دامریکا ولس مشر د روان لمریزکال د غوایي په (۱۲مه ) نېټه د سې شنبې په شپه افغانستان ولس مشر حامد کرزی سره یو ستراتیژیک تړون لاسلیک کړ. دافغانستان ولس مشر حامر کرزی زیاته کړه دغه ډول نور سندونه به هم په راتلونکی کې دنورو هیوادونو سره هم لاسلیک کړي.

سوال دا پیداکیږي چې دافغانستان دولت ولی په دی اړ شوچې دغه ډول تړونونه د غربي هیوادونو سره لاسلیک کړي؟

څنګه چې مونږ ټول افغانان په دی ښه پوهیږو دا فغانستان په وزارتخانو او پارلمان کې دبهرنیو هیوادونو روزل شوي غړي د خپلی خاوری سره خیانت او د بهرنیو هیوادونو په ګټه کار کوي.ددوی لپاره بهرنی هیوادونه یو خاصه بودیجه او اداره لري چې

له بده مرغه دافغانستان دولت څخه يې دا توانمدي اخیستی چې یو سالم او پاک خپلواک نظام رامنځ ته کړي.

دغه زورواکو عناصرو زمونږ ګران ټاټوبۍ افغانستان نړۍ ته د یو مافیای رژیم په توګه ورپیژندلی دی.

دغسی تړونونه به ډیر زر ددغو وطن دښمن عناصرو دکار مخه ونسي.

هم دغه اندیښنه ده چې دوي یې په دی اړ کړل چې دافغانستان دولت ته په مستقیمه توګه ګواښ وکړي.

په دغه ستراتیژیک تړون کې داسې یوه ماده هم نشته چې د افغانستان خاوره به دنورو هیوادونو پر ضد استفاده کیږي.

خو! که چیری یو هیواد دافغانشتان په خاوره تیرۍ وکړي نو په مقابل کې به افغانستان خپل عکس العمل ښئ او د امریکا او دهغوي متحدیان به دافغانستان دسرحداتو څخه دفاع کوي.ا مریکا او د امریکا متحدین به دافغانستان ملي اردو او ملي پولیس روزي او په جدیدو وسایلو به یی سمبالوي.

دخپل حق غوښتنه، دخپل ځان او ناموس دفاع کولو اجازه مونږته زمونږ مقدس دین اسلام راکړی.

نه یواځې په اسلام کې بلکی په هر مذهب او قانون کې دځان او خپلو حقوقو څخه د دفاع کولو اجازه شته.

دایران سفیر ابوالفضل ظهره وند یو افغان لوړپورو چارواکي ته ویلی دي چې دغه سترتیژیک تړون باید لاسلیک نه شي که چیری افغانستان دولت دغه ستراتیژیک تړون امضآ کړو نو په ایران کې میشت دری میلونه افغان کډوال به افغانستان ته راواستوي.

دایران دا اولځل نه دی چې دافغانستان په داخلی چاروکې لاسوهنه کوي .دوي تیر وختوکې هم دغه ډول مستقیمی او غیر مستقیمی لاسوهنی کړي دي.

نه یواځې ایران په دغه تړون خپل ګواښ او خفګان ښکاره کړی دی بلکی نورو ګاونډیو هیوادونوهم خپلی اندیښنی څرګندی کړي دي.لا تر مخه تاجګستان په خپلو رسمی وینا وکې ویلی دي افغانستان یو یرغل شوی هیواد دی.

دتاجکستان پټی نظامي لاسوهنی تر ډیره حده هم افشا شوي دي.

له بلی پلوه که پاکستان په ظاهره چپ دی خو په دی باور لرو چې هغی هم خپل پټ پلانونه په کار اچولي دي.

او ډیر زر به دامعلومه شي چې ددغه ستراتیژیک تړون په مقابل کې څه عکس العمل ښئ.

راځو دی ته چې دایران دغه ګواښ دافغانستان لپاره څومره خطراو ګټه لري.

ترټولو دمخه باید دافغانستان دولت په خپلو خارجي پالسیو کې مثبت بدلونونه راوړي. دافغانستان ملي حاکمیت او خپلواکې په نظر کې ونیول شي او یو داسی خارجي پالسي جوړه شي چې د افغانستان خپلواکي پکې ثابته شي.

له بلی پلوه امریکا باید ددغه ستراتیژیک تړون په اساس چې مالي همکارۍ په نوم مادی پکې ځائ شوي دي دهم دغو مادو په بنسټ دایران څخه دافغانانو دراستنیدو لپاره یوه خاصه بودیجه او پلان جوړکړي.

دبهرني هیوادونو څخه دافغانانو راستنیدل د افغانستان په ګټه دي.

دغه پلان او بودیجه نه یواځی دهغو افغانانو لپاره وي کوم چې په ایران کې وسيږي بلکی هغه ټول افغانان چې په پاکستان ،تاجکستان،ازبکستان او نورو نیزدی او لرو هیوادونو کې د مهاجرت سختی شپی سبا کوي باید د یوقانون په چوکاټ کې دخاص پلان په اساس خپل هیواد ته په راستنیدو مجبور ګړي.

داسمه ده چې په اول کې به د یو څه سختو سره مخ شي خو ډیر زر به دافغانستان خپلواکې ته تقویت وروبخښي.

زه په دی اند یم که چیری په افغانستان کې یو سالم او شفاف نظام رامنځته شي نو هر څوک کولای شي چې خپل حق له قاتیلینو، جنسي تجاوزګرانو، اختطافکونکو، رشفتخورو او قاچقبرانو څخه واخلي او دوي ملي او بین المللی محاکمی ته وړاندی کړي او دخپلو کړو سزا وویني.

زه په ټولو افغانانو ورونو او خویندو ږغ کوم چې دیو شفاف نظام لپاره يو غږ او یو موټۍ شئ.

ای د افغانستان ننګیالو سرلوړو ،شمله ورو سپینګیرو مخورو مشرانو همزولو او کشرانو راځئ چې په ګډه سره ددغه ډول خارجي او داخلي لاسوهنی په کلکه وغندو او په مقابل کې یې خپل عکس العمل وښایو.

خپله دغه مبارزه په سوله امیزه ډول مخکې یوسو.

زه ټولو دولتي او غیر دولتي لوړ پورو چارواکو او په خاصه توګه د معلمینو او محصلینو څخه هیله کوم چې ددغه ډول بیرونی ګواښ په مقابل کې په سوله امیزه توګه خپله ناخوښي ښکاره کړي او که چيری بهرنی هیوادونه سرزورۍ څخه کار اخلی نو بیا ورته غاښ ماتونکی جواب ورکړي

لیکوال: سمیع الله صدیق کاموال

Door Guest