(عالیه راوی دیره مهمه خبره لیکلی ده چه( اسلام امونږ ته یو لاره د ژوندده نه کورسونه چی باید کله کله ونیسو)زه فکر کوم چه عالیه ( لاره 

نظام ته وایی چه اسلام د ا لهی نظام دی ، انسان یی د څمګی مدیر یا اداره چی یا خلیفه ټاکلی دی ، چه د زمکی تول شیان ورته تابع دی خو د

(انسان تابعداری د الله په تابع داری کی ده انسان به د الله ج قوانین یا شریعت حکمفرما کوی او د هر څه ملکیت ( چه انسان هم پکی شامل دی

دالله ج پوری اړه لری د ملکیت بل نوم بندګی ده ، او بندګی تابعداری او اطاعت ته ویل کیږی ، له اطاعت مطلب څه دی ؟ چه انسانان کوم کار

کولی شی او کوم کار نه شی کولی یا په بل عبارت( حلال او حرام ) تول شریعت تشکیلوی چه مونږ او تاسی ورته اساسی قانون وایو مونږ تول

دا وایو چه دقانون په وړاندی هر څوک یو برابر دیی یعنی قانون لحاظ نه پیژنی دغه تابعداری څه ګته لری ؟ د خلکو ترمنڅ نظم او دیسپلین

راولی ، د خلکو تر منځ د هر دول ظلم او بی عدالتیو مخه نیول کیږی نو انسانان به په سوله ، ارام او نیکمرغه زوند لری . دا کار دوه ګتی لری

چه فرد او تولنه دواړه د تمدن لوړو مدارجو ته رسیږی او په ورورولی به یو دبل سره مرسته او خواخوږی لری . چه دا کار سوله ، باور او

هوساینه راولی . ددی کارونو ګته چاته رسیږی ؟ (انسان ته ) ولی دی اطاعت او تابعداریو ته الله ج د عبادت حطاب کوی یعنی دغه ګته چه

انسان ته ورسیده په هغو برسیره به اخرت کی هم اجر او مکافات ورکوی دا دالله ج څومره ناپایانه رحمت او محبت دی چه په هماغه کار دوه

څلی د رحمت په نظر درته ګوری . او دغه غبادت زمونږ د خلقت او پیداشت هدف دی او زمونږ تول ژوند او د ژوند ټولی اړتیاوی ددغه هدف

.وسیله ده .خو که مونږ د غلامی پر څای د مالکیت او انسانی شریعت دغوی کوو ، نو مونږ د خلافت له مقام د خدای مقام ته سرکشی او طغیان

کوو جه دا دالله سره د جنګ اعلان دی لکه فرعون ، نمرود او شداد او نورو جه کړی وو او یا نن ورڅ کمونیزم ، کاپیتالیزم او نشنلیزم یی کوی.

.نو داچه څوک څان په هر دغو انسانی ایزم کی شمیری او یا څان ته دیموکرات وایی دا د همدغه جنګ اعلان دی واسلام

 

Door Guest