهېږم خدایه
چې لازم ګڼې هغه ته مهیا کړې
زه به شم شکر ګزاره ستا د لطفه
چې ګناه مې ورکه ته، ثواب سودا کړې
زما فکر ستا د ښو طرف ته بوزې
خیال وزرونه مې ستا لور ته په هوا کړې
بې باکي له هر مرضه لوی مرض دی
دې مرض ته مې دستا کرم دوا کړې
که فاخر خلک کړي فخر په زرپوشو
ما (هاشم) په ستر پټ، په خړقبا کړې
مسلم آباد- پیښور(۲۵/۱۲/۱۹۹۷)
دعا
لاس په دعا ولاړ یو تاته
هیله مو نشته ده بل چا ته
د آخرت پېټی مو دروند دی
ستړي ستومان په لار یو پاته
د ستا کمک ته احتیاج یو
ای پاکه ربه لویه ذاته
لاس مو درنیسه ته مهربان یې
لږ مو نژدې کړه خپلې خواته
….
مسلم آباد- پیښور (۱۶/۱۱/۱۹۹۷)
مناجات
هر ویښته مو ثنا خوان د ستا د حمد کړې
ټول وجود مو تا ته وقف او هیله مند کړې
تا ته ټول مخلوق په حمد دي ته محمود یې
موږه هم د دې حلقې په لومو بند کړې
لکه څنګه چې لایق د ستا د شان وي
پیرزوینه په موږ وکړې موږ پسند کړې
شرافت او کرامت زموږ نصیب کې
ستا په یاد مو د خولو خوند لکه د قند کړې
….
مسلم آباد- پیښور(۲۳/۱/۱۹۹۸)
غم د آخرت خوره
چې د چا شي نوم په نیکو باندې یاد
څه به غم خوري په رښتیني د اولاد
نه یې مال نه یې دولت وي ور په کار
ښه هغوی دي چې په ښو باندې وي ښاد
چا چې کور د خټو جوړ کړو هغه خام وي
پوخ هغه وي چې تهداب لري بنیاد
دا رښتیا چې د دنیا کورونه وران دي
دا خبره سي هم واوره په بنیاد
ته دې غم د آخرت خوره چې باقي دی
په دې قول به مې ضرورکړي اعتماد
پس له مرګه له هر کاره لاس خطا شي
که هر څو پسې ویر وکړې هم فریاد
د (هاشم) دشعر متن ته په ځیر شه
د قرآن، او دحدیث دی دا ارشاد
پیښور- پښتونخوا (۲۹/۱۱/۱۹۹۸)
ـ د ده په شعرونو کې دخپل هیواد اود هیوادوالو د بدو اوتراژیکو خاطراتو، پاک او سپیڅلي او ملي ولولې او جذبې، له خلکو سره انساني مینه او خواخوږي له ورایه راڅرګندیږي.دبیلګې په توګه یې دا شعرونه لولو:
د غم فضا
څه دغم فضا ده په کابل کې لور تر لوره
لوی واړه ژړا کا دي مجبور وزي له کوره
ټول دي سرسام شوي د تګ لوري ترینه ورک دي
مور یې بچیان پریښي پښېبلې پښې په سر سرتوره
د پلار مړی یې پروت دی په سرک کې بې څښتنه
نشته څوک په کور کې چې یې پورته کړي تر کوره
عقل د چا کار نکړي چې داسې صحنې ویني
غږ به د چا وانه ورې د ډزو زوژ له شوره
څه دې څه بلا ده په دوی شوې، لیونیان شول
یو دبل دښمن شول، بیزار شوی ورور له وروره
چور چپاو تالان دی، بده ورځ ده بازخواست نشته
شر فساد جوړ شوی هر سړی تښتي له زوره
ما (هاشم) لیدل چې چار چارپېره او د غرو څوکو
توپ ټوپک ګولۍ دي او خوښي نه شته ده نوره
دریمه کارته کابل (۱۱/ ۲/۱۳۷۵)
دګاونډ خندا
په سرو وینو کې کابل ولې لمبیږي
زلزله ده که زخمي زړه مې درزیږي
هر طرف ته ګورم توپې دي راخلاصې
معلوم نه دی چې دچا په سر لګیږي
هم لونا او اورګان دي چې ویشتل کا
طیارې دي په هوا کې پرې غړمبیږي
دا حساب نه دی معلوم چې څوک یې ولي
هره سمته چې راځي خو پرې رالویږي
عالمونه، عالمونه قتل عام شول
دوی لا نور هم په ډیر قتل خوشحالیږي
چې پوښتنه د چا وشي د چا جنګ دی
وایي ورور راپاڅي ورور سره جنګیږي
نه پوهیږو د دوی څه شی نا تقسیم دي
معلوم دار چې په تقسیم یې نه جوړیږي
ډالر سر دی، سلاح سر دی، بلا سر دی
حریصان لکه لیوان دي نه مړیږي
….
پېښور(۱۹/۱۱/۹۸)
قتلیږو
څه حالات مو د وطن شول پرې شرمېږو
په رڼو سترګو یې ګورو چې غرقېږو
نصیحت دچا په هیچا اثر نه کا
چې دا حال وي نو به څه رنګ هوسېږو
څوک په زجر څوک په هجر رانه ورک شول
موږ په هر صورت دې دواړو ته زورېږو
خدایه مکړې چې یو مخ تباه تباه شو
ترقي رانه شوه پاتې روستو کېږو
په موږ تېره شوه تېرېږي څه به وینو
بدې ورځې ته چې ګورو موږ دردېږو
تېره تېره شوه د خپله لاسه ورانه
نا معلومه مو راتلونکې ده وېرېږو
هر سړی په توره تېښته ترې روان دی
دبل در کې نوکري کوو درېږو
د(هاشم) په زړه دا کله هوارېږي
تدریجي مرګمو راغلی دی قتلېږو
کاکشال – پیښور (۱۶/۱۱/۱۳۷۷)
د وطن سوز
وطنه ستا د تورو غرونو نه جار
وطنه ستا د غرو رغونو نه جا
وطنه ستا سترو سیدونو نه جار
وطنه ستا د ګړنګونو نه جار
زه به دچا ډنګی ماڼۍ او لوړ قصرونه څه کړم
زه به دچا بحر غاړې او پارکونه څه کړم
زه به دچا د ریل پټلۍ او جهازونه څه کړم
زه به دچا د ترقیو کاروانونه څه کړم
ماته په کار د خپل وطن دي خړ ډاګونه په کار
ماته په کارد خپل وطن دي وران ښارونه په کار
ماته په کارد خپل وطن دي ارمانونه په کار
ماته په کارد خپل وطن دي درمانونه په کار
راځئ چې اوس ژوندون د سره پیل کړو
وخت دلاس ورنکړو وطن ته میل کړو
څو به دبل د ودانیو سیل کړو
د وطن مینه خپل هدف او نیل کړو
شاړې ودانې کړو دسره په کار
وکړو د ځانه دا یو ښه ابتکار
څو به دبل د لاسه غواړو تیار
دا خپل وطن به په خپل لاس کړو تیار
….
ـ ده په خپلو شعرونو کې د وطن او د کړیدلوخلکو کړکیچن حالات، ناخوالې، کړاوونه، ستونزې او دکډوالۍ او پردیسۍ شپی او ورځې په ډیرښکلي خیالونو او فکرونو کې انځورشوي دي. دبیلګې په توګه یې دا شعرونه ګورو:
د وطن غمیزه
چې حرم مو د وطن راته ماتم شو
هره خوا ځمکه سما راته تورتم شو
په ځان پوه نه شوو چې کومه لار شوه غوره
په هر لور چې د چا مخه شوه پرې سم شو
توره تېښته وه یو بل ته ستانه نه شوو
هر یو هرې خوا چې پاتې شو په غم شو
بې خوندي شوه خوند یې لاړو هجرت نه شو
بیخ بنیاد مو پرې راوخوت راته بم شو
دعزت په خوان چې ناسته وه هغه نشته
جیره خوار شو سرمو هر چاته راخم شو
خجالت یو یو دبل نه موږ شرمیږو
شپې او ورځې په دارنګ راته الم شو
د (هاشم) په زړه پولي دغم راخیژي
راته ښکاري باقي عمر په دا چم شو
کاکشال، پیښور (۲۸/۸/۱۹۹۹)
دردېدلي زړونه
دردېدلي زړونه ولې دردوی
دا خوږلن اورونه ولې ښوروی
زه وېرېږمه چې اور به دې تن واخلي
ته چې لاس د ژوبلو زړونو ته وروړې
دیتیم دزړه آزار به دې آزار کړي
چې سکروټې یې په زړونو وروې
تا ویشتل د ویشتو زړونو څه لیدلي
چې دلاسه یې لا نور هم زوروې
دا یې بس نه دي تر اوسه چې کړېږي
چې کلمې يې لا په غنو خوروې
لاس ترې واخله په کړاو یې خوښي مکړه
بوږنیدلي زړونه ولې بوږنوې
اې (هاشمه) چې مراد دزړه حاصل کړې
زخمي زړونه به په ښه خلق ښه کوې
کاکشال- پیښور (۲۳/۱/۱۳۷۸)
د وطن ساتنه
ځورومې دوطن غم اودردونه
ځکه اوښکې مې په مخ راځي رودونه
شا مې ورته کړه ترې راغلم بې پروا شوم
د ده مخ ته مې وروشیندل ګردونه
اوس که ویر کړمه بې ځایه څه فایده ده
ځګرخون یم زړه د سرو وینو ډنډونه
هر خبر چې اورم تل ورانه وراني وي
اوبه واوښتې له ورخه وړي بندونه
ملامته پدې کار زه د هر چا شوم
چې مې نکړل په اول کې دا فکرونه
د وطن ساتنه فرض ده ما ونکړه
لاس تر زنې اوس ولاړ یم زیړه ګونه
دهجرت شپې مې چې سود ګڼلې غم شوې
نه مې پت شته نه مې ست شته نه مې خونه
قهرمان د زمانې وم دوران سازوم
اوس دبل په ور کې خواست کوم عرضونه
د افغان په نوم په ټول جهان حقیر شوم
په هر ځای کې شوم پانډي وړمه پنډونه
ښه پوهېږم چې دا ولې داسې وشوه
اې (هاشمه) چې تا نه منل پندونه
پښتونخوا (۲۴/۲/۱۹۹۸)
ـ د ده په شعرونو کې ښایسته اوپه زړه پوری لوړ خیالونه او ژور اندونه په خورا ښکلي او ظریفانه انداز سره پېیل شوي دي. د بیلګې په توګه یې دا شعرونه لولو:
د مور مقام
مورې نه وم پوهیدلی ستا په قدر
ستا ترڅنګ مې هره شپه وه شپه د قدر
په لولو، لولو، دې خوب ته هڅولم
په شپو شپو مې خوا کې ناسته وې تر فجر
چې شاهد د بیداري د ستا د شپو وه
نه شته ستوري نه هغه سپوږمۍ د بدر
اوس چې ته په خوب ویده یې زه په ویښه
دسپېرو خاورو په خوا کې ستا د قبر
ټول بدن مې رېږد اخیستی نه پوهېږم
بې صبري ته ځان تیار کړم یا شم صبر
بل څه نه لرم تحفه بې له دعا نه
یا څو اوښکې چې نثار کړم تا له نذر
جنتونه دې نصیب شه ادې مورې
خدای دې درکاندي عالي مقام د صدر
زه (هاشم) دې په اکرام لاس په تعظیم یم
لټوم دستا په قدر کې خپل قدر
مسلم آباد- پیښور(۱۵/۵/۱۹۹۷)
لکه شمعه
که خندا غواړې ژړا کړه لکه شمعه
ځان کړه ویلې زړه رڼا کړه لکه شمعه
که یاران غواړې خوشحاله په محفل کې
خوله خندا په بې ریا کړه لکه شمعه
که ایثار دچا نه غواړې ځان ایثار کړه
په سره اور کې مشغلا کړه لکه شمعه
په رښتیا که خدمتګار دخپل ټولي يې
په ولاړه شپه سبا که لکه شمعه
تړمې تړمې اوښکې غورځوه ځګر ته
زړه په سرو اوښکو صفا کړه لکه شمعه
اور دې واچوه هستۍ ته بیا رهبر شه
تیارې وڅېره ځلا کړه لکه شمعه
په سره ژبه دې دشمن ته ځواب ورکړه
دوست په مخکې رهنما شه لکه شمعه
اې (هاشمه) دا دخولې خبرې نه دي
په عمل کې ځان فدا کړه لکه شمعه
دا شعر حاجي صاحب عبدالهاشم پر (۱۳۵۰)ل. کال د شهید موسی شفیق لپاره د دیارلسمې دورې ولسې جرګې د باور رای په بهیر کې اورولې دی.
او یا دا څو نورې خوندورې ټوټې :
دریغه دریغه
دریغه دریغه چې تیریږي زما عمر
( د اوبو په شان بهېږي زما عمر)
هلک توب او ځواني تېره شوه په منډه
اوس دوه کم اویا چلېږي زما عمر
څه مې نشته ده په لاس کې څه به یوسم
په افلاس داسې تېرېږي زما عمر
ثمره مې دټول عمر یو اخلاص دی
په هغه باندې ویاړېږي زما عمر
هسې خوشي له ما تېر شو ولې تېر شو
نور په ما باندې شرمېږي زما عمر
آخر عمر دی توفیق راکړې خاونده
ایمان یوسم بیا ختمېږي زما عمر
خفه نه یم چې مې عمر پوخ تعمیر دی!!
که نن نشوه سبا لوېږي زما عمر
دا دیوال دخامو خښتو دی (هاشمه)
خښته خښته ترې رالوېږي زما عمر
مسلم آباد- پیښور (۱۳/۱۰/۱۹۹۹)
مقام د شعر
څومره ښکلی دی اوچت مقام دشعر
ما لیدلې ده سپوږمۍ په بام دشعر
څومره پورته چې سپوږمۍ ځي شعر هم ځي
ګیره شوې ده سپوږمۍ په دام دشعر
هره کرښه کې یې سیند دمعني پروت دی
هسې تګ کړي سمندر ارام دشعر
په جمله جمله یې زړه د شاعر درد کړي
چې یې څکلې وينې سرې په جام دشعر
ځوروي مې ځنې خلک کوتاه بینه
چې ناقص ګڼي جمله کلام دشعر
….
مسلم آباد- پیښور (۱۱/۱۱/۱۳۷۷)
افلاک
هر سړی په خپل عمل کې د خپل واک دی
متقي دی که شقي دی که بې باک دی
خدای یې پوه کاندي په ښو او بدو لارو
که دی ښه کړي که خراب د ده ادراک دی
د ښو ښه د بدو بده نتیجه وي
د هر کار ملاک په خپله کار ملاک دی
هر انسان د خپل جوړښت پوره معمار دی
د ده فهم اراده او د ده ځواک دی
دی کولی شي چې خپله لار کړي غوره
دا انسان دی نن ختلی تر افلاک دی
….
کاکشال- پیښور (۲۲/۴/۱۹۹۹)
لرې برې پرګڼې
لرې برې پرګڼې دي سره وروڼه
بیلوی یې نشي غرونه ګړنګونه
(د آمو نه تر اټکه افغان یو دی)
په تاریخ کې پرې شاهد دي کتابونه
دهرات تر پیښوره فرهنګ یو دی
هڅه ونکی ثقافت او دماغونه
د پېړیو په اوږدو کې سره یو یو
چېرې فرق شي دافغان او دپښتونه
فرق مو نشي دڅېرو او درنګونو
د سکې یو دوه اړخونه دوه مخونه
په یوه رسۍ مو لاس سره دی ایښی
اتفاق مو همیش یو دی قوتونه
دین مذهب مو سره یو او کلچر یو دی
سره ټینګ مو په اسلام دي پیوندونه
….
پیښور- پښتونخوا (۱۰/۹/۱۹۹۹)
رانجه د مینې
په سترګو پورې کړه رانجه دمینې
هر چاته ګوره په کاته دمینې
بیا به دې زړه کې دهر چا مینه وي
درته هر څه به وي پراته دمینې
بازار دمینې کې مطاع که غواړې
در ته عرضه به وي هر څه دمینې
که هسې ګرځې هر طرف ته ګورې
هرڅه خواږه ګورې پاسته دمینې
مینه چې زړه کې چا ته ځای ونیسي
په زړه خواږه د خولې خواړه د مینې
هغه دهر چا په خوله خوږ لګېږي
چې ورته راشي په راتله د مینې
(هاشم) به هیڅ کله دریغ نکړي ترې سر
که یې حلال کړي په چاړه د مینې
مسلم آباد- پيښور (۱/۷/۱۳۷۸)
لوړ درشل
دا جهان په شان د بڼ دی موږ یې ګل یو
څوک نرګس یو، څوک ګلاب او څوک سنبل یو
دا چې څوک د چا خوښېږي بیل سوال دی
موږه خپل یو جاروتلی یو تر بل یو
بوټی بیل دی ، بوی يې بیل دی، رنګ یې بیل دی
بیل اعضا یو په داخل دیو ګوګل یو
یو هدف لرو مرام او زړه مو یو دی
د نیکونو دا میراث دی داسې تل یو
د دښمن په دسیسو موږ نه غولېېږو
د وحدت لاس مو یو کړی ګوتی شل یو
ځان ځاني مو داسې نه چې فکر نه کړو
په جرګو کې نظر بیل بیل، جمله سل یو
عنعنې مو په تاریخ کې فصل او باب دی
لوړ همت لرو میړونه د مرچل یو
د (هاشم) فکر او قلم یې وړ مثال دی
ادیبان لرو پوهان د لوړ درشل یو
ایبک – سمنګان ( ۱۳/۶/۱۳۴۳)
زلفې عنبري
ناڅاپه په مخ راغله خورې زلفې عنبري
د خیاله را روانه لکه زرکه د دري
سپوږمۍ یې د مخ پټه وه په وریځو کې د زلفو
دا هسکه نرۍ غاړه سپینې لیچي مرمري
ویشتل یې کړل په زړونو بې پروا غوندې مغروره
کنجک وروځي لیندې وي کږباڼه یې خنجري
مسکا یې په سرو شونډو کې د ورایه مسیدله
دغاشو یې برېښنا وه لکه ستوري مشتري
دسترګو په کاسو کې یې دوه سترګې لا بل شی وې
خوشحاله تورې سترګې لکه سترګې د وري
د مخ په اننګو کې یې مڼې دسمرقند وې
دزنې سر یې ناک وه یا وه ګوړه شکري
ښایست نهورته نه کتل کیده په رډو سترګو
نرۍ شونډې نازکې لکه ګل د عنطري
قفقاز د غرو هوسۍ وه پورته پورته غورزیدله
تر څو چې ښکاریدله تریدله اوتري
په ځیر شوم زه (هاشم) ورته د نازه په نخرو تله
ادا یې هر قدم کې ګل اندامه شاه پري
باکو- آزربایجان (۲۰/۴/۱۹۹۴)

مین فقیر
په تندي دې ټیک د زرو ځړولی
د مین فقیر دې زړه دی هسې وړی
ډار اخیستی زغرد کتلی درته نشي
د پیکي لاندې دې خال دی ورته غلی
کله سم کله ناسم په غلا یې ګوري
شونډې لاندې شینکي خال دې وېرولی
کله لرې نه په ځیر شي ورته ګوري
پړک اخستی ټول رپېږي دا مور مړی
کله ځان ته جرات ورکړي وردانګم
وایي پریده چې څوک یوسي زما مړی
بیا د ځان سره چرتي شي پښې یې رېږدي
قدم نه اخلي شي بې حسه يې هر غړی
تردد ورته پیدا شي بې تصمیمه
غلی ناست وي زېړه ګونه روح وژلی
خدایه ته ورسره مل شې خوار زبون دی
په ټول عمر یې ارمان نه دی ختلی
د (هاشم) سره احساس په هڅېدو شي
وایي کاش مې داسې حال نه وی لیدلی
کاکشال- پیښور (۱۲/۹/۱۹۹۹)

مینه لباسي شوه
مینه لباسي شوه وفا نشته ده
زړونه دي تور شوي صفا نشته ده
نشته لارښوونه لاس نیوی دچا
توره تروږمۍ ده رڼا نشته ده
هر سړی کوهي کني په لاره کې
چل فریب دغا ده رښتیا نشته ده
هک او پک حیران یمه دې کار ته زه
هر لور ناروا ده روا نشته ده
سترګو ته ورترپلي د جاموسره
شرم به په څه کړي حیا نشته ده
هر یو په تلاش دی ټولول کوي
ټول وایي زما ده د ستا نشته ده
خیر او برکت به نو په څه کې وي
حرص په سر اخستي بسیا نشته ده
ټوله غلطي ده سازشونه دي
ورانه دا دنیا ده، دنیا نشته ده
اې (هاشمه) ځه چې ترینه کډه کړو
دې تورتم کې مو شپې دي سبا نشته ده
کاکشال- پیښور (۱۵/۱۰/۱۹۹۸)
څلوریزه
چې مې وطن باندې خزان ولګېد
زما په زړه باندې طوفان ولګېد
دغه طوفان څومره بدمرغه راغی
یو په ما نه په ټول جهان ولګېد
****

څلوریزه
وطن مو وران کړو د اغیارو په خوله
د څو خونکارو څو غدارو په خوله
اوس خجالت او ځوړند سرپاتي یو
د څو لوټ مارو څو خود چارو په خوله
حاجي صاحب عبدالهاشم پر پښتو سر بېره دري- پارسي شعرونه هم لیکلي دي.
د ده شعري ټولګه، چې د (د هیلو بهیر) په نوم یادیږي، د ښاغلي حاجي عبدالودود خان دولت زی چې د نوموړي هڅوونکې وو ، او د ښاغلي اسدالله صافي د دانش کتابتون مشر په مرسته د چاپ په ګاڼه ګاڼل شوی، اواستاد محمد آصف صمیم، منلي شهرت ننګیال او جنرال عبدالصمد مومند پرې سریزې لیکلې دي.
ارواښاد عبدالهاشم دولت زی د ډیر ساده مزاج، درنو کړو وړو، ښو اخلاقو، پاک او سپیڅلواوصافواو دنیکو خصایلو څښتن وو. دی یو مات مخی، بې کبره، زړه سواند او پاک زړی انسان وو.
دغې ولسي شاعراو قومي مخور پر (۲۰۰۰)ز. کال دفبروري میاشتې پر یوولسم (۱۱)، په پیښور کې له دې نړۍ څخه د تل لپاره سترګې پټې کړې. او په کابل کې په ډیردرنښت سره خاورو ته وسپارل شو.
اروایې ښاده او یاد د یې تل ژوندی وي
په ټوله پښتني- افغاني او شاعرانه مینه : انجنیرعبدالقادرمسعود

Door Guest