بسم الله الرحمن الرحیم

(د هیواد دمعضلی حل شه او یواځنی لیار(دریمه برخه 

ما کوشش کوو چه یواځی همدا دریمه برخه د هیواد د معضلی حل د پاره پوره وګڼم مګر د هیواد اوسنی کشاله دومره کړکیچنه او غښتلی شوی ده چه مونږ دیرونورو څرګندونو ته اړ باسی نو ددی کبله می دنړی داوسنی کړکیچ درامنڅته کیدو د پوهیدولو دپاره اصلی علتونه چه د پاکستان او اسراییلو چوړیدل دی ، په لمړی او دویمه برخو کی پری لږ بحث وکړو کوم چه دواړه د انګریزانو په لاس په عین کال کی او دواړه د مذهب په نوم رامنځته شول ، چه اسراییل د منځنی ختیز او د افریقا یی اسلامی هیوادونو د اداری او کنترول د پاره په نظر کی ونیول شو او پاکستان د هند د لوی قاری او نوړو تولو اسیایی ه� �وادونو د ارامولو او یا شکار کولو د پاره جوړ شو.
نو په دی وسیله د منځنی ختیز ( چه تر کیه هم پکی شامله ده ) او افریقا یی اسلامی هیوادونو مرکزی قوت کمزوری او د پرله پسی نظارت لاندی ونیول شو یا لکه د سطرنج لوبه کشت او مات ورته وویل شو په دغه ملکونو کی چه ځوک مقرریږی او یا برطرفه کیږی د اسراییلو له موافقی او امضا غیر امکان نه لری ، او د پاکستان د جوړیدو به وسیله یی په هند کی مسلمانان کمزوری کړل او هند یی د همیشه د پاره د مسلمانانو د سلطی نه وویست برسیره پردی خمونږ ګران هیواد او نور اسیایی اسللامی هیوادونه یی هم د خپل نظارت لاندی ونیول .څکه خو د واړو ملکونو ته د اتم بم په شمول د هردول ممنوع وسلو جوړول� � او استعمالولو چواز ورکړ شوی دی .
ځمونږ د ګران هیواد اوسنی کشاله د انګریزانو د همدی پلان یوه برخه وه ، ما مخکی یاده کړی ده چه انګریزانو به دغه وخت کی روسیه او چرمنی خپل رقیبان ګڼل او وخت ناوخت یی کشمکشونه رامنځته کیدل چه جرمنی یی د ترکیی د خلافت په رانسکورولو او په عربی نړی کی د نشیلیزم په کارولو خپل رقیب جرمنی ته یی ماتی ورکړه او دغه ساحه توله د انګریز انو د نفوذ لاندی راغله او په اسیا کی یی روسان د افغان مجاهدینو او پاکشتان په وسیله خپل رقیب روسانو ته سرسام اوره ماتی ورکړه ولی په دی لوبه کی پاکستان هغه ځوک وو چه باید ګټه وکړی او افغانستان هغه ځوک وو چه باید تاوان وکړی .
انګریزانو لا د پخوانه افغانان او په ځانګړی دول پشتانه روسانو په مقابل کی د حایل په شان مشخص کړی وو چه ځمونږ ملک نیمه مستعمره وو او دلیل یی هم داوو چه په پشتنو باندی په چل حکومت کیدی شی کنه انګریزان باید له هند ځخه دیر وختی وتلی وی، بله داچه د روسانو به مقابل کی پشتانه وجنګیږی . انګریزانو د پشتنو سره له دیر احتیاط ځخه کار اخستلو او دیر کوشش یی کوو چه بشتانه له ځانه سره په جنګ وانه اچوی مګر بیا هم پشتنو د هغه غیرت او شهامت له مخی چه الله چ په ځانګړی دول دی قوم ته ورکړی دی ، چه ځوک ددوی دین ، ناموس ، خاوری او ځبلواکی ته لږ په کږو سترګو وګوری سترګی یی وبا سی او هر دول مالی او جانی قربانیو او غزاګانو ته حلال کړی چرګان دی او الله چ دوی ته شه مشران هم ورکړی دی لکه افغان سید جمال الدین او نورچه د پشتنو غیرت او شهامت یی لوړاو ژوندی و ساتلو او بیا سید جمال الدین خو له تولی اسلامی نړی ځخه د انګریزانو ټغر ټول کړو او دا اوس چه کوم د شهیدانو کاروان به افغانسان او په نورو ټولو اسلامی هیوادونو کی په میړانه او قهرمانی روا ن دی او د استعمار مهری یو د بل پسی رالویږی او تر دی چه د استعمار پوچی فلسفی لکه کمویزم ، کاپیتالیزم ، سکولریزم اونوری هم یو دبل پسی نسکوری شوی او موزیم کی پریوتی او پریوځی ، د انګریزانو سره جها� � پیل کړو ولی له بده مرغه انګریزانودا ځل یودیر خطرناک پلان جوړ کړو او پشتانه یی دهغه وخت د عیاش او بی غیرته پاچا محمد یعقوب خان په واسطه وویشل او اوسنی پشتونستان یی په چل ، زر او زور واخست او جعلی دستخط یی د هغه لاسته ړاوړو په دی واسطه یی هم پشتانه دوه ځایه کړل یعنی کمزوری یی کړل د پشتنو مرکزی رهبری یی له منځه یووړه ، انګریزانو غوشتل چه په دی وسیله دافغانانو مورال راشکته او خبل مورال اوچت کړی پشتنو یا افغانانو ته یی ملاماتونګی جزا ورکړه چه تر اوسه یی نه وژنه او نه زخمونه کمیږی .
د انګریزانو په کارونو کی لکه د جادوګرانو شل نور چالونه هم پټ وی ، د پشتنو د ا برخه یی صرف د افغانستان ځخه یی رابیله کړه مګر د ازادو قبایلو په نوم یی ازاده پریشوده چه له یوی خو ا د هغو نفرت له ځان سره کم کړی ولی د جکومت له اسانتاوو او پیرزونو یی بی برخی وساتل ، نه یی سرکونه درلودل ، نه یی مدرسی او مکتبونه ، نه یی روغتو ن او درملتون لرلو . نه یی بازار او یزنسونه او نوری ټولی اسانتایاوی چه ټول انسانان ورته اړه لری ، او نه یی پولیس او محکمی درلودی چه خپل منځو کی ورپیشو شوو کشالو کی ورسره مرسته وکړی او حق حقدار ته ورکړی او یا د هر دول جرمونو مخه ونیسی تر دی چ ه د خبلی مورنی ژبی او دینی رده کړی د پاره یی هم ځه نه درلودل نو دی کار دیر بد عواقب له ځانه سره پشتنو ته په میراث پریشودل چه هم بی سواده او بی تعلیمه شو ، هم وږی او غریبان شول ، د دوی د جکومت او پولیسی قوی نه موجودیت له کبله هر ځوک وسلو جوړلو ، لرلو او ساتلو ته مجبور شول، هر بد کار نور بد کارونه زیږوی نو دغو بی علمیو ، غربت ، وسلو لرل ، د خلکو او قومونو تر منځ دشمنی ګانی رامنځته کړی چه ځینو یی ځو نسله دوام درلود او یا اوس هم دوام لری ، دهمدی نه حکومت لرل ، دمکاتبو نه موجودیت ، د بازارونو او بیزنسونو نشتوالی ټول پشتانه دی ته اړویستل چه د هند نورو شارونو ته د ځه مزدوری کولو د باره کوچ وکړی او د غلامی ژوند وکړی خپله ژبه هیره کړی خپل کلچر او فرهنګ ټیت وګڼی او یا بلکل د لاسه ورکړی او د انګریزانو په باداری شکاره اعتراف وکړی او ددی په خای چه د انګریزانو به مقابل کی جهاد وکړی انګریزانو په خپلو عسکری قطعاتو کی برتی کړل او د پشتنو کنډک ته به سپیشل فورس ویل کیده چه دوی به همیشه په اول صف کی ودریدل چه که کومه ګولی د مجاهیدینو له خوا په انګریزانو لګیږی هغه په دوی ولکیږی او د انګریزانو برځای دوی مړه شی او هغه هم د خپلو مجاهدو ورونو له لاسه .
او بله مهمه ګټه چه د انګریزانو د پاره د پشتنو به دی ویش کی وه هغه د روسانو به مقابل کی دوهم حایل وو اوددغه ذیورنډ د خظ دواړه پشتانه یی د پاکستان او افغانستان په نوم یو له بل پردی کړل د یو بل سره یی هغه مرسته او لاس اړونه چه پخوا یی درلوده نوره ختمه شوه او حتی کله کله به دا پشتانه له هغه پشتنو به منخ کی جنګیدل چه دا لا ځما د سترګو لیدلی حال دی چه د نن ځخه ځو پنځوس کاله پخوا د کنړ او باجوړ خلک به خپلو کی سره و جنګیدل . د دیورند شیطانی کرشی دیری نیمګړتیاوی رامنځته کړی چه اوس یی هم مونږ میوه خورو
کله چه روسیه کی کمونستی بدلون رامنځته شو او د پخوا به نسبت یی خپل قوت زیات شو نو هماغه پخوانی رقابت بیا شروع شو، روسانو غوشته چه د انګریزانو جبهات مات کړی چه اول افغانستان ، بیا پشتونستان او اخره کی پاکستان وو هند او ګرمو اوبو ته راووځی او انګریزانو ته لکه د سطر نج لوبه کشت او مات ورکړی کمونستی منحوسه مفکوره یی افغانستان او پشتوننستان ته رامخکی کړه په پنجاب کی هم په نوم قلابی کمونستی د ذوالفقار علی بوتو د مشری لاندی د پیپل ګوند په نوم یادیدله چه هغه د انکریزانو به واسطه جوړه شوی وه تړځو دا پارټی د روسی اصلی کمونستی پارتی مخه ونیسی ( پیپل پارتی د چ� �ن د کمونیزم دعوی کوله ) ، په دی کار کی هم انګریزانو له دیری زیاتی هوشیارتیا نه کار واخست که دا طلسم انګریزانو نه وی کارولی روسان بریالی وو اوس به د روسانو کشتی د هند په بحر کی ګرځیدی هند به محاصره وو او د روسانو مخه په عربی ملکونو او حتی اروپا ، استرالیا او امریکا ته هم خلاصه شوی وی ، مګر داچه انګریزان دیر دور اندیشه قوم دی دی ته متوجه وواوددی کار مخه یی له دیره مخکی نیولی وه .
افغانان چه یو با شهامته قوم دی او افغانستان به تاریح کی د ځمکی د استعماری قدرتونو د هدیری نوم ګتلی دی چه به توله دنیا کی استعمار او استکبار مخی ته ولاړ شی خو جه کله افغانستان ته راشی زهر یی ختم شی او مړی یی په دغه شهید پروره ملک کی خاورو ته و سپارل شی . زه به دا برخه چه روسانو ځنګه وکولی شول افغانستان ته اول د کمونیزم الحادی او منحوسه مفکوره راولیږی او ځمونږ ځینی ناپوهه ځوانان لکه د نشه یی توکو په شان شکار کړی چه د خلقیانو او پرچمیانو په نوم یادیدل ترکی ، ببرک ، امین آو نجیب یی مشران وو . او بیا دروسانو یونیم
لک نظامی عصری او منظم قطعاتو د تانکونو ، توپونو او نورو عصری وسلو او وسیلو سره او د وارسا د پکت ۲۲ کمونستی ملکونو په شمول ځمونږ به هیواد یرغل وکړو په خلورمه برخه کی تاسی ته پری رڼا واچوم ستاسی له حوصلی دیره مننه کوم

Door Guest