حبيب لله غمخور

د۲۰۱۲ ز کال دمی ۹

ددې ليکنې موخه داده چي په هرکچه زموږ دولتي چارواکي دافغانستان دسياسي ،اقتصادي ،کلتوري اونړيوالو اړېکو په هکله څرگندونې دملي مسوليت په چوکاټ کښي وکړي اودنړيوالو اړېکواومناسباتوپه ډگر کښي دافغانستان تاريخي موقف اوتيرسوی نړيوال اعتبارته زيان ونه رسويپه ورستيو لسيزوکښي افغانستان نه يوازي دجگړې او وسلې داستعمال اوآزموينې ډگر گرځېدلی ،زموږدوگاونډيو هيوادو(ايران اوپاکستان )اودسيمې يوشمير نوروهيوادو کوښښ کړئ دافغانستان نړيوال اعتبار اووياړنوته زيان ورسېږي اودې موخې ته درسېدولپاره ئي متاسفانه له افغانانو استفاده کړې . موږ دټولوناخوالواوپه خپل هيواد کښي دضعيف دولتونو اوحکومتونوشاهدان يواودامنو چې زموږ دخاوري تاريخي دښمنان پردې توانېدلي چي داتاريخي هيواد دخپلو گټوترلاسه کېدودسياليو داور په لمبو کښي لولپه کړي ،ودان افغانستان په کنډواله بدل کړي،غيرتی ولس دومره خوار اوزليل کړی چي نورئې دستوني نه دفرياد چېغه نه وزي .

داسي نوري ناخوالي چي کتابونه اومجلې په ډکي دي زموږ دولس په نصيب سوی اومتاسفانه دالړئ به لاترډيره دوام ومومي .يو پښتو متل دی چي وايي ((خوارکړئ که خداي يې دابې غيرته کړئ چايې؟) ځکه خوبه داخبره هغوته چي دخپلو گټوپه خاطر ددې قرارادادپه وړاندي دافغان پوسله اوياخپله دمخالفت ږغ پورته کوي دقيق جواب وی چي همدا تاسو موږ مجبورکړوچي نه يوازي له امريکا بلکې دنړۍ دنوروغښتلو هيوادوسره ورته تړوون لاسليک کړوترڅوافغانستان دپاکستان ،ايران دبنسټپالونوکرانوله منگلونجات ومومی.

ددې لپاره چي رانه اوږده نشي اساسي خبره داده چي دپردې شاته تر اتلس مياشتو گوياچنه وهلووروسته  دواړي خواوي افغانستان اوامريکا پردې بريالي سول چي دروان کال دمی دمياشتي په لمړۍ ورځ دستراتیژیکو همکاریو په سندچي له  ۲۰۱۴ م کال وروسته د دواړوو هیوادونو ترمنځ هر اړخيزي اړیکې رانغاړي د افغانستان او امریکا دولسمشرانو ښاغلیو کرزي او اوبارک اوباما لخواپه کابل کې لاسليک شو.

داچي ددې قرارداد دارزونې په هکله څه ډول اوڅومره يودبل سره مخالف نظرونه سته اوس ئې زه نه څېړم ،دادهرچاحق دی چي له خپلې ديگاه نه ئي ارزونه وکړي .

خودالمر غوندي روښانه ده چې ددې سند لاسليک په افغانستان اوله افغانستان څخه بهر دافغان روڼ اندواووهغوچي دپاکستان اوايران دلاسوهنونه ستړي سويو په چاپېريال کښي  دمختليفو عيني دلايلو له مخې دزيات استقبال وړ وگرځېد.

ددې سند تر لاسليک کېدو وروسته ښاغلي کرزی صاحب هم دډله ايزورسنيو له استازوسره په مخامخ خبروکښي ددې قرارداددلاسليک په هکله په تفصيل ډيري خبري وکړي اودخبروموخه ئي داه ترڅوڅرگنده کړي چي يوتاريخي کارئې سرته رسوی اولويه بريائي ترلاسه کړېده .

هغه دخپلو څرگندونوپه يوه برخه کښي وويل :

((پدې قراردادکښي امریکا ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ وروسته به تر لسوکلونو پوري له افغانستان سره د اقتصادي اواجتماعي پرمختګ، امنیت، موسساتواو دسیمه ییزې همکارۍ په برخوکې مرسته .

د افغان اوامريكا ستراتيژيک تړون له لاسليک وروسته افغانستان د امريکا په يوه اصلي متحد بدل شوى او هغه ټول امتيازات به تر لاسه کوي چې د امريکا متحدان يې لري.))

دقانونی معمول سره سم  دمی پر اومه دمشرانو جرګې هم د افغانستان او امریکا د ستراتیژیکو همکاریو سند سره لدې چي دمی پر ۸  دښاغلي سپنتاداخبره تایید کړه چې د ایران سفیر د افغانستان د مشرانو جرګې له رئیس څخه غوښتي چې د امریکا او افغانستان د ستراتیژیک تړون د تصویبېدو مخه ونیسي تصویب کړ .

ددې سندپه اړوند دروسيې په گډون يوشمير هيوادونو خپلې اندېښنې چي هغه هم زموږ دهيواد خپلواکي تر سيوري لاندي راولي څرگندې کړې .پاکستان اوايران خپل غبرگون هم دواسکټ رالېږلوپه بڼه اوهم په تهران کښي دافغانستان سفارت دټولوديپلوماتيکو نورمونواو اوصولوخلاف دمحاصرې په بڼه څرگند کړ،ولي ددې ترڅنگ ئې داځل بيادتير پشان دايراني اخوندانوسفير اونورواړونده چارواکوتر ديپلوماتيکي کمبلې پښې ډير اوږدې وغځولې اوموږ ته ئې زموږ په هيوادکښي گوته څنډه نه پيل کړه .چې دهمدي دليل له مخې زموږ دپارلمان غوښتنه داسول چي دايران نوی رالېږل سوی چي په افغانستان کښي بده اوافغان دښمنه سابقه لري ژر ترژره له افغانستان څخه وباسي .

اميد چي ښاغلی کرزی داجرآت وکړاي سي اودبهرنيو چارووزارت له لاري نوموړی سفير په ۲۴ ساعتونوکښي له افغانستان څخه وشړي .

د ایران اخوندي رژیم دافغانستان په وړاندي له خپلوگټواوپدې هيوادکښي دخپلو لاسوهنواومداخلونه لاس نه اخلي،

په دوام داره توگه داسلامي اوژبنی اړېکوترنامه لاندی خپلې منحوسي گټې پالي . د ترهګروروزلو،وسلوالې جګړې لپاره افغانستان ته رالېږلواوپه افغانستان  کښي دمېشتو قومونوتر منځ بېلتون او مذهبي تعصب په خپرولوکې نه يوازي په افغانستان بلکې په سيمه کښي دنړيوالودنفرت لامل گرځېدلي دي .

پاکستان اوس هم د افغانستان په اړه له خپلې ستراتیژۍ څخه نه دی تېر شوی نه دی اوپه خپل ټول قوت تلاښ کوی دافغانستان په برخليک ټاکلو کښي له دوي سره مشوره وسي اودافغان ولس دملي گټوپه پيمانه ددوي لعنتي گټې په نظرکي ونيول سي .

سره لدې چي ښاغلي کرزی په تکرار داخبره کړې چي افغانستان به دگاونډيانواويابل کوم هيوادپرخلاف استعمال نسي اودجمهوري رياست امنيتی چارو صلاح کار ښاغلي سپنتادمی پر څلرمه او اتمه هم داڅرگنده کړه : ((له هغو ظلمونو سره سره چې ګاونډيانوپه تېرو دېرشو کلونوکې پر افغانانوکړي دي،دهغوى اندېښنې له ناچارۍ له امريکا سره په ستراتيژيک سند کې په پام کې نيول شوي دي.))

ښاغلي  رنګين دادفر سپنتا وويل، د دولتي بنسټونو ويجاړېدل، د اردو له منځه تلل، دسياسي ګوندونو په خپلوکې ښکېلېدل،دطالبانو رامنځته کېدل، د خلکو عام وژنه او نور ډېر شيان د همدغو ګاونډيو له امله شوي دي؛ خو له دې سره سره له ناچارۍ د هغوى اندېښنې په ستراتيژيک تړون کې په پام کې نيول شوې دي. ۴ می تاند

موږ نه پوهيږوچي ولي دا هيوادونه ځانته داحق ورکوی چي موږته لارښودنې وکړي اوپه ټوله بې شرمۍ اوسپين سترگۍ زموږپه کورنيوچاروکي داسي مداخله وکړي چي دنړيوالي ديپلوماسی په تاريخ کښي بېلگه نشې موندل کېداي ،هغه دچاخبره ددوي زړه غواړي چي(( افغانان ددوي په اجازه اوهدايت ډوډۍ وخوري.))

زماداپورته لنډه څرگندونه ددې خبري پخلۍ کوي چي زموږ گاونډيان اويوشمير هيوادونه هيڅکله نه غواړي چي موږ ارام  اوسوکاله ژوند ولرو اوياپه خپلواکه بڼه دنړۍ دمختليفو هيوادوسره دخپلو ملي گټوپر بنياد نړۍ والي اړېکې ټينگې کړو،ياله دوي سره مختلف قراردادونه اومعاهدې لاسليک کړو.

متاسفانه دمی پر اومه يوځل بيادناټوځواکونوپه حملوکې لږترلږه ۲۵ ملکیان ووژل شول ،اوښاغلي کرزی دملکي تلفاتو په وړاندې دخپلې غوسې دڅرګندونوپه موخه د ناټو اوامریکايي ځواکونو عمومي قومندان او د امریکا سفیر نن ارګ ته وروبللي وه  اودملکي تلفاتو په اړه یې د خپل حکومت ژور خپګان څرګندکړ .بې بې سي

زموږ ټول هيوادوال دبهرنيوځواکونودپوځی عملياتوپه لړکښي دخپلوملکي هيوادوالودوژنې اوزخمی کېدودافغانستان پر کلیو بمبارۍسره په هيڅ نوم نشي پخلاکېداي،ددې تلفاتواوزيان پړه پر بهرنيوځواکونواوهمدا ډول افغان دولت اچوی .ددې ترڅنگ ددولت  مخالفين هم پدې کلک ملامت بولی چي دملکي خلکواوهغوي له کورونونه دخپلو عملياتوپه وخت کښي دسپر استفاده کوي ترڅودغه ډول نفرتونه راوزېږوي .

ښاغلي کرزي دناټودعمومي قومندان اود امریکا ته سفیرته وویل چې افغانستان له امریکا سره دستراتیژیکو همکاریو سند په دې دلیل لاسلیک کړ چې د ورته پېښو مخه ونیول شي او د افغانانو ژوند خوندي شي .که د افغانانو ژوند خوندي نه وي نو ستراتیژیکه همکاري مانا او مفهوم له لاسه ورکوي.

د ناټو عمومي قوماندان جنرال جان الن وویل چې شخصاً دی ددغو پېښو مسؤولیت په غاړه اخلي او له جدي پلټنو وروسته به ډېر ژر خپل راپور د افغانستان ولسمشر ته وړاندې کړي. ډاډيره ښه خبره ده چي له دوي نه بايد دتفصيل اوراپورغوښتنه وشي ترڅودخپل سری مخه نيول شوې.

مگر دغيرتی ولس دسيالانو اوپياوړتياددښمنانو دپورته په گوته سووبربنډو دلاسوهنواومداخلوترڅنگ ديوې غمگينې پېښي ترپېښېدو وروسته دکرزی صاحب داډول څرگندونه چي ((ستراتېريکي همکاری معنا نلري)) بېله دې چي دملک اعتبار اونړيوال حيثيت ته پاملرنه وکړي دبهرنيو هيوادونوپه وړاندي اودهغوي سره په راتلونکي کښي دمختليفو قرارداددونولاسليک تر اغېزې لاندي راولي .

دافغانستان اومريکاتر منځ دقراردادژمنې ترډيره بريده تر ۲۰۱۴ کال وروسته پلې کيږي اوکه ديولړمسائيلو په هکله اوس امريکا ژمنه اخيستې وي نوداسي ژردهغه قراردادچي خپله ښاغلي کرزی هغه دافغانستان په اړوندحياتي اوتاريخي بولي اودافغانستان گټې پکښي رانغاړي بې معنا اعلانول يوڅه جدي ديپلوماسی نده .

ددې پر ځاي اړينه وه اوده چي دايران پاکستان اودهغوي ترملاتړلاندي په هکله علمی اوعملي گټوره ديپلوماسي جوړه اوپلې سوې واي ،ترڅودغوهيوادو دتيرپشان ځانته داحق ورکړئ نه واي چي موږته زموږ په هيوادکښي دامرپه بڼه لارښودنې وکړي .په تيرو رژيمو کشي هم همدا گاونډيان وه اوهمدا دښمني ئي پالل خوپدې پيمانه ئي ځانته داجرات نسو ورکولاي لکه اوس.

موږ ته اوس ددوي دکلونو،کلونومداخلو اوخپلو لاسپوڅوروزولوله برکته راپېښه ده ؛له دې پېښي په ټول مهارت بايد خپل ولس ته نجات ورکړوترڅوددې لپاره امکانات برابرشي چي دپوځی مرستې پرځاي افغانستان دملکي (اقتصادي ،علمی ،تخنيکی اونورومرستو) ډگروگرځي .

که چيري زموږ دولتی مشرتابه هره ورځ پرخپل سرديوه قرادادپه لغوه کولوسره مقابل لوری ډاروی،فکرنه کوم چي په راتلونکي کښي دي،ددې حکومت اودولتي مشرتابه په شتون کښي کوم هيواد دافغانستان سره کوم مهم قرارداد لاسليک کړي .زماله نظره پدې نازېدل چي گويا امريکا،اروپا،جاپان،چين ،روسيه،کاناډا، اونورهيوادونه افغانستان ته محتاج دي يوبې اساسه اوبې بنياده غروردی اودافغان دښمنولخوا دافغانانوپه منځ کښي پدې موخه چي موږ له نړيوالي ټولنې نه ليري وساتي راروحيه تبليغېږي .

افغانستان دنړۍ ترټولوشاته پاته هيواد دۍ ،موږ نړيوالوگټورواقتصادي،سياسي،علمي اوپوځی اړيکو اومرستوته جدي اړتيا لرو،زموږ اقتصاد بايد پر پښو ودرېږي له مصرف کونکي هيوادنه بايد په توليدونکي بدل شو.

 پدې هيوادکښي ترفلسطين راوروسته دبشريت په تاريخ کي اوږده جگړه ياانسان وژنه روانه ده. زموږ دولس غوڅ اکثريت  ډوډۍ نلري اودوي ورته وايي پلواوکلچې  ولي نه خورې ؟ نړۍ دعلم ،تخنيک او اقتصاد په ډگرکښي پر مخ روانه ده،خوموږ   ته وايي دجگړې ،وژنې او ورانۍ دميدان قهرمان همدا ته ئې اوددې رسالت سرته رسولوته دوام ورکړه . نورښوونځۍ جوړوی خوزموږ ئي دورانۍ قهرمانان يواوبياځانونه افغانان اوپه افغانستان مين هم بولي .نور ماشومان روزي خوزموږ په هيوادکښي مسمومېږي اوياتېزاب پرشيندل کيږي. نوردنړيوالو هراخيزواړېکوټينگېدواوملي ټېکاولپاره شپه او ورځ دټولوديپلوماتيکو چينلواولاروچارونه استفاده کوي،خوپه موږکي په خرپ داتبليغ روان دی چي پر يوازي سرترهر  چاښه يواوچاته احتياج نلرې .

زماپه نظردهيوادپدي حساسواوبرخليک ټاکونکوشبوکښي دافغانستان هرچارواکی دعام ولس داحسا ساتود راپار ولوحق اوصلاحيت نلري .سياسي سوداگردې، ددې لپاره چي په همدې وران او ويجاړافغا نستان کي دنيويارک په دود ژوند وکړي اودجمعې شپه ئي په ډوبۍ کښي دمعشوقوپه غېږکي تيره شي په جدي بڼه دافغان ولس دراپارونې اوپر پاکو احساساتوله سوداگری نه ډډه وکړي .ترټولومهمه  اوزموږ لپاره حياتي داده چي زموږ ځوان نسل ددې نطاقانو، سياسي، دولتي اومذهبی سوداگروافغان دښمنه تبليغاتواوغوړوعدوترتاثير لاندي رانسي .وطن مورده اودموردرناوی ترهرڅه زيات ديوه صالح اولاد دنده بلل کيږي . ومن الله التوفيق

Door Guest